تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې

یار کې مې لږ هم و پوښتي اې خدایــــه!


بس قبله مې د هغې کور شو خبر اوسي


ستا سجدې او عـــبادت به پر ځای پرېږدم


که یو ځل راسره یار جنګ د سـترګو وکړي


نېټه 2008/12/31 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

غرمو خـــــــــوړلی مازدیګـــر دی چیرته تږی نشـې- د جل وهنې لوی خطـــــــــر دی چیرته تږی نشي

اوښــــکې څنډه مه! د پلـو څنډو کې غــوټه کړه لږ- په مخکې دښته او ســـــفر دی چیرته تږی نشي

له لېمو ښــــکته د خولو په ډنډ دې شونډې کېږده- وخت درنه ځي د لارې ســر دی چیرته تږی نشي

وږمـــه چلیږه د پیکي ســیوری تت شـــوی نه دی- یو تنکی څاښت ختلی لمر دی چیرته تږی نشي

د غـــــــرونو لاره چــــــــنګه ونګه د جـــانان تر کلي- د پښــــتنو ســــپېره خیبر دی چیرته تږی نشـــي

په هـــر ګـــــودر کې ســـــــنګرواله د زمزمو چینې- هم میکــــده او هم ســـاغز دی چیرته تږی نشي

نېټه 2008/12/30 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

ستا په انتظار کې چې زه شمعې بلوم         یوه لا مــړه نه وي چې پرې بلـه لګــوم

تا ویل په دې لاره تیریږم ته خپه نشــي         شوي ته لادرکه اوس دې پلونه ښکلوم

نېټه 2008/12/25 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

بس تم شه اې ژوندونه!

همدلته ودریږه!

نور همدلته په ګونډو شه

ته یو بې مهاره اوښ

ته له کاروان نه ډېر لرې پاته

ستا پیل او پای نا څرګند

ستا خوځښت له رڼا څخه پرته

هسې عبث ښکاريږي

تا ته چا لاس درنکړو په دغه نړۍ

تا ته په دې ماته سورۍ بېړۍ

بس تم شه اې ژوندونه!

نور همدلته په ګونډو شه!

ته سمندر کې له توپان سره ډغرې وهي

حیران په دې یم چې لا څه دې په زړګې کې لري!

نېټه 2008/12/25 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

                                                              غزل


بس په شـکرانه کـــې يوه خوله راوړه              پال ګورم له رغوي ســـــره زړه راوړه


نه مـــرمه ورځـه سر ته مې مه كـينه              تږی يمـــــــه ولاړه شــه اوبـــه راوړه


نه دي غشي ، زړه باندې خواږه لګي              سترګـــې دې راپورته کړه باڼـه راوړه


تاويل چـې ســـترګــې تورومــه پــرې              تاويل دســـــــوي زړه رانجــــــه راوړه


نه به څښــي لېوال دغه ترخه شراب              ته ورته د ســـــرو شونډو خواږه راوړه

نېټه 2008/12/24 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
ما چې کړلې تویې وټ وټ اوښکې ستا په یاد کې   بس اوبه د کنړ سیند وي بهیدې په ګرېوانو کې
نېټه 2008/12/23 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
۱- مَنٌ غَشَّ فَلَيٌسَ مِنَّا (مسلم)   فريب وركونكي له موږ څخه نه دي .

۲- زنَا الٌعَيٌنِ النَّظَرُ (مشکوة)       دسترګو زنا ناروا ته کتل دي.

۳- ِمفتاحُ الجَّنةِ الصَّلوةُ وَمفتَاحُ الصَّلوةِ الطَّهُورُ (ترمذي). دجنت کلي لمونځ ده او دلمانځه کلي اودس ده.

۴- اَفضَلُ الذِّّكر لاَاله اِلاالله وَاَفضَلُ الدُّعآءِ الحَمدالله .ِ(ترمذي). غوره ذکر لااله الاالله او غوره  دُعا الحمدالله ده.

۵-  اَلجَنَّة ُ تَحتَ اَقدَاِم الا ُ مَّهَاتِ (مسلم).    جنت دميندو تر پښو لاندې ده.

نېټه 2008/12/23 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

نن بیا سرو ګلونو خپل رنګ ستا له اننګو پور کړی

هلته د غره په ډډه کې خړې زرکې هم

ستا د تګ خویونه کوي

د ختن هوسیو هم ستا د سترګو اړول زده کړي

په پسرلي کې د سهار نسیم هم خپل ځان ستا په شان پوست کړی

اسمان هم د خپل ښایست لپاره په خپله غېږه کې ستوري ساتي

او ستا د تنکۍ زنې د شنه خال ځلا خپروي

سپینه سپوږمۍ هم په وریځو کې پټ پټوني کول

هرو مرو یې کومه ورځ ته په سپین پلو کې لیدلې وي

او زما د خالق دې چارې ته لا ګوره!

چې د جنت حوري یې هم ستا په شان خلق کړي

نېټه 2008/12/21 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د ســتورو په رڼـا کــــې د جفــا توره فضــــا کـې*****د اشـــنا د یــاد بڅـري پورته کــېږي په هــــــوا کې

محل پردی ده را نه ورکــه خپله لاره ښـــــــکاري***** د ساقي د لاس جامونه خالي کېږي په بیدیا کې

عقل مې له زړه او زړه مې عقل نه پوښتنه کړي*****څنګه د ماشـــوم په شــــان ژړا شوم په خندا کې

نېټه 2008/12/21 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ