تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې
 

درنو مینه والو!

د هغې خورا بې کچې مینې له کبله چې زه یې د  غني خان له شعرونو سره لرم، و مې غوښت تر څو د هغه د شعرونو لپاره یو ځانګړی وېبلاګ جوړ کړم، خدای پاک دا وس راکه خو هیله من یم چې ستاسې درنو مینه والو هم خوښ شي.

په مینه

د غني خان د شعرونو وېبلاګ

نېټه 2009/8/6 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

نن دوشنبه په یوه خبرې ناسته کې د افغانستان د اسلامي نهضت ګوند مشر  او په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت استازي، سید اسحاق ګیلاني د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې له ډاکټر عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلی سید اسحاق ګیلاني د هغې کورنۍ غړی ده چې د افغانستان د شاته پاته سیمو زیاتره خلک لا اوس هم د پیرتوب په خاطر په جذبو ورته راځي. زموږ دا ښاغلي پیران چې کله هغه نالوستي او د خدای له خدايي نه بې خبره مریدان ورته راشي، نو د ژوند نیکمرغۍ او د ځان د بیدارتیا ټولې لارې چارې ورته په شنه کفر واړوي. او په خپل جهالت کې یي لا پسې ډوب کړي. له همدې وجې څلور کاله مخکې کله چې په افغانستان کې پارلماني انتخابات تر سره کېدل، نو ښاغلي پیر صاحب سید اسحاق ګیلاني هم په داسې حال کې چې د پیرتوب دروغجنې غاړې یې کشولي پکتیکا ته راغی او د هغو نا وسو او بې کسو خلکو رايي ټولي کړلې کوم چې باید یوه ریښتیني، د ملت په دړد خبر، پاک او سپیڅلي کس ته یې ورکړي وای.  او کله چې نوموړي ولسي جرګه ته د هغو مظلومو خلکو په رایو راغی، بیا تر اوسه پورې يي د پکتیکا نقشه د کاغذ پر مخ هم نه ده لیدلي. هان دا چې زیاتره موکلین لا خپل دفتر ته نه ورپریږدي او بېلابېلې بانې ورته کوي. که څه هم د ګیلاني کورنۍ د جهاد له پیل نه تر اوسه پورې د هېواد په ټولو سیاسي جریانونو کې دخیل او له بېلابېلو شبکو سره تړاوونه لري، خو اوس دا درنه او محترمه کورنۍ هم په دوو برخو سره وېشله شوې ده، چې پخپله پیر سید احمد ګیلاني د هغه زوی، سید حامد ګیلاني د مشرانو جرګې دویم نایب او فاطمه ګیلاني چې د انورالحق احدي میرمن کېږي په را روانو ټولټاکنو کې د حامد کرزي په پلوي او دا دی اوس ښاغلی اسحاق ګیلاني له عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړ، چې په دې کار سره یي اول ټول پښتون اولس او بیا يي د پکتیکا ولس رایو ته په سپکه سترګه وکاته.

په دې کار کولو سره ښاغلي اسحاق ګیلاني په پښتنو په تیره بیا د پکتیکا د خلکو په منځ کې د محبوبیت لپاره ځانته په خپل لاس قبر وکېنده.

نېټه 2009/8/3 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

د جمهوري ریاست څوکۍ ته د ۴۱ نوماندو د تګلارو ا و شالید په لوستلو سره به هر سړي ته دا څرګنده شي، چې تر ټولو وړ او ارزښتناک نوماند، ډاکټر صاحب اشرف غني دی. البته دا خبره به تاسې هلته وکړئ کله چې د ټولو نوماندو تګلارې، کړنې، زده کړې. تجربې، تقوی. علمیت، دریځ او شالید ولولئ او یا هم ترې خبر شی. نن زه په دې ویاړم چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د جمهوري ریاست څوکۍ ته موږ افغانان داسې یو لوړدریځه ملي او نړیوال عالم او پوه نوماند لرو. زما په اند د افغانستان په تاریخ کې، افغانانو باندې خدای پاک دوه ځایه بېساری رحم کړی، چې یو يي دصفوي ګرګین په وخت کې افغانانو ته د میرویس نیکه په شان یو نیکمرغه او با تدبیره مشر ور په برخه کړ  چې له برکته یې د صفویانو خونخوار او ظالم حکومت ریښې له بیخې وایستلي او د هغه وخت د افغانستان او ایران د سیمو خلکو ته یي د عدل او انصاف حکومت ورښکاره کړ. په هغه وخت کې هم افغانان زښت تر فشار او ظلمونو لاندې وو، هان دا چې زیاتره پښتنو د صفوي دولت ډېرو مالیو له لاسه خپل اولادونه هغوئ ته ورکول. ټول له ژونده ستړي او له خدای څخه یې مرګ غوښت، چې د الهي رحم له مخې پر پښتنو باندې د نجات فرشته زموږ د ملي قاید، میرویس نیکه په وجود کې راغله او په خورا تدبیر او سیاست سره یي ټول ظالم او خونخوار صفویان تر تیغ تیر او بیا يي زامنو او ورویرونو د دوئ په ځاله (اوسني ایران) کې ټولو پارسیانو ته د لومړي ځل لپاره د عدل او انصاف حکومت ورښکاره کړ.

انشاالله پر افغانانو باندې د لوی څښتن تعالی دویم رحم هم په دغو ټولټاکنو کې د وړ انسان، اشرف غني احمدزي کاندیدیدا ده. اوس هم لکه د صفویانو د وخت په څير، خو په پر مختللي او پیچلي توګه سره ټول افغان اولس د ژوند په ټولو برخو کې له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګریوان او هان عرق ده. له دې ستونزو څخه د راوتلو لپاره موږ د روان کال د زمري د میاشتې ټولټاکنې په مخ کې لرو چې البته دا زموږ لپاره تر ټولو ستر چانس ده چې باید خپل غمخور او په ملت زړه سواند عالم او سیاسي شخص، اشرف غني ته خپلې رایې ورکړو. موږ ولې باید خپلې رایي ډاکټر اشرف غني ته ورکړو؟

د دې پوښتنې ځواب د افغانستان لپاره د هغه د پلانونو په لوستلو او کتلو سره موږ روښانه کېږي. کاندیدان ډېر دي، او هر یو وايي چې زه د دې برخې لپاره دا پلان لرم او د هغې برخې لپاره دا پلان لرم، خو که وکتل شي هېڅ یو يي هم ریښتینی پلان نه لري او که يي لري هم داسې پلانونه به لري لکه د دوئ تیرې کړنې. سر بېره پر دې، افغان ملت اوس یوه ریښتیني، پر خپلو خبرو ولاړ او ژمن رهبر ته اړتیا لري تر څو یې له دې بدمرغیو څخه را بچ کړي. که څه هم ټول کاندید صاحبان د درناوي وړ دي، خو د دوئ په منځ کې دری تنه چې هم یي افغانان او هم يي نړیواله ټولنه پيژني هغه ډاکټر اشرف غني احمدزی، حامد کرزی او ډاکټر عبدالله عبدالله دي.  افغانان اوس ټول ښه پیژني، عبدالله د نظار شورا د مشر احمد شاه مسعود ښی لاس و کوم چې له لاسه یې لا اوس هم افغان ملت نه دي په ارام او په راز راز بدمرغیو او نفاق باندې يي ککړ کړی دی. د احمد شاه مسعود تګلاره خو لومړی په ټول افغانستان باندې د پنجشیریانو تپل او بیا د افغانستان تجزیه وه، او ښاغلی عبدالله عبدالله لا نن هم پر هغه ویاړي او ملت ته د خدمت او یووالی نارې سورې وهي. ایا د ۵۰۰۰۰ بې ګناه او بې دفاع کابلیانو وینه د کابل په ړنګ ړنګ دیوالونو وچه شوه چې ته بیا ملت ته د خدمت او کار د درواغو نارې وهي؟ ایا دا کوم انصاف و او ده چې ۳۵ سلنه دولت یوازې د یوې ولسوالۍ  خلک وي او بیا هغه  ولسوالۍ په ولایت واړوي؟ ایا دا کوم عدل او انصاف و او ده چې په بهرنیو هېوادونو کې دي افغان سفیران ټول د یوه قوم او هغه هم نالوستي واوسي؟ ایا ښاغلی عبدالله دا ځل د فدرالي نظام (!؟!) په راوستو غواړي چې د مسعود ارمانونه د هغه له مرګ نه وروسته ور پوره کړي؟ هېڅکله نه!!!!!!!!!!!!

را به شو کرزي ته، هغه په دې تیرو اتو کلونو کې چې د افغان ملت لپاره یو طلایي چانس څه وکړل؟ ایا هغه یوازې د کابل-کندهار پر سړک او د څو شخصي او هغه هم د بهرنیو جاسوسي شبکو له لارې پر جوړو شویو رسنیو باندې ویاړي؟ ایا هغه پر دې ویاړي چې د نړۍ په زیاترو هېوادونو کې د افغانستان بیرغ رپیږي؟ ایا هغه پر دې ویاړي او نازیږي چې د برېښنا محترم وزیر وروسته له اتو کلونو نه کابل ښار ته له ازبکستانه برېښنا را وغزوله؟ ښاغلی کرزی کله دې هم په اخلاص سره د هغو پښتنو حال پوښتلی چې ماشومان، سپینګیري، ځوانان ، ناوې ښځې او دنګ دنګ زلمیان یې په بمباریو کې له لاسه ورکړي؟ که یوازې په دې خوښ يي چې ځه خیر د هر شهید پر به یو لک افغانۍ او د هر ټپي پر سر به ۵۰۰۰۰ افغانۍ ورکړم؟ خو له بده مرغه هغه اندازه پیسې هم بیا ستاسې فاسده او کرغیړنه اداره په خپل منځ کې سره ووېشي. افسوس! خو کرزی لا اوس هم هغه پخوانۍ مداري ګري کوي او فکر کړي چې ملت به دا ځل هم زما په غوړو ژمنو وغولیږي. هېڅکله نه!!! د ازمایل شوي ازمایل ګناه ده. نور نو وخت د کار او عمل ده، افغانان نور عمل غواړي، نوښت غواړي، قرباني غواړي، منظمه رهبري غواړي، پاک نفس او قاطع شخصیت غواړي تر څو د دوئ دا ماته کښتۍ د نجات تر څنډو ورسوي او کوم کس چې د دې جوګه دی، هغه اشرف غني احمدزی دی.

نېټه 2009/7/28 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ