چې په خندا ورته
چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي
چېرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي
راشه مظلوم زړه مې په يو نظر يوه لمبه کړه
چې په ظالم زړګي دې پاتې ارمانونه نشي
بيا د جنون مستي ځواني غواړي د مستې مينې
بيا چېرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نشي
په دُعاګانو مې د خوږ زړګي دردونه نه ځي
څو چې ښېرې د شونډو تړم ټکورونه نشي
وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا په اوږو
په وينو سره دې ترې شينکي شينکي خالونه نشي
د نظر غشي مې په زړه باندې په پام اوروه
چېرته زخمي پکې دا ستا نازک يادونه نشي
خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يې
اورونه مه چېړه لوګي دې پرې فکرونه نشي
ويده دنيا ای د (سائل (قلمه مه لړزوه
د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نشي
ولې مېنه داسې دړدونکي ده؟
ليکونکی: اوشو
پښتو ژباړونکی: محمد بصير سليمانخېل
مېنه دړدونکې ده ځکه چې د سوکالۍ په لور ګام اخلي. مېنه دړدونکې
ده، ځکه چې بدلون راولي؛ مېنه بدلونتوب ده. هر بدلون دړدناک وي،
ځکه چې د زاړه ځای نوی نيسي. زوړ پېژندل شوی وي، بې خطره او
اسانه؛نوی په بشپړه توګه نا پېژندل شوی وي. ناپېژندل شوی څيز تاسو
ته د يوه بې جهته سفر په څير وي. له نوي شي سره تاسې نه شئ
کولای خپل ذهن په کار واچوئ؛ خو له زاړه شي سره ذهن بېخې بلد
وي. ذهن يوازې له زاړه شي سره کولای شي کار وکړي؛ خو له نوي
شي سره ذهن يو مخ نوی وي.
نو له همدې کبله، ډار پيدا کېږي؛ او د زړې نړۍ په پرېښودلو سره،
سوکالي او ډاډ له منځه ځي او دړد رامنځته کېږي. دغه دړد هغه دړد ده
چې ماشوم يې د خپلې زېږېدنې پر مهال احساسوي. دغه دړد هغه
دړد ده چې يو الوتونکی مارغه يې له هګۍ څخه د وتلو پر مهال
احساسوي. دغه دړدهغه دړد ده چې الوتونکی مارغه يې د لومړي ځل
پرواز پر مهال احساسوي.
له نوي شي څخه ډار او د زاړه ډاډمن څيز پرېښودل د نوي څيز له نا
ډاډمنتيا او نه اټکلتيا څخه ستر ډار رامنځته کوي.
له همدې کبله، کله چې بدلون له (نفس) څخه د (نه- نفس) وضعيت ته
روانيږي، نو دړد ډېر ژور وي. خو تاسې د دړد له منځ څخه له تيريدو پرته،
نه شئ کولای چې خوشال او سرمست واوسئ. که چيري تاسې
غواړي چې يوه ښه تيره توره ولرئ، نو بايد اول يې اوسپنه ښه ګرمه
کړئ او بيا توره ترې جوړه کړئ.
مېنه اور ده.
د مطلب پاتې برخه...
خبرتیا!!!
درنو هېوادوالو په دې وروستیو کې د ایران خبیث هېواد زموږ د ګران
افغانستان د احصائیې ریاست ته یو شمېر کارپوهان را لیږلي او غواړي
چې په دې برخه کې خپله منحوسه مرسته او ملکاري وکړي. د افغان
خاورې له ټولو درنو پالونکو او ځورېدونکو څخه په درنښت او په کلکه
غوښتنه کوم، ترڅو دغه کړنه او د احصائیې د ریاست ایراني غلامان تر
کلک او جزا ورکوونکي څارنې لاندې ونیسي. د ایران د اخوندانو خبیث
رژیم هغه یوازینی هېواد دی، چې زموږ بې شمېره هېوادوال یې د ژمې
په دې سړه هوا کې له خپل هېواد څخه را وشړل. او سر بېره پردې،
هغه زموږ د هېواد یوازینۍ کولتوري او مذهبي دښمن دی، چې باید په
کلکه سره د هغوئ پر وړاندې مبارزه وکړو. خو افسوس! چې نن د
میرویس خان خاوره اصلي څښتن نه لري. په دې هیله چې پر هېواد
مئین ځوانان او مشران د دا شان کړنو د مخنیوي او له منځه
تلو په لار کې راوېښ شي.
په پاکستان کې د پښتون اولس د اوسني پاڅون د لا پیاوړتیا او
خورېدا په خاطر د ګران شاعر هڅاند دا شعر ډېر راته په زړه پورې
ښکاره شو او ان زه یې لا دې جهاد ته وهڅولم. هڅاند صاحب په
مټو دې برکت سه.
پیغام
لوېې څو جرګې په پېښور کوو
بېا به سم ګوزار په ستمګر کوو
دلته اباسېن هلته پښېن نېسي
ېو ښکر شی لښکر په قبضه ګر کوو
ټک به دټوپک وي په اټک باندې
دغه شر محشر له يو اشر کوو
ځئ چې ځو ګله په مارګله پله
داپرېکړه به موږ په اشنغر کوو
پولې به معلومې کړو موږ پل په پل
پام به دپالنې د دوتر کوو
وتړئ واخان چې دبولان سره
لک واری باور په خپل رهبر کوو
نه دی سر پرست چې قام پرست نه دی
داد راز خبره مختصر کوو
پاتي دی ارمان دا د سوري افغان
يو وار به لاهور زېر و زبر کوو
تېر چې شي دا تور شبخون په خور پښتون
بېا باچا اختر به په باختر کوو
موسکا
موسکا کولای شي، یو څوک مئين کړي
موسکا د ملګرتیا ښکارندوی ده
موسکا کولای شي، نوي ملګري پیدا کړي
موسکا د رواني ناروغانو لپاره درمل ده
موسکا د نورو خلکو د خوشالیدو سبب ګرځي
موسکا د طبیعت شیره (عصاره) ده
موسکا د مومنانو اصلي څیره ده
موسکا ستاسو ورځ در نېکمرغه کوي
موسکا تر غوني مخ ښایسته ده
موسکا خلک هوسا کوي
موسکا کېدل او د نورو خلکو موسکا کېدل څومره خوند کړي
موسکا غوره خیالات سړي ته ورکوي
موسکا سړی خوشاله، ارامه او پر خپل نفس باندې ډاډه کوي
موسکا د شخړو، جګړو او دعوو دنګلو لپاره د پای ټکی ده
موسکا کولای شي، مقابل لوری ډېر ژر له خپلو دښمنانه تصمیمونو څخه واړوي
موسکا وه، چې لیلا او مجنون یې رامنځته کړل
نو زما ګرانه ملګري... هېڅکله موسکا مه هیروه!!!
موسکۍ شه................

