حقیقت او مجاز
دا دوه حورې د جنت دي وهي شرابو کښې لامبو
که مې سترګې د جانان بیا شولې ډکې د اوبو
چې د مینې په مذهب کښې شک کول کافر کېدل دي
که منم دې کافر کېږم خلاص به نه شم په توبو
د نرګس بوی کښې پېیلی د سپوږمۍ د شغلو جال دی
په کښې پروت یو لیونی دی چې مجنون دی که بلال دی
څومره؟
څومره مینه مستۍ درکړم، ادب څومره؟
څومره تا دلدار جانان کړمه، رب څومره؟
نه زه ستا په حد د ځان په حساب پوه شوم
ستار پوهیږي په خپل هنګ او طرب څومره؟
تورانۍ په ساز، سرود تر کومې رسي؟
ګلاب پوه دی د ښایست په مطلب څومره؟
دا سپوږمۍ چې کل جهان حیران حیران کړي
دا پوهیږي د خپل نور په سبب څومره؟
رنګ رڼا د خپل ځیګر پرې خورومه
دومره خېشت وي چې زما وي طلب څومره
دا چې سرې شونډې يي اور، سرور روښان کړي
معشوق پوهیږي د عاشق په مطلوب څومره؟
زما مینه د ادب د پنجرې ووځي
وایه څومره دې جانان کړم، رب څومره؟
نن شپه به ستا په یاد کې اوښکې توی کم
د خپل زړګي هر یو ټپ به بیا ټپي کم
هر یو غم به دې میلمه کم په سرو اوښکو
ورته وېړ به دوسترخان د زخمي زړه کم
ته څه خبر یي زما له حاله دلروبا
مه شه دا حال د حسین په کربلا
خدای پیدا کړمه یوازې یو انسان
دا غمونه او خوشالۍ دي ستا له خوا
لمونځ مې یي کافر به شمه څنګه دې قضا کړم
راشه چې د خپل زړه په خلوت کې د ادا کړم
ته د قدر شپه یي خو په شپو کې را نه ورکه
تا پسې به ډېرې اوږدې لنډې شپې رڼا کړم
غشي راکوه چې اژدها په تندي وولم
موسکه راته مه کېږه چې نښه به خطا کړم
زه هغه مجنون یم چې مې زړه خواره کېږدۍ کړ
ګورې به لیلا به له وچ ډاګه را پیدا کړم
دین د پښتو نغښتی د ملالې په ټپه کې
دا د ټپو ژبه به له خدای سره اشنا کړم
ډول به شم اتڼ به شم، شغا به شم د څڼو
بیا به طالبان د جوماتونو په ګډا کړم
خاورې یم خو لمر به تر لاس ونیسم که خیر وي
ستوری به شم پاس به له سپوږمۍ سره خندا کړم
بیا به د غاټولو دغه لوټ کاروان را ټول کړم
لاس به په سپرلي واړوم زر به یي پخلا کړم
له کله چې د انټرنېټ په نړۍ کې د پښتو ژبې وېبپاڼې او
وېبلاګونه ډېر شوي، نو خدای سته مینه وال یي هم ورسره ډېر شوي او دا بهیر لا د چټکۍ پر لور روان ده. هره رسنۍ که هغه برېښنايي وي او
یا چاپي باید خپلو مینه والو او لوستونکو ته د ژورنالیزم د اصولو او قوانینو سره سم خبرونه، رپوټونه،
مرکې او نور معلومات
خپاره کړي. له بده مرغه په افغانستان کې چې کله د رسنیو
ازادي راغلي، نو هر بېکاره او بې اوزګاره را ولاړ شي او له ځانه خبریال جوړ کړي، او داسې بې معنی، له
حقیقته او انسانیته لري لیکنې خپروي چې هغه بیا لوستونکی د ټول ژونالیزم له ډګر
څخه ستړی او بدګومانه کړي. په دې پښتو سایټونو کې یو هم د بېنوا وېبپاڼه ده چې موږ ټول یي
پښتو ژبې او پښتنو ته د
هغوئ د خدمتونو په اړه په کلکه سره درناوئ کوو، خو د دې
وېبپاڼې یو تن لیکوال، ښاغلی میرویس جلالزی، چې نن ورځ په
پښتو رسنیو کې چې
کله له کوم دولتي چارواکي څخه د خپلو شخصي اغراضو او یا نورو مقاصدو د نه عملي کېدو په خاطر خپه شي، او یا هم د
کوم لوړپوړي دولتي یا غیر دولتي او معزز کس دښمنان وغواړي چې په هغه پسې منفي او بې قضاوته لیکنې او تبلیغات وکړي، نو بیا هغه شان کسان میرویس چلالزي ته ورځي او د څو افغانیو یا ډالرو په بدل کې نوموړی د ژورنالیزم
سپیڅلې دنده په اوبو لاهو کوي او راولاړشي سپینې پاڼې داسې په بې معنی او مغرضانه او د ژورنالیزم له
اصولو سره په ټکر لیکنو
باندې ډکه کړي چې، هغه د کلي د خلکو په وینا هر هغه څه
چې یي په خوله ورشي، راباسي يي. البته دا لومړی ځل نه ده
چې ښاغلی میرویس جلالزی داسې د درواغو او له حقیقته
نه لري لیکني
کوي، بلکې په کراتو
کراتو یي داسې بې معنی او داسې محال او له بې ځایه خبرونه او لیکنې خپروي، ته به وايي چې دی دټول هېواد عام تام حاکم
ده او هره ګړۍ له هرې خبرې نه خبریږي. دا ځل هم دې ښاغلی د پکتیکا په والي، جنرال عبدالقیوم کټوازي
پورې دومره غټ درواغ او
له تبلیغاتو نه ډکه لیکنه کړي، چې زما په اند دا به د
درواغو لیکلو په تاریخ کې تر ټولو د غټو درواغو لیکنه وي.
ښاغلی میرویس جلالزی داسې لیکي:
(( د پکتیکا والي قیوم کټوازي ته نږدې یوې سرچینې بینوا
ویب پاڼي ته وویل چې ښاغلي کټوازي د حامد کرزي تر بریالي توب څو ورځي دمخه په کابل کې په سلګونو کسانو ته له ډول سره پلو ورکړه.د
دغه محفل اصلي لامل د ښاغلي کټوازي نوی واده په ګوتو شوی دی. ښاغلی کټوازی چې څو میاشتې دمخه د
پکتیکا د
نوي والي په توګه ټاکل شوی دمګړۍ څلور لوراني لري او تر اوسه نه ده څرګنده چې د دوهم واده دلیل یې څه وو. ویل
کیږي چې د ښاغلي کټوازي او د هغه د نوې میرمنې تر منځ هم ډیر ستر سني توپير موجو دی. عیني شاهدان او هغه کسان چې د ښاغلي کټوازي د واده
مراسمو ته په کابل کې ور بلل شوي ول وایې چې نوموړي د خپل واده په مراسمو کې په لسګونو زره امریکایې ډالره لګولي ول او په دې سربیره یې د نجلۍ پلار
ته هم په سلګونو زوره روپۍ د ولور په توګه ورګړي دي. نوموړی د حامد کرزي د دولت په لومړیو ورځو کې د پکتیکا په ولایت کې د ملي امنیت یو عادې
مامور وو چې په مرکز ښرنه کې اوسیده خو کله چې په کندهار ولایت کې د ملي امنیت د ریس په توګه وټاکل
شو نو د غریبۍ ژوند یې
نوي بڼه خپله کړه.))
په پورته لیکنه کې جلالزي صاحب لیکلي چې جنرال کټوازي
دویم واده کړی او په کابل کې يي د واده په مراسمو کې په لسګونو زرو ډالر لګولي، دا بلکل
غلطه خبره او غټ درواغ
دي. والي صاحب یوه میرمن لري او زما په اند په ټوله نړۍ
کې به یوازینی کس والي صاحب وي چې له خپلې کډې او کورنۍ
څخه به خوشاله وي. خو دا واده د والي
د دویم ورور و، چې محمد رحیم نومیږي. او بله خبره لا دا
چې د جنکۍ پلار مخته کلونو کې وژل شوی، خو جلالزي صاحب
لیکلي چې د جنکۍ پلار ته يي په سلګونو زرو پاکستانۍ کلدارې ورکړي دي. په داسې حال کې چې
د همدې واده شرعي مهر
۲۰۰۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې وي. درېیمه خبره دا چې په دې
واده کې اصلاْ کټوازی صاحب کابل ته نه و راغلی او د دې
خبرې سپیناوی تاسې په کابل کې له میشتو ټولو کټوازیانو څخه هم کولای شی.
جلالزي صاحب لیکلي چې جنرال کټوازی د کرزي د حکومت په
لومړنیو کلونو کې د پکتیکا په ولایت کې د ملي امنیت یو عادي کارمند و، دا لا څومره ښکرور درواغ دي، نوموړی له همغه اول پړاو نه د
پکتیکا د ملي امنیت رییس و، خو نن چې يي ځان دولایت کچې ته رارسولی، دا نو تقوی، لیاقت، خدمت، دندې او
هېواد ته ژمنتیا او
قرباني غواړي. په دې شکر چې ښاغلی کټوازی پخوانی جنګسالار او
یا هم له بهر ملکونو څخه نه دی راغلی. ښاغلی جنرال کټوازی
د افغانستان د پخواني
پوځ د یوه با اعتباره او مشهور پوځي، ارکان حرب ډګروال عبدالخالق خان کټوازی زوی، د هغه چا زوی چې دپوځ
پخواني کسان او صاحب منصبان یي د نوم په اوریدو سره د هغه د دیانت، صداقت او خلکو هېواد ته دخدمت د پاکې مینې او جذبې له لاسه په لړزا راځي. نو
جنرال کټوازی هم د هغه کس زوی ده. هر
انسان په ژوند کې بېلابېل پړاوونه وهي، یو څوک هم د خپلې مور له نسه والي یا پاچا یا وزیر نه دی پیدا شوی، دا
ټول اول ساده مامورین وي، چې وروسته بیا لوړو لوړو څوکیو ته رسیږي. که څه هم د جنرال کټوازي دنده تر والي کېدو مخکې په کندهار کې وه، خو په
پکتیکا د امنیتي حالت په خرابیدو او دهغه وړتیاوو ته په کتنې او د سیمې د خلکو په غوښتنه د ولسمشر حامد کرزي له خوا د پکتیکا د والي په توګه
وټاکل شو، چې نن ورځ دا دلمر په شان یو څرګند واقعیت دی چې د پکتیکا ولایت په تیره بیا د کټواز سیمه وروسته
له اتو کلونو له یوه
ډاډمن او عام تام امنیت څخه برخمنه شوې ده.
دلته زه له خپل ګران هم مسلکي ورور، میرویس جلالزي ته یوه
وړوکي مشوره ورکوم
او هغه دا چې هر څه چې په خوله او ژبه درشي، مه یي لیکه، لږ چورت پرې ووهه او د ژورنالیزم اصول په پام کې
نیسه، که
چیرې تا په رښتیا هم کوم ژورنالیستي پوهنتون یا انستیتیوت او یا هم کوم کورس ویلی وي او یا د
کوم ژورنالیست له څنګه
کېنستی يي، نو د هغو لومړئ خبره به تاته د خبر او د
رپوټ موثقتوب
(کره توب) یا ریښتینوالی يي، نه د درواغو او او بې معني
او تبلیغاتي لیکنه،
کوم چې ته محترم يي د څووم ځل لپاره لیکي او خپروي يي.
په پای کې د بېنوا وېبپاڼې له چلوونکې، ښاغلي هادي حیدري
څخه په خورا درنښت
هیله کوو چې، د لوی او فاضل استاد، خدای بښلي عبدالروف بېنوا د ستر نوم او خدمتونو د نه شرمولو او نه
بدناموولو په خاطر نور په دې وېبپاڼې کې
د بې ظرفیته او بې کفایته تش په نامه ژورنالیستانو لیکنې
خپرې نه کړي، که چیرې دا کار دوام ومومي، نو بیا به دا له پښتو ژبې، ملت او د لوی استاد بېنوا له شخصیت سره ستا د ذاتي دښمني
ښکارندوی وي.
په درنښت
مړ ستا پر ښکلا یمه
هم دې په خندا یمه
ته یوه حوره شاپیرۍ
ته ګلپاڼه شهزادګۍ
جوړه کړي خدای حسینه
چې پرې راغلي زما مینه
ځار شم د لیډر تر کولمو خېټه يي د ښکلولو ده
چا مهار، چا اوښ وخوړ، ده واړه کاروان وخوړ
د فلسفي غني خان دا پورتنی شعر د کرزي د اته کلنې تیري دورې د یو شمېر وزیرانو، معینانو، والیانو، قومندانانو، رییسانو، مدیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو ته ډالۍ کوم، هیله ده چې نور یې کوم ارمان په زړه کې نه وي پاته شوی او د کرزي صاحب په راتلونکي حکومت کې نور نو په کراره کښیني. کرزي صاحب ته دې خدای خیر ورکړي، چې په دې تیرو اتو کلونو کې یي د افغانستان په سلګونو هغه کسان چې په جنګي جرمونو او نورو نارواوو ککړ وو، ملیونران او یا هم ملیاردران کړل. خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي چې کرزی د راتلونکې کابیني او حکومت په جوړول کې دری لارې لري:
۱- د پخوانیو حاکمو وزیرانو، والیانو، معینانو، رییسانو او قومندانانو لا پسې بډایه کول.
۲- په پورتنیو دندو باندې د کرزي د نویو ملګرو ځای پر ځای کول کوم چې هغوئ هم د تیرو کلونو د چارواکو په شان سابقه لري.
۳- د نړیوالې ټولنې په نیغه لاس وهنه په مالي او اداري فساد باندې د ککړو چارواکو لري کول.
کرزیه موږ ته خو معلوم يي
مارشال او میخکوب دې په اوږو سپر کړي دینه
ملت به بیا اوس ټول غلط کړي
چالاکۍ کې خو افتخاري مېډال لرینه
ملايي په ډېر تحصیل شي شاعري ده له حکمته
ملکي خو بادشاهي ده خاني هم له سلطنته
پیري لا لویه پایه ده ده له ډېره ریاضته
مفت اسان ګڼي دا دواړه پښتانه له جهالته
هر سړی ورته ملا وي چې په یاد کا څو ایته
چې پیر و هغه شاعر دی قافیه غلطه کته
هغه سګ ورته ملک وي چې کلمي وړي له محلته
خان هغه چې تر... پرېوزي په زانګو کښې وهي لته
پیر هغه چې پسي درومي څو سر توري په دا لته
