دا زمـــــــــــا ګـــریوان تـه ګــــــوره اې زمـــــــا د ســـترګــو تــــــــــوره
ستا په عشق کې سپیلنی شوم بس ســــــــــتا د مینې له تیز اوره
خـــپل دیــار راتــــه پردی شـــــــو تښــــــتم ځـــــــــم له خــپله کوره
په تــش کـــتو مــې زړګــــی درکړ خـــبر نه ومه له دې ډګـره ســپوره
که په هند کې نشته سپینه
هوسۍ سترګې ماجبینه
خدایه ته و ما ته راکړی
یوه سبزه او نمکینه
په دوو زلفو عنبر پاشه
په دوو شونډو شکرینه
چې هر ځای ته یی ګورم
ښایسته ښکلي مهینه
هوسناکه ښیوه ګره
شوخه شنګه دلسنګینه
د یاری په علم پوهه
سخندانه نکته چینه
ورځ او شپه که ځینې چاري
د خوشال د ښکلو مینه
ګرانې سلام!
تیر اختر دې بختور شه
جوړ د زړه دې هر پرهر شه
ته به ومني که یه
د اختر د لومړۍ ورځ په سهار
ما د خپل ټوټي ټوټي او ناروغ زړګي
د خلوص او صفا نه ډکې ډکې مبارکۍ
په یوه ګوښه خلوت کې
د خپلو اوښکو په بدرګه
ستا متبرک او حسین خیالي انځور ته وړاندې کړلې
هیله من یم!
هیله من یم چې په زړګې دې در تیر شوي
او یا دې هم ښۍ سترګه رپیدلې وي
په پای کې بیا هم درته وایم
چې تیر اختر دې یو ځل بیا بختور شه!
کابل- خیرخانه مېنه
نوی کور، نوې کالي او خوشالي دې مبارک
دا تودې مبارکـۍ ستړې مســي دې مبارک
خلک کړي لاسونه پورته، ځینې هســـې پرې تیرېږي
ځینې وايي خدای دې مل شي ارمانجن له دنیا ولاړو
یوه د نــاز غــرور څښتنه بیـا مخ واړوي او غــونګـیږي
ستادسپین بشررڼا شوه
بیا خــوره مــې په زړګې بانــدې لړزا شــوه
اوس به بیا ناز او ادا کړي
زړه مې وچوي چې خوله ډکه له خندا کړي
تر بڼو لانــدې کتو کـې
ورک به ما کړي د بوړبوړک په شان هوا کې
زه بصیر درته حیران یم
مخامخ در کتی نشـم پښتون د دې دنیا یم

