حسين (رض)، د پښتو ژبې د ستر فلسفي شاعر ارواښاد غني خان دیوې
اوږدې وېرنې سر لیک دی، چې د سیدالشهدا حضرت حسین (رض) د
حماسې او سرښندنې یو لوړ انځور وړاندې کوي.
دا قیامت دی،که معراج دی او که ورځ د کربلا
دي دا شګو کې سرې وینې که ګلونه د لاله
سور خمار زهرو کې ګډ دی ترې نه ډکه ده پیاله
څه په جوش ورته روان دی د مئینو سر بالا
نن بادشاه د عاشقانو در روان دی اې جانانه
شان د مېنې درته ښايي توان ددې خاورې بې توانه
ټول جهان تیاره کې رپي، یو بڅرکی ځي روښانه
ګوره سترګې یې ځلیږي، په څه نوي نور مستانه
ستا منصور ورته پسخیږي، ستا عیسی ورته حیرانه
دا د ده د درد لمبې دي، که د نور ستوري روښانه
یو ګلاب ځان له روان دی، تک تور سوي بیابان کې
یوه سپینه شمعه خاندې، د یو قهر په طوفان کې
بره مه ګوره حسینه، نن ستا خدای دی ستا جانان
نه مددکړي، نه پره کړي، ستا دی وخت د امتحان
ستا اختیار او تقدیر یو شو په دې ورځ په دې مکان
ستا دمېني مستي ګوري، زور دې ګوري د ایمان
اې د سرو ګلابو څانګې، نن ماښام دی دا خزان
داکافري شګې تږي، ستا د وینو په ارمان
ګوره، ګوره اې حسینه، ګوره دغه دی عیسی
دغه مست ملنګ منصور، او ابراهیم د رب اشنا
د مطلب پاتې برخه...
ديدگاه و بینش مان زنده گی مانرا رقم می زند
عبدالقهار جواد(استاد پوهنتون کابل)
15جدی 1386 / 5 جنوری 2008
انسان موجود عجیبی است و مطالعه خلقتش در هر روزگار از رنگ و رونق
نو حکایت می کند و ایجاب تحقیقات و پژوهش های ژرف علمی را می
نمایدتا اندک شناختی از ابعاد گونان گون این موجود خلیفه خوانده شده
خدادر زمین برای مان میسر شود. همانطوریکه مطالعه خلقت انسان خالی
از پیچیده گی نیست ایجاب ژرف نگری را می نماید همانگونه چگونگی عیار
ساختن رفتار و زیستن در جامعه بشری کار بس ساده و آسان نیست و
جادارد برای تنظیم امور انسانی درست طرح زنده گی اش را در طول عمر
به همان طوریکه ریخته است آنرا دنبال نماید زیرا بی همتی و بی بندباری
نسبت به تصمیم و نقشه زنده گی برای هر انسان صاحب خرد و عقل
گران تمام خواهد شد و هیچ انسان با این عمر کوتاه غفلت های ایام
جوانی را در روزگار کهولت جبران کرده نمی تواند مگر با تلاش زیاد اندکی
آنرا، زیرا فرصت های خدا داد و طبیعی بسیار نادر است که در هر مقطع
زنده گی و هر روز باب بخت ما را دق الباب بزند. برای اینکه درست طرز
زنده گی را در یک محور واقعی آن دنبال نماییم بایست نکات چندی را
پیرامون روش های زنده گی بیاموزیم و بکار بگیریم که همانا انسان را به
سر منزل مقصود اش هدایت کرده و کمال رسیدن به انسانیت را برای
آدمی مساعد می سازد. بعضی از نکات مفید و عمده که بایست برای
زنده گی انسانی در نظر گرفته شود و عملاً در زنده گی روزمره تطبیق
گردد، شامل نکات آتی می شود:
د مطلب پاتې برخه...
د پښتنو ډولونه
پرون چې د جمعې مبارکه ورځ وه او له خپل ګران او مبارک پلار سره مې په یو لړ موضوعګانو خبرې کولې، نو ما له هغه څخه د پښتنو د خوی او څرنګوالي په اړه پوښتنه وکړه. نوموړي په ځواب کې داسې راته وویل:
لومړی: سیاسي پښتانه: دا هغه ډول پښتانه دي، چې په اصل کې د بل ټبر وي، خو خپل ځان یې د یو لړ امتیازونو د تر لاسه کولو په خاطر پښتون معرفي کړی وي، چې تر ټولو ښه بېلګه د نني دفاع وزارت په ملتي جوړښت!؟! کې ښه لیدلای شو. هلته زیاتره داسې کسان سته، چې ټکی پښتو یې هم نه ده زده، خو ځان پښتون بولي.
دویم: معامله ګر پښتانه: دا ډول پښتانه هغه کسان دي، چې دخپلو شخصي ګټو په خاطر تر خپل ناموس او تر خپلې ژبې هم تیر دي او د خپل بادار له ډول سره سم ورته اتڼ کړي. چې د دې ډول ښه بېلګه په دې وروستۍ لسیزه کې موږ ښه لیدلای شو، چې زیاتره کم اصله پښتانه یې د پښتنو پر سر ور تپلي، ځکه هغوئ مخکې له مخکې اخیستل شوي دي.
دریم: نا پوه پښتانه: دا هغه پښتانه دي، چې نه له ځانه خبر دي نه له جهانه او پر هغه خپل ساده ژوند باندې شکرونه باسي.
څلورم: ریښتیني پښتانه: دا بیا هغه پښتانه دي، چې دا ننۍ افغانستان د هغوئ د مټو په برکت همداسې پاته دی، هغوئ دي او وو چې پښتنو یو وخت له اصفهانه تر ډیلي پورې پاچاهي کوله. هغوئ حق پلوي پښتانه دي، هغوئ هغه کسان دي چې تل تور ته تور او سپین ته سپین وايي. الله تعالی دې افغانستان له دا شان پښتنو څخه خالي نه کړي. امین
ستا به په یاد وي؟!
ستا به په ياد وي او که نه؟
ما او تا هم يو وخت د خيالونو يوه نړۍ درلوده
کله چې به تا د غوټيو خوله پرانېسته
او ما ته به دې د يوې لرې او ښکلې
او د ځنګله دغره په سر داوسېدو خبره کړه
خو کله چې به ما
ستا د هوساينې خبره کړله...
ته به په خبره کې راولوېدې
او ويل به دې چې
زه او ته يو وجود يو
هر کله چې يو وجود خوندي شي
بيا به کومه ستونزه نه وي
په ياد دې دي؟
چې زه به دې له ډېره نازه په څه نوم يادولم؟
او ما ته به دې د سلام او خدای په اماني پر ځای
څه ويل؟
ته به په خبرو کې لکه اباسيند لا توپاني شوې
او زما خبرو ته به دې وار هم نه ورکاوه
خو نن هغه اباسين وچ ده
نن ماته نه څوک سلام او نه هم راڅخه خدای په اماني اخلي
پرون به تا ماته کتل
خو نن خلک له ما مخ اړوي
هو
پرون به ما يوازې تاته کتل
خو نن ټولو خلکو ته ګورم
پرون به يوازې تا زما دحال پوښتنه کوله
خو نن هر څوک زما د حال پوښتنه د يوه ليوني کس په شان کوي
وګوره؟؟؟
څومره توپير راغلی
تا به ويل چې دا ځمکه او اسمان ثابت دي
خو نن ګوره
څومره توپير يې کړی چې
ځمکه اسمان ته ختلې او اسمان ځمکې ته راکوز شوی
پرون به تا ماته خندل او تيرېدې به
خونن خلک زما په ليدلو سره زما حال ته ژاړي
نو اې ګرانې!
چيرې ده هغه وفا؟
هغه خندا
چې زه به يې مست کړم
او د يوه ليوني باز په شان به مې بې پروا
پروازونه کول
نن چيري ده هغه احساس
چې زه به پرې ډاډه وم
ما او تا به
ما او تا به نورو کسانو ته د نيست په سترګه کتل
خو نن بې له تا
خو نن بې له تا ټول هست شوي
نو ځکه ژوند را ته پردی ښکاري
څه شوه زما او ستا هغه د ناز او ادا دنيا؟
ګرانې په ياد دې دي؟
ما او تا په دې نړۍ کې د مېنې يو انقلاب راوستی و
چې نه د ادم خان او درخانۍ هغه زده وه
نه د ليلا او مجنون
او نه هم د شيرين او فرهاد
زما او ستا اصول ټول په ريښتينې مېنې ولاړ وو
خو بس
افسوس
او سل افسوسه!!!
لکه څنګه چې ادم او حوا
له جنت نه ځمکې ته راوشړل شول
زه او ته هم د خپلې خيالي نړۍ له ريښتينو ماڼيو نه
دې وېرانيو ته را وکوچېدولو
بس د خپلې مغرورۍ له کبله دواړه
په يوه ټيله
تر پاڼ ولويدولو
او د ظالم بېلتانه دېوال مو تر منځ ودريد!!!
د شپې باران
هغه شپه چې د باران څاڅکي په کړکۍ لګېده
او زه يې ستا د قدمو په بانه را وېښ کړم
هو باران و، خو ته هم ورسره وي
څڼې دې لندې وې، خو ته ډېره ګرمه
ته د نېمو شپو ښاپېريو له ځانه سره راوستي وې
شپه ښه تيره وه او د پسرلي باران و
خو ته پريشانه او ستومانه
زما په غېږ کې سرګردانه
راپرېوتې
نه پوهېږم؟
لکه چې هغه شپه د بېلتون عزرايل درغلی و
او زما او ستا ترمنځ يې د بېلتانه شپيلۍ درته غږولې وه
بس تا هم زما غېږې ته پناه راوړه
خو دې
خودې ګنهکار هم ونشوای کړای
ترڅو تاته پناه درکړې
بس ګرانې
زه ستا د ټولو بديو عامل شوم او يم!!!
ستا په یاد!
بس ستا له يادونو سره ناست يم بې خبره
چې را په ياده دې کړم، شم چيغه نا ببره
چـې دې ووينم اې يـــــــــــاره ستـــــــــــــــــمګره
بس يو دم شم ســـــــــــــــــــــــــــتا دغاړې ملغلره
ســــــــتا د سپين مخ تورې سترګې چې را ياد کړم
شم ګويا له خوشاليو په ســـــــــــــــــــــــــــــــندره
ســـــــــــــــــــــتا د مېنې هر پړاو ماته رازده کړل
له معشوقو سره پســـــته نرمه خــــــــــــــــــــــبره
زه بصير به دې احسان هلته در پوره کــــــــــــړم
چې په دار مې خيژوي خو ښه په نـــــــــــــــــــره
خوږو ملګرو لاندې شعر د پښتو موسيقي په اسمان کې د ځلانده ستوري ښاغلي
هارون پاچا يوه سندره ده، چې داشعر او بيا د پاچا صايب په غږ کې ددې سندرې
اوريدل،ليونيان روغوي. که چيرې په دې شعر کې کومه نېمګړتيا وي، نو مهربانې
وکړئ ماته يې را په ګوته کړئ.
اوس دې يادونه افسانې ښکاري
داڅه دستور د زمانې ښکاري
زما يادېږي هغه ناز او ادا
کله ګيلې او کله هسې په خلا
کله ژړا کله په بړکه خندا
هغه ماڼۍ اوس وېراني ښکاري
دا څه دستور د زمانې ښکاري
اوس دې يادونه
ستا په فرخت کې به پريشانه ومه
هر وخت به رږده له خپله ځانه ومه
ښه راته ياد شي سرګردانه ومه
اوس دا خبرې بهانې ښکاري
داڅه دستور د زمانې ښکاري
اوس دې يادونه
ستا په وصال کې به نشه غوندي وم
هر غم مې هير و عجيه غوندي وم
هر ګړۍ يوه لحظه غوندي وه
اوس مې کوڅه کې نښانې ښکاري
دا څه دستور د زمانې ښکاري
اوس دې يادونه
درنو ملگرو دا ځل مې د اغلې نېلاب نصیري یو وړوکی داستان (وروستۍ هیله) په پښتو ژباړلی
دی، له تاسو هیله کوم چې په غور سره یې ولولئ.
وروستۍ هیله
او په یوه روغتون کې مې دنده تر سره کوله. یوه
ورځ ناوخته له کوره څخه راووتم، چې د حملې موټر
مې هم را څخه تیر شوی و، نو همدا و چې زه باید
په ښارې موټرو کې دفتر ته تللې وای.
داچې زه باید له سرطبیب سره یو ځای د روغتون د
ناروغانو د لیدنې لپاره ولاړه شم، نو په بېړه سره یوه
ډېر له ګڼې ګوڼې نه ډک سرویس ته وختم اوخپل
ځان مې یوې چوکۍ ته د تکیې لپاره ورساوه. څو
شیبې مې ذهن په بېلابېلو چورتونو او فکرونو سره
بوخت وساته، چې بې له همه مې پام د یوې
ښځې له دړده ډکه زړا ته ورواوښت. وروسته
مې له بلې ښځې څخه چې د همدې ښځې له
څنګه ناسته وه د هغې د زړا په هکله وپوښتل.
هغې په ځواب کې راته وویل چې دا ښځه ناروغه
ده او غواړي چې روغتون ته ولاړه شي.
د مطلب پاتې برخه...

