تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې
بصیر ډیزاین
نېټه 2007/4/24 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

 څلور شمعې وي او ډېرې سوکه سوکه وېلې کېدلې، په هغه ارامه

 

 چاپيريال کې د هغوۍ د خبرو غږ تر غوږو کېدای شوای.

 

لومړۍ شمعې وويل: زه د سولې او ارامۍ نښه يمه، هېڅوک زما

 

 لمبه روښانه نه پرېږدي زه باور لرم چې ډېره زر به مړه شمه....يو

 

 ځنډ وروسته د سولې او ارامۍ شمعه په بشپړه توګه مړه شوه.

 

دوېمې شمعې وويل: زه ايمان او اعتقاد يمه، خو نور د زياترو

 

خلکو لپاره د هغوۍ په ژوند کې ارزښت نه لرم، نو له همدې کبله

 

 زما شتون اړين نه دی....وروسته له يوه نرم الوېښ (نسيم) سره

 

 د ايمان شمعه هم مړه شوه.

درېيمې شمعې په وارخطايي وويل: زه مينه يمه، خو ددې وس نه

 

 لرم چې نوره روښانه پاته شمه، خلکو زه په خپل ژوند کې له پامه

 

 غورځولې يمه او زما په ارزښت نه پوهېږي، هغوۍ ان دا هېر

 

کړي چې څنګه له خپلو نېږدي کسانو سره مينه وکړو.... لږ موده

 

وروسته د مينې شمعه هم مړه شوه.

 

بې له همه يو ماشوم دې خونې ته راننوت او دغو دريو مړو شمعو

 

 ته يې وويل: ولې مړې شوې ياستۍ؟ ټول په دې هيله دي چې

 

تاسې به تر اخيره پورې روښانې پاته شئ....وروسته يې په چيغو

 

پيل وکړ....

 

څلورمې شمعې وويل: هېڅ غم مه خوره، تر څو چې زه يمه، نو

 

 کولای شم نورې ټولې شمعې يو ځل بيا روښانه کړم. زه هيله

 

 يمه.

 

په داسې حال کې چې د ماشوم له سترګو څخه اوښکې بهېدلې، د

 

هيلې شمعه يې راواخيسته او نورې مړې شمعې يې پرې ولګولې.

 

پام کوئ چې د هيلې رڼا بايد هېڅکله ستاسې له ژوند څخه ورکه

نشي.

 

نو هلته موږ بياکولای شو چې،په خپل ځان کې هيله، ايمان،

 

 ارامي او مينه د تل لپاره زوندی وساتو.

نېټه 2007/4/23 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

درنو او عزتمنو وروڼو سلامونه!

 

 

څه موده مخکې مې د چارلي چاپلين هغه ليک کوم چې نوموړي خپلې

 

 لور ته ليلکی و، وژباړول او بيا مې برسېره پردې چې په خپل

 

وېبلاګ (www.pashtun.blogfa.com)کې مې خپور

 

 کړ، د بېنوا او ټول افغان سايټونو ته مې هم ورولېږه.

 

 ډېره موده وشوه چې هېڅ يوه سايټ هم خپور نه کړ،خو

 

 نن(د اپريل ۲۳ مه) چې مې د بېنوا سايټ پرانيست، ومې

 

 ليد چې د (ننۍ نړۍ او د چارلي چاپلين کومېډې!) تر سرليک

 

لاندې اود (موسکا) په نامه يې ليکواله را پېژندله. حيران شوم چې

 

 وروسته مې دا ليکنه ولوستله پوه شوم چې تر نيمی زيات هغه

 

زما ژباړل شوې ليکنه ده هغه هم کټ مټ يوازې دومره چې په

 

سر او پای کې د چارلي چاپلين د ژوند په اړه معلومات او نور زما

 

 ليکنه يې په کندهارۍ لهجه اړولې وه. سمدلاسه مې د بېنوا سايټ

 

 د نظرونو چارواکې عبدالله احسان ته بريښناليک وليک او له هغه

 

 څخه مې د دې موضوع د سپړولو او پوښتلو په اړه غوښتنه وکړه، خو

 

 تر اوسه پورې هغه ما ته کوم ځواب نه دی رالېږلی. نو ګرانو

 

وروڼو اوس قضاوت تاسو وکړئ چې، ايا دا ادبي غلا نه ده؟ ايا

 

 دالوڅه غلا نه ده؟ ايا دا هغه د رڼا ګنډۍ ورځ غلا نه ده؟ چې د

 

 بېنوا سايټ په شان درانه خلک يې تر سره کوي.

 

 

هيله من يې چې دا شان کار بيا تر سره نه شي او موږ هم د خپلو

 

ناڅېزو ليکنو د خونديتوب په وړاندې لږ څه سوچ وکړو.

 

په درنښت

نېټه 2007/4/23 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ