پښتو ویل، پښتو لیکل او پښتو چلول
(ستر پښتون محمدګل مومند بابا)
څه ساده دی دا پښــــــتون چې تربګني کا
زه د زړه وینې په څښــــــم دی دښمني کا
خلکو لاندي تر پښو ســتوري سپوږمۍ کړل
دی لا دوو مېږو ته ناســــت دی اوشپني کا
ټولو درنو وروڼو او هېوادوالو ته د کوچني نېکمرغه
اختر مبارکې وايم.
زموږ شااو خوا هم ښه شته او هم بد. خو د هغوئ ټاکنه زموږ
په لاس کې ده، چې کوم یوه ته یې ډېره پاملرنه کوو.
کله چې له کومې ستونزې یاسرګردانۍ سره مخامخ یو، که
چیرې ښه فکر وکړو دا به راته معلومه شي، چې ستونزمن
فکر او اندېښنه کول تر خپلې ستونزې موږ ډېر ځوروي.
ښایي یو نه خوشاله کوونکی چلند د کار په ځای یا کوم بل
چیرې پر موږ ډېره بده اغیزه وکړي. دغه پیښه وروسته له
ثانیو او یا هم دقیقو څخه پای ته رسیږي، خو له دې پیښې
رامنځ ته شوې ځورېدنه، ممکن زموږ په ذهنونو کې د
یوې-دوې یا زیاتو ورځو لپاره پاتې شي او موږ وځوروي.
که چیرې سمه محاسبه وکړو، نو وبه وینو چې د هغې
پیښې فکر او اندېښنه تر خپلې پیښې ډېر زموږ د
ځورېدا او ناکرارتوب لامل شوی دی.
ستونزمن فکر تل تر خپلې ستونزې نه ډېر ځورونکی وي.
یوه مثبته او جوړونکي لاره کولای شي په فکر او ذهن کې
د افکارو په کنټرول او د ناکراریو په را ټېټولو کې مرسته
وکړي. که چیرې داځل کومه پیښه وشوه، نو کولای شو
تصمیم ونیسو چې ډېر کم ناکراره شو اوډېر ژر هغه هېر
کړو.
هېڅکله باید منفي افکار او احساسات لکه خشم، نفرت
او ځورېدنې ته په خپل ذهن او زړه کې ځای ورنه کړو.
فکر وکړئ، چې که چیرې د خپل کور د خځلو سطل څو
ورځې همداسې ډک پرېږدو او هېڅ یې خالي نه کړو، نو
څه به پیښ شي؟ ټول کور به یې بوی په سر واخلي او هېڅ
څوک به ورنږدې کېدای نشي.
نو دا موضوع هم وچ کلک په خپل زړه کې دمنفي افکارو
او احساساتو له ساتلوسره ورته ده. که چیرې هغوئ د یوه
اوږد مهال لپاره په خپل زړه کې وساتو، نو زموږ زړه او
ذهن به ککړ کړي، نو بیا داده چې زموږ ژوند به له بدو
بویونو او خځلو څخه ډک وي او په سختي سره به خپل
ځان خوشالولای شو.
دبستان کې د اشيا چې زه استاد وم
تا لوستله هغه وخت کې سپاره
اوس راپاڅي او زما د سر دعوه کړي
ته او خدای نو په همدغه قواره
قسمت مي چا ته د چا لا رې باسي
زه دزمان په لمن داغ نه غواړم
زمان زما په مخ ټپې لګوي

