تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې

دپلوم انجينر  فاروق ايوبي 

 

د  ٢٠٠٧   زيږديزکال  دفبرورۍ مياشتي ١٦ مه نېټه 

 

 

له اوسني مهاله سل کاله وروسته  نړۍ به څنګه وي ؟

 

په ادبي او هنري نړۍ کي د ساينس فکشن تر سر ليک لاندي د انساني تخيول مزي او

 

 وړانګي تر نا څرګنده بريدونو اوږده شوي  اوپر له پسې غزول کيږي  . د دې خيالاتو يوه

 

 رښتنې ګټه د فکري ودي پر لوردانسانانود ځواکمنو ذهنونو هڅول دي . له بده مرغه

 

اوسنۍ نړۍ د جګړې په لمبو کي وريته ده او د هري ورځي په تېرېدو سره د اور دالمبې

 

زياتېږي . يوشمير افغانانو او د هيواد متفکرو شخصيتونو په دې نيت چي د جګړې له

 

 لوري د نړيوالو پام علمي او تخنېکي ودې او پر مختګونو ته واړول شي ، د راتلونکي

 

 نړۍ لپاره د علمي ودي او تخنيکي پراختيا پر بنسټ  د نړۍ  دراتلونکي څېرې اوپه

 

راتلونکې نړۍ کي دمناسبو اسانتياوو اوسهولتونود پنځولو او مهيا کولو يو لړ داسي

 

وړاندويني کړي چي په اوسني روانو حالاتو کي شوني نه برېښي ، خو په راتلونکي زمانه

 

 او په ځانګړي توګه سل کاله ورسته به دا وړاندويني د ورځني کار بيلګي وي .

 

پخوا تر دې چي د بيلګي په توګه  داوس مهال درې وړاندويني ستاسو درنولوستونکو په

 

 وړاندي  کښېږدو ، دو اړينو خبرو ته د علمي موسيسو او اړوندو کارپوهانو پام

 

 راګرځوو .

 

 لومړۍ :  د هغوعلمي او تخنيکي  موسيسو او اداروڅخه هيله کوو چي د وړاندوينوپه

 

تړاو د زياتو مالوماتو لپاره  په دې نيت چي د علمي پروژو په څير ددې وړاندوينو دپلي

 

کېدولاري و موندل شي  او خيال د عمل ډګر ته لاره پېدا کړي  ،  زموږ سره په  دې ورکړل

 

 شوې پته اړيکي ونېسې .

 

دوهم :  دلاندي  دريو وړاندوينو پرته ،  د راتلونکي نړۍ لپاره زموږ يو شمير نوري

 

 طرحي او ډيزاينونه  د نړئ د يو شمير پوهنيزو مرکزونو سره  همدا اوس د مباحثې او

 

 ډيالوګ په پړاو کي دي . که چېري د نورو کارپوهانو او متفکرينو په ذهن  او خيال کي د

 

 داډول وړاندوينو څرک وي ، د مهربانۍ له مخي دي  د دې ليکني  په ورستئ برخه کي د

 

ورکړل شوي  پتي يا ادرس سره اړيکي ونيسي

 

 

لومړۍ وړاندوينه : سل کاله وروسته به انسان او انساني ټولني په دې وتوانېږي چي  

 

 يوه لويه مادي کتله د بيلګي په توګه يوه لس پوړيزه ودانۍ د نړۍ له يوې سيمي څخه بلي

 

سيمي ته د بريښنا ليک په ضميمه ولېږي .

 

د دې فورمول وده  د دې وړاندويني دبري ضمانت کوي :

 

m . g.hA= ½ m . v2B+Q

 

E = m . c2

 

موږ تر اوسه د دې فورمول د ودي لپاره څه ناڅه لار پرانېستې ده . علمي موسېسې او

 

 مېنه وال کولای شي چي ، د زياتو مالوماتو لپاره زموږ سره اړيکي ونيسي .

 

 

دوهمه وړاندوينه : سل کاله وروسته به انسان او انساني ټولني   په دې وتوانېږي  چي

 

 د کال په ترځ کي د ځمکي پر مخ د څلورو موسمونو پر مهال  پر مځکه اورېدونکي

 

 بارانونه تر خپل کنترول لاندي راولي  . بارانونه به د سيمي او په سيمه کي د مېشتو

 

 وګړودهيلي سره سم اورېږي ، په هغو سيمو کي چي  ورته اړتيا نه وي ، باران به نه اوري

 

او په هغو سيمو کي چي ورته اړتيا وي ، باران به اوريږي .  او تر اړتيا زيات بارانونه به د

 

 زيرمي په توګه په هوا کي ساتل کيږي . که مينه وال وغواړي د دې وړاندويني  هغه

 

بنسټيز فورمول چي  وده اوپراختيا يې د دې  هڅي تضمين کوي   زموږ سره د اړيکو له

 

 لاري تر لاسه کولای شي.

 

 

دريمه وړاندوينه :   سل کاله وروسته به انسانان په دې وتوانيږي چي  ويونکئ  به  د

 

 مخاطب يا اورېدونکي کس په ذهن کي د روانو حالاتو يا جرياناتو څخه پوره پوهيږي  . يا

 

په بله وينا  ويونکئ به د اورېدونکي په نيت پوهيږي چي د هغه د خبرو سره موافق دئ او

 

که مخالف ، بيله دې چي  اورېدونکئ  اعتراف وکړي  او يا په خوله څه و وايې . او د دې

 

 تر څنګ به  د انسان د ذهن د پاڼي څخه د خبرو کولو پرته هغه مطالب چي په ذهن کي  يې

 

شته د کمپيتر دننه سافت وير جوړ کړي او د يوه ځانګړي فايل په شکل  به يې  د تايپ

 

کولو پرته د چاپ او خپرولو جوګه کړي .

 

هوا لله اعلم

 

لوستونکو ته په درنښت

 

د ايميل پته  :

 

watandar1@hotmail.com

qwerttrewq6@hotmail.com

 

نېټه 2007/3/18 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

  د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت                 ددعوت له پرله پسې ۱۷۰ مي ګڼي څخه  

   پوهنمل ر.  ځواكمن(هالنډ)

د افغانستان په كلتوري او پوهنيزو برخو كې د رسمي ژبو

ونډې   

پښتو او دري ژبې د هېواد د نورو لسګونو وړو ژبو په څير زموږ د لرغونې او تاريخې هېواد افغانستان د ګډ تاريخ او كولتور  ارزښتمنه پانګه ده.
پښتو او دري ژبي چې د اريايي ژبو له ډلې دي، د يوي كورنۍ غړى او له پيړيو پيړيو راهسې د افغانانو په كولتوري ژوند، ښوونې او روزنې، هنر او ادب كې ارزښتمن رول لوبوي.  دواړو ژبو ته ګډو تركيبونو او لغتونو په موازي ډول لاره موندلى ده. او د عربې ژبې لغتونه په كې ښه ډېر كتل كېږي . د هېواد ټول وګړي له نوموړو دواړو ژبو په يوه او يا بله خبري كولائ شي او ورسره بشپړ بلديت لري  . له دې سره سره د افغانستان د ځينو سيمو لكه، لغمان، لوګر، ميدان، پروان، غزنې او فراه وګړي له دواړو ژبو سره پوره اشنادي.
څرنګه چې پښتو په افغانستان كې د اكثريت ژبه ده نو د افغانستان په تيرو رسمي قوانينو كې د رسميتوب تر څنګ د ملي توب له مشروعيت ځنې هم برخمنه وه.
په دې مانا چې د هېواد دننه او له هېواده  بهر بايد د افغاني هويت ممثله او د هيواد د مشرانو او رسمې چاروكو ملي تاريخي او سياسي ويناوي، د سولي او جګړي اعلامتي، تړونونه، ملي سرود او د دولتي موسسو او ملي او تاريخي ځايونو نومونه او دې ته ورته نورې ټولې ملي، كلتوري دستوري بايد په پښتو تر سره شي.
د افغانستان په ټولو دولتي او رسمي ادارو كې خط او كتابت، ليكل لوستل او خبري كول بايد پرته له تعصبه په دواړو ژبو وي.
په مطبوعاتو او د اطلاعاتو او كلتور، ښوونې او روزنې، پوهنې د هنر او ادب په ډګر او په ځانګړي توګه په تياتر او سنما راډيو او تلويزيون كې بايد دواړه ژبې په موازي ډول وده وكړي.
په دوديزه توګه په تيره موده كې د ښوونې او روزنې، اطلاعاتو او كولتور په برخو كې په هغو سيمو كې چې ډېر پښتو ويونكي اوسيدل پښتو ژبه او په هغو سيمو كې چې ډېر په دري ژبه ګړيدل دري ژبه كارول كېدله.
لكه د هيواد په ختيځ، جنوب او جنوب لويديځ كې زياتره زده كړي په پوهنتونونو او ښوونځيو كې په پښتو ژبه او د هېواد په شمال، شمال ختيځ او شمال لويديځ كې نوموړى زده كړي زياتره په دري ژبه دود وې.
خو د هېواد په پلازمينه كابل كې چې د هېواد لوړ روڼ اندي سياسي او علمي څپركى  بكي  ځاى په ځاى شوي او ګڼ شمېر كولتوري، ښوونيز، روزنيز او اداري مسلكي پرسونل  پكئ  كار كوي. او له ټول هېواده ورته افغانان د زده كړو، سوداګرۍ، استوګنې او رسمې چارو د تر سره كولو لپاره په تګ او راتګ كې دي خبره بل ډول ده او د پښتو ژبې په رسميتوب شك او بې باوري كتل كېږي. دلته د زده كړو په ټولو مركزونو، پوهنتونونو، انيستيتوتونو، ښوونځيو، رسمي دولتي ادارو، كولتوري فعاليتونو په ځانګړي توګه. دولتي راډيو، تلويزيون، د سينما، تياتر او موسيقي په هنري فعاليتونو كې دري ژبه د دولت د ځانګړې پاملرنې لاندې او د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ د لارې خنډ ده.
دري ژبي ته دغي ځانګړې پاملرني د روسانو د تيري په دوران د دولتي واكمنۍ او سياست په ډګر كې د افغانستان د خلك دموكراتيك شوروي پلوه ګوند څخه د خلق د جناح پر ګوښه كولو او د تنظيمي واكمنيو په مهال اسلامي پښتون ټبرو ګوندونو ته د واك نه سپارلو په ترڅ كې او بهرنيو لاس وهنو په ځانګړي توګه له دري فارسي ژبې سره د ايران او تاجكستان د دولتونو خوا خوږي، مالي او كولتوري مرستي د دې سبب شوي چې پښتو ژبه نوره هم څنډي ته په شاوتمبول شي.
د بې ثباتۍ او جګړي په تيرو 25 كلونو كې د كابل په ښار كې نه يوازې دا چې د پښتو ويونكو لپاره ځانګړي ښوونځى جوړ نه شول او يا ورته په ښوونځيو او پوهنتون كې په پښتو ژبه درسي مواد او لكچرنوټونه برابر نه شول بلكه د يو دوه سمبو ليكو ښوونځيو لكه د رحمان بابا او خوشحال خان د ليسو چې د ازادو قبايلو د پښتنو لپاره جوړ شوي وو پښتو درسي پروګرامونه هم ګډوډ شول.
په همدغو كلونو كې له دموكراتيك المانه د چاپ د هغو ماشينونو واردولو چې د پښتو ژبې توري يې نلرل او د كابل په ګوندي مطبعه او دولتي مطبعه كې ځاى په ځاى شوي وو، يوه نيمه پښتو چاپ شوي ليكنه هم نالوستې او بې خونده كړي وه.
البته دري ژبي ته همدغه دولتي پاملرنه او په تيرو 25 كلونو كې په ښي اړخو او چپې ګوندونو كې د شمال دځنو قومي ګروپونو قومي او ژبۍ مبارزه او په مقابل كې د پښتنو ايډيالو ژيكه(انترناسيوناليزم او پان اسلاميزم) مبارزه به د دې سبب شوي وي چې ملي اډانه له ملي ارزښتونه تشه او د ژبو د ودې لپاره كومه پر تعادل او انصاف ولاړه ملي كړنلاره وجود ونلري او غولونې او جعل كارۍ حقيقتونه تر سيوري لاندې راولي، چې ښه بيلګه يې په همدغو بې ثباتو كلونو كې په بهرنيو سرچينو كې د فارسي دري ژبو د شمير سرساموونكي جګول او د پښتو ژبې د ويونكو ټيټ ښودل دې . تازه بهرنۍ سرچيني پښتوويونكي په ناڅاپي توګه په سلو كې (25) او يا (35) ته را ټيټوي او درې ويونكي په سل كې پنځوس(50) ته جګوي..  د ژبې د استعمال پر بنسټ نوموړى شميرنې چې زياتره امريكائي سرچينو په دې وروستيو كې خپري كړي د كمپيوټر په ننۍ نړۍ كې د بشري مسايلو څيړونكو او د جيوپولوتيك ( ځمكنې سياست) سياستوالو ته د سترګو په رپ كې او په اسانۍ سره په لاس ورځي او استعمالوي    .
ما د جګړي د بې ثباته كلونو په دوران كې همدغه په بهر كې اټكلى خپرې شوي شميرنې لومړى نژدي لس كاله د مخه د اوكراين په يوه لوى نړيوال پوهنتون كې دخپلي ماسترۍ په پاى كې هغه وخت چې ما غوښتل پر دكتورا پيل وكړم د يوه استاد له خولې واوريدلي چې تازه ورته همدغه په امريكا كې د نړۍ د نفوسو په هكله چمتو شوي سي ډي ګاني په لاس ورغلى وې او د خپل څيړنيز اثر د نړۍ د بشري جغرافيايي په اثر كې يې ورځي كار اخيست. كه څه هم د همدغه استاد په شخصي كتابتون كې ما ورته په نيږدي لسو كتابونو كې د نوموړو شميرو غلطي ور په ګوته كړه چې په نوموړو ټولو روسي كتابونو كې د پښتنو شمير په سلو كې د 62 او 55 تر منيځ ښوول شوي وه)(البته د خټي او وينې پر بنسټ)  نوموړي پاسنې عددونه د افغانستان لپاره د واك فونډيشن له احصايي سره چې د افغانستان قومي جوړښت يې په ( 1996 _1991) كې څيړلي او د پښتنو شمير د افغانستان په ټولو نفوسو كې ( 62.73) ټاكي هم ډډه لګوي خو په اواكراين كې هغه استاذ د امريكي د يوې اداري له خوا پر همدغو تازه خپرو شويو ارقامو ډډه لګوله او د شوروي د تيروڅيړونكو اثارئې څنګ ته كړي وو.
د درغليو او جګړي په همدغه بې ثباتو كلونو كې، په افغانستان كې د سمو او بشپړو شميرنو همدغه نشتوالى او په بهركې همدغو اټكلى شميرنو د كمپيوټر په مټ نژدي ټولې نړۍ ته لاره موندلىپخوانۍ نوم ور كې افغانستان او د سړي جګړي د مهال د زبرځواكو د وروستى ټكر همدغه اوسنۍ داغ سيمه د وروستنيو سياسي پرمختګونو په نظر كې نيولو سره نوره هم مشهوره شوي او د افغانستان له نامه او پيښو سره يې د ليكوالو او څيړونكو ليوالتيا زياته شويده.
له همدې امله اوس پر همدغو تازه شميرنو ډډه لګول كېږي او همدغه اټكلى شميرنې د  افغانستان سياسي جوړښت اغيزمنوي.
په هر حالت كه چېرې د ژبې د استعمال له پلوه پورتنۍ رسمي اټكلي ناسمي شميرني چې هرو مرو به د افغانستان د ځينو سيمو لكه لغمان، لوګر، ميدان، پروان، غزنې او فراه پښتو ژبې دري ويونكي د دري ژبو په اټكلي شميرنوكې راغلي وي سمي وبولونو دا به په دې مانا وي چې په سلو كې نژدي (25) پښتنو او يا په بله مانا په هرو څلورو پښتنو كې يو پښتون خپله مورنۍ رسمي ژبه دري ته اړولي ده.
او كه دا حالت دوام ومومي او دري ژبه د دولتي چارواكو او سياستوالو له لورينو همداسي برخمنه وي او   په پښتو ژبه كوچنيانو او ځوانانو ته له خپل ميل سره سم پوهنيز او روزنيز پښتو اثار او په پښتو ژبه هنري او ادبي سرګرمۍ نه وي او په درې ژبو سربيره پخپله پښتو ژبې ليكوال، اديبان، پوهان، هنرمندان او سياستوال د دري ژبې په چوپړ كې بوخت وي  , پښتون قام ته پښتو ژبه په سياست، اداره، اقتصاد، پوهنې او كولتوري برخو كې په درد نه خوړونكي ژبه وبريښي او د پلازمينې د درې فارسي ژبې په كولتوري ژرنده كې دل شي نو د نوموړو رسمي ژبو د غيري متوازنې ودي او بې انډولۍ واټن به نور هم زيات او پسې لازيات شي.
چې بې له شكه به د پښتون ميشتو سيمو دوديز ميرزايان، ملكان او په كليو كې د پنج كتاب، ګلستان او بوستان تبليغيان دا واټن نور هم زيات او پښتو ژبه به له خط او كتابته نوره هم همداسي ليري وساتي.
دلته بايد يادونه وكړم چې د ايراني فارسي ژبو ليكوالو، شاعرانو او پوهانو د فارسې اثار ما هم په ډېره مينه لوستى او له كوچنيوالى يې زما په زده كړو كې اغيزمن رول لوبولي دي خو دا به د انصاف نه ليري وي چې په څنګ كې يې پښتو ويونكي كوچنيان او ځوانان د حميد ماشوخيل، خوشحال خان خټك او رحمان بابا له كلاسيكو ديوانونو ناخبر او د پښتنو ليكوالو پټي خزانې همداسې پټي پاتې وي.

د هېواد د رسمي ژبو سره د دولتې او حكومتي چارواكو چلند او مسووليت:
زموږ د هېواد ملي حكومتونه د دې دنده لري چې د هېواد له پلازمينې كابله تر ليري پرتو سيمو د خپل واك د غزولو لپاره د وګړو د حقوقو په وركړه كې انډول او توله وساتي. د هېواد شتمنې د يوه سر تا سري ملي پروګرام له مخې د افغانستان د ټولو وګړو په اقتصادي، ټولنيزه  او كلتوري وده كې ولګوي. نوموړي كار د افغانانو تر منځ ګډ تاريخي او كولتوري پيوندونه لا ټينګوي او ټول افغانان په يوه يو موټي ملت كې را نغاړي.
خو لكه څرنګه چې كتل كېږي د يوې ناڅرګندي او مرموزي سياسي كړنلارې له امله په تيرو وختونو په ځانګړي توګه په وروستيو بې ثباتو د اړو دوړ په كلونو كې له ژبو سره په كولتوري برخو كې چارواكو د مور او ميري سلوك كړي او د ټولو قومونو د كولتوري ارزښتونو ځانګړتياوي او لومړيتوبونه  ئىد هغو د حقوقو له مخې نه دي ارزيابې شوي.
دلته د افغانستان په پلازمينه سياسي او كولتوري مركز اود افغانستان به ځينو نورو برخو كې د زده كړو په اډانه كې يو څه را سپړم البته په نورو كولتوري، سياسي او اقتصادي برخو كې د پښتو او دري ژبو د رسمياتو ارزونه تاسې ته پريږدم.
په پوهنتونونو او نورو لوړو تحصيلي موسسو كې:
لوړې تحصيلي موسسې د يوه ملك متخصص او مسلكي پر سونل روزي. همدغه مسلكي كادرونو ته په ملي او رسمي ژبو زده كړي وركول او روزل يې د هغوۍ راتلونكي، علمي، ټولنيز، سياسي او كولتوري دريځونه، ملي او هېوادنې سلوك ټاكي.
د دود له مخې د افغانستان په سيمه ايزو پوهنتونونو كې پښتو يا دري ژبې كارول كېږي.
او د نوموړو سيمو د اكثريت ژبه په كې رول لري.
لكه په   بلخ، ننګرهار، هرات، كندهار، باميانو او نورو پوهنتونونو او لوړو تحصيلى مركزونو كې. خو د كابل په ښار كې چې د هېواد پلازمينه ده او د څومره والى او څرنګوالي له مخې يې تحصيلى مركزونه او د استاذانو او د محصلانو شمير ئې چې د ټول هېواد د بيلابيلو قومي جوړښتونو پورې تړلي دي د ولايتونو او سيمه ايزو پوهنتونونو سره د پرتله كولو وړ نه دي، يوازې په دري ژبه د تدريس چاري تر سره كېږي، چې هرومرو د پوهې او سياست په ډګر كې د پښتو ژبې په شاته ټيل وهنه كې بې اغيزي نه دي.
د ساري په توګه په (1370هـ ل) كې د يوې شميرنې له مخې په كابل پوهنتون كې (11370)، د پوليتخنيك په انستيتوت كې( 2722)، او د كابل دولتې انستيتوت كې (2538) تنه محصلان په زده كړو بوخت وو، چې ټول شمير يي (16630) تنو ته رسيده.
د دې تر څنګ (1154) تنو په بلخ پوهنتون،(449) تنو په هرات پوهنتون او (2388) تنو د ښوونكو د روزنو موسسو ( كابل سيدجمال الدين) پروان، تخار، سمنګانو، بدخشان، جوزجان او بغلان) كې زده كړي كولي چې ټول شميرئي (20621) تنو محصلينو ته رسيده او بې له شكه ټولو په دري فارسي ژبه زده كړې كولې.
خو په همدغه كال يوازې د ننګرهار پوهنتون كې(1789) او د ننګرهار په طب پوهنځي كې (552) تنو چې ټول شميرئي (2341) تنو ته رسيده په پښتو ژبه زده كړې كړي دي.
په دې توګه ويلائ شو چې په همدغه كال په ټوليزه توګه (20621) تنو په دري او (2341) تنو په پښتو رسمي ژبه لوړي زده كړي كړيدي.
په بله مانا په سلوكې نژدي (90) نوى تنو په دري رسمي ژبه او پاته لسو (10) په پښتو رسمي ژبه لوړي زده كړي پر مخ بيولي دي.
په نوموړو شميرنو كې په كابل او ولاياتو كې حربي او پوليسي ښوونيز او روزنيز مركزونه او د پيداګوژۍ انستيتوتونه او له هېواده بهر د مهاجرينو د لوړو زده كړو مركزونه نه دي شامل.
كه چارواكو په رښتيا هم په قانون كې د ژبو د رسمياتو مسووليت په پام كې نيولي او يا هم د قانون د پلي كېدو د ساتنې او څارنې اداري موجودي وي نو د دوو رسمي ژبه سره د دا ډول بې انډوله چلند مخه به نيول شوي وي.
په لومړنيو او منځنيو زده كړو كې:
كه په كابل د افغانستان په همدغه پلازمينه كې ښوونځيو ته ځير شو چې بيا هم د هېواد ګڼ شمير ښوونځي له نسبتاً ښوو دانيو او درسي وسايلو سره په كې فعاليت كوي او ډېر زيات زده كوونكي په كې په زده كړو بوخت دي او د پښتنو شاګردانو شمير به په كې هرو مرو نژدي نمايي او يا له نمايي يو څه كم وي يو داسې ښوونځي چې پښتو ژبو كوچنيانو ته د هغوي په مورنۍ رسمي ژبه زده كړي برابري كړي نشته.
په نړۍ كې به د داسې هېواد بيلګه څوك ونه مومي چې كوچنيان دې يې د هېواد په پلازمينه كې په خپله رسمي مورنۍ ژبه له زده كړو بې برخې وي.
په داسې حال كې چې نوموړي ستونزه چې د ګڼ شمير زده كوونكو ستونزه ده او په پښتو ژبه داسې مواد او پښتو ژبې پوره استادان وجود لري په ډېره اسانۍ حل كيدلائ شي.
كه له پلازمينې تير شو د هېواد په ولايتونو كې هم د تيرو جګړو په مهال په تيره بيا د روسانو د يرغل په موده كې د افغانستان ختيځي او جنوبي برخې چې د پاكستان سره نژدي پرتي وي د محاربوي عملياتو په سنګرونو او مورچلونو واوښتي او د نوموړو سيمو ځوانانو د قلم پر ځاى توري او ټوپك ته ارزښت وركړ او يا مجبور شول چې په جګړه كې قلمونه وغورځوي. كه څه هم د جګړي په همدغو كلونو كې د هېواد په ډېرو سيمو كې كلي او بانډي دجنګ په لمبو كى وسوى او په ډيرو سيمو كى ښوونځيو ته په لوى لاس او رواچول شو او يا هم د بمباريو له امله ونړيدل خو بيا هم په ځنو سيمو كې له زده كړو سره د چارواكو بې توپيره چلند او د دولت نه پاملرنې بيا هم يوې نامتوازنې تعليمي كړنلاري ته لار پرانيستي ده چې بيلګه يې دلته د افغانستان شمال ختيځ ولايت بدخشان او جنوبي ولايت كندهار كې مطالعه كوو او د (1370) ل  كال د احصايي پر بنسټ يې ارزوو:

     بدخشان                                                                            كندهار                   
مساحت يا غټوالى 47676 كيلومتره مربع                               مساحت يا غټوالى 47676
د وګړو شمير 604700                                                           د وګړو شمير 713800
د هلكانو ښوونځي 74                                                           د هلكانو ښوونځي 30
د نجونو ښوونځي 19                                                            د نجونو ښوونځي 9
نارينه زده كوونكي 19242                                                   نارينه زده كوونكي 7079
ښځينه زده كوونكي 7079                                                    ښځينه زده كوونكي 1316
ټول ښوونځي  93                                                                ټول ښوونځي 39
ټول زده كوونكي 26321                                                     ټول زده كوونكي 8395


كه پورتنيو شميرنو ته وګورو نو كتل كېږي چې په بدخشان كې د
وګړو شمير د كندهار په پرتله لږ خو د ښوونځيو شمير په كې له دوه برابرو هم زيات دي.
او له كندهاره درې ځلې زيات په كې زده كوونكي په زده كړو بوخت دي.
په حقيقت كې زموږ د هيواد د هرې برخې پرمختيا د افغانانو لپاره د خوښۍ خبره ده او د هېواد هر بچي ته د زده كړي وركول او روزل يې په پاى كې د ټول هېواد د نيكمرغۍ او سرلوړۍ سبب كېږي.
خو لكه چې په پيل كې مى يادونه وكړه دولتي، اقتصادي، كلتوري، تعليمي او ټولنيزي كړنلارې بايد په متوازن ډول د وګړو د شمير او د كلتوري عمومي ودي او رغاونې په معيار ولاړي وي.
كه څه هم كندهار د تيرو سلطنتى كورنيو اصلي ټاټوبي دي خو پورتنې ارقام څرګندوي چې د شاهي كورنۍ واكمنانو سيمه ايزه سياسي كړنلاره نه بلكه يوه سرتا سري ملي كړنلاره لرله او په ځينو حالاتو كې يې درې فارسي ژبه ښه پاللي ده او په دربار كې يې د فارسي ژبي سلاكارانو، ليكوالو، شاعرانو او هنرمندانو په نازولو سره خپله پښتو ژبه هم پريښي او هيره كړيده.
كه تيرو شاهي رژيمونو له ژبو سره بې توپيره چلند كاوه خو په مقابل كې يې بيا د شوروي پلوه واكمنۍ په موده او له هغه راوروسته د مجاهدينو په واكمنيو كې نوموړي مسالى د بهرنيانو په لمسون په لوى لاس د سخت افراط او تفريط، لوړو او ځوړو په لور واټنونه ووهل او د نوموړو دوو خويندو ژبو تر منځ بيلوونكي، پاروونكي، لمسوونكي او توپيروونكي چلند وشو.
لنډيز او وړانديز:
1-
پښتو او دري ژبې د هېواد د نورو لسګونو كوچنيو ژبو سره د افغانستان په جغرافيايي موقعيت كې د ميشتو افغانانو مورنۍ ژبې دي او ټولې په خپله كچه او سويه د قانون مطابق د ودې، پراختيا ساتنې او پالنې حق لري.
2-
كومې شميرې چې په دې وروستيو كې بهرنيو سرچينو په افغانستان كې د ژبې او توكم پر بنسټ وركړي، اټكلي، ناسمي او د سياسي موخو لرونكي دي او په هيڅ ډول بايد د هېواد د راتلونكي سياسي او پوځي جوړښت لپاره معيار ونه ګڼل شي.
3-
پښتو او دري ژبې بې له توپيره د هېواد په كچه رسمي ژبې دي او په ټول هېواد او ځانګړي توګه په پلازمينه كې بايد په ټولو چارو كې د پوهاوي او استعمال وړ وي.
4-
څرنګه چې په هېواد كې نوى سياسي حالات رامنځ ته شوي، په دې وروستيو كې په نوى اساسي قانون كې ځنې نورې وړې ژبې هم په سيمه ايزه كچه رسمي شوي او د ټولو ژبو ويونكي په افغانستان كې په دموكراتيكه توګه او د ورورۍ او حساب پر بنسټ ژوند كول غواړي نو دا د پښتنو طبيعي حق دي چې د پښتنو ژبې په رسمي سرتا سري كولو او پرمختګ كې د ټولو افغانانو او دولتي چارواكو ملاتړ له ځان سره ولري.
5-
دولت بايد د قانون پر بنسټ د پښتو ژبې د ودې لارې چاري وسنجوي.
6-
او په پاى كې بايد يادونه وكړم چې د افغانستان په پلازمينه كابل كې كه رښتيا هم پښتو ژبه له قانوني، رسمي مشروعيت څخه برخمنه وي نو ښوونې او روزنې او ټولو كلتوري او ټولنيزو موسسو او ادارو ته بايد عملي لار ومومي او وده وركړل شي .
اخذ ليكونه 
1-
اختصاري از جغرافيايي عمومي افغانستان -  پوهاند محب الله رحمتي, - 1999
2- Wak foundndatin forAfghanistan, Peshwar, Pakistan ,1999.
3- CIA World factbook 2004
4- Vogesang, Willem, Afghanistan : mensen, Politiek, economie, cultuur, Amsterdam.

 

نور بیا

 

نېټه 2007/3/17 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

دغې دعوې موږ ته له مصیبته پرته بل څه راکړي دي؟


لیکوال : ډاکټر نثار احمد ( صمد )
افغانستان د جیوپولیتک یعنی سیاسیي  ــ جغرافیایي ستر توب یو اوږد تاریخ لری او همدغه موقعیت افغانستان ته کلکی ضربې او سختی سزاوی هم ورکړی دی . برتانیې په ۱۸۴۰ کي پيښور او کويټه دورپورو سیمو په شمول ونیول . روسیې هم وروسته پنجده، مرو، پل خاتون، ایماق، د ذوالفقار ننوتوځی، آق تیپه، چمن بید او چشمه سلیم لاندی کړل . انګریزانو په ۱۸۷۹ کي په امیر یعقوب خان باندی د ګندمک د تړون په ترپلو سره کورمه، سیبحد او پښین ( د خپلو ټولو توابعو په شمول ) د افغانستان څخه بیلی او په برتانوي هند پوری ومښلولې. بیایي  په ۱۸۹۳ کي د امیر عبدالرحمن سره د ډیورنډ منحوس تړون وکړ چي د هغه له مخی یي چترال، سوات، بنیرو، خیبر دره، بنو، ټول وزیرستان، لورلایی، مسلم باغ ، چمن او چاغی د افغانستان څخه واخیستل او افغانستان یي پر منځ دوه ځایه کړ.

   د هر افغاني واکمن منجمله امیر عبدالرحمن خان، امیر حبیب الله خان ، اعلیحضرت امان الله خان، محمد نادر خان، ظاهر شاه او محمد داؤد خان لخوا لږ یا ډیر ددې ټولو مقبوضه سیمو د بیاخپلو  لوهڅی سوی چي ځینو تش په نوم او ځینو جداْ تعقیب کړی مګر هیڅ نتیجه یي نده ورکړې بیله دې چي افغانستان  نور هم بد مرغه او د ترقۍ له کاروانه شاته پاته سی. پدې لار کي ډیرو افغاني مشرانو خپل سرونه یا تختونه هم د لاسه ورکړی او هر ځل هیواد له مځکی وهل سوی دی  .

   انګریزاتو هیڅکه هم د افغانانو د ا غوښتنی په باک ندی راوړی څو چي بالاخره په ۱۹۴۷ کي د هند څخه ووتل  . پدې وتنه سره دسیمی جغرافیه هم بدلون مومی او د پاکسان په نوم یو نوئ هیواد منځته راځی او د افغانستان مځکنۍ  دعوه هم نور نو د پاکستان په غاړه کي ورلویږی  . هو   ، د پاکستان په زوکیدو سره د ډیورنډ د کرښی لانجه نوره هم پیچلې او ستونځمنه کیږی. دغی دعوې د پاکستان سره د افغانستان هر ډول اړیکی سختی زیانمنی کړې چي موږ ته د یوې ستری فاجعې په بیه تمامه سویده.

که موږ په تیرو شپیتو کالو کي د پښتونستان د شخړی پس منظر ملاحظه کړو، نو وبه ګورو چي دغی دعوې موږ ته د بدمرغیو او مصیبتونو څخه پرته هیڅ ډول ښیګنه، نیکمرغی اوپر مختګ ندی را په برخه کړی  .  افغانستان پدې موده کي نه د سیاسي پلوه ، او نه د پوځي پلوه او نه هم د روحیاتي پلوه کومه لاسته راوړنه نده لرلې  او که عمیقاْ ځیر سو نو پدې قمارکي یي هر څه ( سر او زر) بایللی دی. هغه د چا خبره موږ پدې اوږده موده کي تاریخ جوړاوه خو راڅخه جغرافیه سوه. که موږ د مطلق حکم، احساساتو، شعارونو او غټو خبرو له آسه راکښته سو او په ګریوان کي وګورو نو وبه مو مو چي په تیرو ۶۰ کالو کي د افغاني سیاسي مشرتابه جاه طلبیو افغانستان د ترقۍ څخه  محروم کړی، ملي منافع يي زیانمنی کړی، افغانان یي روحاْ ناروغه کړی او د خپلی بقا د سوال سره يې مخامخ کړی دی حال دا چي مقابل لورئ يې ډیر ګټمن کړی دی  .

دا باالکل صحیح خبره ده چي د لاهور، ګندمک او ډیورنډ تړونونه منحوس تړونونه دی او ۳/۴ برخه افغانستان یي له خپل مورني وجوده غیچي کړ مګر دا تریخ حقیقت هم باید مدنظر ونیسو چي له هغه دمه تر دې دمه یوه نیمه پیړۍ تیره سویده. له هغه وخته تر اوسه دوه نسلونه تیر سوی، زمانه بدله سوې ده ، حالات بدل سوی، اذهان بدل سوی، دسیمی جغرافیه بدله سوې او باالاخره دنیا بدله سویده لاکن موږ بیا هم خپل سرونه دیوال ته کلک نیولی او د ۱۵۰ کالو مخکنی حالات غواړو چي نه يې هیڅ ځای نیولی او نه یې هم نیولای سي.

   داتر لمر سپینه ده چي پاکستان د برتانوي استعمار په خوښه ایجاد سوی، په سیمه کي د ستونځو او شخړو عامل ګرځیدلی او موږ یې تل بدمرغه کړی یو، مګر دا هم باید ومنو چي برتانوی استعمار د هغه د زوکړی پر مهال دوې ستری سرحدی لانجې هم په غاړه کي وراچولی دی لکه د هند سره د کشمیر او دافغانستان سره د پښتونستان شخړه چي سیمه یې بې ثباته کړیده. که د  مسئلې عمق ته نور هم ورننوزو، نو وبه ګورو چي پاکستان د څلورو ایالتونو څخه جوړ سوی دی ( چي هغه پنجاب، سند، بلوچستان او صوبه سرحد دی) . آیا دا ممکنه ده چي د پاکستان ددې څلورو صوبو څخه درې بیرته افغانستان واخلی او صرف یوه صوبه یعنی پنجاب ورپاته سی    ؟   آیا سلیم عقل او د یوویشتمی پیړۍ شرایط داسی حکم  منلای سی  ؟ آیا د ۱۵۰ کالو مخکنۍ ادعا نن حق به جانبه ښکاری ؟ بل دا چي هلته پنځه لوی قامونه اوسیږی  ( چي پنجابیان، سندیان، کشمیریان، بلوڅان او پښتانه دی ) پدې کي لومړني دوه د هندوستان او متباقي درې د پخواني افغانستان  متعلق دي   . نو دا چي هندوستان پخپل ټول پوځي او اټومي طاقت سره هغه ندي ترې اخیستی ( آن نیمایی کشمیر یې هم ندی خپل کړی ) نو موږ به په کوم زور او کومه مایه سره د ۱۵۰ کالو مخکني وګړی او د هغوي سیمی ترې واخیستلای سو ؟ پدې سره نو پاکستان باید بیرته پر هند او افغانستان باندی وویشل سی او له منځه ولاړ سی ؟ آیا دا کار ممکن دی  ؟ کوم طاقت به زموږ لپاره دغسی وکړی او ولی  ؟

هیله ده چي ځینی دوستان ما ګرم نکړی او پدې اړه غلط تعبیر ونکړی . زه د ډیورنډ د کرښی دهاخوا ټولی غصب سوی سیمی د افغانستان د بدن ټوټې او د هغه اوسیدونکی  د زړه سر ګڼم، خپل وجود او خپله وینه یې بولم ( که زه دا ووایم یانه همدغسی هم ده ) مګر راځئ  چي نور نو عیني او ترخه حقایق هم ومنو او د مطلق حکم او تشو احساساتو له آسمانه د شفاف منطق او سلیم عقل مځکی ته راکښته سو. مطلب مي دا دی چي د ډیورنډ د لانجې لپاره باید نور نو د زمان د غوښتنو  او سلیم عقل مطابق حل ومومو، نه د احساساتو او مطلق حکم یا تشو شعارونو پر اساس  ! داسی ګومان ونه سی چي زه لدې دعوې څخه تیر او لاس په سر یم . نه داسی قطعاْ نده بلکی زه ددې خورا زړې دعوې حل په زړو شرایطو کي نه بلکی د یوویشتمی پیړۍ د مقتضیاتو، د بین الملل او بین الدول د حقوقو مطابق او تر ټولو مهمه دا چي دولسونو د ځانی ارادې د حق ( یعنی حق خود ارایت) پر اساس غواړم. له دغسی معقول او منلو وړ حل څخه پرته موږ دا کشاله نه حل کولای سو او نه هم د هغه حق لرو که نه په لوی لاس به  مو ځان د پیچلی دوړ دوړ کي (  Ternado) په خوله کي ورکړی وی او د تیرو شپیتو کالو غوندی به بیا هم په هوا  کي لامبو  .

    دا چي د ډیورنډ د کرښی د نه منلو کریږی وهو،  تند احساسات څرګندوو، ځانونه تر نورو په توره توریالی او په غیرت غیرتمن ګڼو، ځانونه « هرڅه » نور هیڅ هم نه ګڼو، او بالاخره « په خپل خورا لږ طاقت لاکن غټو خبرو او افراطي جذباتو سره » د نورو هیوادو سیمی د ځانو سره که ممکن وی  یا نه ضمیمه کول غواړو، آیا  دا پدې عصر او زمان کي د منلو وړ یا ممکنه ده  ؟

    نن افغانستان او پاکستان د یو بل په رسمیت پيژندلو سره د مګرو ملتونو غړی دی، او هلته غړی دولتونه د ټولو غړو هیوادو مځکنۍ بشپړتیا او ملي واکمني باید ومنی. ملګری ملتونه او نړیوال حقوق ټولو هیوادوته برابر حق ورکوی. که د کومو هیوادو تر منځ څه سرحدی لانجه یا دعوه موجوده وی هغه به د نړیوالو قوانینو او دوه اړخیزه موافقې او ملی مفاهمې په صورت کي حلیږی نه د زور زیاتی، یا تشو شعارونو، غټو خبرو، مجازی لوړتیا پالنو او افراطي احساساتو له مخی. مهمه لا دا چي آیا موږ د هغو سیمو  د وګړو څخه چي د اخیستو دعوه یې کوو پوښتلی دی چي تاسی زموږ سره یو ځای کیدل غواړئ که یا  ؟ که هغوی موږ  نه غواړی یعنی دافغانستان سره نه یو ځای کیږی مګر موږ یې په زوره غواړو ، آیادغسی غوښتنه پخپله یوه استعماری جاه طلبی نده  ؟

نړیوال اصول او د خود ارادیت حقوق وایی چي تر یو نسل تیریدو وروسته حق د مقبوضه سیمی د خلګو سره دی چي هغوی هره خوا غواړی هغسی باید وسی. خو موږ په زغرده ګورو چي د ډیورنډ د کرښی د آخوا خلک د افغانستان سره یو ځای کیدل نه غواړی ( یوه برخه د پاکستان سره یو ځای والی غواړی او بله برخه هم خپلواکی غواړی )   لا کن موږ دې ته اړم یو چي یا ، هغه باید حتما ْ په افغانستان کی مدغم سی . د خان عبدالغفار خان په مشرۍ ملي عوامي ګوند په ۱۹۷۳ کي پریکړه وکړه چي د پاکستان د ملي اسامبلی په انتخاباتو کي  برخه واخلی او دغه ګډون ترننه هم جریان  لری . دا ګوند یو پاکستانئ ګوند دی، په مرام کي یې داخلي خود مختاری غوښتل کیږی نه د پاکستان څخه بیلوالی یا د افغانستان سره يو ځای والی .


    
باید وویل سی چي دغه ۲۵ ملیونه ټول « پښتونستانیان » د څه باندی نیمی پیړۍ راهیسی پاکستانۍ تذکرې ( یا شناختی کارډونه ) لری، ټول یې ځانونه پاکستانیان بولی، ډیر یې په پوځ ، پولیسو، امنیتي څانګو، استخباراتو، سیاسي دریځونو او ملکی ادارو کي فعالیتونه کوی. هغوی  نه موږ او نه هم زموږ سره یو ځای کیدل غواړی. حتی دا چي هغوي په موږ کي دیر نفوذ لری، په موږ کي خپل ګومارلي  لری، په موږ کي اوه تنظیمونه لری او لنډه دا چي  په موږ کي اوږد لاس او هرڅه لری خو موږ په هغوي کي څه لرو  ؟ هیڅ هم نه !

   راځی چي له بلی زاویـې څخه هم ورته ځیر سو. نن موږ ته پسله درې   ـ څلور ځله قیچی کیدو څخه یو ډیر کوچنی او نښتیځلی افغانستان راپاته دی. موږ ټول ښه پوهیږو چي همدغه وړوکي افغانستان مو په تیرو دیرشو کالو کي ستر مصیبتونه ګاللی دی. حتی مځکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنی یې هم د ګواښ سره مخامخ سوې او د تجزیه کیدو کرغیړن پلانونه یې هم طرح سوي دي  .

موږ ولیده چي په ۱۹۸۳ کي د شورای نظار د ډلی مشر احمدشاه مسعود د شوروی یرغلګرو سره پټ تړون وکړ چي د هغه له مخی یې د پنجشیر کورنۍ آزادی غوښتله. موږ ولیده چي د وحدت حزب مشرانو د « هزارستان » په نوم د افغانستان تجزیه غوښتله ، موږ ولیده چي  لطیف پدرام ، رشید دوستم او نورو د افغانستاان د فډرالی کیدو تر ماسک لاندی د هیواد تجزیه غوښته او نن یې هم غواړی. دغه ټول عناصر همدا نن هم  د خپل دغه شوم پلان د تحقق لپاره د موقع  په انتظار دي  .

نن په افغانستان کي بیلتونپاله څیرې او د هغوي ډلی ټپلی په واکمن رژیم ورننوتلی او هلته د ولسمشر د سلاکارانو او مرستیالانو مقامونو ، کابینی یا پارلمان ته رسیدلی دی. هغوی په پوځ، پولیسوو امنیتي او استخباراتي څانګو اوهم سیاسي او ډیپلوماتیکی نمایندګیو کی تعبیه سوی او ټول د « خبیث فرصت» په تمه دی . دغو عناصرو حامد کرزی تر فشار لاندی راوستلی دی تر څو د پاکستان سره د ډیورنډ د کرښی په سر جنجالونه راپورته کړی یعنی هغه مسئله چي دوی د هغې د واقعی حل سره ازلی حساسیت لری ( دوی خو د پښتنو سره کلک مخالفت څرګندوی آن په شمال کي خو یې تر وحشیانه ظلمونو لاندی هم راوستل، نو څنګه به ددې لس ملیونو پښتنو سره د هغو ۲۵ ملیونو پښتنو یو ځای  والی قبول کړی  ؟  !  څنګه به خپل سیال نور هم پسی اکثریت کړی  ؟ ) دغه عناصر غواړی د ډیورنډ د کرښی د ستونزی په راپورته کولو سره خپله سیاسي بهره برداری وکړی اوبه خړی کړی او ماهیان ونیسی، هیواد  په یوه کورټ بایلونکې او وژونکې لوبه ورګډ کړی، فعلي بی ثباتی په یو خونړی مصیبت سره  واړوی او پدې توګه لومړی  خپله بقا تامین کړی او بیا د تجزیې کرغیړن پلانونه راپورته کړی. دغه بیلتونپاله عناصر د ګاونډو او نورو هیوادو استخباراتي مهرې دي چي هغوي له دوی  څخه دلته د منطقوي رقابتونو د پرمخ بیولو په لوبه کي کار اخلی. پدغسی ناورین کي به د برچې تیره څوکه یوازی او یوازی پښتنو او همدغه راپاته کوچني افغانستان ته متوجه وی او بس .

   فلهذا، د هیواد حساسه او ضاع او نازک حالات حکم کوی چي د ډیورنډ زنګ وهلې توره چي په تیګی کي کلکه بنده سوې ده او هیڅ نسی راوتلای، باید هغه د تاریخ په زنګ وهلی آرشیف کي وساتو ځکه د هغې دوران نور نو تیر سوی دی او په یوویشتمه پیړۍ کي په هغې سره قطعاْ جنګ نسی کیدای، ګتل خو په ورځ کي د خوب لیدو معنا ورکوی. بهتره دا ده چي افغانان خپل ملي یووالی ټینګ کړی، د بیلتونپالو عناصرو نقشو ته متوجه اوسی، د مسئلې حل ته د سلیم عقل او معقول منطق له زوایې څخه وګوری چي د زمان د مقتضیاتو سره برابر وی نه دا چي د احساساتو او تشو هیوادپالو شعارونو او غټو خبرو یا مطلقو حکمونو یا تش غرور او لوړتیا پالنی له بی حاصله زوره کار اخیستل سی .

    د ډیورنډ د کرښی معقول حل د آخوا د ولس په اراده او ددې خوا د ولس په موافقه کي نغښتی دی نه د دواړو دولتونو په معامله کي .   دا ځکه چي تجربو او سوابقو ثابته کړې ده چي اسلام آباد او کابل دواړه اصلاْ مسئلې ته صادق ندي. فعلاْ  دواړی خواوی لوبه مخته بیایی حتی کیدای سی ووایو چي لوبول کیږی . دواړه رژیمونه  خپلی سیاسی منافع لری او ددې مسئلې حل د هغوی د توان او کفایت څخه ډیر لوړدی. ځکه دواړه اول په زور کښیناستلی او وروسته په انتخاباتو رنګمالی سوی دی چي ملي صبغه نلری   . حل د   دواړو ولسونو کار دی نه د دواړو رژیمونو

  د ډیورنډ مسئلې افغانستان شپیته کاله شاته خو پاکستان شپیته کاله مخته بیولی دی، افغانستان یې برباد کړی خو پاکستا ن یې آباد کړی دی، افغانستان یې بې وسلې کړی خو پاکستان یې اټومی کړی دی، افغانستان یې کړولی خو پاکستان یې غوړولی دی لنډه دا چي زموږ څخه یې هر څه اخیستی خو پاکستان ته یې هر څه عطا کړی دی . افغانستان پدې  دعوه کي هرڅه بایللی دی.

  لازمه ده چی نور نو زړې اشتباه ګانی تکرار نکړو ځکه تند شعارونه، لویی خبری اوتشی لوړتیا پالنی هیڅ ځای نه نیسی . په تیرو شپتو کالو کي  افغانستان بیله غم او مصیبته بل هیڅ هم ندی حاصل کړی. ښه به دا وی چي د راپاته کوچني افغانستان غم وخورو. د هغه بقا تأمین کړو او د نوری تجزیې څخه یې وژغورو . ځکه د لستوڼی مارانو کمین راته نیولی دی. د شمال ائتلاف جنګ سالارانو لوی لوی جنایتونه کړی او هغه جنایتونه پدې کړکیچ کي پټوی او موږ غیر مستقیم لمسوی . موږ ولی د پنجده او مرو او نورو غوښتنه نه کوو ؟  آیا روسان او ازبکان به هغه موږ  ته راکړی ؟ نه هیڅکله نه  ! نو بهتره به د اوی چي د افغانستان ملي ګټی جداْ مدنظر  ولرو او نور د خپلو ملي منافعو پر خلاف له بې ځایه ټینګار او لمسون څخه  ځانونه وژغورو.

که امتیازات غواړو نو باید امتیازونو ته غاړه هم کښیږدو . دا صحیح ده چي د ډیورنډ د ستونځی حل د افغانستان د پرمختګ اساسي کلی ده مګر هغه نن ورکه سویده. ښه به دا وی چي دغه ورکه کلی پیدا کړو او زنګ وهلئ قفل پرې خلاص  کړو. ښه به داوی چی ددې اوږده مصیبت د سلیم او معقول حل نوښت وکړو. ښه به دا وی چي افغانستان د هند سمندر ته آزاده لار ومومی خو پاکستان بیا منځنۍ آسیا ته ژغورنده لار ومومی . ښه به داوی چي د سیمه ایزه او لویو قدرتونو د منطقوی سیالیو ټغر د افغانستان څخه ټول کړو. ښه به  دا وی چي د ګاونډو هیوادو خصوصاْ پاکستان د لاسوهنو عامل له منځه یوسو او د مداخلې پلمې پر ودروو. ښه به  دا وي چي په ځان کي داسی یو جوهر وښیو چي په هغه سره د پولی ها خوا ولس په مینه او رغبت سره پرې را جذب کړو. ښه به داوی  چي د ممانعتونو دغه چټل دیوال نور نو ونړوو او د ملي ، ګداړخیزه او بین المللی مفاهمې او موافقې کړکۍ پرمخ راخلاصه کړو ځانونه  او سیمه له اوږده مصیبته بیغمه کړو او تر نورو د ځانو لوړ ګڼل په عمل کي ثابت کړو  . 

خو د پورتنی ټول بیان معنی نو دا نه ده چي د ډیورنډ د کرښي شخړه دی د دواړو فعلی واکمنو رژیمونو لخوا حل سی  .  نه   ، دا ډواړه رژیمونه ددې حساسی ملي لانجې د حلولو هیڅ صلاحیت او کفایت نلری . ددې مسئلې حل باید تر یوه ملي حکومت پوری وځنډول سی .

اسلام آباد غواړی پر دغه کرښه په ماین ګذاری یا اغزن سیم سره د « تروریزم د یو مخ بندولو » او بالاخره د څو مطلبو القاعده والو او طالب مشرانو د نیولو په بدل کي د واشنګټن څخه تل پاته امتیازات واخلی . کابل که څه هم نن د احتمالی اغزن سیم یا ماین ایښودولو سره ظاهراْ مخالفت ښئ خو ممکن د تماسونو د دوام او هم د پاکستان او امریکا د فشار په نتیجه کي بالاخره یوې معاملې ته حاضر سی او خپلی دغسی سوداینی ته ښایی د یوې ساختیګی « لویی جرګې» په واسطه « مشروعیت صبغه ! » هم پسې ورکړی  . خو تر هغه ځایه چي په افغان ولس پوری اړه لری د ډیورنډ د قضیې د حل صلاحیت نه د اسلام آباد او نه هم د کابل د رژیم سره سته او نه هم ددې قضیې د حلولو وخت یا فر صت راغلی دی .  اوس اوس خو افغان ولس په خاص ډول او د پولی د هاخوا ولس هم په عامل ډول یرغمل سوي دي . د دواړو په سر لوبی او معاملی کیږی او ځکه نو ددې ملي قضیې حل باید د یو واقعی ملي حکومت تر ظهور او جوړښت پوری معطل سی که نه دا به یو بل ملي ذلت وی او  خدای مکړه تاریخ به جوړوو خو را څخه جغرافیه سوې به وی !
والسلام
نثار احمد ( صمد )
دافغان رسالې د ( ۹۳ ) ګڼی څخه

 

نېټه 2007/3/17 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

مبارکه دې وې د مارچ اتمه د نړۍ ټولو ښځو او په تېره بيا افغان مېرمنو ته!

 

میوندي ملالۍ

نېټه 2007/3/8 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

بریالی شخص

 

داسې کسان هم شته چې په دې پوهیږي چې دوی له ژوند څخه څه غواړي، خو هغه شي ته د

 

رسیدو په لاره کې هېڅ کار نه تر سره کوي. هغوۍ دې ته سترګې په لاره دي چې یوه ورځ به

 

 هغه شی کوم چې دوی یې غواړي ورته ورسیږي.  هغه ورځ  نن ده. یوازې تصمیم ونیسئ.

 

خپل ریښتینی ځای پیداکړی. بریالیتوب ته در سیدو په لاره کې یوازینی خنډ، ډار ده.  

 

د ډار د له منځه وړلو یوازینۍ لاره له هغه سره مخامخ کېدل دي.  بریالیتوب ته د رسیدو

 

 لپاره لاندې اصول مراعات کړی:

 

۱- په دې سم ځان پوه کړی چې څه شی غواړی.

 

۲- په کار باندې پیل وکړی.

 

۳- د کار پایله مو په پام کې لری.

 

ډېر خلک له ماتې خوړلو څخه د ډار په خاطر هېڅ کار نه تر سره کوي، چې په ریښتیني

 

توګه دا په ټول ژوند کې د ماتې خوړولو په معنی ده. خو بریالي کسان د هغو کارونو په

 

 اړه کوم چې تر سره کوي یې انعطاف پذیره دي.

 

که چېرې بریالیتوب ته د رسیدو کومه لاره اغیزمنه نه وي، نو سمدلاسه بله لاره

 

 غوره کړی.لومړی تصمیم ونیسی او وروسته  په کار پیل وکړی او په وروستي پړاو

 

کې باید دا زده کړی چې هغه لاره کومه چې تاسو غوره کړې ده هدف ته رسیږي که نه.

 

انعطاف پذیري د بریالیو کسانو ځانګړتیا ده، له دې چې اړ یاست یو ځل بیا کار پیل

 

 کړی مه ډاریږی، ځکه چې هر ه ماتې یوه تجربه ده.

 

خپلې تجربې ولیکی. د هغه څه لیکل کوم چې تاسې یې زده کوی ستاسې بریالیتوب

 

 مقصدته د رسیدو په لاره کې تضمینوي.

 

بریالیتوب ته د رسیدو په لاره کې باید خپل داخلي ځواک ته لاس رسی پیداکړی او

 

 دا زده کړی چې څنګه هغه ځواک وکاروو.  په هر شي باندې چې تمرکز وکړي  په پای

 

کې هغه شی تر لاسه کولای  شي.هر هغه کار کوم چې غواړي تر سره یې کړي، دوه لارې

 

 لري، یوه یې ښادي او بله یې غم ده. که د کار په سختي فکر وکړي، د هغه کار تر سره کول

 

به تاسې ته له غم اوغوصې سره مل وي او که په ښادي اوخوشالي باندې کوم چې د کار د

 

پای نه وروسته  درته په برخه کېږي فکر وکړی، نو دهغه کار تر سره کول به در ته ډېر

 

خوندور او له خوشالیو ډک وي. له خپل داخلي ځواک څخه د ګټې اخیستنې په خاطر باید

 

 له بریالیو کسانو څخه الهام واخلو، یوازې مثبت تفکر کافي نه دی، باید په خپل ځان کې

 

روحي او معنوي بدلونونه راولو. مثبت  فکر کول ښکلی دی خو پر ستونزو د بریالي کېدو

 

 لپاره کافي نه دی. له هر واړه کار سره، که څه هم هر څومره اوړ وي د خپل ژوند یوه برخه مو

 

 شکل نیسي.

 

ستاسې سرنوشت په همدغو ساده کارونو پورې اړه لري. هدف ته د رسیدولپاره څلور

 

 پړاوونه پراته دي:

 

۱- د حرکت کولو اړتیا

 

۲- عمل

 

۳-غبرګون

 

۴- پایله

 

هدف ته د رسیدو په لاره کې باید پورتنې عوامل لاس ته راوړی.

 

NLP یا عصبي-کلامي پلان جوړونه، د ژوند د کنټرولولو لپاره یو وړ چلند دی او له تاسې

 

 سره مرسته کوي، ترڅو هغه بدلونونه چې په خپل ژوند کې ورته اړتیا لری، په لنډمهال کې

 

 تر لاسه کړی.

 

په خپل ځان کې د بدلونونو د راوستو لپاره لاندې ګامونه واخلی:

 

۱- لومړی باید د بدلون په اړتیا باندې باور وکړی.

 

۲- دغه جمله په خپل ذهن کې تکرار کړی: تغییر نه کول له ماتې سره ورته ده.

 

۳- هغه تغییر په خپل ذهن کې شرطي کړی. یانې:

 

الف: په دې باور ولری چې باید تغییر وکړی.

 

ب: په خپل ذهن کې د پام وړ تغییر له ښادي سره وتړی.

 

ج:  خپله ځان له نویو شرایطو سره شرطي کړی.

 

همدا اوس د بریالیتوب رازونه ستاسې په واک کې دي. په ښه توګه له هغوۍ څخه ګټه

 

واخلی، تر څو د خپلو افکارو او چلند کې بریالی شی.

نېټه 2007/3/8 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

خلوت

 

یوه را باندې ګرانه ده خو افسوس چې نه پوهیږي ورته ګورم

 

راته ګوري خو افسوس زما له سترګو نه پوهیږي چې څه شی په زړه کې لرم

 

دهغې غږ هره شپه په خوب کې اورم

 

د هغې بوۍ هره ورځ په شمال کې احساسوم

 

دهغې د ساه ګرمي مې صورت راته ګرموي

 

د هغې د کتو تږوالی مې لا اوس هم زړه راته کېکاږي

 

کاشکې له هغې سره وای

 

کاشکې له ما سره وای

 

کاشکې زه به خپله وای

 

کاشکې زړه مې لرلای اوښکې مې لرلای تر څو مې ورته هدیه کړې وای

 

نېټه 2007/3/7 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

د پیسو په اړه چینايي متلونه

 

 

په پیسو باندې کور اخیستی شي،خو کورنۍ نه.

 

په پیسو باندې ګړۍ اخیستی شي، خو وخت نه.

 

په پیسو باندې کټ اخیستی شي، خو خوب نه.

 

په پیسو باندې کتاب اخیستی شي، خو پوهه نه.

 

په پیسو باندې ډاکټر لیدای شي، خو روغتیا نه.

 

په پیسو باندې مقام اخیستی شي، خو عزت نه.

 

په پیسو باندې وینه اخیستی شي، خو ژوند نه.

 

په پیسو باندې ښځه اخیستی شي، خو مینه نه.

 

 

نېټه 2007/3/7 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

لوی افغان

دا پښتانه که لر وبر پراته دي - ټول د ميرويس نيکه په ځيګر پراته دي

 

که غلجي که دراني او که خټک ياديږي- په خپله خاوره کې اغيارو ته ببر پراته دي

 

غيرت او مېړانه يې پلرنی مېراث دی- د اغيارو جنګ ته په ډګر پراته دي

 

پښتانه واړه زمريان دي دلته- بصيره جنګيالي مو په سنګر پراته دي

 

 

مسته خندا

په تمه ناست يمه د ښکلې ليلا- کله به راشي لکه لمر د سبا

 

لکه ډېوه اوس ويلې کېږمه زه- که مې دلبره راشي يو ځلې پرخوا

 

د زړه له درده که دې کړمه خبر- تش په کتو به رانه وخيژي ساه

 

دځيګر وينې خو مې ځکه څاڅي- چې راپه ياد شي هغه مسته خندا

 

 

د زړه دباغ هوا

سپوږميه وايه چې ليلا چېرې ده- زما د زړه د باغ هوا چېرې ده

 

دواړه ليمه مې ډک له اوښکو نه شوو- هغه سرې شونډې په خندا چېرې ده

 

زړه مې خوشاله چې به راشي بېرته- په خيال ښايسته هغه دنيا چېرې ده

 

په انتظار مې سترګې سپينې شولې- دخوار مئين هغه صحرا چېرې ده

 

 

پښتون

 

د پښتون د پښتنولي پښتو به وي دلې همېش

 

دافغان د پګړۍ سيوری به وي دلې همېش

 

پښتنې مورې روزلي اتلان د تاريخ دلته

 

ځکه به خښې ککرئ وي د پردو دلې همېش

 

پښتو به وي قانون په پاکه خاوره د افغان

 

د پښتون سر به قربان په دغه خاوره وي همېش

 

"بصير" خير که يو پاتې د زمانې له دې کاروانه

 

خو پښتون له زمانې سره پښتو کوي همېش

 

 

 

نېټه 2007/3/6 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

بریالیتوب ته د رسیدو ۱۵ اسانه لارې

 

ښایي چې ستاسې په ذهن کې داسې در وګرځي چې ستاسې لاره له هغو کسانو سره چې تل

 

بریالي دي او هره ورځ نوي بریالیتوبونه تر لاسه کوي، یوه نه وي، ممکن هغوۍ داسې

 

 وړتیاووې ولري چې تاسې یې نه لرئ، خو دا مو باید تل په یاد وي چې بریالیتوب زده

 

 کېږي چې ستاسې اودهغوۍ تر منځ یوازینۍ توپیر داده چې هغوۍ تل ځانګړې عادتونه

 

کاروي چې بیا دا په خپله د هغوۍ دبریالي کېدو سبب ګرځي. بریالیتوب یانې: (په ژوند 

 

 کې د هوښیارواو ځېرکو کارونو اوکړنو مجموع).

 

لاندې د همدغو څو کارونو اوکړنو  بیلګې راغلي:

 

 

۱- په پوره پاملرنې سره کالي واغوندئ:

 

مخکې له دې چې له کور څخه د دفتر او یاهم د باندې په نیت وځئ، نو لږ کم وخت د خپلو

 

کالوا و دهغو د اغوستلو په ډول باندې وباسئ او ډاډ تر لاسه کړئ چې ایا وړ کالي مو

 

 اغوستي دي او که نه. ښایي ځينې خلک ووایي چې کالي انسان ته کوم ارزښت  نه

 

ورکوي،خو زما په اند داخبره په بشپړه توګه سمه نه ده، ځکه چې د دنیا او سوداګرۍ

 

کاروبار تر ډېره بریده پر دې موضوع څرخیزي.

 

که چېرې د یوه بریالي کس په توګه کالي واغوندئ، نو نور خلک به هم له تاسې سره دیوه

 

بریالي کس په څېر چلند وکړي، نو باید د خپلو کالو په اغوستلو کې کلکه پاملرنه وکړئ.

 

 

۲- لکه ګټونکي داسې واوسئ:

 

د هر کس خپل چلند د هغه په دریځ کې ستر رول لري.  په خپلو اندونو او فکرونو کې باید

 

هېڅکله هم د یوه ماتې خوړونکي کس په څېر ونه اوسو.  دابه  ښه وي چې د هغو

 

 پرمختګونو اولاسته راوړنو په اړه کوم چې د هغو په لاره کې کوښښ کوئ، له خپل ځان

 

سره مجسم کړئ. تل ښه احساس ولرئ، ځکه خلک تل د بریالیو کسانو لاروي دي نه د

 

ماتې خوړونکو.

 

 

۳- د یوې ډلې غړی واوسئ:

 

زیاتره وخت بریالیتوب د یوه ډله ایز کار پایله وي. که مو فکر وي د فوټبال په لوبه کې هېڅ

 

 

ګول وهونکی په یوازې سره ګول نشي وهلی، خو د ټیم دنورو غړو په مرسته کولای شي چې

 

 

ګول ووهي. که چېرې په یوه ډله کې کار کوئ تر هغه اندازې پورې چې کولای شئ خپلې

 

 

دندې اومسوولیتونو په غوره توګه سره تر سره کوئ او له نور و څخه هم داهیله لرئ.

 

همدا ده چې تاسې به بریالي یاست.

 

 

۴- پلټونکي واوسئ:

 

کله چې ښکارځن ښکار ته په کوم ځای کې پټیږي ترڅو ښکار وکړي، نو هېڅکله به یې هم

 

ونه کړي. د ښکار قانون داده چې ته باید په ښکار پسې ووځي او وګرځي. په کاري چارو کې

 

 هم وضعه داسې ده د ځور او ربړ په تمه مه کینئ. په خپله په کار پسې وګرځئ په خپل ځان

 

کې انګیزه رامنځته کړئ او د نویو پروژو په لټه کې واوسئ او له هېڅ شي څخه مه ویریږئ.

 

 

۵- خپل احساس په څرګنده توګه سره بیان کړئ:

 

کله چې مو ټول کارونه په پوره پاملرنې سره تر سره کړل، خو یوازینی شی چې ستاسې د

 

بریالیتوب خنډ ګرځي، هغه  ارتباطي مهارتونه دي.  خپل ځان په یوه کاري جلسه کې

 

مجسم کړی. ستاسې مشر یا رییس له تاسې څخه د نظر پوښتنه کوي. په دې حالت کې تاسې

 

 پوهیږئ چې څه باید وکړئ تر څو ستونزه حل شي، خو د هغه په څرګندولو کې عاجزه یاست. 

 

 ستاسې غږ او ویوکي هېڅکله له تاسې سره همغږه نه دي. همدا ده چې ټول ورو ورو له تاسې

 

 څخه لري کیږي. له همدې کبله د ارتباطي مهارتونو زده کول له لومړنیو اصولو څخه شمېرل

 

کېږي.

 

 

۶- تل پایله په ذهن کې ولرئ:

 

موږ چې په خپل ژوند کې هر څه کړو، هرو مرو یو دلیل لري. او یوې ځانګړې پایلې ته د

 

رسیدولپاره ده چې موږ دا کارونه  تر سره کوو. د کار په ځای کې باید هم  همداسې

 

واوسو.  همداشان د هر ستونزمن او اجباري کار په کولو کې چې پرې مکلف شوي

 

 یاست، تل یوې پایلې ته په رسیدو سره تر سره کړئ اوخپل هدف په پوره پاملرنه سره

 

 تر سره کړئ چې دا په خپله تاسې ته انګیزه درکوي.

 

 

۷- په دې پوه شئ چې څنګه په ټلیفون کې خبرې وکړئ:

 

دا مهمه نه ده چې څه کار ده، ټلیفون تل یوه مهمه وسیله ده، ان تر کمپیوټر هم مهم ده، ځکه

 

 چې ټلیفون یوه داسې یوه وسیله ده چې په هغه باندې اړیکې ټینګوو. هغه څوک چې د

 

ټلیفون بلې خواته دی هغه باید په دې پوه شي چې تاسې هغه ته ځانګړې پاملرنه لرئ. په

 

ټیلیفون کې دخبرو کولو په مهال له خوراک او څښاک څخه ډډه وکړئ همدارنګه له زاولو

 

 زوولو څخه هم.

 

 

منظم اوسئ:

 

کله چې په یوه پروژه باندې کار کوئ، نو ګام په ګام ټول پړاوونه په پاملرنې سره ووهئ. د

 

خپل کار لپاره طرح او پروګرام ولرئ.  که چېرې د یوه کار یوه وړه برخه په سمه توګه سره

 

تر سره نه کړئ، نو هغه کار به مو هېڅکله هم په سمه توګه سره تر سره نه شي.

 

 

ګوتنیونه مه کوئ:

 

ځینې خلک یوازې ددې لپاره ژوند کوي چې په نورو خلکو باندې ګوتنیونه وکړي. تاسې

 

داسې مه کیږئ که مو چېرې د کوم کس په کار کې کومه نیمګړتیا ولیدله نو هغه نوموړې ته

 

 دیوه ورور په توګه ور یاده کړه. د چا سپکاوی مه غواړی او تر حده زیات شکایت مه کوئ

 

همداشان کله کله چې کوم کارونه د ستاینې وړ وي، ویې ستایئ.

 

 

۱۰- په ادب سره واوسئ:

 

هڅه کوئ چې له نورو خلکو سره د مخامخ کېدوپه صورت کې تل په ادب، مشتاق او

 

 علاقمند واوسئ. خلک زموږ په اړه له هغوۍ سره زموږ د چلند له مخې قضاوت کوي.

 

تل خوشاله اوسئ او خپل چلند اصلاح کړئ.

 

 

۱۱- تل ستونزمن مسوولیت په غاړه اخلئ:

 

ځینې خلک له ستونزو سره د مخامخ کېدو په مهال وار خطا کېږي.  ددې ستونزې دله

 

 منځه وړلو لپاره یوازینی لاره داده چې ستونزمن مسوولیتونه په غاړه واخلئ.

 

 

۱۲- کوم کسان چې پر تاسې ګوتنیونه کوي له هغوی څخه مننه

 

وکړئ:

 

کله چې څوک په تاسې باندې ګوتنیونه کوي، لومړی  وګورئ چې د هغه  د ګوتنیونې

 

سرچینه معتبره ده او که نه. دا اسانه کار ده چې په ګوتنیونې باندې غوږونه کاڼه واچوو او

 

 خپل ځان ته ووایو چې مقابل لوری حسود ده، خو دا غوره ده چې کله کله خپل ځانونه هغه

 

 شان لکه چې نور مو ویني ووینو.  دخلکو په ګوتنیونو باندې سوچ وکړئ او نصیحتونه

 

 له پامه مه غورځوئ.

 

 

۱۳- الګو اوسئ:

 

تل خپل کارونه داسې کوئ لکه څنګه چې یې تاسې له نورو څخه هیله لرئ.  دا ډېر اغیزمن

 

 کارده او په ټوله کمپنۍ کې انعکاس پیداکوي.  که چېرې تل خپل کارونه په ښه توګه سره

 

 تر سره کړئ نو تل به په خپل کار کې بېلګه واوسئ او نور خلک به هم له تاسې څخه د

 

سرمشق په توګه پیروي وکړي.

 

 

۱۴- صبور اوسئ:

 

بریالیتوب اسانه  نه ده، ان هغه کسان چې په یوه کار کې بریالي شوي دي هغوۍ هم د

 

بریالي کېدو لپاره ډېر اوږد مهال کوښښ کړی دی. بریالیتوب ته رسیدل  وخت تېریدو

 

 ته اړتیا لري. باید صبور واوسئ او تل هدف په ذهن کې ولرئ.

 

 

۱۵- نوي شیان زده کړئ:

 

تل هڅه کوئ چې په خپلو کاري چارو کې له ورځنیو اطلاعاتو څخه باخبره واوسئ او

 

 اړونده نوي علوم زده کړئ. د خپلې پوهې کچه تل تر نورو لوړه ساتی چې په دې صورت

 

سره اسانه بریالي کېدای شئ.

 

 

د بریالي کېدو لار:

 

 

ددغو ټکو په تر سره کولو سره به ډېر زر ووینئ چې د نورو پاملرنه ستاسې خواته 

 

متوجه شوي او له تاسې سره د سوداګرۍ، معاملې او کار کولو غوښتونکي دي، نو

 

 کله چې داسې یو حالت رامنځته شي نو پوه شئ چې بریالي شوي یاست.

 

 

نېټه 2007/3/1 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
بصیر ډیزاین
نېټه 2007/3/1 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

د شهید ډاکټر نجیب الله  انځورونه

 

 

نېټه 2007/2/27 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

انشا الله اخیربه  لاره ورکه کړې!!!

 

امریکايي ګزمه

نېټه 2007/2/25 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

د شعر درناوی

۱

له دې لیکنې څخه څو ورځې د مخه زما یو پخواني دوست او یاغي ملګري داکتر لطیف بهاند له مسکو څخه ټیلفون وکړ او د معمول په څیر له خبرو وروسته مو په ادبیاتو بحث پیل کړ. ما ورته د روان کال د اګست په ۱۲ نیټه د لایق صیب د شعر د غونډې یادونه وکړه چې په لندن کې افغان ټولنې (هارو) جوړه کړې وه:
بهاند له ما وپوښتل: ایا ستا شعر خوښیږي؟
ما ورته وویل لکه چې زما په انسانیت کې شک کوي؟
- نه ما دا پوښتنه ځکه وکړه چې که شعر دې خوښیږي نو ولې یي نه وایي؟ او د لایق د شعر په باب څه نظر لري؟ ما ورته بي سنجشه وویل:
لایق او شعر، یا شعر او لایق په دوه کلیمو کې یو مفهوم دی. زما خو شعر، په تیره د لایق شعر دومره خوښ دی چې زما په تن او روان کې یي د شعر ویلو هڅه وژلې ده. له شعر سره زما مینه تل د دې سبب وه او ده چې زما تنده زیاته کړي او هیڅکله یي «خیشت شعرونه» نه شي ماتولی. او بل دلیل دا دی چې ځکه یې زما په تن او روان کې د شعر ویلو مینه وژلې ده چې زه نه شم کولی د لایق په څیر او یا اقلا ښه شعر ووایم نو ځکه د شعر پرښتې ته په درناوي سره غواړم شعر واورم او هغه هم د لایق شعر او یا دبل شاعر ښه شعر. نو دا شعر ته زما د درناوي یو دلیل دی. هیله ده چې د شپون خبره د «خیشت شعر» ویونکي هم لږه حیا او د شعر پرښتي ته درناوي وکړي.
بهاند وویل: نو د لایق صیب په اوسنیو شعرونو څه نظر لري. ما ورته وویل سپرغکې یادوې؟
هغه وویل: داسي یي واخله.
ما ورته وویل: ښې څلوریزي دي. په زړه پورې دي. خو ځیني مشخصات لري. بیا هغه په ټینګه د دغه ځانګړنو د لیکلو غوښتنه وکړه. په دې اساس په دې لیکنه کې ټولو ځانګړنو ته نه بلکې یو لړ هغو ته اشاره ده. دا کومه څیړنیزه مقاله نه ده. یوازې یو نظر دی چې کیداي شي چاته د منلو وړ وي او چاته هم نه...

۲

خوشحال بابا په پښتو ادب کې د ډیر ستر او په ږړه پوري شعري ارزښتونو د هستولو خاوند دي چې راتلونکو نسلونو ته یې په میراث پریښي دي. د خوشحال بابا په کلیاتو کې یو په زړه پوري شعري فورم د هغه رباعیات دي. خوشحال خټک په دغه رباعیاتو کې د خپل ژوند، تجربې، فکري حالت، خپله خبره او د خپل شخصي ژوند یوه نیمه شیبه او لحظه بیان کړیده. په دې رباعیاتو کې خوشحال خټک د پښتونولۍ ارزښتونه، د پښتون میړانه، د میړه خصایل او هوډ بیان کړی دی. خو کله چې انتقاد او نصیحت ته خبره راغلې نو خبره تري بربنډه شویده او د یوه خان له دریځه یې پښتون ته سپوري ستغې هم ویلي دي. خو اوس چې کلونه او پیړۍ له دغو شعرونو اوښتي دي د هغه «صریح ژبه» چې د شعر په نسبت یې د صراحت مالګه زیاته ده. هم معنوي ارزښت دی او شعري جوهر لري دا ځکه چې د هغه شاعرانه نصیحتونه د اولسونو د ارمان او نصب العین په یوه برخه بدل شوي دي چې پیړۍ پیړۍ یې ورته مبارزه وکړه او روانه ده. کله هم پر شعري ژبې صراحت غلبه کړي ده. په قهر شوي او په څرګندو الفاظو او کلماتو یې خپل مطلب بیان کړیدي. څو مثالونه یې دا دي:
الف: پښتون ته:

دا منصبونه دا انعامونه
واړه زندۍ دي واړه دامونه
پښتون مغل به سره دوستان نشي
خوشحال یې مه وینه دا اکرامونه

تیرا مې ولیده راغلم تر سوا ته
پښتون مې ولیده دا لوی لوی ذاته
عقل همت مې له چا و نه لیده
په بیارته راغلم ناست یم ما ته

ب: د عمر او ځوانۍ ارمان:

په چرته لاړې د لوبو وخته
ته چا تا لاکړي د ځوانۍ رخته
پیرۍ وکړې را باندې چارې
فولادي توره یم خوړلې پروته

ځواني مې لاړه په غفلتونه
په عسرتونه په شدتونه
لولۍ چې راله شي تسپي په لاس واخلي
هسې مې اوس دي دا طاعتونه

ږیره دې سپینه شوه ځواني دې ولاړه
وګور ته لاړل همزولي واړه
اوس دې د غمه سره ژوندون دی
ژاړه خوشحاله خټکه ژاړه

خوشحاله مه یې په زوی والي ویاړه
هم ځینې مهر وفا مه غواړه
هر چه زوولی دی د توتیا له نسه
د پدر کشو په بوي دي واړه

په نظام پور کز په سوسو سوسو
قمري نارې وهي چې کوکو کوکو
تل به د خوړې په بڼ کې نه وو
وایې داهسې په ځوځو ځوځو

ج: میړه او هوډ:

د مرد چې نه وي لمن خیرنه
پاک وي په ژبه پاک وي په ژمنه
که زر بلا وي اندوه دې نه کا
فرښتې به واړوي بلا له ده نه

۳

د خوشحال په شعر کې د «میړانې» صفات برجسته کیږي. د نامردانو او موږیانو رټنه او غند نه کیږي. د پښتنو د بې عقلۍ حیرانیږي. افسوس کوي، د خپل عمر او ځوانۍ په تللو افسوس کوي. د مغلو او پښتنو روابطو ته ګوري او پشتنو ته خبرداري ورکوي، له خپل زوي نه سرټکوي او داسې نور.
خو له دي ېټولو سره سره بیا هم خوشحال په زغرده خبره کوي او د خانۍ دریځ هغه ته دا جرات ورکړي چې په بې پروایې سره خبره وکړي او غیر شعري مفاهیمو او کلماتو ته شعریت ورکړي. لوستونکی او اوریدونکی ته یو لړ حقایق تداعي کړي. نو ځکه خو«غیر شعري» کلمات او مفاهیم د خوشحال په شعر کې شاعرانه روح او ښکلا پیدا کوي. دا سنت غني خان هم خپل اوج ته رسولی دی.
خو کله چې د لایق په باب خبرې کوو نو څه وینو؟
لایق اوس د خوشحال پر مسند ناست دی. هغه ته اروپا «رنتبور» دی او دهغه واقعي شعري میراث خور بلکې دا به هم مبالغه نه وي که ووایو، دی د هیواد د ټول پشتو او فارسي کلاسیک ادب ښاغلي وارث دی او په سپرغکې کې یو تهور کوي. د محافظه کارۍ او کانزرویتیزم څخه ووځي او او د«حالت د بدلون» په بهانه ځینې داسي څه وایې چې په نثر کې یې نه شي ویلي. هغه اصیلو پشتو مفاهیمو ته چې په خاص قهري حالت کې کارول کیږي د شعر قبا وراغوندي او ساه په کې پوه کوي.
د لایق سپرغکې د یوه لنډ زماني واټن د یاس، خپګان، قهر، ناخوالو، ناامیدیو او شاعرانه احساس ښکارندوی دي. په دي څلوریزو کې هغه د هیواد، د مهاجرت، خلکو، جنګونو، انقلاب، مجاهدینو او د جهاد او نورو مسایلو په اړوند خپلې اندیښنې او مفکورې څرګندي کړي دي.
په څلوریزو کې هغه بربنډ کلمات کاروي، لوڅې خبرې کوې. کله چې هم پر شهریت صراحت غلبه کوي شعریت له لاسه ورکوي. کله هم فلسفي لارښووني کوي، حکمونه کوي، پریکړي کوي. پریکړي دریځ غوره کوي او خپلو سیاسي مخالفینو ته سپوري او ستغي وایي.
په دې څلوریزو کې د ژوندانه دتللو یاس او ناامیدۍ څرګنړیږي، د هیواد خلک او د انقلاب ستاینه کوي، پوښتنه رامینځ ته کیږي چې ایا دلته شعر په شعار نه بدلیږي؟
د شعر او شعار خبره زموږ په معاصرو ادبیاتو کې لږه ناسمه توجیه شوي ده. دا مفاهیم یو ډول کره کولو ته اړه لري چې په دې مقاله کې یې نه شو کولې په تفصیل پري وګړیږو، خو تر کومه ځایه چې د لایق شعر په باب اړه لري نو باید ووایو چې دلایق شعر په تیرو څو لسیزو کې تل د نسلونو او ټولنو د خولې ورد وه. که داسي نه ده؟ داسي زیات مثالونه لرو چې د دي مقالي له حوصلې بهر دي. همدارنګه د دي اثر د ځینو څلوریزو په اړوند هم دا خبره صدق کوي. کیداي شي ځینې خبري وخت ته پریږدو چې په راتلونکې زمان کې ورسره نور نسلونه څه کوي.
بله دا چې لایق له خوشحال بابا وروسته لمړنی وتلی او نتلی شاعر دی چې په دې کچه او په دې رنګینیو او ډولونو سره یې پښتو څلوریزي یا رباعیات هست کړي دي.

۴

د ژان پل سارتر فرانسوي فیلسوف او روښانفکر د هغو کسانو له ډلې دی چې د کمونیستي لیکوالو برسیره یې تر هر چا زیات د لیکوال د مسوولیت او رسالت او ژمنتوب په باب خبرې کړې دي. نوموړي له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په روښانفکري ټولنو کې د ادبي تعهد او مسوولیت مساله وغزوله او د دې له پاره چې هغه ته فلسفي بستر ورکړي نو «ادبیات څه شي دي؟» اثر یې ولیکه. نوموړي (سارتر) په خپل اثر کې ازادي، عمل او مسوولیت سره موازي او برابر بولي. د هغه په نظر لیکوال څرنګه عمل کوي؟ هغه ځواب وایې چې د لیکلو له لارې عمل کوي. هغه یعنې د خبرو ویلو او لیکلو له لارې عمل کوي او نړي او چاپیریال بدلوي. نو څرنګه چې عمل کول له ازادۍ سره رابطه لري، یعنې دا داسې غوراوي او انتخاب دی چې د امکاناتو څخه تر لاسه کیږي، نو له مسوولیت سره هم اړیکی او پیوند لري. ځکه چې د هغه په باور د مسوولیت لرلو ازادي د عمل او مسوولیت منل لازموي. نثر لیکونکی هغه څوک دی چې د سارتر په نظر دویمه عملي تګ لاره غوره کوي چې دې ته د څرګندولو او افشا کولو عمل وایې. نو سمه دا ده چې پوښتنه وشي چې لیکوال په خپله ازادۍ سره او په خپل مسوولیت سره د نړي او چاپیریال کومه منظره روښانول غواړي او څه ډول بدلون راوستل غواړي؟
نو که چیری لیکوال د نړۍ داسې منظره څرګنده نه کړي. نو کیداي شي دا پوښتنه ترې وشي چې ولې یې سکوت غوره کړی دی؟ او ولې یې دا خبره چې ورته اړه وه روښانه نه کړه؟ او ولې په دې برخه کې بدلون راولي او په هغه بله کې نه؟ د سارتر دغه نظر د نثر لیکونکي او یا داستان او درامه لیکونکي په باب دی خو د شعر په باب هغه بل څه وایې:
د سارتر په نظر لیکوال او شاعر دواړه د ژبي سره سروکار لري. خو د دواړو چلند بیل دي. سارتر، شاعر له مسوولیت څخه ګوښی بولي. هغه وایې: «دا سمه ده چې نثر لیکونکی یې لیکي او شاعر یې هم لیکي، خو دا دواړو ډولونو د لیکو ترمنځ توپیر موجود دی. ګده وجه یې یوازي د لاس خوځښت دی چې کلمات پرې لیکي. پر دې سر بیره د ده نړۍ او د هغه سره جلا دي هغه څه چې د یوه له پاره رښتونی او د بل له پاره نه دي.» د سارتر په باور شاعران خبري نه کوي خو چوپ هم نه پاتي کیږي. د هغوي پیغام جلا هغه دی.
سارتر، شعر یوه ښکلې اور لوبه بولي چې په کلماتو سره تر سره کیږي. سره له دې چې د سارتر په نظر د لیکوال په نسبت شاعر مسوولیت منلو ته غاړه نه ږدي. دا ځکه چې شعر د «هایدګر» په عقیده معصوم موجود دي.
د سارتر په نظر شاعر د بشري اعمالو په کلي ماتې باور لري او داسي لاره غوره کوي چې په خپله په ژوند کې ماتي وخوري. نو د خپل فردي شکست له لاري د عمومي بشري ماتي خبرداري ورکوي. د سارتر په عقیده د شعر حکم یو ډول لوبه ده چې هر چا بایلو ده نو ګټونکی شو. اصیل شاعر هغه دی چې د دی له پاره چې وړونکی شي، ماتي که د مرګ په بیه هم وي، مني یي.
سارتر یوه بله خبره هم راپورته کوي او هغه د شاعرانه لید خبره ده. د هغه په نظر د انسان د ژوند یو بل اړخ ماتې او شکست دی. انسان باید دغه ماتې د خپل شته والي د بنسټ په توګه وپیژني. که د عمل له لیده تیر شو نو هغه په دې محکوم دی چې هغه ټوله نیستي ده. په دې ډول موږ انسان ته په تراژیک لید ګورو. تراژیک لید او شاعرانه لید سره یو شي دي.
سارتر وایې د شاعر هدف دا نه دی چې ماتې او شکست نړیوال مسیر ته داخل کړي، حقیقت دا دی چې د هغه سترګې یوازي ماتې او تباهي ویني. شاعر یوازي د ماتې سندره نه وایې بلکې د ماتې په لیدلو سره له هغه تیریږي او په بل اړخ کې د انسان د ماتې خوړونکي ذات سره مخامخ کیږي او په خپله یوه شیبه کې د انسان د ژوندانه یوه شیبه احساس کوي.

۵

د سپرغکې ننداره :
د پښتو د کلاسیک ادب د رباعي په فورم کې شعري ټولګه ده. دا فورم د پښتوغزل سره په عامیانه تعریف کې یو شان بریښي. استاد بینوا په ادبي فنون کې رباعي هغه فورم بولي چې شاعرانو د پند او نصیحت له پاره کارولی وي او په غزل کې عاشقانه مطلب بیانیږي. په وزن کې هم توپیر لري. د خوشحال بابا په کلیاتو کې ښایسته غټه برخه د هغه د رباعیاتو ده، هغه رباعیات، پند، نصیحت او ګوت نیوي یا انتقاد ته هم وقف کړي دي. د پارسي ژبې د مشهور شاعر، خیام رباعیات هم ډیر مشهور دي. نوموړي رباعیات د فلسفي افکارو د بیان له پاره کارولي دي.
لایق هم خپله فلسفه او د ژوند لاره او ښونځي په خپلو رباعیاتو کې ځای کړی دی. خو د خیام رباعیات دومره متنوع مطالب نه لري. هغه د نوموړي شاعر د لید توګې ننداره ده. خو د لایق په رباعیاتو کې جاري زوند څپې وهي، ځکه خو کله یې شاعرانه رنګیني ډیره لوڅیږي.
خیام په خپلو رباعیاتو کې ړ خرافاتو او موهوماتو سره مبارزه کوي. په رباعیاتو کې د هغه مخاطبین رزاهدان، فقیهان او مذهبي مشران دي. خو د لایق په رباعیاتو کې د «دوران عصر د مضمون قهرمان» یا «د مدنیت د شخړي» یو لوبغاړی، یعني ملا او مذهبي مشر حضور پیدا کوي. د یوه لیکوال په قول، خیام په خپلو رباعیاتو کې پر دې فلسفي مفکوره ټینګار کوي چې: پر دې ځمکه چې موږ ژوند کوو نه نیکمرغي شته او نه عاقبت. ماضي او راتلونکې دوه نیستۍ دي. هغه وایې د دغه دوه نیتسو په منځ کې دم غنیمت ګڼل په کار دي.
خو لایق د ژوندیو او قابل لمس موجوداتو سره سروکار لري. هلته چې پښتو او پښتونواله مطرح کیږي نو د خوشحال روح یې په رباعیاتو کې غږوني کوي. او کله چې د «دوران د قهرمانانو» په لوپه کې ورګډیږي نو بیا پخپله لایق دی چې حضور لري. خو کله چې د یاس، حرمان او ناهیلۍ سره مخامخ کیږي، نو بیا زموږ د دوران ډیر ستر پرزیدلې خو د سارتر په قول د میدان ګټونکی شاعر دی.
پر نورو ادبیاتو سربیره په پښتو ادبیاتو کې موږ ځیني سنتونه وینو: که خوشحال بابا شعر ته مغلوالې او د پښتون بې اتفاقۍ او ځان ځانۍ د یاس او حرمان نه ډک رنګ ورکړې نو ایا د تیري پیړۍ پیښو په لایق د اثر نه دی کړی؟
که د غني پښتنې غچ اخیستونکی ولولي د «بودایي ډوله» چلندونو په اثر خپه شوي نو د هغه یاغي نظر یاس او ناهیلۍ او د عمر شتاب او د ځوانۍ د رنګینیو یا د هغه د شعر په ژبه و نه نڅیده؟ زما په نظر خو همداسي ده.
خو باید ووایو چې لایق رباعي یوازې د پند او نصیحت له پاره نه ده کارولي، بلکي لیندۍ تري جوړوي، غشی په کې ږدي او ګوزار کوي. لکه خوشحال بابا چې وایې:

چې رباعي د خوشحال خان دي
د لاجوردیو غیشو په شان دی
تیر ګر که هر څو غشی ښه روغ کا
پرواز یې بویه که پر یې وران دي

د لایق سپرغکې د غشو د ګوزار له پاره لیندۍ ده. که د وطن خبره او د اولس خبره او د ازادۍ خبره کیږي نو هغه د جهاد، مجاهد، ملا په لور غشي ګوزار وي. خو که خپل زلمیتوب ته، خپل عمر ته، خپل غربت ته، خپلې ماضي ته او خپلې ازادۍ ته یې فکر کیږي نو بیا د پند او نصیحت خبره نه کا بلکې غشي ږدي او په دې غشي ځان ژوبلوي چې په دې لړ کې چې ځان ژوبلوي نو د شعر «اور لوبه» ګټي. څو مثالونه:
الف-

ماشومتیا څه ده یو ښکلی خوب و
زلمیتوب څه و یو لیونتوب و
کله چې زوړ شوم په عقل جوړ شوم
نړۍ یاغي وه ژوندون اشوب و
= = =
څومره ښایسته یې د جانان غمه
چې چیرې ځمه تا ګر ځومه
که ته ساحل یې زه دي څپه یم
چې څو مې رټې بیرته درځمه
= = =
ای څومره تریخ یې د غربت اوره
چې سړی ورک کړي له خپله کوره
پرده د هیڅ چا په چا کې نشي
یا خپله کوره یا خپله ګوره

د هجوې سزا:

چا چې هجرت که ما به غندلو
زه یو بې رحمه هجوي شاعر شوم
د وریتو شویو زړو له ښیراوو
وطن پردی شو زه مهاجر شوم

د ځوانۍ جواز:

یو ځلې راشه د ځوانۍ جوشه
چې جواز واخلم له نوشانوشه
د زړښت ورځو په سپکو سپک کړم
جومات ته تښتم له می فروشه

لا راسره یې د ځوانۍ رنځه
ځګیروی دې اورم د زړه له منځه
ما په پردیو غمو کې هیر کړې
چې څو مې کنځې، هغو مې کنځه

چې څو راویښ شوم وخت رانه تیر شو
مرګه دمه شه چې کار مې ډیر شو
د شیبو لوبو پر ځان اخته کړم
هوس د عمر رانه چاپیر شو

د غربت حضیره:

په شنو لمنو وریځه خوره شوه
زموږ په زړونو لا توره شپه شوه
د یورپ خاوره چې جوړ جنت دی
موږ ته غربت کې یوه حضیره شوه

د وطن باد:

یو ځل را خور شه د وطن باده
تر دي لړلي مغرب اباده
زما د شعر بلبل ګونګي شو
فریاد فریاده فریاد فریاده

ځواني:

اي د ځوانیو د دوران یاده
د زخمي مینو یاغي فریاده
بي اوره ګالم د ژمي ستونځي
یو ځل مې یاد کړه داد و بیداده

ب - وطن او ملا:

وطنه ګوره دا دي څه حال شو
چې هر حرام دي غلو ته حلال شو
موږ خپلو خرو ته لاهک او پک وو
ملا ته ګوره چې خردجال شو

د جنګ اورونه بیا تازه کیږي
ملا حاکم شو دوزخ جوړیږي
د ملا عدل بي اور نه شي
افغان وطن به جهنمیږي

ملا حاکم شو امتحاني شو
له حجري ووت سم میداني شو
په څو کلدارو پاکستانی شو
په څو ډالرو امریکایي شو

مجاز او حقیقت:

ډیر مشران دي په صغارت کې
ډیر عالمان دي په جهالت کې
دا په ظاهره په نفلو بوخت دي
ډیر زاهدان دي په ضلالت کې

جهاد:

جهاد بل څه دی لوټ او غارت دی
د لوټمارانو یو سیاست دی
په تالان جنګ دی د تالانګرو
د دوښمنانو یو مصلحت دی

جهاد د خلکو تالا کول دي
هم سپکول دي، هم ورکول دي
د نالو ستلو ټوپک مارانو
په ټولو چارو حاکمول دي

جهادي پلمه:

جهاد پلمه ده د ورانولو
له یوې مخې د چورولو
ازاد جواز دی پاکستاني ته
د افغانانو د ختمولو

جهاد شعار شو د انګریزانو
د تالانګرو امریکایانو
سعودیي راووست د افغان جنګ ته
صلیب چلتار شو د عربانو

سپکي ږیري:

دې سپکو شویو ږیرو ته ګوره
چې اور راشیندي له پردي کوره
خپل خلک وژني د بل له پاره
ورینداره بیا یې له خپله وروره

ملا:

د ملایانو توره ناورینه
زما وطنه په وینو خوړینه
وخت رانیږدې دی وزر ازاد کړه
هم له سیافه هم ګلب الدینه

ج- انقلاب او ګوند:

انقلاب څه دی یاغي دریاب دی
وحشي ټکل دي سور انتخاب دي
د ستمګرو زور او تیري ته
د سر شیندونکو خوبي ځواب دی

انقلاب یووړه زموږ سرونه
ادا یې نه کړه زموږ هوډونه
چې بې اودسه ملا اما م شو
نه منل کیږي کړي مونځونه

ګوند چې تکیه شو په شورویانو
جنون حاکم شو په انګریزانو
ملایې راووست په موږ یې سپور کړ
اوس ورته ټینګ شۍ انقلابیانو

ګوند:

موږه ګوند جوړ کړ د مظلومانو
د وزرماتو د محرومانو
چې سورور شو د زورور شو
زین کړي اس شو د جابرانو

ګوند یوه اډه شوه د شیطانانو
د بي هدفه منافقانو
د مشق میدان شو د هر پریوتي
د وطن پلورو نعره بازانو

وطن یو ګوند وو خو وروسته ګندشو
دځان غوښتونکو په لومه ګند شو
په جلا برخو ټوټه ټوټه شو
موړه موړه شو پیوند پیوند شو

د ګوند ناره وه د ویښولو
نه د تړلو ، نه د وژلو
یو څو مور غوي راکې پیدا شول
د نرخ او څلي د سپکولو

د- د میړاني ژبه:

پخپله هو چې څوک باوري وی
مټ او چمبه یې دا زمري وی
چې هویې نه وي لیري تري ګرزه
که «باختري» وي که «خاوري» وی

د پښتون څلي:

هوډونه څه دي د پښتون څلي
لوړ میثاقونه اولس منلي
یا لوړي لووړي له خولې وتلي
مشهوري شوي په کور او کلي

هوډ:

هوډ یو میثاق دی د اولسونو
د پشتونوالې پر ناموسونو
انسان انسان شو په خپلو ژمنو
نه په پسونو نه په اسونو

که پښتون نه واي:

که پښتون نه واي زه به یو بل ووم
یا به جاسوس ووم یا به یو غل ووم
اوس راښکاره شوپه سیاست کې
که په هوډ نه وای زه به بدل ووم

افغان چې زخم د نام د ننګ شي
غیرت یې مړ شي هوډ یې تمام شي
هر اجنبي ته تر سپیو سپی شي
د هر پر یوتي غلام غلام شي

د پښتون څلی:

د پشتون څلی ، ختلي غرونه
درنې خبرې ، درانه خویونه
چې هو یې وکړه بله به نشي
څو یې په تن وي مغرور سرونه

ورورستۍ خبرې :
غواړم خبرې د مرحوم استاد روهي په یوه یادونه او د هغې په توضیح پاې ته ورسو: استاد د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د ښاغلي لایق په باب لیکي: « سلیمان لایق د ویښتیا د پړاو ستر شاعر او د اوښتون د پړاو لارښونکی مثال او مشال دی. د لایق اکثر شعرونه د ګوندي ایدیالوجۍ په خم کې رنګ شویدي او له همدې امله دغه ستر استعداد لکه څنګه چې ښایې ونه پیژندل شو.»د روهی صیب دغه خبره یو څه پام غواړي، خو زه یې داسې تعبیروم چې کیداي شي لایق او د هغه ګوندي سیاسي تګ لاره اوایدیالوژیکه لیدتوګه هغه په یوه صف کې درولي وي. هغه یې له یوې کتلې خلکو جلاکړی او بلې ته یې نږدې کړي وي. خو دا به هم له پامه لیري نه ساتو چې د هغه نور داسې اثار هم شته چې د هغه د «شاهنامه یې» اغیز څخه په بیلا بیلو قطبونو کې څوک نه شي منکریداي.
بله دا چې د شاعر او هنرمند د کار ارزیابي په کلیت کې مطرح ده، نه په جږییاتو او ځیني ځانګړو برخو کې.
په هر صورت کله چې په واقعي او عیني توګه قضاوت کوو باید ووایو چې لایق د یوه هنرمند، یوه انځورګر او یوه ښه شاعر په توګه بی مثاله دی. دا چې ځیني کسان په مرکو او تبصرو کې پر هغه تور لګوي چې ګویا لایق ایدیالوجۍ منزوي کړ. سم دواره دا پوښتنه مطرح کیږي چې ایا همدغه کسان د یوه خاص لید له مخی یا د یوه خاصي ایدیالوجې له مخې دا قضاوت نه کوي؟ چې کوي یې. اړه نه وینم چې دلته د ایدیالوجۍ فلسفي مفهوم راوسپړم. ځکه دا مفهوم اوس له بدیهیاتو څخه او څرګند دی. موږ په سیاستون خبري نه کوو ، په شعر خبري کوو او کله چې شعر ته راځو نو د روهی صیب دا خبره داسې تعبیروو چې لایق د هغه د شعري استعداد پر مقیاس اوس هم لږ پیژندل شوي دي، یا په بل عبارت په دي لا اوس هم د سیاستونو ګرد پروت دي باید دا ګرد پک او د لایق هنري فکر پیژندنه شفافه شي.
دا سمه خبره ده چې د لایق په اثارو کې د ټولنیز تعهد مساله په قوت مطرح ده دا ده چې د چا په کلام او اثر کې د شاعر ذهنیت او تفکر مطرح نه دي. دا چې یو شعر څرنګه وکړای شي د خلکو تر شعاره اوج ته ورسیږي باید ذاتي جوهر ولري دا بل بحث دي. هدف دا دی چې که چیرې د شاعر شعر د خلکو د خولې ورد ګرځي نو قوي ذاتي جوهر به لري او له هغه څوک انکار نه شي کولې. نیمه پیړي او له هغه زیاته موده کې چې چنغر زیږیدلي دي او بادبان په توفانونو کې کاروان ته سمت او لوري ورکړې دی ایا د نسلونو په غوږونو کې یې ازانګې نه دې کړي چې ارومرو کړي یې دي.
د لایق په شعر کې هیله او امیدونه څپې وهې. د هغه شعر د ویلاړ او عظمت د روزنې او را پارونې او هستونې زردښتي او سپیڅلی اور دی. دا اور به تل د افغان په کیږدو، کوډلو، کنډرو کورونو دښتو او ښارونو کې بل وي، ځلیږي به او تودوخه به یې د نسلونو په روح او تن احساسیږي.
پاي
لندن، د اګست میاشت ۲۰۰۵م

*محمد اکبر کرګر*

نېټه 2007/2/25 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
نېټه 2007/2/25 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

د ناسپړلو غوټیوپه شاعر سلیمان لایق ۷۵ پسرلي تېر شول

څو غوټۍ ورته خندلې بهار تېر شو
لامسکا یې کړې نه وه چې وار تېر شو
ما وې زه به دې نامرد ژوند ته ورتوکم
ما لا نه و ورتو کړي چې کار تېر شو

نن د هغه دردمن او له شور او زوږ ډک شاعر یاد کوو چې د کلام هره کرښه او هر بیت یې د اوسنی پښتو ادب د ښکلا ، ځلا او پیاوړتیا نښې او د کانو کرښې دي .په پښتو شعر کې د استاد لایق یاد کوو .سلیمان لایق دغه د بربنډو ، خوارو ، وږو ،رنځورو ،مظلومو او په وطن مینو افغانانو شاعر ،چې ایډیولوجیکو بوړبوړکیو د هر چا له نظره لرې وساتو خو کلام یې ،نثر او نظم یې د هغه د ټولو انساندوستانه هیلو او ګروهو څرګندوی دی .دی پخپله وایی :
ای د ایشیا تاجه د لرغونو عظمتو کوره !
ګران افغانستانه د زړه سره د پښتو کوره
مینه دې خوځیږي زما په شعر کې څپې څپې
ای د لوړو غرونو او سیندونو او درو کوره
ستا په طبیعت کې طبیعت هم رزمي شوی دی
ښاد دې یې آباد دې یې ، آزاد دې یې ، ودان دې یې !
کور د امنیت دې کعبه د هر افغان دې یې !
سلیمان لایق چې اصلی نوم یې غلام مجدد دی په ۱۳۰۹ لمریز کال کال د تلې د میاشتې په ۲۲ نېته د کټواز په ښرنه نومي سیمه کې د خلیفه عبدالغني په کور کې وزېږېد .له هماغه ماشومتوبه د کور کلي د پاملرنې وړ انسان و ، ډېر ښه او غوره استعداد یې درلود ،لا د لومړني ښوونځي په دریم ټولګي و چې لومړنی شعر یې ووایه .ورپسې د پښتو تدبیاتو او تریخ سره د ځانګړې منینې له امله په همدغو برخو کې د یو لوستی په توګه ټولنه کې راڅرګند شو .شعر یې یوه عجیبه ښکلا او زړه راښکونکې بڼه لري ،د لایق په شعر کې عاشقان خپله ورکه مینه مومي او د شومه دم د انګازو سره په همغاړيتوب کې د وصال ترانې غږوي .لایق په اصل کې د مینو زړونو شاعر دی ، هغو زړونو چې پخپلې مینې پسې په وچو دښتو او کمرو کې لالهانده وي او یا لکه هغه ساحل چې څپو ته یې غېږه پرانیستې وي،دی پخپله وایي :

(( کاشکې زه عاشق وای د یار وره ته مې ژړلای
ما ورته ژړلای رقیبانو راشړلای
ما ورته له سترګو مرغلرې بهولای
دې راته خندلای په خندا یې ځورولای ....))
.د هغه کلام د سباون پیغام دی ،د روڼ او نېکمرغه ژوند سباوون پیغام .د ( افغان ) د هوساینې ،سرلوړۍ ،بسیاینې او زرغونتیا پیغام
(( تېر به شي کلونه مګر نه به شي
زما دغه رنګینې ترانې هېرې
محوه به شي ګور زما
کلی زما کور زما
مړ به نه شي اور زما
تل به زه غږېږمه شعرونو کې له کام سره

دا د بېدردۍ او ناپوهۍ څپې
زما هنر او مینه غرقوی نشي
تل به افغان بچی
پورته د بامیان بچی
ښکته د سیستان بچی
لولي زما سندرې له آغاز او له انجام سره

زما ولس به یوسي هېوادونو ته
زما د ترانو نوی رنګین ګلان
تل به د پښتو ژبه
دا دلویو غرو ژبه
دغه د درنو ژبه
ساتي زما شعر له فکرونو او مرام سره

ای زما د ځوانۍ تودو تودو هیلو
ننوزئ د شعر ابدی کور ته
یوسئ ولولې زما
پټې زلزلې زما
اوښکې قافلې زما
وروستو زمانو ته د دې عصر له پیغام سره ))

د اوښتون د پړاو د دغه غوره شاعر ۷۵ کلني چې په لندن کې به د ځانګړو مراسمو سره ولمانځل شي ډېره مبارک وي ،عمر یې زیات او قلم یې برند

يوسف هيواددوست

 

 

 

نېټه 2007/2/25 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

نه منم، نه منم ياره! مرګ انجام دهستۍ نه دی

 

خلاصېدل شراب په جام کې اختتام د مستۍ نه دی

 

فلسفی شاعر غني خان

غني خان

نېټه 2007/2/24 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

که غواړې چې يو څو لحظې خوشاله واوسي، نو غچ واخله

 

او که غواړې چې د تل لپاره خوشاله واوسي، نو ويې بخښه

 

لاکودر

نېټه 2007/2/24 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

اې تقدیره!

 

اې د انسانانو شپوڼکیه

 

موږ انسانان په تا ایمان لرو

 

 او ستاپریکړو ته غاړه ږدو

 

ځکه ته موږ ته په اذل کې راکړل شوی یي

 

خو ډېری انسانان دې دهغوی له هیلو څخه لري پریښودل

 

ډېری خلک دې د سترګو په رپ کې ادل بدل کړل

 

ډېر مئینان دې دهغوی له معشوقو څخه د تل لپاره بېل کړل

 

او ډېر وصلتونه دې  په بېلتون واړول

 

 

اې تقدیره!

 

 اې دانسانانو شپوڼکیه

 

موږ انسانان په تا ایمان لرو

 

او ستا پریکړو ته غاړه ږدو

 

ځکه ته موږ ته په اذل کې راکړل شوی یي

 

 

هو!

 

ستا مهربانې هم نه هېروو

 

ته کله کله موږ ته د ژغورونکي پریښتي  په څېر رامخته کېږي

 

او زموږ په څېر بې وسه انسانان له سترو سترو تېر وتنو څخه ساتي.

 

 

 

نېټه 2007/2/22 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ