ښاغلي ډاکټر طارق الشیودان په دې وروستیو کې د قران کریم په مبارکو ایاتونو کې په زړه پورې، زورې او د پام وړ سپړنې کړي دي چې لاندې به یې ولولئ:
له یوه شي سره د بل شي برابروالی یا په بل عبارت د اضدادو برابروالی!
د بېلګې په ډول: له ښځې سره د سړي برابروالی.
که څه هم دغه خبره د زبې د ګرامر له مخې سمه نه ده، خو د قران کریم په ایاتو کې داسې راغلي:
د سړي کلیمه په سپیڅلي قران کې ۲۴ ځلې راغلی، همدا شان د ښځې کلیمه هم ۲۴ ځلې راغلي.
یانې ۲۴=۲۴
د بېلابېلو مبارکو ایاتونو له څېړنې وروسته په ګوته شوه چې، په تنقیضاتو کې دغه برابروالی په ټول پاک قران کې ریښتیني ده. قران کریم په ګوته کړي چې، یو شی له بل شي سره (متضاد شیان یا له یوې ریښې شیان) برابر دي.
په دې لیکنه کې به د قران کریم د عربي کلیمو د محاسبو د حیرانتیا وړ حاصلې پایلې او د شمېرو رمزونه پیدا کړئ.
هغه کلیمې دا دي:
د مطلب پاتې برخه...
ته نابلده یې دې کږلیچونو کی به وغورځیږي
او دا تنګی شلم په دی کی کش په دی کی ناری لری
دا وطن پرخې لري ګرګي لري ګارې لري
زلمیه دلته هلاکو او چنګیز خان هلاک شو
دلته مرۍ د ګورګین پرې شوه انګریزان هلاک شو
د مغلیانو او سقاویانو نه تنې پاتې دي
همدې ګړڼو کې پرون دلته روسان هلاک شو
الله تعالی دې د دې سپېڅلې خونې لیدل زموږ ټولو مسلمانو په نصیب وګرځوي. امین!!!!!!!!!
مبارک مو شه!
د افغانستان د کیرکیټ ملي لوبډلې نړیوالو ته د افغانانو وړتیا او عظمت یو ځل بیا ور وښود.
افغانانو په ډېره زړورتیا سره د افریقايي هېواد ټانزانیا کې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو ټیمونو لکه
جرسی، هانګ کانګ او ایټالیا ته شرموونکي ماتې ورکړه او خپل ځان یې د ۲۰۱۱ کال د نړیوالو
لوبو د غوراوي په دریم دېوېژن کې ځای پر ځای کړ.
یو ځل بیا هم مبارک

کلـــی کور به درته پرش کــړم د ارغـــــوان په ګلو
خو ته کله راځي
لیــــلا کله راځي
ستا د تن بوی او رڼا ده، ستا شــتون احساسومه
خو ته کله راځي
لیــــلا کله راځي
زه به مړ ستا په یادو شم لکه شمعه په تیاره کې
خو ته کله راځي
لیــــلا کله راځي
رب نه غواړمه تا مسکۍ که دلته یې که هلته یې
خو ته کله راځي
لیــــلا کله راځي
زه یـــمه پښـــتون خو لیــــلا راتــه افغـــــان وايي
کله چې ترې خوله غواړم ني ني راته مدام وايي
دا مې شوه کعبه د مینې زه یې په طواف ګرځم
زارۍ توبــې مـې نه اوري تل راته بګــوان وايـــي
زه خــو یې د ځان بولم خو تقدیر یې زما نه کوي
حــک حـــیران ولاړ یــمه دا راته د ګـــــذران وايي
زه خو یې په مېنه کې فقیر ملنـــګ د عصر شوم
اوس مې پروا نه کوي کافــــره راته خـــــان وايي
ته نه یې دلته
دلته په دې توره کوټه کې
دلته یو زه او بل ستا ارواح اوسي
دلته تکې تورې تیارې خپل لغړن څادر وېړ کړی
دلته د بېلتون پاچاهي ده
او د وصال برجونه ټول نړوي
زه تل پکښې ستا انځورونه باسم
خو د زماني ظلمت یې زما له سترګو تل پټوي
سترګې راته ړندې او لاسونه مې تړلې ښکاري
خو په ژبه مې د پښتو یو شعر راتیر شي
(توره شپه به خدای رڼا کړي
شین خالۍ به خدای پیدا کړي)
زما خو کسې هم ستا د راتګ لپاره له سترګو
وتلي
شوق، ذوق، خوند او د ځوانۍ ډبډبه ټوله ولاړه
یوازې خپلې ساه ته یم په تمه، چې هغه به
کله ووزي

