اډولف هټلر له ۱۹۳۳ نه تر ۱۹۴۵ کال پورې د جرمني هېواد پوځي او سیاسي رهبر و. که څه هم هغه غوښتل چې په ټوله نړۍ باندې د جرمنیانو حکومت رامنځته کړي، خو د اروپا له نیولو نه وروسته په ډېر کم وخت کې په خپله دی او د هغه نظام له منځه ولاړ.
هټلر د ۱۸۸۹ کال د اپریل په ۲۰مه نېټه د استریا او جرمني هېواد په پوله باندې پروت ښار براونا ام این کې وزیږید. د هغه پلار، الویس شیکل ګروبر هټلر د ګمرکاتو مامور و. کله چې هټلر ۱۳ کلن شو، نو پلار یې مړ شو. هټلر په وړکتوب کې ډېر شرميندونکي خو شوخ، وارخطا او چیغارن کس و.
.jpg)
د هټلر ځواني او مئينيدل
نوموړي په کال ۱۹۰۵ کې کله چې دی ۱۶ کلن و، ښوونځی پریښود.
او هیله یې لرله تر څو یو ښه نقاش واوسي. ده به هره ورځ نقاشي کوله او تر څنګ به
یې دخپل له کتابتون نه کتابونه په کرایه راوړل او تر نیمې شپې پورې به یې کتاب
لوست. د هټلر یو بل عادت دا هم و، چې په نیمه شپه کې به یې د اسمان ستورو ته کاته
او له هغه نه به یې خوند اخیست. په کال ۱۹۰۷ کې یې د ویانا د هنرونو اکاډیمي ته
زړه ښه کړو او هلته یې د شمولیت ازموینه ورکړه، خو بریالی نشو. دوه کال وروسته
یعنې په ۱۹۰۸ کې هغه بیا دغې اکاډمۍ ته د ازموینې په موخه ورغئ، خو دا ځل یې هان
ازموینه هم ترې وا نه خیستله. له دې نه دوه میاشتې وروسته یې خپله ګرانه مور چې د
سینې سرطان یې لاره، هم له لاسه ورکړه.
د مطلب پاتې برخه...
نېټه 2009/6/30 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
