تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې
بصیر ډیزان

نېټه 2007/4/18 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
بصیر ډیزاین
نېټه 2007/4/16 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

ژباړن: محمد بصیر سلیمانخېل

 

 

 

د چارلي چاپلین لیک خپلې لور ته

 

  

بې له شکه، چارلی چاپلین د سینما دډګر یو وتلی نابغه دی. کله چې هغه د

 

 خپل هنر لوړو پوړیو ته ورسید، نو له اونا اونیل سره یې واده وکړ او ترې د

 

اتو بچو  څښتن شو، له ټولو بچیانو څخه یې یوازې یوې لور د ده په ګامونو

 

 پل واخیست، د هغې نوم جرالډینه وه  او څو کاله کېږي چې د سینما په ډګر

 

کې په چارو بوخته ده او لکه د خپل پلار په شان په همدې هنر کې یې ستر

 

پړاوونه وهلي دي او په هنري غونډو کې نوموړې د ګوتې غمۍ وي.

 

 

څو کاله مخکې کله چې جرالډینې غوښتل د لومړي ځل لپاره د هنر په نړۍ

 

ورننوځي، چارلي چاپلین هغې ته یو لیک ولیکه چې، د نړۍ د ښکلو او زړه

 

 راښکونکو لیکونو په ډله کې شمېرل کېږي او هر لوستونکی یا اوریدونکی

 

تفکر ته اړ باسي.

 

 

ګرانې لورکۍ جرالډینې:

 

دلته شپه ده، یوه ښه شپه ده.  زما په وړه کلا کې ټول ساتونکي بې وسلې وېده

 

 دي.  دلته نه ستا ورور،نه خور او نه هم مور شته، پرته له دې چې دا وېده

 

الوتونکي راوېښ کړم، په ډېر زحمت سره مې وکولای شول چې خپل ځان

 

دغې نیمی روښانې کوټي، مرګ ته د انتظار دغې کوټې ته روارسوم.  زه له

 

 ټولیسډروم څخه ډېر لري....... خو سترګې مې دې ړندې شي، چې یو شیبه

 

دې هم ستا انځور زما له سترګو څخه لري کړي.

 

ستا انځور هلته د میز په سر دی. ستا انځور دلته زما د زړه په سر دی. خو ته

 

چېر ې یې؟ هلته په جادوګر پاریس کې په هغه پرتمینه صحنه(شانزلیزه) کې

 

 نڅیږي.  په دې پوهیږم او داسې ده چې د شپې په دې چوپتیا کې دې د ګامونو

 

 غږ اورم او د ژمې په دې تیاریکیو کې دې د سترګو د کسو بریښنا وینم.

 

اوریدلي مې دي چې ستا ادا ګانې  د ټولو خلکو د خولو خبرې شوې دي. ګوره

 

 شهزادګۍ اوسه او نڅیږه.  ستوری شه او ځلیږه. خو که چېرې د لیدونکو او

 

 ناستو خلکو ښکلې او کټ کټ خندا او دګلونو د هغو مستو ګېډیو بویونه

 

کوم چې تا ته یې خلک سوغاتوي ، تاته د هوښیارتیا موکه درکړه، نو بیا په

 

یوه ګوښه ځای کې کښینه، زما لیک ولوله  او دخپل پلار غږ ته غوږ ونیسه.

 

  زه ستا پلار یم، جرالډینې ! زه چارلي چاپلین یم. کله چې ته کوچنۍ

 

وي، اوږدې شپې به ستا د بالښت تر سر ناست وم او کیسې به مې درته

 

 کولې. د ځنګله کېسه، په دښته کې د وېښ ښامار کېسه، کله چې به مې زړو

 

 سترګو ته خوب راغی، نو پیغور به مې ورکاوه او ورته ویل به مې چې ځه.

 

 

ما به د خپلې وېدې لور په خوبونو کې. د جرالډینې خوب لید، د جرالډینې.........

 

ستا د سبا خوب، ستا د نن خوب، ما د صحنې پر سر لور لیدله، په اسمان کې

 

 مې ملایکه لیدله، چې نڅا به یې کړله  او اوریدل به مې چې لیدونکو به

 

 ویل: ( دا جنکۍ وینئ؟ دا ده هغه زاړه سپینږيري لور ده. نوم دې په یاد

 

دی؟ چارلي) .  هو زه چارلي یم. زه یو زوړ سپینږیری  یم. نن ستا وار دی

 

ګډه شه .زه له  هغه څېرې او رپاړې  پرتوګ سره غورزیدلم،  او ته د شهزادګانو

 

 په وریښمینو  کالو کې نڅیږي. دغه نڅاګانې او د لیدونکو د لاسونو

 

 چکچکي به کله کله تا اسمانو ته ورسوي. ولاړه شه. هلته هم ولاړه شه، خو

 

کله زمکې ته هم راځه او د خلکو ژوند ګوره.

 

 

د تورو کوڅو د ستړو نڅاګرو ژ وند، کوم چې په وږې نس سره به نڅیدل او

 

 پښې به یې له بې وزلي لړزیدلي. جرالډینې زه یو له هغو وم، او په هغو

 

 شپو کې، ستا د ماشومتوب په افسانوي شپو کې، چې ته به زما د لالایي

 

له کېسو سره، په خوب تلې، او زه به بیا وېښ پاتې کېدم . ستا څېرې ته به

 

 مې کتل، ستا د زړه ټوپونه به مې ګڼل او له خپل ځان څخه به مې پوښتل: اې

 

 چارلي! ایا کله به هم دابچوڼی تا وپیژني؟

 

 

..............ته ما نه پيژني جرالډینې! ما په هغو لرو شپو کې له تاسره کېسې

 

کولې، خو هېڅکله مې هم خپله کېسه درته ونکړه. دا د اوریدلو وړ داستان دی.

 

دهغه وږي بوډا داستان چې د لندن په ناوړه  ځایونو کې به یې سندرې ویلې

 

او نڅیده به او صدقه به یې ټولوله. دا زما داستان دی. ما د لوږې  څکه

 

کړې ده. ما د بې میرمن توب درد څکلی.  او داسې نور،  ما د هغه اواره او

 

 سرګردان بوډا  رنځ چې په زړه کې یو سمندر غرور څپې وهي، خو د لاروي 

 

د صدقې یوه سیکه د هغه خودخواهي وچوي، احساس کړی دی.

 

سره له دې ټولو زه یبا هم ژوندی یم او تر هغه چې دا ژوندي ټول مړه نشي زه

 

 باید هېڅ څه ونه وایم.  زما داستان  تاته په کار نه درځي، له تا څخه وغږیږم.

 

په تا پسې زما نوم دی: چاپلین. په همدې نوم مې څلویښت کاله د نړۍ زیاتره

 

 خلک خندولي او څومره چې خلکو خندلي تر هغه مې زیات په خپله ژړلي دي.

 

 

جرالډینې په دې نړۍ کې چې ته ژوند کوي، یوازې نڅا او موسیقي نه ده. ته

 

چې کله نیمه شپه د تیاتر له پرتمین سالون څخه راوځي، هغه بډای ستایونکي

 

له یوه سره هېر کړه، او د هغه ټکسي چلونکي د حال پوښتنه وکړه کوم چې تاتر

 

 کوره پورې رسوي، د هغه د ښځې د حال پوښتنه هم وکړه.... او که

 

امیدواره(حمل داره) وه او دخپل زوی لپاره د کالو اخیستلو پیسې یې نه

 

درلودي، نو د پیسو چیک راوباسه او د هغې د مېړه په جوب کې یې پټ

 

کېږده. د پاریس په بانک کې مې خپل استازې ته امر کړی چې، یوازې ستا

 

 دا شان لګښتونه پرته له کومې پوښتنې ومني. خو د نورو لګښتونو لپاره

 

 باید حساب ورکړي.

 

 

کله کله، له موټر او میټرو سره په ښار کې وګرځه. خلکو ته وګوره. او کم تر

 

 کمه په ورځ کې یو ځل له خپل ځان سره ووایه چې: ( زه هم یو له هغو څخه یم.)

 

 لوري  ته یوه له هغو څخه یې، تر هغو زیاته نه یې، که څه هم هنر انسان ته 

 

کوڅرونه  ورکوي، خو کله کله یې دوه پښې هم ورځینې اخلي.

 

او کله چې دې د خپلې نڅا د لیدونکو نه خپل ځان ښه وباله، هغه شیبه صحنه

 

پرېږده او سمدلاسه په ټکسي کې خپل ځان پاریس ته راورسوه.  زه هغه ځای

 

ښه پیژنم، څو پیړۍ مخکې هغه ځای د کولیانو پسرلنۍ زانګو وه.  هلته به د

 

 خپل ځان په څېر نڅاګرې وویني. تر تا ښکلې، تر تا چالاکې او تر تا مغرورې. 

 

 هلته د شانزلیزه د تیاتر ړندونکې رڼاګانې نشته.

 

د کولي د نڅاګرو رڼا اچوونکي، یوازې د سپوږمۍ رڼا ده ، ورته ګوره، ښه

 

 ورته وګوره. ایا تر تا ښې نه نڅیږي؟

 

اعتراف وکړه لوري!  تل داسې کس شته چې تر تا ښه نڅیږي.

 

تل داسې کس شته چې تر تا ښه تاوېږي . په دې پوه شه چې د چارلي په کورنۍ

 

کې، هېڅکله څوک دومره شوخ او سپک  نه ووچې،  د سن د سیند د غاړې یوه

 

سوالګر ته سپکاوی وکړي.

 

 

غواړم چې مړ شم او ته به ژوند وکړي. زما هیله داده چې هېڅکله په تنګلاسي

 

کې ژوند ونکړي.  له همدې لیک سره یو سپین چیک درلیږم. هر څومره پیسې

 

چې غواړي ویې لیکه او وایې خله.  خو تل کله چې دوه فرانکه لګوي، له خپل

 

ځان سره ووایه: ( دویمه سیکه زما مال نه ده.  دا د یوه نوم وروکي کس مال دی

 

چې نن شپه یوه فرانک ته اړتیا لري.)

 

پلټنه اړینه نه ده. دغه وړ نوم وروکي کسان که چېرې وغواړي، نو هر چېرې به

 

یې پیدا کړي.

 

دا چې زه د پیسو او سیکو پر سر له تاسره خبرې کوم، دا ددې لپاره ده چې زه

 

د شیطان د دې زامنوله  چل او فریب څخه ښه خبر یم، ما ډېر عمر په سیرک کې

 

 تېر کړی دی او تل او ان هره شیبه  د هغو بندو بازانو په وړاندې اندېښمن وم

 

کوم چې په ډېر نري پړي به یې تګ کاوه، خو دا حقیقت لورې زه تاته وایم:  د

 

ځمکې پر سر  ټینګ کسان زیاتره  د هغو ړپیدلو کسانو په پرتله کوم چې په

 

نري پړي باندې تیریږي، لویدلي. ښايي یوه شپه د دې نړۍ د لوړې بیې  الماس

 

 ځلیدل تاته فریب درکړي.

 

هغه شپه به دا الماس، ستا پړیدلی پړی وي او بیا به ستا لویدل هم حتمي وي.

 

ښايي یوه ورځ، ته  ښکلې شهزادګۍ هم غلطه شي، هغه ورځ به ته د ناشي د

 

 لوبې بندي واوسي او د ناشي بند بازان تل لویدلي دي.

 

زړه دې سرو او سپینو ته مه ورکوه، ځکه د دې نړۍ تر ټولو غټ الماس لمر دی

 

 او له نیکه مرغه دغه الماس د ټولو خلکو په غاړه ځلیږي........

 

........خو که دې کومه ورځ  دکوم کس د مخ په لمر باندې زړه وبایلود، له هغه سره

 

 په یوه زړه کې ژوند وکړه، مور ته مې دې ویلي چې په دې اړه درته یو لیک

 

ولیکي. هغه مینه تر ما ښه پېژني او هغه د دوو زړونو د یو ځای والي د

 

تعریفولوپه برخه کې  تر ما ډېره مخکې ده.  ستا کار ډېر ستونزمن دی، په دې

 

هم پوهیږم. د سټیژ پر سر، پرته د وریښمو له نازکې تکې څخه، بل شی ستا

 

 بدن نه پټوي. دهنر په خاطر کولای  شي د سټیژ سرته لوڅه لغړه  ولاړه  شي او

 

 بېرته پټه اوپاکه راستنه شي.  خو په دې نړۍ کې هېڅوک او هېڅ شی ددې وړ

 

 نه دي چې یوه جنکی دې د خپلې پښې نوک هغه ته ورښکاره کړي.

 

لغړتوب، زموږ د عصر ناروغۍ ده. زه بوډا سړی یم او ښايي چې خندورې

 

خبرې به کوم.

 

 

خو زما په اند، ستا لوڅ بدن باید د هغه چا واوسي کوم چې د هغه لوڅه

 

ارواح درباندې ګرانه ده.

 

بده نه ده که چېرې ستافکر په دې اړه د لسو کالو مخکې مال وي. د پټوالي

 

 د دوران مال.  مه ډاریږه، دغه لس کاله به تا زړه نه کړي......

نېټه 2007/4/16 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

په دې پوه شوی یم چې، مهربانه اوسیدل تر ښه اوسیدو  پورې ډېر غوره دی

 

په دې پوه شوی یم چې، هېڅکله باید دیوه ماشوم سوغات ته نه ونه وایم

 

په دې پوه شوی یم چې، هېڅکله به د هغه چا لپاره کوم چې مرسته ورسره نشم

 

کړای، دعاورته وکړم

 

په دې پوه شوی یم چې، داغوره نه ده چې ژوند له تاسو څخه تر کومه حده پورې

 

جدي کېدل غواړي، موږ ټول یوه ملګري ته اړتیا لروچې یوه شیبه له هغه سره

 

یوځای پرته له جدي کېدو واوسو.

 

په دې پوه شوی یم چې، هر کله چې یو کس ټول څیزونه غواړي، یوازې لاس  دی

 

 د هغه د لاس نیولو لپاره او زړه دی د هغه د پوهولو لپاره

 

په دې پوه شوی یم چې، د وړکتوب  د دوبي په شپه کې د خپل پلار تر څنګ

 

 تګ، په سپینګیرتوب کې تر ټولو جالبه کار دی

 

په دې پوه شوی یم چې، ژوند یوه اوږده نل لیکه ده، هر څومره چې یې پای ته

 

ورنږدي کېږم  هغومره  ګړندی  په مخ ځم.

 

په دې پوه شوی یم چې، په پیسو باندې شخصیت نشي اخیسی کېدای

 

په دې پوه شوی یم چې، یوازې د  ژوند وړې پیښې دې چې د ژوند تماشا کوي

 

په دې پوه شوی یم چې، خدای پاک ټول څېزونه په یوه ورځ کې نه دې پیدا

 

کړي. نو څه شی ددې سبب شو چې  زه سوچ وکړم چې کولای شم ټول څېزونه په

 

 یوه ورځ کې تر لاسه کړم

 

په دې پوه شوی یم چې، له حقایقو څخه سترګې پټول، هغوۍ نشي بدلولای.

 

په دې پوه شوی یم چې، دا مینه ده چې ټپو ته شفا ورکوي، نه وخت

 

په دې پوه شوی یم چې، هر کله چې له چا سره مخامخ کېږو له موږ څخه د

 

کلکې موسکا هیله لري.

 

په دې پوه شوی یم چې، هېڅ څوک بشپړ نه دي، تر هغه چې مئین نه شم

 

په دې پوه شوی یم چې، ژوند ستونزمن دی، خو زه ترې کلک

 

په دې پوه شوی یم چې، فرصتونه هېڅ وخت له منځه نه ځي، بلکې بل کس

 

به زموږ له لاسه تللی فرصت تر لاسه کړي

 

په دې پوه شوی یم چې، هیله مې داده چې د مور تر مرګ مخکې یو ځل هغې

 

ته ښه ډېر ووایم چې، مورې راباندې ګرانه یې

 

په دې پوه شوی یم چې، موسکا تر ټولو وړیا لاره ده چې د هغې له لارې کولای

 

 شو خپل لید ته پراختیا ورکړو

 

په دې پوه شوی یم چې، نشم کولای خپل احساس وټاکم، خو کولای شم له هغه

 

 سره د چلند ډول وټاکم

 

په دې پوه شوی یم چې، ټول غواړي د غره په څوکه ژوند وکړي، خو ټولې

 

خوشالۍ او پرمختګونه هلته رامنځته کېږي چې دغره د ختو په حال کې یاست

 

په دې پوه شوی یم چې، د نصیحت لپاره غوره ځای  دوه مهاله  دي: کله چې له

 

 تاسې څخه څه شی غوښتل کېږي او کله چې د ژوند د درس ورکولو وخت

 

 رارسیږي

 

په دې پوه شوی یم چې، تر ټولو لنډ مهال کې چې زه دکار کولو ته اړ یم ، نو

 

 باید ډېر کارونه او دندې  تر سره کړم .

نېټه 2007/4/14 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

څه چې خدای پاک کوي، هغه به کېږي 

 

 

ټولو افغانانو او په تېره بیا د خدای بخښلي شهید اجمل نقشبندي د مړینې د

 

 خبر ډاډګېرنه  دنوموړي درنې او شریفې کورنۍ ته وړاندې کوم.

 

 هو، اجمل نقشبندي خپل خوږ ژوند د خپل مسلک په لاره کې د انسان او

 

 انسانیت ضد کسانو له خوا، له لاسه ورکړ. په اصل کې د اجمل نقشبندي

 

 وژنه ددې باعث وګرځیده، ترڅو نور سړي خواره او له انسانیت، افغانیت

 

او اسلامیت نه بې خبره کسان د دولت له منګولو څخه ازاد نشي.  

 

اجمل نقشبندي خو د شهادت جام په غاړه واړاوه، خوموږ او تاسې باید د

 

هغه د لارې لارویان واوسو.

نېټه 2007/4/9 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

چې خوشحال تړلې توره د احمد په ننګ ولاړ وي


بيا افغان د تورې وار ته مرهټيان کله ټينګيږي


دا هغه ننګيالي خلک چې په ننګ د يو ا فغان تل


د غليم پر ضد پيکار ته د پښتو په ننګ يو کيږي


نه ئې اورنګ ته باج ورکړی نه ئې پيرنګ په خاوره پريښی


دوئ آزاد دي زيږيدلي اوسيده ئې آزادد خوښيږي


نه ئې شريکه ستا سره وينه، ژبه بيله دستور بيل دی


بيا په څه ئې لاندې باسې په زور کلي کله کيږي


هيلۍ بيلې الوته کا کارغان يو خوا ساکان بل خوا


بنګاليانو پرواز کړی د پښتون وار هم رسيږي

نېټه 2007/4/3 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

ته روانه یې او زه یوازې درته هک پک ګورم. مه حیرانیږه ،دا چې زه ولې نه  ژاړم!  بې له

 

تا، زه د ژړا لپاره یو اوږد عمر په لاس کې لرم، خو ستا د لیدلو لپاره دا یوه شیبه لرم او

 

 شاید دا یوه شیبه زه ستا په سترګو کې د اوسیدو لپاره اجازه ولر م.

نېټه 2007/4/1 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

زما او تا تر منځ توپیر څه شی دی: تا ویل در باندې مئین یم، ما ویل ته راباندې ګرانه

 

 یې، تا ویل که دې یوه ورځ ونه وینم مړه به شم، ما ویل زه به خالې لږ څه ناراحته واوسم، تا

 

 ویل زه پرته له تا د بل چا په اړه هېڅ فکر نه کړم، ما ویل زه کله کله په زښته ډېرو خلکو

 

 باندې فکر کړم، تا ویل تل تر تله به مې ته په زړه کې یي، ما ویل ته مې اوس په زړه کې ځای

 

 لري، تا ویل که دې له بل چا سره واده وکړ، زه به خپل ځان ووژنم، ما ویل که چیرې ته له بل

 

چا سره واده وکړي، زه به هغه سړی خپه کړم، تاویل... ما ویل اوس سوچ وکړه زما او ستا

 

 توپیر په څه کې دی؟ زما او ستا توپیر په دې کې دی چې، ته درواغ وايي او زه رښتیا

نېټه 2007/3/29 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
بصیر ډیزاین
نېټه 2007/3/24 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
بصیر ډیزاین

 

نېټه 2007/3/24 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ