په خپل ژوند کې ماتې خوړل د سر په سترګو ومنئ
ویل یې: ماته یانې ته یو مات شوی انسان يي.
وايي: یه! ماتې یانې زه لا تر اوسه پورې بریالی شوی نه یم.
ویل یې: ماتې یانې تا تر اوسه پورې هېڅ کار نه دی کړی.
وايي: يه! ماتې یانې ما لا تر اوسه پورې څه شی نه دې زده کړي.
ویل یې: ماتې یانې ته یو کم عقل سړی یي.
وايي: یه! ماتې یانې ما په پوره اندازه جرات او جسارت درلود.
ویل یي: ماتې یانې ته به نور هغه ته ونه رسیږي.
وايي: یه! ماتې یانې زه باید له بلې لارې د خپل هدف په لور حرکت وکړم.
ویل یي: ماتې یانې ته سپک شوی او نادان یي.
وايي: ماتې یانې زه لا تر اوسه پورې بشپړ نه یم.
ویل یې: ماتې یانې تا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
وايي: یه! ماتې یانې ما د پیلولو لپاره بانه کړې ده.
ویل يي: ماتې یانې ته باید نور تسلیم شي.
وايي: یه! ماتې یانې زه باید نور هم هڅه او هاند وکړم.
(لوړ نظره اوسئ او لوړ لوړ هدفونه وټاکئ)
میکل آنژ
د لمانځه ژباړه
تكبير (الله اكبر)
ژباړه : الله ډير لوی دى .
ثنا : (سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك ولا اله غيرك)
ژباړه :اى الله ! مونږ ستا دښاكس اقرار كوو, او ستا تعريفونه بيانوو ,او ستا
نوم دډير بركت څښتن دى ,او ستا بزرګي ډيره لوړه ده ,او له تاپرته هيڅ د
عبادت وړ نشته ?
تعوذ: (اعوذ بالله من الشيطان الرجيم )
تسميه : (بسم الله الرحمن الرحيم)
ژباړه :پيل كوم په نامه دخدای جل جلاله چې ډېر مهربان او خورا رحم كوونكى
دى
سورة فاتحه : (الحمد لله رب العلمين . الرحمن الرحيم .ملك يوم الدين .اياك
نعبد واياك نستعين . اهدنا الصراط المستقيم . صراط الذين انعمت عليهم
.غير المغضوب عليهم. ولاالضالين . آمين .)
ژباړه :ټول تعريفونه الله لره دي ,كوم چې پالونكى دمخلوقاتو دى , ډير مهربان
او خورا رحم كوونكى دى , دقيامت دورځې څښتن دى , (اى الله) مونږيواځې
ستا عبادت كوو,او يواځې ستا څخه مرسته غواړو , مونږته حقه لار
راوښايه , دهغو كسانو لارپه كومو چې تاسې انعام كړى , نه دهغو كسانو
لارپه كومو چې ستا غضب نازل شو,او نه دګمراهانو لار, قبوله كړې ته خدايه
دعا زمونږ .
سورة اخلاص قل هوالله احد . الله الصمد . لم يلد ولم يولد. ولم يكن له كفوا احد)
ژباړه :(اى نبي!) ووايه : چې الله يو دى ,الله بې نيازه دى , نه له هغه څخه څوك
زيږيدلی , او نه هغه له چا څخه زيږيدلى , او نه يې څوك سيال شته .
دركوع (دټيټيدو دمهال )تسبيح سبحان ربي العظيم)
پاكي بيانوم دخپل لوی پالونكي .
دقومې (له ركوع نه دپورته كيدو دمهال ) تسميع : (سمع الله لمن حمده)
واوريده الله تعالى دهغه چا (خبرې) چاچي دهغه تعريف وكړ.
دقومې (ولاړې) تحميد: (ربنا لك الحمد)
اى زمونږ پالونكيه : يواځې تالره دي ټول تعريفونه .
دسجدې تسبيح : (سبحان ربي الاعلى)
پاكي بيانوم دخپل لوی پالونكي .
تشهدبالتحيات التحيات لله, والصلوة ,والطيبات ,السلام عليك ايها النبي , و
رحمة الله وبركاته , السلام علينا, وعلى عبادالله الصالحين ,اشهد ان
لااله الاالله , واشهد ان محمدا عبده ورسوله .
ژباړه :ټول قولي ,فعلي ,او مالي عبادتونه الله تعالى لره دي , سلام دې وي
پر تا او رحمت دالله او دهغه بركتونه ,سلام دې وي په مونږ او دالله په
نيكو بندګانو باندې , ګواهي وركوم چي پرته له الله څخه بل معبود نشته او
ګواهي وركوم چې محمد (صلى الله عليه وسلم ) دالله تعالى بنده او دهغه
رسول دى .
درود شريف : (اللهم صل على محمد, وعلى آل محمد, كما صليت على
ابراهيم , وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد, اللهم بارك على محمد وعلى
آل محمد كما باركت على ابراهيم وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد.)
ژباړه :اى الله ! رحمت نازل كړه په محمد(صلى الله عليه وسلم) او دهغه پر آل
(اولادونو)باندې ,لكه څنګه چي تا رحمت نازل كړى دى په ابراهيم عليه السلام
او دهغه پر آل باندې , بيشكه ته دتعريف وړاودلويۍ څښتن يې . اى الله !بركت
نازل كړه په محمد(صلى الله عليه وسلم )او دهغه پر آل باندي ,لكه څنګه چي
تابركت نازل كړى پر ابراهيم عليه السلام او دهغه پر آل باندي ,بيشكه ته دتعريف
وړ او دلويي څښتن يي .
له درود وروسته دعا : (اللهم ربنا آتنا في الدنيا حسنة وفي اآخرة حسنة وقنا عذاب
النار .)
ژباړه : اى الله ! ماته په دنيا او آخيرت كې نيكي راكړه , او مونږ وساته داورله
عذابه څخه .
او په ځينو رواياتو كي دادعا هم رغلې دهاللهم اني ظلمت نفسي ظلما كثيرا
ولايغفر الذنوب الا انت , فاغفرلي مغفرة من عندك وارحمني انك انت الغفور
الرحيم .)
ژباړه : اى الله ! مونږ پخپل نفس ډير تيرى كړى ,او له تاپرته هيڅوك هم ګناهونه
نشي بښلای ,اوس ته پخپله ځانګړې بښنې سره ما وبښه او رحم راباندې
وكړه , بيشكه ته
بښونكى او مهربان يې .سلام : (السلام عليكم ورحمة الله)
سلام دې وي پر تاسو او دالله رحمت .
دلمانځه وروسته دعا : (اللهم انت السلام ومنك السلام تباركت يا ذالجلال
والاكرام .)
ژباړه : اى الله !يواځې ته سلامتي وركوونكى يې , او هم ستا له لورې
سلامتي ده ته دډيربركت څښتن يې ,اى دلويۍ او پت خاونده .
د چل، فریب او حسد په وړاندې صبر وکړئ، ځکه صبر دهغوی وژونکی دی.
که چېرې په نړۍ کې مینې حاکمیت پیداکړی وای، نو اوس به خلکو نه عدالت
او نه هم قانون ته اړتیا درلوده.
مصیبت له هګۍ سره څومره ورته والی لري . لومړی هګۍ چیچوڼی په خپل ځان
کې بندي کوي او له هرې خوا یې ایساروي، خو په واقعیت کې هغه ته وده
ورکوي او لویوي یي، له هغه سره مرسته کوي چې خلقت یې بشپړ شي، نو په
همدې اساس هغه هېڅ نا خوښي نه ښیي. همدا ده چې هګۍ یوه ورځ په خپله
ماتیږي او چیچوڼی په بشپړ خلقت سره خپلې نوې نړۍ ته سترګې پرانیزي.
ژوند به څومره تنګ وای، که چېرې د هیلو پراخې نه وای!
د هیلي مقابل لوری ناهیلي ده، نا هیلي د انسان په زړه کې د هیلو لمبه مړه کوي
او دانسان په زړه کې د هیلو رشتې پرې کوي.
ناهیلی کس د هلو ځلو او غوښتنو کس نه دی، ځکه چې مراد او هیله یې په نظر
نا شوني او محال ښکاري . همدا شان خود پسنده کس هم ډاډمن وي چې په
پراخه پیمانه یې کوښښ کړی او خپل مراد ته رسیدلی او نوره هڅه کول ورته
کومه ګټه نه کوي.
دخود پسند او له خپل ځان څخه راضي کس په اند دوی سوکالي اونیکمرغي ته
رسیدلي، خو د ناهیلي کس په اند سوکالي او نیکمرغي محال او ناشوني وي.
ناهیلي، ناشکرتي زیږوي او ناشکرتي، ناهیلي زیږوي.
هغه ځواک چې یو سرتېری زړور کوي، هغه د بریالیتوب هیله ده. هغه
ځواک کوم چې د یوه غلام ملت د ازادولو لاره اسانه کوي، هغه
دخپلواک کېدو هیله ده. هغه عامل کوم چې د ناروغ په خوله کې ترخه
درمل خواږه کوي، هغه د روغتیا د پیدا کولو هیله ده. نو له همدې کبله
هیله د ژوندکیمیا ده.
په خپل نفس اعتماد درلودل
له خپل ځان سره مينه وکړئ
خپل ځان وهڅوئ او ويې ستايئ
له خپل ځان څخه په ښه توګه سره يادونه وکړئ
خپل ځان مه ترټئ
د خپل ځان په اړه د خوشالې يانې ښه احساس درلودل
له خپل وجود سره ښه چلند وکړئ
د ګناه احساس زموږ په ژوند کې تر ټولو ستر خنډ دی
مثبت نظر او ذهنيت ولرئ
له هر شي سره ښه احساس ولرئ
تل په خپل جيب کې پيسې ساتئ
له الهي مواهبو څخه خوند واخلئ
هغه څه چې په زړه کې لرئ د هغو يادونه وکړئ
خپل نظر اعلام کړئ
تل په شونډو باندې موسکا لرئ
ښه زوره ساه ايستل تمرين کړئ او ښه خوب وکړئ
په خپل ځان باندې مسلط واوسئ
له خدای پاک او دتوکل له ځواک سره اړيکه ساتئ
له نورو سره مرسته کوئ
خپل ځان په نورو پسې مه تړئ
د نورو د لاس اله مه کېږئ
د هغو کسانو حالت کوم چې بريالي دي، خپل ځان ته غوره کړئ
هېڅوک مه سپکوئ
خپل ځان ته ارزښت او درناوی ورکړئ
له خدای پاک څخه هدايت وغواړئ
په دې هڅه کې مه اوسئ چې بايد ټول له تاسو څخه خوشاله واوسي
ددې لپاره چې پياوړي شئ، نو د يو بل ستاينه وکړئ
له نورو سره مينه وکړئ
د نورو له ښه والي څخه مننه او درناوی وکړئ
په ټولو حالاتو کې شکر ايستونکي واوسئ
په نفس باندې د اعتماد په اړه فکر وکړئ
تکرار او تلقين جدي ونيسئ
د خپل ځان د ويوکو(لغاتونو) په قاموس کې ماتې، تجربه معنی کړئ
تل مسووليت منونکي واوسئ
په لاره د تلو چټکوالی ۲۳ په سلو کې زيات کړئ
په خپلو پريکړو کې خنډ مه کوئ
الهام بخښونکي کتابونه ولولئ
تل رهبر واوسئ
د نوور کسانو هديه ومنئ
د نورو درناوی وکړئ
خپلو ملګرو ته بدلون ورکړئ
دخپل ځان او دکور دنورو غړو کالو ته بدلون ورکړئ
په غوڅه توګه سره نه ووايئ
د برياليتوب په هڅه کې واوسئ، که څه هم کم وي
خپل احساسات څرګند کړئ
خپلې غوښتنې او هيلې په څرګنده توګه سره بيان کړئ
په مخو چوکيو کې کښينئ
د خپل مخامخ کس سترګو ته په نرمۍ سره ګورئ
نورو کسانو ته هديه ورکړئ
زيات غوږ نيسئ او کمې خبرې کوئ
تبريک او تسليت واياست
نور مې د زړګي ړنګو برجو ته کتل مه کوه
هسې هم د مینې توپان سخت راته وران کړي دي
هېر به دې چنګیز او انګریز دواړه له یو واره شي
ځالې د محبت چې بې وفا جانان وران کړي دي
ګهيځ و او باران هم خپل مرحم مرحم څاڅکي په ټول چاپيريال باندې اورول، چوپه چوپتيا وه هرې خواته هر څه مړه او وېده ښکاريدل تا به ويل چې دلته دويمه نړيواله جګړه تېره شوې او هر څه يې له ځانه سره وړي، خو يوازې زما زړه وه چې له ډېرې بې وارخطايي د پسرلي ښکلي او زړه راښکونکي موسم ته لکه ماشوم چې د خپل پلار راتګ ته خوشاله وي، هووسيدول او د پسرلي شنو او غوړيدلو لمنو او ماتې او نرمې هوا په سر اخستی و. زړه مې نور هم په ټوپيدو شو لکه څه شی چې را څخه ورک شوی و، خو کله چې مې له ځان سره لږ چورت وواهه، نو هلته په ځان پوه شوم چې زه خو يوازې پاته يم او هر هغه څه چې مې درلود هغه خو ټول لکه دخيال په نړۍ کې را څخه تللي.

چې مې ستا د بڼو غشي وخواړه
هغه دم مې ځان په وينو ولاړه
ستا كوڅه كې ما د خير غوښتو په تمه
د بېلتون په كوكري خپل ځان وداړه
هغه دم د لېونو په جم كې شمار شوم
چې په مينه كې مې ستا ځان ونغاړه
نوكري به دې د دركوم دلبره
سپى رقيب كه دى له خوانه وشاړه
نور روزګار په هغه دم شو ورنه پاتې
چې "سېلاب" دې په زلفانو وتاړه


اتفاق په پښتانه كي پيدا نه شو
ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره كړ
هره چاره د پښتون تر مغل ښه ده
اتفاق ورڅخه نه شته ډېر ارمان
پښتانه په عقل پوه چې ناكس دى
كوټه سپى د قصابانو د جوس دى
پښتانه په توره ښه دي تر مغلو
كه په پوهه پښتانه واى څه هوښيار

زما په دواړو اوږو
زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئ
زما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ
د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئ
د رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ
په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو
زما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ
زما په لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت
د زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ
د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنو
ما په کتار کې د ژوندون د لېونو وليکئ
ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مينو
حال د بلوچو ماشومانو د سلګو وليکئ
د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو
اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليکئ
رخـــــــه
هـــوګو
ګرانې کولای شې ګیله وکړې مګر ته باید وپوهېږې چې ټوله اونۍ مې په سختې پرېشانۍ او حیرانۍ کې تیره کړې ده ، تل دهغه ښکلې شپې په خیالونو او چرتونو کې ډوب وم چې ستا سره مې په نڅا ځای کې تیره کړه .
که څه هم هغه شپه ښکلې بولم خو درخې په اور کې لولپه شوم ، هیڅکله مې نه غوښتل هغه ښکلی کمیس له ما پرته د بل چا له پاره واغوندې او بل څوک دې هم ستا له ښکلا څخه خوند واخلي .
ته څه خبره یې چې څومره دردېدلی یم خو له دې هرڅه سره سره مې په لېونتوب پورې مه خانده ځکه که وخاندې په یو ډول به دې منلې وي چې څومره راباندې ګرانه یې هومره درباندې نه یم ګران .
کله چې د په دومره ښکلا او سینګار کې له نورو سره یوځای وینم ټول وجود مې وچ کلک شي او هیڅ نه شم ویلای ، په هغه شېبه کې څه ناوړه خیالونه او تیاره فکرونه را ځینې چورلي ، ښه پوهېږم چې دهغه ځوانانو په منځ کې چې په مهارت سره په ښکلي انداز ناڅي څومره کوچنی او بدرنګه یم خو له بل پلوه ستاپه چلند کې نجابت او سادګي پرته ده چې ظاهري کړه وړه دې له خطرڅخه ژغوري او څه ناڅه مې زړه آسوده کوي .
هوکې کله چې ښکلا او تواضع سره یوځای شي څومره ښکلې اوګلورینه ننداره جوړوي !
وای زړګۍ!تل همداسې فرشته او پاک لمنې اوسه ځکه له پاک لمنۍ پرته دعشق سپېڅلتیا او دروح عظمت او وړتیا له منځه ځي .له ځان سره فکر وکړه چې ته دمینې ، پاک لمنۍ ،و فا ، ښه چلند ، سادګۍ او نجابت ، لویۍاو صفا نمونه یې چې ما دځوانۍ له دې رنګارنګ خیالونو سره سره د نړۍ په ټولو ښځو کې غوره کړې يې او دژوند ټولې هيلې مې ترتا پورې تړلې دي ، نو هیله کوم چې دژوند په لوړو او ژورو کې مې ملتیا وکړه .
دا لیکنه مې بې ځایه مه بوله ، ښه له ځان سره چرت ووهه او وګوره چې له هغه مهاله مې چې ځان پېژندلی دی تا مې په ژوندون څومره اغېزښندلی دي ، بیا هم فکر وکړه چې ما څه کړي ، څه کوم او څه به وکړم ترڅو ستا دمینې او ګډ ژوند وړتیا پیدا کړم او هغه مهال به وپوهېږې چې درته څومره درناوی لرم او زما په زړه او ژوند کې کوم ځای لرې .
هوکې ګرانې !هغه څوشېبې چې سره به ونڅېدو او ته به مې په غېږ کې ټینګه ونیولې په ریشتیا چې بې خوده او خمار به شوم نو بیا ولې بایدیو له بله بېل شو او ولې د ژوند تر پایه یو دبل په غېږ کې ونه اوسېږو ؟
هیله کوم ووایه که څوک یو مېړه اومېرمن یو دبل په غېږ کې په مینه او ناز وویني څوک به بد ګمان وکړي ؟
نو بیا ولې دا دخوښۍ شېبې تېریږي ؟ ولې دکلکې ارادې اود ټینګ عزم له خاوند څخه څوک دا شېبې غلا کوي ؟
آه !آه ! څوک کولای شي ورڅخه تښتېدلې نېکمرغي بېرته راستنه کړي ؟
پوهېږې چې ګډې وډې وایم ځکه ټولې خوښۍ اونېکمرغۍ مې ستا په لاس کې دي نو لږمینه خو راسره وکړه او له لېونتوب څخه مې تېره شه .
الله دې مل شه او بیاهم دې الله مل شه . زه بېینوااو بدبخته یم مینه راکړه او مینه راکړه ، زما زړګی او ژوند ستا په لاس کې دی .
وینې چې ستا دغوښتنې په پرتله مې لا لوی لیک درته ولیکلو ، که په دې کار خوشاله شوې یې ته هم همدا ډول لیک راته ولیکه .
کولای شې لیک تر پایه ولولې او یا یې هم هېڅ ونه لولې .
په مخه دې ښه
ستا هوګو
ته شه سرې شونډې مۍ ګوني زه به ګل د ګلخانې شم
ته شه غنچه د سره ګلاب شه زه به تندر دخندا شم
ته شه وریځ په اسمانو کې زه به سورګل په صحراشم
ته رڼا شه تورو شپو کې زه به وړانګه ستا په خوا شم
ته مې یو ځل در په یاد کړه زه به ستا په مشغولا شم

