تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې
 

 اختر مو مبارک شه!

 

 

ټولو درنو هېوادوالو، خويندو او وروڼوته د

 

نېکمرغه لوی اختر د را رسيدو له کبله

 

مبارکې وايم. نېکمرغه دې وي لوی اختر!!!

 

 

نېټه 2007/12/16 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

 

ستا داوربل ســـــــتا درخسار ســـــــتا د  ليمو  کېسه ده


څه مختصــــــــــــــــره اوس زما د ورځو شپو کېسه  ده

 

ما ته  ښـــــــــــــــــــکاره ده د  شبنم او  دګلاب  فلسفه


زما په غيږه کې بس ســـــــــــــــــتا د غوړيدو کېسه ده

 

په ګلورين خلوت کې ســــــــــــتا د شونډو لمس غواړمه


دا په جنت کې د خوږو خوږو لمبو کېـــــــــــــــــــسه ده

 

ځه چې د ځوان هوس په واک کـــــې د ژوند واګې ورکړو


ګنې پيل شوې اوس زموږ د زړيدو کېــــــــــــــــسه ده

 

ته  نظريه  په  محبت کې د  تعمـــــــــــــــــــــير  نه لرې


تا ته خو زړونه ماتول هم د بنګړو کېــــــــــــــــــسه ده

 

 

نېټه 2007/12/9 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

 بس یوازې تاته!!!

 

ټوله شپــــــــــه مې په ژړا

 

 

او ستا په یادکړله سبــــا

 

 

درته ومې کړي سجدې

 

 

خوزیاتره یې په ښــــــېرا

 

 

نېټه 2007/12/3 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

د ګران شاعر مصطفی سالک یو غزل:

 

زه خو دې اوس هم په زړګي کې ساتم

 ځان مې هير شوی خو ته هيره نه شوې

 ته زمانه د مينتـــــــوب يې زمـــــــــــــا

 ژوندون مې تير شو خو ته تيره نه شوې




د مطلب پاتې برخه...
نېټه 2007/11/27 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ