تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې


اختر مو مبارک شه

په سپينه خوله كه روژه ماته

د كفارت روژې به دواړه ونيسونه

چې مازيګر شي ښكته لمر شي
په چا اختر شي څوك د غم ژړا كوينه

اختر دې تا ته مبارك شي
چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه

اول روژه وي بيا اختر وي
په بيلتانه پسې وصال دى رابه شينه

د کوچني اختر د رارسیدو له کبله ټولو ګرانو مېنه والو ته د زړه له کومې مبارکۍ وړاندې کوم. هیله من یم چې د روژې مبارکه او بختوره میاشت مو په بشپړه درناوي او عبادتونو سره تیره کړي وي.

نېټه 2009/9/17 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
انګیزه څه شی ده؟ د روان پیژندنې د علم له نظره انګیزه هغه دروني ځواک ده چې هرې موخې ته د رسیدو لپاره اغیزمنه وي. خو زه له انګیزې نه یو بل برداشت هم لرم. زه وایم چې انګیزه یعنې په ریښتیا سره غوښتل، د زړه له کومې غوښتل، یعنې د موخې او زموږ لپاره د هغې د ګټو پیژندل. انګیزه پلور او پیرودل کېږي نه. انګیزه یو له هغو محصولاتو څخه ده چې انسانان يي لومړني توکي لري، خو لومړی درجه جنس نه شي ترې تولیدولی. انګیزه داسې شی ده چې موږ باید هغه رامنځته کړو! چیرته؟ څرګنده ده چې په خپل وجود کې. او کله چې مو رامنځته کړه بیا باید ورته پاملرنه وکړو. انګیزه لکه یو ګلاب داسې حساس شی ده. هر څومره چې يي وساتو او پام ورته وکړو هغومره به زموږ په ګټه وي. کېدای شي تاسې ووایاست چې څنګه؟ لومړی: باید هر هغه شی چې غواړی تر لاسه یي کړی یا یي تر سره کړی، خپله اړتیا يي وبولی نه جبر یا ساعت تیری. دویم: موخه ولری، داسې موخه چې د تاسې له اوسنیو وړتیاوو او امکاناتو سره وړ وي، یعنې معقولیت ولري. دریم: پروګرام جوړ کړی او پر هغه باندې عمل وکړی. څلورم: هرې موخې ته د رسیدو لپاره بېلابېلې لارې شته، یوه له دغو لارو څخه تاسې ته وړ لاره ده. پنځم: د خپل ځان سلامتي او روغتیا ته پاملرنه لری، یو سالم او روغ بدن د انرژیو کان وي. شپږم: له خنډونو او ستونزو څخه مه ویریږی. یوازې خپله موخه درته مهمه کړی نه هغې ته د رسیدو ستونزې. اووم: تل په خپل جیب کې یوه وړه کتابچه درسره ساتی او د هغې موخې په اړه رپوټونه پکې لیکئ او هر کله چې مو د هغې موخې په اړوند کوم مثبت کار تر سره کړ، نو یي لیکئ. د دې تر څنګ خپلې دې موخې ته د رسیدو یا نه رسیدو یو شمېر دلایل هم ولیکئ. اتم: زر مه نا امیده کېږی، په یاد ولری چې هرې موخې ته رسیدل ستونزمن کار ده او دا یوازې کوښښ او تحمل غواړي. نهم: په دې نړۍ کې هر شی ځانته ارزښت لري. یوې موخې ته د رسیدو ارزښت، له یو لړ خوشالیو څخه تیریدل دي. دلته د نینجايي یوه خبر ده چې وايي: (که چیرته موخې په اسانۍ سره تر لاسه کېدای، نو کوښښ به څه معنی ورکوله؟)
نېټه 2009/9/10 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

لیکوال: محمد بصیر سلیمانخېل

ولور په اسلام کې له يوه مخه ناروا عمل بلل کېږي، خو له بده مرغه دې دود په پښتنو په تیره بیا د پکتیکا ولایت په خلکو کې زورې ریښې غزولي دي. که څه هم د ولور اخیستل اوس په یو دود اوښتی، خو هغه پلرونه چې پر خپلو لورانو باندې ولور اخلي، بېلابېل دلایل وړاندې کوي.

لومړئ: هغه کسان چې د خپلو اقتصادي ستونزو په خاطر ولور اخلي  

دویم: هغه کسان چې د دود د مراعات له مخې ولور اخلي

دریم: هغه کسان چې د دود د مراعات له مخې ولور اخلي، خو تر نیمی زیات ولور بیرته د کوزدې له ورځې نه د واده تر ورځې په بېلابېلو مراسمو کې ورپریږدي.

د لومړي نظر کسان وايي چې، هغوئ خپلې لورانې لویې کړي، لګښتونه یې پري کړي او کله چې هغوئ د خپل مېړه کور ته واده کوي اوځي، نو باید په بدل کې له خپل زوم څخه یوه اندازه پیسې یوسي. ددویم نظر کسان بیا دا دلیل وړاندې کوي، چې هغوئ د  دود له مخې پر خپلو لورانو باندې ولور اخلي، او که چیرته ولور   وا نه خلي، نو خلک به کومه بله منفي انګیرنه وکړي او وايي به چې جینکۍ کې کوم عیب و او بل دا چې کېدای شي سبا ورځ زموږ لور د خپل مېړه په کورکې په دې خاطر بې ارزښته وبلله شي، چې کوم ولور يي نه ده پرې اخیستی، خو د دې نظر کسان بیا د ولور پیسې بیرته زوم ته نه


د مطلب پاتې برخه...
نېټه 2009/9/1 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
درنو لوستونکو، خدای بښلي ګل پاچا الفت څه باندې ۴۰ کاله مخکې د پښتنو یو انځور کښلی، چې هغه انځور هم د پښتنو د پخوانۍ زمانې او هم له اوسنۍ زمانې سره سر خوري:

نن په یوه پسې روان سبا په بل پسې ځي

کله په ږيري پسې ځي کله اوربل پسې ځي

فرق د شپانه او د قصاب پسونه کله کوي

چې شنه ګیاه يي لاس کې وویني قاتل پسي ځي

په دې هیله، چې نور دا خواره واره پښتانه لږ راوېښ شي او خپل اصلیت او ځان وپیژني.

نېټه 2009/8/23 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ