تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې

لمونځ مې یي کافر به شمه څنګه دې قضا کړم

راشه چې د خپل زړه په خلوت کې د ادا کړم

ته د قدر شپه یي خو په شپو کې را نه ورکه

تا پسې به ډېرې اوږدې لنډې شپې رڼا کړم

غشي راکوه چې اژدها په تندي وولم

موسکه راته مه کېږه چې نښه به خطا کړم

زه هغه مجنون یم چې مې زړه خواره کېږدۍ کړ

ګورې به لیلا به له وچ ډاګه را پیدا کړم

دین د پښتو نغښتی د ملالې په ټپه کې

دا د ټپو ژبه به له خدای سره اشنا کړم

ډول به شم اتڼ به شم، شغا به شم د څڼو

بیا به طالبان د جوماتونو په ګډا کړم

خاورې یم خو لمر به تر لاس ونیسم که خیر وي

ستوری به شم پاس به له سپوږمۍ سره خندا کړم

بیا به د غاټولو دغه لوټ کاروان را ټول کړم

لاس به په سپرلي واړوم زر به یي پخلا کړم


نېټه 2009/11/8 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

مړ ستا پر ښکلا یمه

هم دې په خندا یمه

ته یوه حوره شاپیرۍ

ته ګلپاڼه شهزادګۍ

جوړه کړي خدای حسینه

چې پرې راغلي زما مینه

نېټه 2009/11/6 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

ملايي په ډېر تحصیل شي             شاعري ده له حکمته

 ملکي خو بادشاهي ده                 خاني هم له سلطنته

پیري لا لویه پایه ده                   ده له ډېره ریاضته

مفت اسان ګڼي دا دواړه                      پښتانه له جهالته   

هر سړی ورته ملا وي                  چې په یاد کا څو ایته

چې پیر و هغه شاعر دی                    قافیه غلطه کته

     هغه سګ ورته ملک وي               چې کلمي وړي له محلته

خان هغه چې تر... پرېوزي          په زانګو کښې وهي لته

پیر هغه چې پسي درومي            څو سر توري په دا لته

نېټه 2009/11/2 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
که څه هم زرلښت حفیظ له ګران وطن نه ډېره لرې د سمندرونو هغې خوا د سوکالیو او نیکمرغیو په هېواد کې اوسي، خو د خپل هېواد، اولس او ګرانو پښتنو غمونه او خوشالی لا اوس هم ورسره غیږ په غیږه دې، ته به وايي چې د پښتنو په خړو کوڅو کې اوسي. لاندې به تاسې درانه لوستونکي د ګرانې خور زرلښت حفیظ یوه څو په زړه پورې شعرونه چې د ژوند ټولې چارې پکښې انعکاس شوي، ولولئ، هیله ده چې تاسې هم خپل لاسونه ورته پورته کړئ.

د سولې جرګه

شـــــــمله ورو پټکي وتړئ جـــــــرګه شئ******** د ارین په خـــــــاوره ټوله راښـــــکاره شئ
د نازو بچي شټيږي په ســـــــــــرو وینو******** یا میرویــــــــــس شئ یا احمد د زرغونه شئ
یا پټکي له ســـــــــــــره ښځو ته ګذار کړئ********یا یوالی د غیرت جګه شـــــــــــــمله شئ
د وختونو د ظلــــــــــــمت دور کړئ ختمه******** یویشــــــــــمته پېړئ کې بیا یوه ننداره شئ
ما لیدلي پښـــــــــــــتانه کمزوره نه دي******** د تاریخ په زرینو پاڼو کې ښــــــــــایسته شئ
د حفیظ دهیلو سپینې کوترې دې ورکې******* بیا د سولې سپینې کوترې شئ، جرګه شئ



د مطلب پاتې برخه...
نېټه 2009/4/18 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
بیا مې د مســــتۍ غرور څـــــپه څــپه راورغړېد*******شور په اباسـین کې جوړ، امو هلمند مې وغرېد

ارواح مې د غلجي میرویس، ګور کې ناکراره ده*******وینه پښــــتنه مې نن رګو کې ســـــرګردانه ده

کابل، خیرخانه مېنه
نېټه 2009/4/14 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

زه چـــې کله مړ شــــــــمه تورې جامـــــې واغونده***** راشــه په ســـلګو ســلګو اخــیري دیدن به وي

سرته را سره کېنه ښکل مې کړه مرګون بــــــاندې***** بیا به مې ونه ویني ټول عــــمر ژوندون باندې

څوک به مخ او سر وهي څوک ولاړ غمجن به وي***** راشـــه په ســـلګو ســـلګو اخیري دیدن به وي

ټول به وي یـــاران یـــــاران زه به پکـــې نه یمــــه***** کور به وي لحــــد زمـــــــــا هلـــته به ویده یمه

زه به ترې نه لاړ شـــــمه دا کلــــــــی وطن به وي ***** راشـــه په ســـلګو ســـلګو اخیري دیدن به وي

راشـــــــــــــه د وفـــا په خـــیال تا پسـې ژړیږمــــه ***** پس له مرګه بیا پرې څـــه تاته چـــې یادیږمـه

بیا به عمر چیرته وي، خاورو کــــــــې دفن به وي ***** راشــــه په ســلګو ســـلګو اخیري دیدن به وي

نېټه 2009/2/8 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

یار کې مې لږ هم و پوښتي اې خدایــــه!


بس قبله مې د هغې کور شو خبر اوسي


ستا سجدې او عـــبادت به پر ځای پرېږدم


که یو ځل راسره یار جنګ د سـترګو وکړي


نېټه 2008/12/31 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

غرمو خـــــــــوړلی مازدیګـــر دی چیرته تږی نشـې- د جل وهنې لوی خطـــــــــر دی چیرته تږی نشي

اوښــــکې څنډه مه! د پلـو څنډو کې غــوټه کړه لږ- په مخکې دښته او ســـــفر دی چیرته تږی نشي

له لېمو ښــــکته د خولو په ډنډ دې شونډې کېږده- وخت درنه ځي د لارې ســر دی چیرته تږی نشي

وږمـــه چلیږه د پیکي ســیوری تت شـــوی نه دی- یو تنکی څاښت ختلی لمر دی چیرته تږی نشي

د غـــــــرونو لاره چــــــــنګه ونګه د جـــانان تر کلي- د پښــــتنو ســــپېره خیبر دی چیرته تږی نشـــي

په هـــر ګـــــودر کې ســـــــنګرواله د زمزمو چینې- هم میکــــده او هم ســـاغز دی چیرته تږی نشي

نېټه 2008/12/30 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

ستا په انتظار کې چې زه شمعې بلوم         یوه لا مــړه نه وي چې پرې بلـه لګــوم

تا ویل په دې لاره تیریږم ته خپه نشــي         شوي ته لادرکه اوس دې پلونه ښکلوم

نېټه 2008/12/25 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

بس تم شه اې ژوندونه!

همدلته ودریږه!

نور همدلته په ګونډو شه

ته یو بې مهاره اوښ

ته له کاروان نه ډېر لرې پاته

ستا پیل او پای نا څرګند

ستا خوځښت له رڼا څخه پرته

هسې عبث ښکاريږي

تا ته چا لاس درنکړو په دغه نړۍ

تا ته په دې ماته سورۍ بېړۍ

بس تم شه اې ژوندونه!

نور همدلته په ګونډو شه!

ته سمندر کې له توپان سره ډغرې وهي

حیران په دې یم چې لا څه دې په زړګې کې لري!

نېټه 2008/12/25 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

                                                              غزل


بس په شـکرانه کـــې يوه خوله راوړه              پال ګورم له رغوي ســـــره زړه راوړه


نه مـــرمه ورځـه سر ته مې مه كـينه              تږی يمـــــــه ولاړه شــه اوبـــه راوړه


نه دي غشي ، زړه باندې خواږه لګي              سترګـــې دې راپورته کړه باڼـه راوړه


تاويل چـې ســـترګــې تورومــه پــرې              تاويل دســـــــوي زړه رانجــــــه راوړه


نه به څښــي لېوال دغه ترخه شراب              ته ورته د ســـــرو شونډو خواږه راوړه

نېټه 2008/12/24 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
ما چې کړلې تویې وټ وټ اوښکې ستا په یاد کې   بس اوبه د کنړ سیند وي بهیدې په ګرېوانو کې
نېټه 2008/12/23 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

نن بیا سرو ګلونو خپل رنګ ستا له اننګو پور کړی

هلته د غره په ډډه کې خړې زرکې هم

ستا د تګ خویونه کوي

د ختن هوسیو هم ستا د سترګو اړول زده کړي

په پسرلي کې د سهار نسیم هم خپل ځان ستا په شان پوست کړی

اسمان هم د خپل ښایست لپاره په خپله غېږه کې ستوري ساتي

او ستا د تنکۍ زنې د شنه خال ځلا خپروي

سپینه سپوږمۍ هم په وریځو کې پټ پټوني کول

هرو مرو یې کومه ورځ ته په سپین پلو کې لیدلې وي

او زما د خالق دې چارې ته لا ګوره!

چې د جنت حوري یې هم ستا په شان خلق کړي

نېټه 2008/12/21 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

دا زمـــــــــــا ګـــریوان تـه ګــــــوره              اې زمـــــــا د ســـترګــو تــــــــــوره

ستا په عشق کې سپیلنی شوم              بس ســــــــــتا د مینې له تیز اوره

خـــپل دیــار راتــــه پردی شـــــــو               تښــــــتم ځـــــــــم له خــپله کوره

په تــش کـــتو مــې زړګــــی درکړ              خـــبر نه ومه له دې ډګـره ســپوره

نېټه 2008/12/17 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

که په هند کې نشته سپینه

هوسۍ سترګې ماجبینه

خدایه ته و ما ته راکړی

یوه سبزه او نمکینه

په دوو زلفو عنبر پاشه

په دوو شونډو شکرینه

چې هر ځای ته یی ګورم

ښایسته ښکلي مهینه

هوسناکه ښیوه ګره

شوخه شنګه دلسنګینه

د یاری په علم پوهه

سخندانه نکته چینه

ورځ او شپه که ځینې چاري

د خوشال د ښکلو  مینه


نېټه 2008/12/13 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

ګرانې سلام!

تیر اختر دې بختور شه

جوړ د زړه دې هر پرهر شه

ته به ومني که یه

د اختر د لومړۍ ورځ په سهار

ما د خپل ټوټي ټوټي او ناروغ زړګي

د خلوص او صفا نه ډکې ډکې مبارکۍ

په یوه ګوښه خلوت کې

د خپلو اوښکو په بدرګه

ستا متبرک او حسین خیالي انځور ته وړاندې کړلې

هیله من یم!

هیله من یم چې په زړګې دې در تیر شوي

او یا دې هم ښۍ سترګه رپیدلې وي

په پای کې بیا هم درته وایم

چې تیر اختر دې یو ځل بیا بختور شه!


کابل- خیرخانه مېنه


نېټه 2008/12/13 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د مئین زړګـې لــمبې دي، خپل مزار بانــدې بلــــیږي

خلک کړي لاسونه پورته، ځینې هســـې پرې تیرېږي

ځینې وايي خدای دې مل شي ارمانجن له دنیا ولاړو

یوه د نــاز غــرور څښتنه بیـا مخ واړوي او غــونګـیږي

نېټه 2008/11/29 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

ستادسپین بشررڼا شوه

بیا خــوره مــې په زړګې بانــدې لړزا شــوه

اوس به بیا ناز او ادا کړي

زړه مې وچوي چې خوله ډکه له خندا کړي

تر بڼو لانــدې کتو کـې

ورک به ما کړي د بوړبوړک په شان هوا کې

زه بصیر درته حیران یم
 
مخامخ در کتی نشـم  پښتون د دې دنیا یم



نېټه 2008/11/24 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

په مذهب دمحبت سوم دنفرت له دينه اوړم

 
دليلی په ابى سترګو  بدګومانه يمه خدايه

 

نېټه 2008/11/19 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

ځار شم د ليډر تر کولمو خېټه يې د ښکلولو ده 

 

 چا مهار چا اوښ وخوړ، او ده واړه کاروان وخوړ

 

دوستانو دا پورتنی بیت، د کرزي د ناکامه حکومت د ځینو لیډرانو لپاره ډېر ښه صدق کوي، هیله من یم چې خوښ مو شي.

نېټه 2008/11/6 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

په تکليف کښې د يو دوست تکړه اواز

 

دى له ټولو خوږله واړو ښــکلى ســاز 

نېټه 2008/11/6 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

د دنېا تورې لښکرې د عالم ډېرې خبرې

 

زړه مې نه خوځي له ځایه غر خو هسي وي که نه

 

ستر خوشال بابا

 

نېټه 2008/10/30 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

ته نابلده یې دې کږلیچونو کی به وغورځیږي


او دا تنګی شلم په دی کی کش په دی کی ناری لری


دا وطن پرخې لري ګرګي لري ګارې لري


زلمیه دلته هلاکو او چنګیز خان هلاک شو


دلته مرۍ د ګورګین پرې شوه انګریزان هلاک شو


د مغلیانو او سقاویانو نه تنې پاتې دي


همدې ګړڼو کې پرون دلته روسان هلاک شو

 

نېټه 2008/10/13 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

کلـــی کور به درته پرش کــړم د ارغـــــوان په ګلو

                                        خو ته کله راځي

                                        لیــــلا کله راځي

ستا د تن بوی او رڼا ده، ستا شــتون احساسومه

                                        خو ته کله راځي

                                        لیــــلا کله راځي

زه به مړ ستا په یادو شم لکه شمعه په تیاره کې

                                        خو ته کله راځي

                                        لیــــلا کله راځي

رب نه غواړمه تا مسکۍ که دلته یې که هلته یې

                                        خو ته کله راځي

                                        لیــــلا کله راځي

 

نېټه 2008/10/7 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

زه یـــمه پښـــتون خو لیــــلا راتــه افغـــــان وايي

کله چې ترې خوله غواړم ني ني راته مدام وايي

دا مې شوه کعبه د مینې زه یې په طواف ګرځم

زارۍ توبــې مـې نه اوري تل راته بګــوان وايـــي

زه خــو یې د ځان بولم خو تقدیر یې زما نه کوي

حــک حـــیران ولاړ یــمه دا راته د ګـــــذران وايي

زه خو یې په مېنه کې فقیر ملنـــګ د عصر شوم

اوس مې پروا نه کوي کافــــره راته خـــــان وايي

 

نېټه 2008/10/7 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

ته نه یې دلته

دلته په دې توره کوټه کې

دلته یو زه او بل ستا ارواح اوسي

دلته تکې تورې تیارې خپل لغړن څادر وېړ کړی

دلته د بېلتون پاچاهي ده

او د وصال برجونه ټول نړوي

زه تل پکښې ستا انځورونه باسم

خو د زماني ظلمت یې زما له سترګو تل پټوي

سترګې راته ړندې او لاسونه مې تړلې ښکاري

خو په ژبه مې د پښتو یو شعر راتیر شي

(توره شپه به خدای رڼا کړي

شین خالۍ به خدای پیدا کړي)

زما خو کسې هم ستا د راتګ لپاره له سترګو

 وتلي

شوق، ذوق، خوند او د ځوانۍ ډبډبه ټوله ولاړه

یوازې خپلې ساه ته یم په تمه، چې هغه به

کله ووزي

 

نېټه 2008/10/7 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

نه منم نه منم! مرگ انجام د هستی نه ده

خلاصیدل شراب په جام کی اختتام د مستی نه ده

ستر غنی خان

نېټه 2008/7/5 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

يو زه د غريبۍ ژوند بل د يار نازكه مېنه

دواړه څنګ په څنګ روان دي، يو پر بل فخر كوينه

د يار نرمې نرمې شونډې او زما زېږه بريتونه

داسې ښكارې لكه ګل چې د اغزو په منځ كې وينه

دا زموږ په مېنه باندې رقيبان ولي خپه دي

باوراګان خو تل په مېنه، سره ګلونه بويووينه

بې دردانو تاسو درد او غم په ځان منلى نشئ

پتنګان چې په شمعه خپل ځانونه سوځوينه

دليلا په اوربل جنګ دى، زه منصور له سره تير يم

امتحان د محبت دى قرباني مزه كوينه

نېټه 2008/5/13 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

په پاکستان کې د پښتون اولس د اوسني پاڅون د لا پیاوړتیا او

خورېدا په خاطر د ګران شاعر هڅاند دا شعر ډېر راته په زړه پورې

ښکاره شو او ان زه یې لا دې جهاد ته وهڅولم. هڅاند صاحب په

مټو دې برکت سه.

 

پیغام
 
لوېې څو جرګې په پېښور کوو

بېا به سم ګوزار په ستمګر کوو

دلته اباسېن هلته پښېن نېسي

ېو ښکر شی لښکر په قبضه ګر کوو

ټک به دټوپک وي په اټک باندې

 دغه شر محشر له يو اشر کوو

ځئ چې ځو ګله په مارګله پله

داپرېکړه به موږ په اشنغر کوو

پولې به معلومې کړو موږ پل په پل

پام به دپالنې د دوتر کوو

وتړئ واخان چې دبولان سره

لک واری باور په خپل رهبر کوو

نه دی سر پرست چې قام پرست نه دی

داد راز خبره مختصر کوو

پاتي دی ارمان دا د سوري افغان

يو وار به لاهور  زېر و زبر کوو

تېر چې شي دا تور شبخون په خور پښتون

بېا  باچا  اختر به په باختر کوو 

 

نېټه 2008/1/28 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

 ستا به په یاد وي؟!

 

 ستا به په ياد وي او که نه؟

 ما او تا هم يو وخت د خيالونو يوه نړۍ درلوده

 کله چې به تا د غوټيو خوله پرانېسته

 او ما ته به دې د يوې لرې او ښکلې

 او د ځنګله دغره په سر داوسېدو خبره کړه

 خو کله چې به ما

 ستا د هوساينې خبره کړله...

 ته به په خبره کې راولوېدې

 او ويل به دې چې

 زه او ته يو وجود يو

  هر کله چې يو وجود خوندي شي

  بيا به کومه ستونزه نه وي

 

 په ياد دې دي؟

 چې زه به دې له ډېره نازه په څه نوم يادولم؟

 او ما ته به دې د سلام او خدای په اماني پر ځای

 څه ويل؟

 ته به په خبرو کې لکه اباسيند لا توپاني شوې

 او زما خبرو ته به دې وار هم نه ورکاوه

 خو نن هغه اباسين وچ ده 

 نن ماته نه څوک سلام او نه هم راڅخه خدای په اماني اخلي

 پرون به تا ماته کتل

 خو نن خلک له ما مخ اړوي

 هو

 پرون به ما يوازې تاته کتل

 خو نن ټولو خلکو ته ګورم

 پرون به يوازې تا زما دحال پوښتنه کوله

 خو نن هر څوک زما د حال پوښتنه د يوه ليوني کس په شان کوي

 

 وګوره؟؟؟

 څومره توپير راغلی

 تا به ويل چې دا ځمکه او اسمان ثابت دي

 خو نن ګوره

 څومره توپير يې کړی چې

 ځمکه اسمان ته ختلې او اسمان ځمکې ته راکوز شوی

 پرون به تا ماته خندل او تيرېدې به

 خونن خلک زما په ليدلو سره زما حال ته ژاړي

 

 نو اې ګرانې!

 چيرې ده هغه وفا؟

 هغه خندا

 چې زه به يې مست کړم

 او د يوه ليوني باز په شان به مې بې پروا

 پروازونه کول

 نن چيري ده هغه احساس

 چې زه به پرې ډاډه وم

 

 ما او تا به

 ما او تا به نورو کسانو ته د نيست په سترګه کتل

 خو نن بې له تا

 خو نن بې له تا ټول هست شوي

 نو ځکه ژوند را ته پردی ښکاري

 څه شوه زما او ستا هغه د ناز او ادا دنيا؟

 ګرانې په ياد دې دي؟

 ما او تا په دې نړۍ کې د مېنې يو انقلاب راوستی و

 چې نه د ادم خان او درخانۍ هغه زده وه

 نه د ليلا او مجنون

 او نه هم د شيرين او فرهاد

 زما او ستا اصول ټول په ريښتينې مېنې ولاړ وو

 

 خو بس

 افسوس

 او سل افسوسه!!!

 لکه څنګه چې ادم او حوا

 له جنت نه ځمکې ته راوشړل شول

 زه او ته هم د خپلې خيالي نړۍ له ريښتينو ماڼيو نه

 دې وېرانيو ته را وکوچېدولو

 بس د خپلې مغرورۍ له کبله دواړه

 په يوه ټيله

 تر پاڼ ولويدولو

 او د ظالم بېلتانه دېوال مو تر منځ ودريد!!!

 

نېټه 2008/1/2 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

د شپې باران

 

هغه شپه چې د باران څاڅکي په کړکۍ لګېده

او زه يې ستا د قدمو په بانه را وېښ کړم

هو باران و، خو ته هم ورسره وي

څڼې دې لندې وې، خو ته ډېره ګرمه

ته د نېمو شپو ښاپېريو  له ځانه سره راوستي وې

شپه ښه تيره وه او د پسرلي باران و

خو ته پريشانه او ستومانه

زما په غېږ کې سرګردانه

راپرېوتې

نه پوهېږم؟

لکه چې هغه شپه د بېلتون عزرايل درغلی و

او زما او ستا ترمنځ يې د بېلتانه شپيلۍ درته غږولې وه

بس تا هم زما غېږې ته پناه راوړه

خو دې

خودې ګنهکار هم ونشوای کړای

ترڅو تاته پناه درکړې

بس  ګرانې

زه ستا د ټولو بديو عامل شوم او يم!!!

نېټه 2008/1/2 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

ستا په یاد!

 

 

بس ستا له يادونو سره ناست يم بې خبره

 

 

چې را په ياده دې کړم، شم چيغه نا ببره

 

نېټه 2008/1/1 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

 

 

چـې دې ووينم اې يـــــــــــاره ستـــــــــــــــــمګره

 

بس يو دم شم ســـــــــــــــــــــــــــتا دغاړې ملغلره

 

ســــــــتا د سپين مخ تورې سترګې چې را ياد کړم

 

شم ګويا له خوشاليو په ســـــــــــــــــــــــــــــــندره

 

ســـــــــــــــــــــتا د مېنې هر پړاو ماته رازده کړل

 

له معشوقو سره پســـــته نرمه خــــــــــــــــــــــبره

 

زه بصير به دې احسان هلته در پوره کــــــــــــړم

 

چې په دار مې خيژوي خو ښه په نـــــــــــــــــــره

 

 

نېټه 2007/12/30 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

 

 خوږو ملګرو لاندې شعر د پښتو موسيقي په اسمان کې د ځلانده ستوري ښاغلي

 

هارون پاچا يوه سندره ده، چې داشعر او بيا د پاچا صايب په غږ کې ددې سندرې

 

 

اوريدل،ليونيان روغوي. که چيرې په دې شعر کې کومه نېمګړتيا وي، نو مهربانې

 

 وکړئ ماته يې را په ګوته کړئ.

 

 

اوس دې يادونه افسانې ښکاري

 

 داڅه  دستور د زمانې ښکاري

 

زما يادېږي هغه ناز او ادا

 

کله ګيلې او کله هسې په خلا

 

کله ژړا کله په بړکه خندا

 

هغه ماڼۍ اوس وېراني ښکاري

 

دا څه دستور د زمانې ښکاري

 

اوس دې يادونه

 

ستا په فرخت کې به پريشانه ومه

 

هر وخت به رږده له خپله ځانه ومه

 

ښه راته ياد شي سرګردانه ومه

 

اوس دا خبرې بهانې ښکاري

 

داڅه دستور د زمانې ښکاري

 

اوس دې يادونه

 

ستا په وصال کې به نشه غوندي وم

 

هر غم مې هير و عجيه غوندي وم

 

هر ګړۍ يوه لحظه غوندي وه

 

اوس مې کوڅه کې نښانې ښکاري

 

دا څه دستور د زمانې ښکاري

 

اوس دې يادونه

 

 

نېټه 2007/12/25 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

 

ستا داوربل ســـــــتا درخسار ســـــــتا د  ليمو  کېسه ده


څه مختصــــــــــــــــره اوس زما د ورځو شپو کېسه  ده

 

ما ته  ښـــــــــــــــــــکاره ده د  شبنم او  دګلاب  فلسفه


زما په غيږه کې بس ســـــــــــــــــتا د غوړيدو کېسه ده

 

په ګلورين خلوت کې ســــــــــــتا د شونډو لمس غواړمه


دا په جنت کې د خوږو خوږو لمبو کېـــــــــــــــــــسه ده

 

ځه چې د ځوان هوس په واک کـــــې د ژوند واګې ورکړو


ګنې پيل شوې اوس زموږ د زړيدو کېــــــــــــــــسه ده

 

ته  نظريه  په  محبت کې د  تعمـــــــــــــــــــــير  نه لرې


تا ته خو زړونه ماتول هم د بنګړو کېــــــــــــــــــسه ده

 

 

نېټه 2007/12/9 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

قسمت  مي چا ته د چا لا رې باسي

 


 تندی مي هم چا ته سجدې لګوي

 


زه دزمان په لمن داغ نه غواړم

 


زمان زما په مخ ټپې لګوي

 

نېټه 2007/9/26 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

درنو ملګرو تیر کال مې د مینې  په مجله کې دیوه

 

دوست، چې نوم یې راڅخه هیر ده، یو بیت  ولوست،چې

 

 ډېر په زړه پورې او ډېر ښایسته راته ښکاره شو. غواړم

 

هغه دلته تاسو ته ولیکم.

 

 

یار امریــــــــکا زه اوســــــــــــــــامه یم

 

 

 له خپل زړګي نه توره بوړه جوړومه

 

نېټه 2007/9/17 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

اې! چېرته ځي؟ ګوره راوګرځه؟

 

زه لا اوس ژوندی یم

 

زما د زړه لمبې لا اوس هم تا یادوي

 

راشه دا هم در سره مړې کړه

 

 

ګوره! په یو ځل مې مړ کړه!

 

ګوره!!!

 

که چېرې ته ولاړه شي، نو بیا ښایې

 

زه هېڅکله مړ نشم

 

راشه ژر تر ژر مې تر تیغ تېر کړه

 

راشه!!!

 

پر ما هر څوک تېریږي او بیا نه راځي

 

خو، ته!

 

ته داسې مه کوه

 

راشه دا غر یب یا در پورته کړه او یا یې هم  ټولې هیلې ور مړې کړه.

 

نېټه 2007/6/21 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

چې خوشحال تړلې توره د احمد په ننګ ولاړ وي


بيا افغان د تورې وار ته مرهټيان کله ټينګيږي


دا هغه ننګيالي خلک چې په ننګ د يو ا فغان تل


د غليم پر ضد پيکار ته د پښتو په ننګ يو کيږي


نه ئې اورنګ ته باج ورکړی نه ئې پيرنګ په خاوره پريښی


دوئ آزاد دي زيږيدلي اوسيده ئې آزادد خوښيږي


نه ئې شريکه ستا سره وينه، ژبه بيله دستور بيل دی


بيا په څه ئې لاندې باسې په زور کلي کله کيږي


هيلۍ بيلې الوته کا کارغان يو خوا ساکان بل خوا


بنګاليانو پرواز کړی د پښتون وار هم رسيږي

نېټه 2007/4/3 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

د شعر درناوی

۱

له دې لیکنې څخه څو ورځې د مخه زما یو پخواني دوست او یاغي ملګري داکتر لطیف بهاند له مسکو څخه ټیلفون وکړ او د معمول په څیر له خبرو وروسته مو په ادبیاتو بحث پیل کړ. ما ورته د روان کال د اګست په ۱۲ نیټه د لایق صیب د شعر د غونډې یادونه وکړه چې په لندن کې افغان ټولنې (هارو) جوړه کړې وه:
بهاند له ما وپوښتل: ایا ستا شعر خوښیږي؟
ما ورته وویل لکه چې زما په انسانیت کې شک کوي؟
- نه ما دا پوښتنه ځکه وکړه چې که شعر دې خوښیږي نو ولې یي نه وایي؟ او د لایق د شعر په باب څه نظر لري؟ ما ورته بي سنجشه وویل:
لایق او شعر، یا شعر او لایق په دوه کلیمو کې یو مفهوم دی. زما خو شعر، په تیره د لایق شعر دومره خوښ دی چې زما په تن او روان کې یي د شعر ویلو هڅه وژلې ده. له شعر سره زما مینه تل د دې سبب وه او ده چې زما تنده زیاته کړي او هیڅکله یي «خیشت شعرونه» نه شي ماتولی. او بل دلیل دا دی چې ځکه یې زما په تن او روان کې د شعر ویلو مینه وژلې ده چې زه نه شم کولی د لایق په څیر او یا اقلا ښه شعر ووایم نو ځکه د شعر پرښتې ته په درناوي سره غواړم شعر واورم او هغه هم د لایق شعر او یا دبل شاعر ښه شعر. نو دا شعر ته زما د درناوي یو دلیل دی. هیله ده چې د شپون خبره د «خیشت شعر» ویونکي هم لږه حیا او د شعر پرښتي ته درناوي وکړي.
بهاند وویل: نو د لایق صیب په اوسنیو شعرونو څه نظر لري. ما ورته وویل سپرغکې یادوې؟
هغه وویل: داسي یي واخله.
ما ورته وویل: ښې څلوریزي دي. په زړه پورې دي. خو ځیني مشخصات لري. بیا هغه په ټینګه د دغه ځانګړنو د لیکلو غوښتنه وکړه. په دې اساس په دې لیکنه کې ټولو ځانګړنو ته نه بلکې یو لړ هغو ته اشاره ده. دا کومه څیړنیزه مقاله نه ده. یوازې یو نظر دی چې کیداي شي چاته د منلو وړ وي او چاته هم نه...

۲

خوشحال بابا په پښتو ادب کې د ډیر ستر او په ږړه پوري شعري ارزښتونو د هستولو خاوند دي چې راتلونکو نسلونو ته یې په میراث پریښي دي. د خوشحال بابا په کلیاتو کې یو په زړه پوري شعري فورم د هغه رباعیات دي. خوشحال خټک په دغه رباعیاتو کې د خپل ژوند، تجربې، فکري حالت، خپله خبره او د خپل شخصي ژوند یوه نیمه شیبه او لحظه بیان کړیده. په دې رباعیاتو کې خوشحال خټک د پښتونولۍ ارزښتونه، د پښتون میړانه، د میړه خصایل او هوډ بیان کړی دی. خو کله چې انتقاد او نصیحت ته خبره راغلې نو خبره تري بربنډه شویده او د یوه خان له دریځه یې پښتون ته سپوري ستغې هم ویلي دي. خو اوس چې کلونه او پیړۍ له دغو شعرونو اوښتي دي د هغه «صریح ژبه» چې د شعر په نسبت یې د صراحت مالګه زیاته ده. هم معنوي ارزښت دی او شعري جوهر لري دا ځکه چې د هغه شاعرانه نصیحتونه د اولسونو د ارمان او نصب العین په یوه برخه بدل شوي دي چې پیړۍ پیړۍ یې ورته مبارزه وکړه او روانه ده. کله هم پر شعري ژبې صراحت غلبه کړي ده. په قهر شوي او په څرګندو الفاظو او کلماتو یې خپل مطلب بیان کړیدي. څو مثالونه یې دا دي:
الف: پښتون ته:

دا منصبونه دا انعامونه
واړه زندۍ دي واړه دامونه
پښتون مغل به سره دوستان نشي
خوشحال یې مه وینه دا اکرامونه

تیرا مې ولیده راغلم تر سوا ته
پښتون مې ولیده دا لوی لوی ذاته
عقل همت مې له چا و نه لیده
په بیارته راغلم ناست یم ما ته

ب: د عمر او ځوانۍ ارمان:

په چرته لاړې د لوبو وخته
ته چا تا لاکړي د ځوانۍ رخته
پیرۍ وکړې را باندې چارې
فولادي توره یم خوړلې پروته

ځواني مې لاړه په غفلتونه
په عسرتونه په شدتونه
لولۍ چې راله شي تسپي په لاس واخلي
هسې مې اوس دي دا طاعتونه

ږیره دې سپینه شوه ځواني دې ولاړه
وګور ته لاړل همزولي واړه
اوس دې د غمه سره ژوندون دی
ژاړه خوشحاله خټکه ژاړه

خوشحاله مه یې په زوی والي ویاړه
هم ځینې مهر وفا مه غواړه
هر چه زوولی دی د توتیا له نسه
د پدر کشو په بوي دي واړه

په نظام پور کز په سوسو سوسو
قمري نارې وهي چې کوکو کوکو
تل به د خوړې په بڼ کې نه وو
وایې داهسې په ځوځو ځوځو

ج: میړه او هوډ:

د مرد چې نه وي لمن خیرنه
پاک وي په ژبه پاک وي په ژمنه
که زر بلا وي اندوه دې نه کا
فرښتې به واړوي بلا له ده نه

۳

د خوشحال په شعر کې د «میړانې» صفات برجسته کیږي. د نامردانو او موږیانو رټنه او غند نه کیږي. د پښتنو د بې عقلۍ حیرانیږي. افسوس کوي، د خپل عمر او ځوانۍ په تللو افسوس کوي. د مغلو او پښتنو روابطو ته ګوري او پشتنو ته خبرداري ورکوي، له خپل زوي نه سرټکوي او داسې نور.
خو له دي ېټولو سره سره بیا هم خوشحال په زغرده خبره کوي او د خانۍ دریځ هغه ته دا جرات ورکړي چې په بې پروایې سره خبره وکړي او غیر شعري مفاهیمو او کلماتو ته شعریت ورکړي. لوستونکی او اوریدونکی ته یو لړ حقایق تداعي کړي. نو ځکه خو«غیر شعري» کلمات او مفاهیم د خوشحال په شعر کې شاعرانه روح او ښکلا پیدا کوي. دا سنت غني خان هم خپل اوج ته رسولی دی.
خو کله چې د لایق په باب خبرې کوو نو څه وینو؟
لایق اوس د خوشحال پر مسند ناست دی. هغه ته اروپا «رنتبور» دی او دهغه واقعي شعري میراث خور بلکې دا به هم مبالغه نه وي که ووایو، دی د هیواد د ټول پشتو او فارسي کلاسیک ادب ښاغلي وارث دی او په سپرغکې کې یو تهور کوي. د محافظه کارۍ او کانزرویتیزم څخه ووځي او او د«حالت د بدلون» په بهانه ځینې داسي څه وایې چې په نثر کې یې نه شي ویلي. هغه اصیلو پشتو مفاهیمو ته چې په خاص قهري حالت کې کارول کیږي د شعر قبا وراغوندي او ساه په کې پوه کوي.
د لایق سپرغکې د یوه لنډ زماني واټن د یاس، خپګان، قهر، ناخوالو، ناامیدیو او شاعرانه احساس ښکارندوی دي. په دي څلوریزو کې هغه د هیواد، د مهاجرت، خلکو، جنګونو، انقلاب، مجاهدینو او د جهاد او نورو مسایلو په اړوند خپلې اندیښنې او مفکورې څرګندي کړي دي.
په څلوریزو کې هغه بربنډ کلمات کاروي، لوڅې خبرې کوې. کله چې هم پر شهریت صراحت غلبه کوي شعریت له لاسه ورکوي. کله هم فلسفي لارښووني کوي، حکمونه کوي، پریکړي کوي. پریکړي دریځ غوره کوي او خپلو سیاسي مخالفینو ته سپوري او ستغي وایي.
په دې څلوریزو کې د ژوندانه دتللو یاس او ناامیدۍ څرګنړیږي، د هیواد خلک او د انقلاب ستاینه کوي، پوښتنه رامینځ ته کیږي چې ایا دلته شعر په شعار نه بدلیږي؟
د شعر او شعار خبره زموږ په معاصرو ادبیاتو کې لږه ناسمه توجیه شوي ده. دا مفاهیم یو ډول کره کولو ته اړه لري چې په دې مقاله کې یې نه شو کولې په تفصیل پري وګړیږو، خو تر کومه ځایه چې د لایق شعر په باب اړه لري نو باید ووایو چې دلایق شعر په تیرو څو لسیزو کې تل د نسلونو او ټولنو د خولې ورد وه. که داسي نه ده؟ داسي زیات مثالونه لرو چې د دي مقالي له حوصلې بهر دي. همدارنګه د دي اثر د ځینو څلوریزو په اړوند هم دا خبره صدق کوي. کیداي شي ځینې خبري وخت ته پریږدو چې په راتلونکې زمان کې ورسره نور نسلونه څه کوي.
بله دا چې لایق له خوشحال بابا وروسته لمړنی وتلی او نتلی شاعر دی چې په دې کچه او په دې رنګینیو او ډولونو سره یې پښتو څلوریزي یا رباعیات هست کړي دي.

۴

د ژان پل سارتر فرانسوي فیلسوف او روښانفکر د هغو کسانو له ډلې دی چې د کمونیستي لیکوالو برسیره یې تر هر چا زیات د لیکوال د مسوولیت او رسالت او ژمنتوب په باب خبرې کړې دي. نوموړي له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په روښانفکري ټولنو کې د ادبي تعهد او مسوولیت مساله وغزوله او د دې له پاره چې هغه ته فلسفي بستر ورکړي نو «ادبیات څه شي دي؟» اثر یې ولیکه. نوموړي (سارتر) په خپل اثر کې ازادي، عمل او مسوولیت سره موازي او برابر بولي. د هغه په نظر لیکوال څرنګه عمل کوي؟ هغه ځواب وایې چې د لیکلو له لارې عمل کوي. هغه یعنې د خبرو ویلو او لیکلو له لارې عمل کوي او نړي او چاپیریال بدلوي. نو څرنګه چې عمل کول له ازادۍ سره رابطه لري، یعنې دا داسې غوراوي او انتخاب دی چې د امکاناتو څخه تر لاسه کیږي، نو له مسوولیت سره هم اړیکی او پیوند لري. ځکه چې د هغه په باور د مسوولیت لرلو ازادي د عمل او مسوولیت منل لازموي. نثر لیکونکی هغه څوک دی چې د سارتر په نظر دویمه عملي تګ لاره غوره کوي چې دې ته د څرګندولو او افشا کولو عمل وایې. نو سمه دا ده چې پوښتنه وشي چې لیکوال په خپله ازادۍ سره او په خپل مسوولیت سره د نړي او چاپیریال کومه منظره روښانول غواړي او څه ډول بدلون راوستل غواړي؟
نو که چیری لیکوال د نړۍ داسې منظره څرګنده نه کړي. نو کیداي شي دا پوښتنه ترې وشي چې ولې یې سکوت غوره کړی دی؟ او ولې یې دا خبره چې ورته اړه وه روښانه نه کړه؟ او ولې په دې برخه کې بدلون راولي او په هغه بله کې نه؟ د سارتر دغه نظر د نثر لیکونکي او یا داستان او درامه لیکونکي په باب دی خو د شعر په باب هغه بل څه وایې:
د سارتر په نظر لیکوال او شاعر دواړه د ژبي سره سروکار لري. خو د دواړو چلند بیل دي. سارتر، شاعر له مسوولیت څخه ګوښی بولي. هغه وایې: «دا سمه ده چې نثر لیکونکی یې لیکي او شاعر یې هم لیکي، خو دا دواړو ډولونو د لیکو ترمنځ توپیر موجود دی. ګده وجه یې یوازي د لاس خوځښت دی چې کلمات پرې لیکي. پر دې سر بیره د ده نړۍ او د هغه سره جلا دي هغه څه چې د یوه له پاره رښتونی او د بل له پاره نه دي.» د سارتر په باور شاعران خبري نه کوي خو چوپ هم نه پاتي کیږي. د هغوي پیغام جلا هغه دی.
سارتر، شعر یوه ښکلې اور لوبه بولي چې په کلماتو سره تر سره کیږي. سره له دې چې د سارتر په نظر د لیکوال په نسبت شاعر مسوولیت منلو ته غاړه نه ږدي. دا ځکه چې شعر د «هایدګر» په عقیده معصوم موجود دي.
د سارتر په نظر شاعر د بشري اعمالو په کلي ماتې باور لري او داسي لاره غوره کوي چې په خپله په ژوند کې ماتي وخوري. نو د خپل فردي شکست له لاري د عمومي بشري ماتي خبرداري ورکوي. د سارتر په عقیده د شعر حکم یو ډول لوبه ده چې هر چا بایلو ده نو ګټونکی شو. اصیل شاعر هغه دی چې د دی له پاره چې وړونکی شي، ماتي که د مرګ په بیه هم وي، مني یي.
سارتر یوه بله خبره هم راپورته کوي او هغه د شاعرانه لید خبره ده. د هغه په نظر د انسان د ژوند یو بل اړخ ماتې او شکست دی. انسان باید دغه ماتې د خپل شته والي د بنسټ په توګه وپیژني. که د عمل له لیده تیر شو نو هغه په دې محکوم دی چې هغه ټوله نیستي ده. په دې ډول موږ انسان ته په تراژیک لید ګورو. تراژیک لید او شاعرانه لید سره یو شي دي.
سارتر وایې د شاعر هدف دا نه دی چې ماتې او شکست نړیوال مسیر ته داخل کړي، حقیقت دا دی چې د هغه سترګې یوازي ماتې او تباهي ویني. شاعر یوازي د ماتې سندره نه وایې بلکې د ماتې په لیدلو سره له هغه تیریږي او په بل اړخ کې د انسان د ماتې خوړونکي ذات سره مخامخ کیږي او په خپله یوه شیبه کې د انسان د ژوندانه یوه شیبه احساس کوي.

۵

د سپرغکې ننداره :
د پښتو د کلاسیک ادب د رباعي په فورم کې شعري ټولګه ده. دا فورم د پښتوغزل سره په عامیانه تعریف کې یو شان بریښي. استاد بینوا په ادبي فنون کې رباعي هغه فورم بولي چې شاعرانو د پند او نصیحت له پاره کارولی وي او په غزل کې عاشقانه مطلب بیانیږي. په وزن کې هم توپیر لري. د خوشحال بابا په کلیاتو کې ښایسته غټه برخه د هغه د رباعیاتو ده، هغه رباعیات، پند، نصیحت او ګوت نیوي یا انتقاد ته هم وقف کړي دي. د پارسي ژبې د مشهور شاعر، خیام رباعیات هم ډیر مشهور دي. نوموړي رباعیات د فلسفي افکارو د بیان له پاره کارولي دي.
لایق هم خپله فلسفه او د ژوند لاره او ښونځي په خپلو رباعیاتو کې ځای کړی دی. خو د خیام رباعیات دومره متنوع مطالب نه لري. هغه د نوموړي شاعر د لید توګې ننداره ده. خو د لایق په رباعیاتو کې جاري زوند څپې وهي، ځکه خو کله یې شاعرانه رنګیني ډیره لوڅیږي.
خیام په خپلو رباعیاتو کې ړ خرافاتو او موهوماتو سره مبارزه کوي. په رباعیاتو کې د هغه مخاطبین رزاهدان، فقیهان او مذهبي مشران دي. خو د لایق په رباعیاتو کې د «دوران عصر د مضمون قهرمان» یا «د مدنیت د شخړي» یو لوبغاړی، یعني ملا او مذهبي مشر حضور پیدا کوي. د یوه لیکوال په قول، خیام په خپلو رباعیاتو کې پر دې فلسفي مفکوره ټینګار کوي چې: پر دې ځمکه چې موږ ژوند کوو نه نیکمرغي شته او نه عاقبت. ماضي او راتلونکې دوه نیستۍ دي. هغه وایې د دغه دوه نیتسو په منځ کې دم غنیمت ګڼل په کار دي.
خو لایق د ژوندیو او قابل لمس موجوداتو سره سروکار لري. هلته چې پښتو او پښتونواله مطرح کیږي نو د خوشحال روح یې په رباعیاتو کې غږوني کوي. او کله چې د «دوران د قهرمانانو» په لوپه کې ورګډیږي نو بیا پخپله لایق دی چې حضور لري. خو کله چې د یاس، حرمان او ناهیلۍ سره مخامخ کیږي، نو بیا زموږ د دوران ډیر ستر پرزیدلې خو د سارتر په قول د میدان ګټونکی شاعر دی.
پر نورو ادبیاتو سربیره په پښتو ادبیاتو کې موږ ځیني سنتونه وینو: که خوشحال بابا شعر ته مغلوالې او د پښتون بې اتفاقۍ او ځان ځانۍ د یاس او حرمان نه ډک رنګ ورکړې نو ایا د تیري پیړۍ پیښو په لایق د اثر نه دی کړی؟
که د غني پښتنې غچ اخیستونکی ولولي د «بودایي ډوله» چلندونو په اثر خپه شوي نو د هغه یاغي نظر یاس او ناهیلۍ او د عمر شتاب او د ځوانۍ د رنګینیو یا د هغه د شعر په ژبه و نه نڅیده؟ زما په نظر خو همداسي ده.
خو باید ووایو چې لایق رباعي یوازې د پند او نصیحت له پاره نه ده کارولي، بلکي لیندۍ تري جوړوي، غشی په کې ږدي او ګوزار کوي. لکه خوشحال بابا چې وایې:

چې رباعي د خوشحال خان دي
د لاجوردیو غیشو په شان دی
تیر ګر که هر څو غشی ښه روغ کا
پرواز یې بویه که پر یې وران دي

د لایق سپرغکې د غشو د ګوزار له پاره لیندۍ ده. که د وطن خبره او د اولس خبره او د ازادۍ خبره کیږي نو هغه د جهاد، مجاهد، ملا په لور غشي ګوزار وي. خو که خپل زلمیتوب ته، خپل عمر ته، خپل غربت ته، خپلې ماضي ته او خپلې ازادۍ ته یې فکر کیږي نو بیا د پند او نصیحت خبره نه کا بلکې غشي ږدي او په دې غشي ځان ژوبلوي چې په دې لړ کې چې ځان ژوبلوي نو د شعر «اور لوبه» ګټي. څو مثالونه:
الف-

ماشومتیا څه ده یو ښکلی خوب و
زلمیتوب څه و یو لیونتوب و
کله چې زوړ شوم په عقل جوړ شوم
نړۍ یاغي وه ژوندون اشوب و
= = =
څومره ښایسته یې د جانان غمه
چې چیرې ځمه تا ګر ځومه
که ته ساحل یې زه دي څپه یم
چې څو مې رټې بیرته درځمه
= = =
ای څومره تریخ یې د غربت اوره
چې سړی ورک کړي له خپله کوره
پرده د هیڅ چا په چا کې نشي
یا خپله کوره یا خپله ګوره

د هجوې سزا:

چا چې هجرت که ما به غندلو
زه یو بې رحمه هجوي شاعر شوم
د وریتو شویو زړو له ښیراوو
وطن پردی شو زه مهاجر شوم

د ځوانۍ جواز:

یو ځلې راشه د ځوانۍ جوشه
چې جواز واخلم له نوشانوشه
د زړښت ورځو په سپکو سپک کړم
جومات ته تښتم له می فروشه

لا راسره یې د ځوانۍ رنځه
ځګیروی دې اورم د زړه له منځه
ما په پردیو غمو کې هیر کړې
چې څو مې کنځې، هغو مې کنځه

چې څو راویښ شوم وخت رانه تیر شو
مرګه دمه شه چې کار مې ډیر شو
د شیبو لوبو پر ځان اخته کړم
هوس د عمر رانه چاپیر شو

د غربت حضیره:

په شنو لمنو وریځه خوره شوه
زموږ په زړونو لا توره شپه شوه
د یورپ خاوره چې جوړ جنت دی
موږ ته غربت کې یوه حضیره شوه

د وطن باد:

یو ځل را خور شه د وطن باده
تر دي لړلي مغرب اباده
زما د شعر بلبل ګونګي شو
فریاد فریاده فریاد فریاده

ځواني:

اي د ځوانیو د دوران یاده
د زخمي مینو یاغي فریاده
بي اوره ګالم د ژمي ستونځي
یو ځل مې یاد کړه داد و بیداده

ب - وطن او ملا:

وطنه ګوره دا دي څه حال شو
چې هر حرام دي غلو ته حلال شو
موږ خپلو خرو ته لاهک او پک وو
ملا ته ګوره چې خردجال شو

د جنګ اورونه بیا تازه کیږي
ملا حاکم شو دوزخ جوړیږي
د ملا عدل بي اور نه شي
افغان وطن به جهنمیږي

ملا حاکم شو امتحاني شو
له حجري ووت سم میداني شو
په څو کلدارو پاکستانی شو
په څو ډالرو امریکایي شو

مجاز او حقیقت:

ډیر مشران دي په صغارت کې
ډیر عالمان دي په جهالت کې
دا په ظاهره په نفلو بوخت دي
ډیر زاهدان دي په ضلالت کې

جهاد:

جهاد بل څه دی لوټ او غارت دی
د لوټمارانو یو سیاست دی
په تالان جنګ دی د تالانګرو
د دوښمنانو یو مصلحت دی

جهاد د خلکو تالا کول دي
هم سپکول دي، هم ورکول دي
د نالو ستلو ټوپک مارانو
په ټولو چارو حاکمول دي

جهادي پلمه:

جهاد پلمه ده د ورانولو
له یوې مخې د چورولو
ازاد جواز دی پاکستاني ته
د افغانانو د ختمولو

جهاد شعار شو د انګریزانو
د تالانګرو امریکایانو
سعودیي راووست د افغان جنګ ته
صلیب چلتار شو د عربانو

سپکي ږیري:

دې سپکو شویو ږیرو ته ګوره
چې اور راشیندي له پردي کوره
خپل خلک وژني د بل له پاره
ورینداره بیا یې له خپله وروره

ملا:

د ملایانو توره ناورینه
زما وطنه په وینو خوړینه
وخت رانیږدې دی وزر ازاد کړه
هم له سیافه هم ګلب الدینه

ج- انقلاب او ګوند:

انقلاب څه دی یاغي دریاب دی
وحشي ټکل دي سور انتخاب دي
د ستمګرو زور او تیري ته
د سر شیندونکو خوبي ځواب دی

انقلاب یووړه زموږ سرونه
ادا یې نه کړه زموږ هوډونه
چې بې اودسه ملا اما م شو
نه منل کیږي کړي مونځونه

ګوند چې تکیه شو په شورویانو
جنون حاکم شو په انګریزانو
ملایې راووست په موږ یې سپور کړ
اوس ورته ټینګ شۍ انقلابیانو

ګوند:

موږه ګوند جوړ کړ د مظلومانو
د وزرماتو د محرومانو
چې سورور شو د زورور شو
زین کړي اس شو د جابرانو

ګوند یوه اډه شوه د شیطانانو
د بي هدفه منافقانو
د مشق میدان شو د هر پریوتي
د وطن پلورو نعره بازانو

وطن یو ګوند وو خو وروسته ګندشو
دځان غوښتونکو په لومه ګند شو
په جلا برخو ټوټه ټوټه شو
موړه موړه شو پیوند پیوند شو

د ګوند ناره وه د ویښولو
نه د تړلو ، نه د وژلو
یو څو مور غوي راکې پیدا شول
د نرخ او څلي د سپکولو

د- د میړاني ژبه:

پخپله هو چې څوک باوري وی
مټ او چمبه یې دا زمري وی
چې هویې نه وي لیري تري ګرزه
که «باختري» وي که «خاوري» وی

د پښتون څلي:

هوډونه څه دي د پښتون څلي
لوړ میثاقونه اولس منلي
یا لوړي لووړي له خولې وتلي
مشهوري شوي په کور او کلي

هوډ:

هوډ یو میثاق دی د اولسونو
د پشتونوالې پر ناموسونو
انسان انسان شو په خپلو ژمنو
نه په پسونو نه په اسونو

که پښتون نه واي:

که پښتون نه واي زه به یو بل ووم
یا به جاسوس ووم یا به یو غل ووم
اوس راښکاره شوپه سیاست کې
که په هوډ نه وای زه به بدل ووم

افغان چې زخم د نام د ننګ شي
غیرت یې مړ شي هوډ یې تمام شي
هر اجنبي ته تر سپیو سپی شي
د هر پر یوتي غلام غلام شي

د پښتون څلی:

د پشتون څلی ، ختلي غرونه
درنې خبرې ، درانه خویونه
چې هو یې وکړه بله به نشي
څو یې په تن وي مغرور سرونه

ورورستۍ خبرې :
غواړم خبرې د مرحوم استاد روهي په یوه یادونه او د هغې په توضیح پاې ته ورسو: استاد د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د ښاغلي لایق په باب لیکي: « سلیمان لایق د ویښتیا د پړاو ستر شاعر او د اوښتون د پړاو لارښونکی مثال او مشال دی. د لایق اکثر شعرونه د ګوندي ایدیالوجۍ په خم کې رنګ شویدي او له همدې امله دغه ستر استعداد لکه څنګه چې ښایې ونه پیژندل شو.»د روهی صیب دغه خبره یو څه پام غواړي، خو زه یې داسې تعبیروم چې کیداي شي لایق او د هغه ګوندي سیاسي تګ لاره اوایدیالوژیکه لیدتوګه هغه په یوه صف کې درولي وي. هغه یې له یوې کتلې خلکو جلاکړی او بلې ته یې نږدې کړي وي. خو دا به هم له پامه لیري نه ساتو چې د هغه نور داسې اثار هم شته چې د هغه د «شاهنامه یې» اغیز څخه په بیلا بیلو قطبونو کې څوک نه شي منکریداي.
بله دا چې د شاعر او هنرمند د کار ارزیابي په کلیت کې مطرح ده، نه په جږییاتو او ځیني ځانګړو برخو کې.
په هر صورت کله چې په واقعي او عیني توګه قضاوت کوو باید ووایو چې لایق د یوه هنرمند، یوه انځورګر او یوه ښه شاعر په توګه بی مثاله دی. دا چې ځیني کسان په مرکو او تبصرو کې پر هغه تور لګوي چې ګویا لایق ایدیالوجۍ منزوي کړ. سم دواره دا پوښتنه مطرح کیږي چې ایا همدغه کسان د یوه خاص لید له مخی یا د یوه خاصي ایدیالوجې له مخې دا قضاوت نه کوي؟ چې کوي یې. اړه نه وینم چې دلته د ایدیالوجۍ فلسفي مفهوم راوسپړم. ځکه دا مفهوم اوس له بدیهیاتو څخه او څرګند دی. موږ په سیاستون خبري نه کوو ، په شعر خبري کوو او کله چې شعر ته راځو نو د روهی صیب دا خبره داسې تعبیروو چې لایق د هغه د شعري استعداد پر مقیاس اوس هم لږ پیژندل شوي دي، یا په بل عبارت په دي لا اوس هم د سیاستونو ګرد پروت دي باید دا ګرد پک او د لایق هنري فکر پیژندنه شفافه شي.
دا سمه خبره ده چې د لایق په اثارو کې د ټولنیز تعهد مساله په قوت مطرح ده دا ده چې د چا په کلام او اثر کې د شاعر ذهنیت او تفکر مطرح نه دي. دا چې یو شعر څرنګه وکړای شي د خلکو تر شعاره اوج ته ورسیږي باید ذاتي جوهر ولري دا بل بحث دي. هدف دا دی چې که چیرې د شاعر شعر د خلکو د خولې ورد ګرځي نو قوي ذاتي جوهر به لري او له هغه څوک انکار نه شي کولې. نیمه پیړي او له هغه زیاته موده کې چې چنغر زیږیدلي دي او بادبان په توفانونو کې کاروان ته سمت او لوري ورکړې دی ایا د نسلونو په غوږونو کې یې ازانګې نه دې کړي چې ارومرو کړي یې دي.
د لایق په شعر کې هیله او امیدونه څپې وهې. د هغه شعر د ویلاړ او عظمت د روزنې او را پارونې او هستونې زردښتي او سپیڅلی اور دی. دا اور به تل د افغان په کیږدو، کوډلو، کنډرو کورونو دښتو او ښارونو کې بل وي، ځلیږي به او تودوخه به یې د نسلونو په روح او تن احساسیږي.
پاي
لندن، د اګست میاشت ۲۰۰۵م

*محمد اکبر کرګر*

نېټه 2007/2/25 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

نور مې د زړګي ړنګو برجو ته کتل مه کوه 

 هسې هم د مینې توپان سخت راته وران کړي دي

هېر به دې چنګیز او انګریز دواړه له یو واره شي

 ځالې د محبت چې بې وفا جانان  وران کړي دي

 

نېټه 2007/2/5 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
ته شه څاڅکی د شرابو              زه به جام د میخانې شم

ته شه سرې شونډې مۍ ګوني           زه به ګل د ګلخانې شم

ته شه غنچه د سره ګلاب شه           زه به تندر دخندا شم

ته شه وریځ په اسمانو کې           زه به سورګل په صحراشم

ته رڼا شه تورو شپو کې            زه به وړانګه ستا په خوا شم

ته مې یو ځل در په یاد کړه            زه به ستا په مشغولا شم

نېټه 2007/2/1 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ