تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې





سلام ګرانو ملګرو! دا چې زما وېبلاګ ګورئ، یوه نړۍ مننه. که خپه کېږئ نه، نو مهرباني وکړئ خپل نظر هم ولیکئ. په خدای مو سپارم
اصلي مینو
             لومړی مخ
             د برېښنالیک لېږل
             د چوکاټ جوړونکی
             
             په یاهو کې زما وضعیت



لیکونکی


موضوعګانې

             شعرونه
             لنډۍ
             سیاسي او ټولنیزي مقالې
             ښوونیزې مقالې
             پښتانه
             مینه
             پکتیکا
             انځورونه
             د کټواز (پکتیکا) ملي، تاریخي او سیاسي شخصیتونه
             ژباړې
             ټوکې
             د اشنا یاد


د وېبلاګ زیرمتون

             6/22/2009 - 7/22/2009
             5/22/2009 - 6/21/2009
             4/21/2009 - 5/21/2009
             3/21/2009 - 4/20/2009
             1/20/2009 - 2/18/2009
             12/21/2008 - 1/19/2009
             آرشيو


د چوکاټ جوړونکی




.: سوداګریزې خبرتیاووې :.



 د اروپا فاتح، اډولف هټلر (۱۸۸۹-۱۹۴۵)

داروپافاتح، اډولف هټلر (١٨٨٩-١٩٤٥)

 

اډولف هټلر له ۱۹۳۳ نه تر ۱۹۴۵ کال پورې د جرمني هېواد  پوځي او سیاسي رهبر و.  که څه هم هغه غوښتل چې په ټوله نړۍ باندې د جرمنیانو حکومت رامنځته کړي، خو د اروپا له نیولو نه وروسته په ډېر کم وخت کې په خپله دی او د هغه نظام له منځه ولاړ.    

هټلر د ۱۸۸۹ کال د اپریل په ۲۰مه نېټه د استریا او جرمني هېواد په پوله باندې پروت ښار براونا ام این کې وزیږید. د هغه پلار، الویس شیکل ګروبر هټلر د ګمرکاتو مامور و.  کله چې هټلر ۱۳ کلن شو، نو پلار یې مړ شو.  هټلر په وړکتوب کې ډېر شرميندونکي خو شوخ، وارخطا او چیغارن کس و.

هټلر

د هټلر ځواني او مئينيدل 

نوموړي په کال ۱۹۰۵ کې کله چې دی ۱۶ کلن و، ښوونځی پریښود. او هیله یې لرله تر څو یو ښه نقاش واوسي. ده به هره ورځ نقاشي کوله او تر څنګ به یې دخپل له کتابتون نه کتابونه په کرایه راوړل او تر نیمې شپې پورې به یې کتاب لوست. د هټلر یو بل عادت دا هم و، چې په نیمه شپه کې به یې د اسمان ستورو ته کاته او له هغه نه به یې خوند اخیست. په کال ۱۹۰۷ کې یې د ویانا د هنرونو اکاډیمي ته زړه ښه کړو او هلته یې د شمولیت ازموینه ورکړه، خو بریالی نشو. دوه کال وروسته یعنې په ۱۹۰۸ کې هغه بیا دغې اکاډمۍ ته د ازموینې په موخه ورغئ، خو دا ځل یې هان ازموینه هم ترې وا نه خیستله. له دې نه دوه میاشتې وروسته یې خپله ګرانه مور چې د سینې سرطان یې لاره، هم له لاسه ورکړه.


د مطلب پاتې برخه

 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2009/6/30

 مرگ بر رژیم فاشیستی و منفور ایران!!!

مرگ بر رژیم سفاک و استبدادی آخندهای شیطان صفت ایران!!!

جوانان و ملت غیور ایران هر گز به رژیم های فاشیستی و ظالم سر اطاعت را خم نه کرده و نه خواهند کرد!!!

نابود باد رژیم که در مدت زمان 30 سال، ملت مسلمان افغانستان را به خون و خاک کشانید!!!

نابود باد رژیم که همانند دانه سرطان کشورهای همسایه و همجوار خود را ضربه همه جانبه زدند!!!


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2009/6/21

 بېلتانه داسې چارې وکړي******** ځان یې ملا کړه زه یې غل د کلي کړمه

دا دله ګان دله ګان ټول کړئ                              تنور پرې تود کړئ چې ډوډوئ پرې پخوو نه

چې یارانه وه زما او ستا وه                               چې جدايي شوه ټول جهان پرې خبر شوو نه

دا زړه مې ډېر درنه خپه دی                               نیستۍ ظالمې له دوستۍ دې وویستمه

د سهار چرګه پرې نارې کړه                               اشنا زما په شرم خوښ ده نه پاڅي نه

زړګیه صبر شه مه ژاړه                                      پردي راوړي د چا څه پروا لري نه

زما د زړه د کومې یاره                                      په برخه ستا یم او نور دې خاورې شي مئینه

جانانه راشه حال مې ګوره                                پرون تازه وم او نن له غمه مړاوي یمه


د مطلب پاتې برخه

 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2009/6/21

 "زنگ خطر" و حماقت اش!

له (www.wagma.blogsky.com) وېبلاګ نه

طلوع که گویا تلویزیون بی رقیب و یک سر و گردن از تلویزیون های دیگر بالاتر است، در برنامۀ "زنگ خطر" که هر چهارشنبه شب پخش می شود، گردانندگانش نه اینکه با زبان طنز سخن نمی گویند، بیشتر به دلقک هایی شباهت دارند که برای خنداندن مردم به هر چیزی توسل می جویند.

 یکی از صحنه هایی که این دلقکان در جریان برنامۀ شان بر آن می خندیدند، صحنۀ انفجار پیکنک گاز در شهر نو و سوختن چند تن از هموطنان بولانی فروش فقیر ما بود. این دلقکان فقط برای اینکه رییس تلویزیون را خوش ساخته باشند و برنامۀ به اصطلاح طنزی را تقدیم نموده باشند، بر لباس ها و بدن های سوختۀ هموطنانی می خندیدند که از بخت خوب از انفجار جان سالم بدر برده بودند. وقتی به بدن های سوختۀ شان نگاه می کردید، به رنج، فقر و بدبختی هر چه بیشتر این هموطنان پی می بردید، آنان شاید در فکر سوختن جان شان نبودند و غم از دست دادن کراچی های شان را در سر داشتند، اما بیسوادان برنامۀ زنگ خطر بر آنان و فقر شان چنان می خندیدند که فکر می کردید در حال دیدن فلم چارلی چاپلین هستند. بیسواد کلان (حنیف همگام) چند بار با تمسخر انفجار مهیب را "محب" تلفظ کرد و دیگران از پی اش.

 "زنگ خطر" و این چنین دلقکی ها ارزانی گردانندگانش باد!


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2009/5/14

 پکتیکا، د درنې شاعرې، زرلښت حفیظ په شعر کې

د پکتيکا زړوراولس ته

ځارشمه پکتيکا نه چې داخلک يي ميړني دي

هسکه شمله ګرځي  د میرویس دننګ بچي دي

****

وينه دغيرت يي تل چليږي په رګونوکې

خدايه بری ورکړي دننګونو ډګرنو کې

بياچې ميرويس خان پشانته هسکه شمله وتړي

پورته چې اوازکړي دنازو په ارمانونوکې

****

ځارشمه پکتيکا نه چې داخلک يي ميړني دي

هسکه شمله ګرځي د میرویس دننګ بچي دي

****

اې پکتيکاوالوشاه زلمي موا تلان دي!!!

خپل تاريخ به وګټي دوخت قهرمانان دي

وياړبه دتاريخ شي تجاوز پرضد ټټروهي

ځکه پری وياړيږم دغازي ادې١* بچيان دي


د مطلب پاتې برخه

 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2009/5/14

 موږ څومره شاته تللي یو!

درست افغانستان په ناپوهانو باندې ډک دی**ولي زیات که پکښې وګوري پښتون دی

دا شعر په اصل کې ستر پښتنون او ستر انسان، علامه خوشحال بابا داسې ویلی:

درست جهان په ناپوهانو باندې ډک دی*** ولي زیات که پکښې وګوري افغان دی

په هغه وخت کې زموږ ستونزه په جهان کې وه، ولې نن زموږ په کور کې ده، چې هغه هم افغانستان دی. افسوس او سل افسوسه!!! دا د دې ښکارندوی ده چې، پښتانه څومره شاته تللي دي.


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2009/5/12

 څنګه له ټنبلي ځان خلاص کړو؟

څومره غوره نظريې او فکرونه مو له ځانه سره درلودل چې د خپلې بې حوصله ګي له کبله مو هير شوي دي او په دې نه ياست توانيدلي چې هغوئ ته د عمل جامه ور واغوندئ؟

په دې اسراراميزه نړۍ کې چې هره ورځ او هره شيبه هر شى په بدلون او خوځښت کې ده، داسې معلوميږي چې موږ انسانان د ټنبلی د ټولګيو لومړني زده کوونکي يو. هر څومره که موږ ووايو چې زموږ کار ستونزمن او له پخوانيو نسلونو څخه غوره دی، خو واقعيت داده چې په دې زمانه کې ټنبلي او سکون ته زموږ مېنه تر پخوا لا ډېره شوې ده.

په دې ورځو کې ډېرو شيانو بدلون موندلى. موږ له ډېرو انرژيو او مخامخ انګيزو سره ډېر کم کار لرو. زموږ د نيکونو د هيلو او کړنو تر منځ ډېر کم واټن و، هغوئ چې به تږې کېدل، نو اوبه به يې لټولې، په اوږې کېدا سره به په مړى پسې تلل. هغوئ د خپلو چلندونو له کبله اړ نه ول تر څو مخکې له مخکې خپله اماده ګي ونيسي، هغه رفتارونه چې د هغوئ د پايښت  سبب ګرځيدل، لنډمهاله پايلې يې درلودي او  له درمل، بانک او هان له يخچال نه په پرته نړۍ کې هغوئ اړ نه ول تر څو خپلې راتلونکې ته فکر وکړي.

ټنبلي له کومه پيليږي؟

روان پيژندونکي په دې اند دي چې ټنبلي هغه وخت منځته راځي چې د راتلونکې لپاره د پلان جوړونې شونتيا موجوده وي. هغه څه چې هغوئ یې پرته له دې چې خبلې سملاسي اړتياووې یې پوره شي او خپلو کارونو ته دوام ورکړي، هغه د


د مطلب پاتې برخه

 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2009/4/27

 ژوند یو امتحان ده!!!

ستا ژوند، ستا د فکرونو ټولګه ده، په هر هغه څه چې ستا ذهن باور وکړي، تر لاسه کولای شي     او هر هغه څه چې محکوم کړي، له لاسه ورکوي. او په دې هم پوه شه چې، نېکمرغي په دریو       ټکو کې نغښتې ده:

۱- د تیرو وختونو هیرول

۲- اوس مهال غنیمت ګڼل

۳- راتلونکې ته هیله من اوسیدل


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2009/4/25

 د زرلښت حفیظ نوي شعرونه

که څه هم زرلښت حفیظ له ګران وطن نه ډېره لرې د سمندرونو هغې خوا د سوکالیو او نیکمرغیو په هېواد کې اوسي، خو د خپل هېواد، اولس او ګرانو پښتنو غمونه او خوشالی لا اوس هم ورسره غیږ په غیږه دې، ته به وايي چې د پښتنو په خړو کوڅو کې اوسي. لاندې به تاسې درانه لوستونکي د ګرانې خور زرلښت حفیظ یوه څو په زړه پورې شعرونه چې د ژوند ټولې چارې پکښې انعکاس شوي، ولولئ، هیله ده چې تاسې هم خپل لاسونه ورته پورته کړئ.

د سولې جرګه

شـــــــمله ورو پټکي وتړئ جـــــــرګه شئ******** د ارین په خـــــــاوره ټوله راښـــــکاره شئ
د نازو بچي شټيږي په ســـــــــــرو وینو******** یا میرویــــــــــس شئ یا احمد د زرغونه شئ
یا پټکي له ســـــــــــــره ښځو ته ګذار کړئ********یا یوالی د غیرت جګه شـــــــــــــمله شئ
د وختونو د ظلــــــــــــمت دور کړئ ختمه******** یویشــــــــــمته پېړئ کې بیا یوه ننداره شئ
ما لیدلي پښـــــــــــــتانه کمزوره نه دي******** د تاریخ په زرینو پاڼو کې ښــــــــــایسته شئ
د حفیظ دهیلو سپینې کوترې دې ورکې******* بیا د سولې سپینې کوترې شئ، جرګه شئ


د مطلب پاتې برخه

 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2009/4/18

 حوصله ختمه شوه!!!

بیا مې د مســــتۍ غرور څـــــپه څــپه راورغړېد*******شور په اباسـین کې جوړ، امو هلمند مې وغرېد

ارواح مې د غلجي میرویس، ګور کې ناکراره ده*******وینه پښــــتنه مې نن رګو کې ســـــرګردانه ده

کابل، خیرخانه مېنه

 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2009/4/14

 د سردار علي ټکر یوه سندره!

زه چـــې کله مړ شــــــــمه تورې جامـــــې واغونده***** راشــه په ســـلګو ســلګو اخــیري دیدن به وي

سرته را سره کېنه ښکل مې کړه مرګون بــــــاندې***** بیا به مې ونه ویني ټول عــــمر ژوندون باندې

څوک به مخ او سر وهي څوک ولاړ غمجن به وي***** راشـــه په ســـلګو ســـلګو اخیري دیدن به وي

ټول به وي یـــاران یـــــاران زه به پکـــې نه یمــــه***** کور به وي لحــــد زمـــــــــا هلـــته به ویده یمه

زه به ترې نه لاړ شـــــمه دا کلــــــــی وطن به وي ***** راشـــه په ســـلګو ســـلګو اخیري دیدن به وي

راشـــــــــــــه د وفـــا په خـــیال تا پسـې ژړیږمــــه ***** پس له مرګه بیا پرې څـــه تاته چـــې یادیږمـه

بیا به عمر چیرته وي، خاورو کــــــــې دفن به وي ***** راشــــه په ســلګو ســـلګو اخیري دیدن به وي


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2009/2/8

 اې خدایه!


یار کې مې لږ هم و پوښتي اې خدایــــه!


بس قبله مې د هغې کور شو خبر اوسي


ستا سجدې او عـــبادت به پر ځای پرېږدم


که یو ځل راسره یار جنګ د سـترګو وکړي



 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/12/31

 د شهسوار سنګروال یو شعر!

غرمو خـــــــــوړلی مازدیګـــر دی چیرته تږی نشـې- د جل وهنې لوی خطـــــــــر دی چیرته تږی نشي

اوښــــکې څنډه مه! د پلـو څنډو کې غــوټه کړه لږ- په مخکې دښته او ســـــفر دی چیرته تږی نشي

له لېمو ښــــکته د خولو په ډنډ دې شونډې کېږده- وخت درنه ځي د لارې ســر دی چیرته تږی نشي

وږمـــه چلیږه د پیکي ســیوری تت شـــوی نه دی- یو تنکی څاښت ختلی لمر دی چیرته تږی نشي

د غـــــــرونو لاره چــــــــنګه ونګه د جـــانان تر کلي- د پښــــتنو ســــپېره خیبر دی چیرته تږی نشـــي

په هـــر ګـــــودر کې ســـــــنګرواله د زمزمو چینې- هم میکــــده او هم ســـاغز دی چیرته تږی نشي


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/12/30

 ته بیا رانغلې!

ستا په انتظار کې چې زه شمعې بلوم         یوه لا مــړه نه وي چې پرې بلـه لګــوم

تا ویل په دې لاره تیریږم ته خپه نشــي         شوي ته لادرکه اوس دې پلونه ښکلوم


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/12/25

 بس تم شه اې ژوندونه!

بس تم شه اې ژوندونه!

همدلته ودریږه!

نور همدلته په ګونډو شه

ته یو بې مهاره اوښ

ته له کاروان نه ډېر لرې پاته

ستا پیل او پای نا څرګند

ستا خوځښت له رڼا څخه پرته

هسې عبث ښکاريږي

تا ته چا لاس درنکړو په دغه نړۍ

تا ته په دې ماته سورۍ بېړۍ

بس تم شه اې ژوندونه!

نور همدلته په ګونډو شه!

ته سمندر کې له توپان سره ډغرې وهي

حیران په دې یم چې لا څه دې په زړګې کې لري!


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/12/25

 د وتلي شاعر، عبدالغفور لېوال یو غزل

                                                              غزل


بس په شـکرانه کـــې يوه خوله راوړه              پال ګورم له رغوي ســـــره زړه راوړه


نه مـــرمه ورځـه سر ته مې مه كـينه              تږی يمـــــــه ولاړه شــه اوبـــه راوړه


نه دي غشي ، زړه باندې خواږه لګي              سترګـــې دې راپورته کړه باڼـه راوړه


تاويل چـې ســـترګــې تورومــه پــرې              تاويل دســـــــوي زړه رانجــــــه راوړه


نه به څښــي لېوال دغه ترخه شراب              ته ورته د ســـــرو شونډو خواږه راوړه


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/12/24

 دا ستا په بېلتانه کې!

ما چې کړلې تویې وټ وټ اوښکې ستا په یاد کې   بس اوبه د کنړ سیند وي بهیدې په ګرېوانو کې

 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/12/23

 پېنځه مبارک حدیثونه!

۱- مَنٌ غَشَّ فَلَيٌسَ مِنَّا (مسلم)   فريب وركونكي له موږ څخه نه دي .

۲- زنَا الٌعَيٌنِ النَّظَرُ (مشکوة)       دسترګو زنا ناروا ته کتل دي.

۳- ِمفتاحُ الجَّنةِ الصَّلوةُ وَمفتَاحُ الصَّلوةِ الطَّهُورُ (ترمذي). دجنت کلي لمونځ ده او دلمانځه کلي اودس ده.

۴- اَفضَلُ الذِّّكر لاَاله اِلاالله وَاَفضَلُ الدُّعآءِ الحَمدالله .ِ(ترمذي). غوره ذکر لااله الاالله او غوره  دُعا الحمدالله ده.

۵-  اَلجَنَّة ُ تَحتَ اَقدَاِم الا ُ مَّهَاتِ (مسلم).    جنت دميندو تر پښو لاندې ده.


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/12/23

 ته راته سپیڅلي یې!!!

نن بیا سرو ګلونو خپل رنګ ستا له اننګو پور کړی

هلته د غره په ډډه کې خړې زرکې هم

ستا د تګ خویونه کوي

د ختن هوسیو هم ستا د سترګو اړول زده کړي

په پسرلي کې د سهار نسیم هم خپل ځان ستا په شان پوست کړی

اسمان هم د خپل ښایست لپاره په خپله غېږه کې ستوري ساتي

او ستا د تنکۍ زنې د شنه خال ځلا خپروي

سپینه سپوږمۍ هم په وریځو کې پټ پټوني کول

هرو مرو یې کومه ورځ ته په سپین پلو کې لیدلې وي

او زما د خالق دې چارې ته لا ګوره!

چې د جنت حوري یې هم ستا په شان خلق کړي


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/12/21

 

د ســتورو په رڼـا کــــې د جفــا توره فضــــا کـې*****د اشـــنا د یــاد بڅـري پورته کــېږي په هــــــوا کې

محل پردی ده را نه ورکــه خپله لاره ښـــــــکاري***** د ساقي د لاس جامونه خالي کېږي په بیدیا کې

عقل مې له زړه او زړه مې عقل نه پوښتنه کړي*****څنګه د ماشـــوم په شــــان ژړا شوم په خندا کې


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/12/21

 اې زما د سترګو توره!!!

دا زمـــــــــــا ګـــریوان تـه ګــــــوره              اې زمـــــــا د ســـترګــو تــــــــــوره

ستا په عشق کې سپیلنی شوم              بس ســــــــــتا د مینې له تیز اوره

خـــپل دیــار راتــــه پردی شـــــــو               تښــــــتم ځـــــــــم له خــپله کوره

په تــش کـــتو مــې زړګــــی درکړ              خـــبر نه ومه له دې ډګـره ســپوره


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/12/17

 که په هند کې نشته سپینه!!!

که په هند کې نشته سپینه

هوسۍ سترګې ماجبینه

خدایه ته و ما ته راکړی

یوه سبزه او نمکینه

په دوو زلفو عنبر پاشه

په دوو شونډو شکرینه

چې هر ځای ته یی ګورم

ښایسته ښکلي مهینه

هوسناکه ښیوه ګره

شوخه شنګه دلسنګینه

د یاری په علم پوهه

سخندانه نکته چینه

ورځ او شپه که ځینې چاري

د خوشال د ښکلو  مینه



 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/12/13

 تیراختر دې بختورشه!

ګرانې سلام!

تیر اختر دې بختور شه

جوړ د زړه دې هر پرهر شه

ته به ومني که یه

د اختر د لومړۍ ورځ په سهار

ما د خپل ټوټي ټوټي او ناروغ زړګي

د خلوص او صفا نه ډکې ډکې مبارکۍ

په یوه ګوښه خلوت کې

د خپلو اوښکو په بدرګه

ستا متبرک او حسین خیالي انځور ته وړاندې کړلې

هیله من یم!

هیله من یم چې په زړګې دې در تیر شوي

او یا دې هم ښۍ سترګه رپیدلې وي

په پای کې بیا هم درته وایم

چې تیر اختر دې یو ځل بیا بختور شه!


کابل- خیرخانه مېنه



 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/12/13

 اختر مو مبارک سه!

نېکمرغه لوی اختر مو مبارک سه!!!

نوی کور، نوې کالي او خوشالي دې مبارک

دا تودې مبارکـۍ ستړې مســي دې مبارک


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/12/6

 لمبې

د مئین زړګـې لــمبې دي، خپل مزار بانــدې بلــــیږي

خلک کړي لاسونه پورته، ځینې هســـې پرې تیرېږي

ځینې وايي خدای دې مل شي ارمانجن له دنیا ولاړو

یوه د نــاز غــرور څښتنه بیـا مخ واړوي او غــونګـیږي


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/11/29

 نن بیا!


ستادسپین بشررڼا شوه

بیا خــوره مــې په زړګې بانــدې لړزا شــوه

اوس به بیا ناز او ادا کړي

زړه مې وچوي چې خوله ډکه له خندا کړي

تر بڼو لانــدې کتو کـې

ورک به ما کړي د بوړبوړک په شان هوا کې

زه بصیر درته حیران یم
 
مخامخ در کتی نشـم  پښتون د دې دنیا یم




 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/11/24

 

مبارک مبارک مبارک

تنکیو ځوانو افغانانو په کیرکېټ کې ایرانیانو ته ماتې ورکړه. ماشاالله


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/11/22

 د افغان یو بیت

 

په مذهب دمحبت سوم دنفرت له دينه اوړم

 
دليلی په ابى سترګو  بدګومانه يمه خدايه

 


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/11/19

 یوه څو خوږې کلیمې!!!

تر ټوله معنی لرونکي کلیمه «موږ» ده... هغه تل وکاروه.

تر ټوله ژوره کلیمه «مېنه» ده... هغې ته درناوۍ وکړه.

تر ټولو جوړونکي کلیمه «صبر» ده... د لرلو لپاره یې دعا وکړه.

تر ټوله روښانه کلیمه«هیله» ده... ورته هیله من واوسه.

تر ټولو پیاوړي کلیمه «پوهه» ده... تل زده کړه وکړه.

تر ټولو کلکه کلیمه «منډه او هڅه» ده... تل یې ولره.

تر ټولو نرمه کلیمه «موسکا» ده... هغه تل په شونډو ولره.

تر ټولو اړینه کلیمه «پوهاوئ» ده... هغه را منځته کړه.

تر ټولو روغه کلیمه «روغتیا» ده... ارزښت ورته ورکړه.


د مطلب پاتې برخه

 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/11/13

 ایا مېنه دلیل غواړي؟

یوه جنکۍ او یوه هلک چې پر یوه بل باندې مئینان وو او په خپل منځ کې سره غږیدل، جنکۍ له هلک څخه پوښتنه وکړه:

ولې در باندې ګرانه یمه؟ د څه لپاره راباندې مئین يي؟

 هلک وویل: په دلیل یې نه پوهیږم.... خو د زړه له کومې درته وایم چې راباندې ګرانه يي

 جنکۍ په ځواب کې ورته وویل: ته یې په دلیل نه پوهیږي، نو څنګه زه درباندې ګرانه یمه؟

څنګه ویلی شي، چې درباندې مئین یم؟

 هلک وویل: له زړه درته وایم چې پر دلیل یې نه پوهیږم، خو کولای شم چې درته په ثبوت یې ورسوم.

 جنکۍ وویل: زه په ثبات رسول څه کوم ماته یې دلیل ووایه. ګوره ګرانه! زما یو ملګری کولای سي چې ماته د هغه د مئیندا دلیل ووايي او ته وایي چي زه نه پوهیږم!!!

 هلک وویل: ښه سمه ده وایم!!!

په دې چې ښکلي يي

ښکلی او په زړه کښینستونکی غږ لري

تل راته اهمیت راکوي

مینه ناکه یي

د پام وړ يي

ستا د ټولو خویونو په خاطر

ستا د مهربانۍ په خاطر

اوس پوه شوي؟؟؟

 جنکۍ د هلک له ځوابونو ډېره خوشاله شوه او په کړس کړس یې ورته وخندل.

له بده مرغه څو ورځې وروسته جنکۍ د موټر د ټکر له کبله ټپي شوه او د کوما په حالت کې وه.

هلک چې خبر شو، نو پوښتنې ته ورغی او د هغې سر ته یې خپل لیک کېښود، چې په لیک کې داسې لیکل شوي وو:

که چیرې داسې وي چې مېنه په رښتیا هم تل باید یو دلیل ولري، لکه دا اوس، نو بیا ما ته ستا د مئیندو لپاره کوم دلیل نشته!

 ایا مینه دلیل غواړي؟

 یه!!! څرګنده ده چې دلیل نه غواړي!!! نو زه تر دې ګړۍ پورې هم لا پر تا مئین یم.

رښتینې مېنه هېڅکله نه مري، هغه چې له منځه ځي هغه هوس وي.

خامه او نیمګړې مېنه وايي: «را باندې ګرانه يي ځکه چې اړتیا درته لرم»

خو ریښتیني ا و پخه مېنه وايي: « اړتیا درته لرم، ځکه چې راباندې ګرانه يي.»

  درنو ملګرو مېنه د خدای ستر نعمت ده، که چیرې مېنه نه وای، نو دا جهان به هم نه وای لکه چې ستر عارف، رحمان بابا وايي:

دا جهان دی خدای له عشقه پیدا کړی--- دهمه واړه مخلوقاتو پلار دی دا

خو دا ټول په قسمت او ټنډې پورې اړه لري، چې څوک زموږ ژوند ته راځي او په څه ډول سره زموږ د زړه واک په لاس کې اخلي.


 
لیکونکی : محمد بصیر سلیمانخېل   | نېټه : 2008/11/13

 باکس لینک

 
            پلټنه



په ټول انټرنېټ کې
په دې سایټ کې


خبرپاڼه


د خبرپاڼې کوډ دلته ولیکئ

نظر سنجونه

د نظر سنجونې کوډ دلته ولیکئ

د وېبلاګ د لیدلو شمېره


            ټول دومره ځلې لیدل شوی :




ژورنالیزم
فرزانه
ګران وطن
وحیده
د غني خان د شعرونو وېبلاګ
نوښت وېبلاګ
اصلاح انلاین وېبپاڼه (هرومرو یې ولولئ)
تازه پښتو سندرې
د معصومې مېنې منګل وېبلاګ
پښتو سندرې
ریان (اسلامي او تاریخي وېبپاڼه)
د حزب اسلامي وېبلاګ
افغاني وېبپاڼې
امان الله سیلاب ساپی
بټخیله
پلورنځی
جمله
ډاکټر علي احمد پوپل
درملنه
خدای بښلی محمد صدیق روهي
کتابتون
لېکوال
ملنګ جان
ننګیال
هېواد
ارغوان
کېږدۍ
مینه
پیر محمد کاروان
هوسۍ
ډاکټر کبیر ستوری
اتل افغان
محمد افضل سرروضه وال
د انځور د پورته کولو سافټ
محمد جان سروري
میدان وردګ
پښتو شعرونه
مشرق سافټ
د گران لودین ویب پانه
د سید نظیم سیدي وېبلاګ
د سلطان احمدزي وېبلاګ
د افغان کلتوري ټولنو جرګه
د وېښ ځوانانو وېب پاڼه
لوی غر (د لوګر مېشتو کلتورپالو وېب پاڼه)
طنز ته ځانګړې شوې پښتو وېبپاڼه
خلوتګاه سبز (وحیدالله شمس)
یوه زړه خوږې
باز محمد عابد
څرک (سردار ولي څرک)
ارغوان
زرپاڼه (وږمه سبا)
موسکا (عبدالله الهام)
ځلا (په خوست کې د ښځو ادبي وېبلاګ)
خبریال (نذیر احمد سهار)
د سرو زرو صندوق
تاند (عبدالله الهام جمالزی)
پکتیا په ډاګ کې
ننګرهار ادبي بهیر
افغان ادبي بهیر
د لونګو ځونډئ (مختار لونګ)
پښتو ډېوه
اسحاق ننګیال
نوښت (د ځلا ټولنیز، ادبي او کولتوري وېبلاګ)
عبدالقادر کمالی (بلوچ)
حرف دل
پلوشې (د ګران شاعر نورمحمد لاهو وېیلاګ)
رښتیا (د لېنا شریفې وېیلاګ)
هیلې ته ښه راغلاست
آدرس یک معشوقه تاپ!!!!
اجمل ښکلی
عبدالغفور لېوال
امان الله نصرت
صدای آشنا (د نیلاب نصیري وېبلاګ)
د فاطمې خور وېبلاګ
د ارواح په اړه ایرانی وېبلاګ
انسان بزرگ
پښتو اسلام
د اغلې سیدې حمیدې وېبلاګ (قرارمون ساعت عشق)
سلګۍ
لر او بر افغانستان
د امردیاب سندرې
کوچۍ (د ښاغلي طارق نورزي وېیلاګ)
ځولۍ (د ګران عزیز احمد تسل وېیلاګ)
افغانستان پس از جنگ(د ښاغلي نعیم وېبلاګ)
سنګر ساحل
"با تو بودن"د ګران استاد ښاغلي شهیر وېیلاګ
د قادرشاه وېبلاګ
ماس با ارواح
موفقیت نامحدود
فردای بهتر
کتاب راز موفقیت انتونی رابینز
موفقیت دوم
راز شاد زیستن
موفقیت
تفکر مثبت
غورځنګ
د قران کریم تلاوت او پښتو ژباړه
بي بي سي
بېنوا
ټول افغان
مستانه(د سندرو سایټ)
تل افغان
پکتیکا
روهي
ټیک افغان
لیکوال
پښتو سافټ
افغان کلتور
وړانګه
پښتونخواه
افغان ملت
انځور (د ښاغلي عبدالرحمن غضري وېبلاګ)
افغان ګرل
افغان بلاګ
د تکړه افغان ډیزاینر ژکفر وېبلاګ
د نړۍ په اړه په زړه پورې معلومات
Sadya Matab
Interesting Weblog
Banoy Qods
Find your fate
Top Weblog
Fantastic girls

د اروپا فاتح، اډولف هټلر (۱۸۸۹-۱۹۴۵)
مرگ بر رژیم فاشیستی و منفور ایران!!!
بېلتانه داسې چارې وکړي******** ځان یې ملا کړه زه یې غل د کلي کړمه
"زنگ خطر" و حماقت اش!
پکتیکا، د درنې شاعرې، زرلښت حفیظ په شعر کې
موږ څومره شاته تللي یو!
څنګه له ټنبلي ځان خلاص کړو؟
ژوند یو امتحان ده!!!
د زرلښت حفیظ نوي شعرونه
حوصله ختمه شوه!!!
د سردار علي ټکر یوه سندره!
اې خدایه!
د شهسوار سنګروال یو شعر!
ته بیا رانغلې!
بس تم شه اې ژوندونه!
د وتلي شاعر، عبدالغفور لېوال یو غزل
دا ستا په بېلتانه کې!
پېنځه مبارک حدیثونه!
ته راته سپیڅلي یې!!!


پکتیکا هنداره مجله
نګاه
سمسور وېبپاڼه
رومال وېبپاڼه
سلګۍ وېبپاڼه
د اشرف غني احمدزي ټاکنیز کمپاین
سخنان بزرگان
راه موفقیت

د سرچینې له یادولو پرته د دې وېبلاګ د مطالبو کاپي کول، غلا بلله کېږي .