تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې

له کله چې د انټرنېټ په نړۍ کې د پښتو ژبې وېبپاڼې او وېبلاګونه ډېر شوي، نو خدای سته مینه وال یي هم ورسره ډېر شوي او دا بهیر لا د چټکۍ پر لور روان ده. هره رسنۍ که هغه برېښنايي وي او یا چاپي باید خپلو مینه والو او لوستونکو ته د ژورنالیزم د اصولو او قوانینو سره سم خبرونه، رپوټونه، مرکې او نور معلومات خپاره کړي. له بده مرغه په افغانستان کې چې کله د رسنیو ازادي راغلي، نو هر بېکاره او بې اوزګاره را ولاړ شي او له ځانه خبریال جوړ کړي، او داسې بې معنی، له حقیقته او انسانیته لري لیکنې خپروي چې هغه بیا لوستونکی د ټول ژونالیزم له ډګر څخه ستړی او بدګومانه کړي. په دې پښتو سایټونو کې یو هم د بېنوا وېبپاڼه ده چې موږ ټول یي پښتو ژبې او پښتنو ته د هغوئ د خدمتونو په اړه په کلکه سره درناوئ کوو، خو د دې وېبپاڼې یو تن لیکوال، ښاغلی میرویس جلالزی، چې نن ورځ په پښتو رسنیو کې چې کله له کوم دولتي چارواکي څخه د خپلو شخصي اغراضو او یا نورو مقاصدو د نه عملي کېدو په خاطر خپه شي، او یا هم د کوم لوړپوړي دولتي یا غیر دولتي او معزز کس دښمنان وغواړي چې په هغه پسې منفي او بې قضاوته لیکنې او تبلیغات وکړي، نو بیا هغه شان کسان میرویس چلالزي ته ورځي او د څو افغانیو یا ډالرو په بدل کې نوموړی د ژورنالیزم سپیڅلې دنده په اوبو لاهو کوي او راولاړشي سپینې پاڼې داسې په بې معنی او مغرضانه او د ژورنالیزم له اصولو سره په ټکر لیکنو باندې ډکه کړي چې، هغه د کلي د خلکو په وینا هر هغه څه چې یي په خوله ورشي، راباسي يي. البته دا لومړی ځل نه ده چې ښاغلی میرویس جلالزی داسې د درواغو او له حقیقته نه لري  لیکني کوي، بلکې په کراتو کراتو یي داسې بې معنی او داسې محال او له بې ځایه خبرونه او لیکنې خپروي، ته به وايي چې دی دټول هېواد عام تام حاکم ده او هره ګړۍ له هرې خبرې نه خبریږي. دا ځل هم دې ښاغلی د پکتیکا په والي، جنرال عبدالقیوم کټوازي پورې دومره غټ درواغ او له تبلیغاتو نه ډکه لیکنه کړي، چې زما په اند دا به د درواغو لیکلو په تاریخ کې تر ټولو د غټو درواغو لیکنه وي.

ښاغلی میرویس جلالزی داسې لیکي:

((
د پکتیکا والي قیوم کټوازي ته نږدې یوې سرچینې بینوا ویب پاڼي ته وویل چې ښاغلي کټوازي د حامد کرزي تر بریالي توب څو ورځي دمخه په کابل کې په سلګونو کسانو ته له ډول سره پلو ورکړه.د دغه محفل اصلي لامل د ښاغلي کټوازي نوی واده په ګوتو شوی دی. ښاغلی کټوازی چې څو میاشتې دمخه د پکتیکا د نوي والي په توګه ټاکل شوی دمګړۍ څلور لوراني لري او تر اوسه نه ده څرګنده چې د دوهم واده دلیل یې څه وو. ویل کیږي چې د ښاغلي کټوازي او د هغه د نوې میرمنې تر منځ هم ډیر ستر سني توپير موجو دی. عیني شاهدان او هغه کسان چې د ښاغلي کټوازي د واده مراسمو ته په کابل کې ور بلل شوي ول وایې چې نوموړي د خپل واده په مراسمو کې په لسګونو زره امریکایې ډالره لګولي ول او په دې سربیره یې د نجلۍ پلار ته هم په سلګونو زوره روپۍ د ولور په توګه ورګړي دي. نوموړی د حامد کرزي د دولت په لومړیو ورځو کې د پکتیکا په ولایت کې د ملي امنیت یو عادې مامور وو چې په مرکز ښرنه کې اوسیده خو کله چې په کندهار ولایت کې د ملي امنیت د ریس په توګه وټاکل شو نو د غریبۍ ژوند یې نوي بڼه خپله کړه.))

په پورته لیکنه کې جلالزي صاحب لیکلي چې جنرال کټوازي دویم واده کړی او په کابل کې يي د واده په مراسمو کې په لسګونو زرو ډالر لګولي، دا بلکل غلطه خبره او غټ درواغ دي. والي صاحب یوه میرمن لري او زما په اند په ټوله نړۍ کې به یوازینی کس والي صاحب وي چې له خپلې کډې او کورنۍ څخه به خوشاله وي. خو دا واده د والي د دویم ورور و، چې محمد رحیم نومیږي. او بله خبره لا دا چې د جنکۍ پلار مخته کلونو کې وژل شوی، خو جلالزي صاحب لیکلي چې د جنکۍ پلار ته يي په سلګونو زرو پاکستانۍ کلدارې ورکړي دي. په داسې حال کې چې د همدې واده شرعي مهر ۲۰۰۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې وي. درېیمه خبره دا چې په دې واده کې اصلاْ کټوازی صاحب کابل ته نه و راغلی او د دې خبرې سپیناوی تاسې په کابل کې له میشتو ټولو کټوازیانو څخه هم کولای شی.

جلالزي صاحب لیکلي چې جنرال کټوازی د کرزي د حکومت په لومړنیو کلونو کې د پکتیکا په ولایت کې د ملي امنیت یو عادي کارمند و، دا لا څومره ښکرور درواغ دي، نوموړی له همغه اول پړاو نه د پکتیکا د ملي امنیت رییس و، خو نن چې يي ځان دولایت کچې ته رارسولی، دا نو تقوی، لیاقت، خدمت، دندې او هېواد ته ژمنتیا او قرباني غواړي. په دې شکر چې ښاغلی کټوازی پخوانی جنګسالار او یا هم له بهر ملکونو څخه نه دی راغلی. ښاغلی جنرال کټوازی د افغانستان د پخواني پوځ د یوه با اعتباره او مشهور پوځي، ارکان حرب ډګروال عبدالخالق خان کټوازی زوی، د هغه چا زوی چې دپوځ پخواني کسان او صاحب منصبان یي د نوم په اوریدو سره د هغه د دیانت، صداقت او خلکو هېواد ته دخدمت د پاکې مینې او جذبې له لاسه په لړزا راځي. نو جنرال کټوازی هم د هغه کس زوی ده. هر انسان په ژوند کې بېلابېل پړاوونه وهي، یو څوک هم د خپلې مور له نسه والي یا پاچا یا وزیر نه دی پیدا شوی، دا ټول اول ساده مامورین وي، چې وروسته بیا لوړو لوړو څوکیو ته رسیږي. که څه هم د جنرال کټوازي دنده تر والي کېدو مخکې په کندهار کې وه، خو په پکتیکا د امنیتي حالت په خرابیدو او دهغه وړتیاوو ته په کتنې او د سیمې د خلکو په غوښتنه د ولسمشر حامد کرزي له خوا د پکتیکا د والي په توګه وټاکل شو، چې نن ورځ دا دلمر په شان یو څرګند واقعیت دی چې د پکتیکا ولایت په تیره بیا د کټواز سیمه وروسته له اتو کلونو له یوه ډاډمن او عام تام امنیت څخه برخمنه شوې ده.


دلته زه له خپل ګران هم مسلکي ورور، میرویس جلالزي ته یوه وړوکي مشوره ورکوم او هغه دا چې هر څه چې په خوله او ژبه درشي، مه یي لیکه، لږ چورت پرې ووهه او د ژورنالیزم اصول په پام کې نیسه، که چیرې تا په رښتیا هم کوم ژورنالیستي پوهنتون یا انستیتیوت او یا هم کوم کورس ویلی وي او یا د کوم ژورنالیست له څنګه کېنستی يي، نو د هغو لومړئ خبره به تاته د خبر او د رپوټ موثقتوب (کره توب) یا ریښتینوالی يي، نه د درواغو او او بې معني او تبلیغاتي لیکنه، کوم چې ته محترم يي د څووم ځل لپاره لیکي او خپروي يي.


په پای کې د بېنوا وېبپاڼې له چلوونکې، ښاغلي هادي حیدري څخه په خورا درنښت هیله کوو چې، د لوی او فاضل استاد، خدای بښلي عبدالروف بېنوا د ستر نوم او خدمتونو د نه شرمولو او نه بدناموولو په خاطر نور په دې وېبپاڼې کې د بې ظرفیته او بې کفایته تش په نامه ژورنالیستانو لیکنې خپرې نه کړي، که چیرې دا کار دوام ومومي، نو بیا به دا له پښتو ژبې، ملت او د لوی استاد بېنوا له شخصیت سره ستا د ذاتي دښمني ښکارندوی وي.


په درنښت

 

نېټه 2009/11/6 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

ځار شم د لیډر تر کولمو خېټه يي د ښکلولو ده

چا مهار، چا اوښ وخوړ، ده واړه کاروان وخوړ


د فلسفي غني خان دا پورتنی شعر د کرزي د اته کلنې تیري دورې د یو شمېر وزیرانو، معینانو، والیانو، قومندانانو، رییسانو، مدیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو ته ډالۍ کوم، هیله ده چې نور یې کوم ارمان په زړه کې نه وي پاته شوی او د کرزي صاحب په راتلونکي حکومت کې نور نو په کراره کښیني. کرزي صاحب ته دې خدای خیر ورکړي، چې په دې تیرو اتو کلونو کې یي د افغانستان په سلګونو هغه کسان چې په جنګي جرمونو او نورو نارواوو ککړ وو، ملیونران او یا هم ملیاردران کړل. خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي چې کرزی د راتلونکې کابیني او حکومت په جوړول کې دری لارې لري:

۱- د پخوانیو حاکمو وزیرانو، والیانو، معینانو، رییسانو او قومندانانو لا پسې بډایه کول.

۲- په پورتنیو دندو باندې د کرزي د نویو ملګرو ځای پر ځای کول کوم چې هغوئ هم د تیرو کلونو د چارواکو په شان سابقه لري.

۳- د نړیوالې ټولنې په نیغه لاس وهنه په مالي او اداري فساد باندې د ککړو چارواکو لري کول.


کرزیه موږ ته خو معلوم يي

مارشال او میخکوب دې په اوږو سپر کړي دینه

ملت به بیا اوس ټول غلط کړي

چالاکۍ کې خو افتخاري مېډال لرینه


نېټه 2009/11/3 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
نن د اکټوبر اوومه، د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو کرغیړنه، توره او یوه شومه ورځ ده. اته کاله مخکې د امریکا تر امر لاندې صلیبي ځواکونه د افغانستان په پاکه او میړنۍ خاوره راننوتل او لا تر اوسه د دیموکراسۍ په جامه کې خپل استعمار او استثمار ته ادامه ورکوي.

ژوندی دې وي افغانستان

مرګ دې وي په تیری کوونکو

نېټه 2009/10/7 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
پنج بنا شورای نظار :

اول _ پکول جانانه ؛

دوم _ دستمال چارخانه ؛

سوم _ ريش دانه  دانه ؛

چهارم _ کلاشينکوف سر شانه ؛

پنجم _ چور هر خانه !!!!!!!!!!!

                                                                                                              لیکوال: سپینتمان

نېټه 2009/9/30 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

نن دوشنبه په یوه خبرې ناسته کې د افغانستان د اسلامي نهضت ګوند مشر  او په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت استازي، سید اسحاق ګیلاني د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې له ډاکټر عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلی سید اسحاق ګیلاني د هغې کورنۍ غړی ده چې د افغانستان د شاته پاته سیمو زیاتره خلک لا اوس هم د پیرتوب په خاطر په جذبو ورته راځي. زموږ دا ښاغلي پیران چې کله هغه نالوستي او د خدای له خدايي نه بې خبره مریدان ورته راشي، نو د ژوند نیکمرغۍ او د ځان د بیدارتیا ټولې لارې چارې ورته په شنه کفر واړوي. او په خپل جهالت کې یي لا پسې ډوب کړي. له همدې وجې څلور کاله مخکې کله چې په افغانستان کې پارلماني انتخابات تر سره کېدل، نو ښاغلي پیر صاحب سید اسحاق ګیلاني هم په داسې حال کې چې د پیرتوب دروغجنې غاړې یې کشولي پکتیکا ته راغی او د هغو نا وسو او بې کسو خلکو رايي ټولي کړلې کوم چې باید یوه ریښتیني، د ملت په دړد خبر، پاک او سپیڅلي کس ته یې ورکړي وای.  او کله چې نوموړي ولسي جرګه ته د هغو مظلومو خلکو په رایو راغی، بیا تر اوسه پورې يي د پکتیکا نقشه د کاغذ پر مخ هم نه ده لیدلي. هان دا چې زیاتره موکلین لا خپل دفتر ته نه ورپریږدي او بېلابېلې بانې ورته کوي. که څه هم د ګیلاني کورنۍ د جهاد له پیل نه تر اوسه پورې د هېواد په ټولو سیاسي جریانونو کې دخیل او له بېلابېلو شبکو سره تړاوونه لري، خو اوس دا درنه او محترمه کورنۍ هم په دوو برخو سره وېشله شوې ده، چې پخپله پیر سید احمد ګیلاني د هغه زوی، سید حامد ګیلاني د مشرانو جرګې دویم نایب او فاطمه ګیلاني چې د انورالحق احدي میرمن کېږي په را روانو ټولټاکنو کې د حامد کرزي په پلوي او دا دی اوس ښاغلی اسحاق ګیلاني له عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړ، چې په دې کار سره یي اول ټول پښتون اولس او بیا يي د پکتیکا ولس رایو ته په سپکه سترګه وکاته.

په دې کار کولو سره ښاغلي اسحاق ګیلاني په پښتنو په تیره بیا د پکتیکا د خلکو په منځ کې د محبوبیت لپاره ځانته په خپل لاس قبر وکېنده.

نېټه 2009/8/3 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

دامریکا د ولسمشرانو ژوند ته که څوک په ژوره سترګه سره وګوري، نو د هغوئ د ځانګړتیاوو او عادتونو داسې یو لړ عجیب او په زړه پورې ټکي سړي ته ورښکاره شي، چې هر انسان تفکر ته اړ باسي او د هغوئ د ژوند د لا څېړلو لپاره یې هڅوي.


د امریکا دره څلویښتم ولسمشر د خپل سیاسي ژوند وروستیو شیبو ته ور نږدې کېږي، دا په داسې حال کې ده چې، تاریخ دغو هر یوه ولسمشر ته د دوئ د واکمنۍ پر مهال یو لړ ځانګړنې پر ځای پرېیښي دي. د دغو ولسمشرانو له ډلې څخه یې ځینو تر ولسمشر کېدو مخکې له ټولنیز پلوه په ډېرو بې ارزښته کارونو کې مشغول وو او ځینې یې هم ستر ستر مجرمان وو.

 

د امریکا د ولسمشرانو یو لړ عجایب

څېړنو ښودلې ده چې، جیمز ماډیسون (۱۸۱۷-۱۸۰۶) پوره ۱۶۳ سانتي متره جګ او وزن یې ۴۵ کیلو ګرامه و، چې په دې سره نوموړی د امریکا تر ټولو ټیټ ونی سړی و؛ ابراهام لینکولن (۱۸۶۵-۱۸۶۱) د ۱۹۳ سانتي متره لوړ جګ په درلودلو سره تر ټولو جګ ولسمشر و؛ ویلیام ټافټ (۱۹۰۹-۱۹۱۳) د ۱۳۶ کیلو ګرامه وزن په درلودلو سره د امریکا تر ټولو مزی ولسمشر و؛ د امریکا څلویښتم ولسمشر، رونالډ ریګن په ۶۹ کلنۍ کې د امریکا ولسمشر وټاکل شو چې تر ټولو ولسمشرانو زوړ ولسمشر و خو جان ایف کینیډي په ۴۳ کلنۍ کې د امریکا ولسمشر شو چې د امریکا تر ټولو ځوان ولسمشر و، خو البته ټیوډور روزولټ چې لومړی د ویلیام مک کینلي (۱۹۰۱-۱۹۰۹) تر منځ د امریکا د ولسمشر مرستیال و د نوموړي له ترور څخه وروسته  روزولټ د هغه ځای ناستی شو، چې د خپلې ولسمشرۍ د پيلیدو په مهال ۴۲ کلن و او له دې کبله تر جان ایف کېنیډي د امریکا د ځوان ولسمشر په توګه مخته دی. 

 



د مطلب پاتې برخه...
نېټه 2008/11/4 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

قســــــــــم مې کړی چـــې تــوبه ماتــــوم

ســــتا په ســـرو شـــونډو به روژه مـــــاتوم

خـــلک به وايي چې دا مســـت نشـــــه ده

نشـه نه یم خو پیاله په میکـــــــــــده ماتوم

اشــــنا ســــــــتا د سپین مخ د لیدو په تمه

په ګړنګو ګرځم همېشه د زړه شیشه ماتوم

شـــونډې دې سـرې په دنداسـه کړه لیــــلا

پـــس له کلونو زه پر تا خــپله نشـــــه ماتوم

 

نېټه 2008/9/16 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
 

ديدگاه و بینش مان زنده گی مانرا رقم می زند

 

عبدالقهار جواد(استاد پوهنتون کابل)

 15جدی 1386 / 5 جنوری 2008

 

انسان موجود عجیبی است و مطالعه خلقتش در هر روزگار از رنگ و رونق

نو حکایت می کند و ایجاب تحقیقات و پژوهش های ژرف علمی را می

نمایدتا اندک شناختی از ابعاد گونان گون  این موجود خلیفه خوانده شده

خدادر زمین برای مان میسر شود. همانطوریکه مطالعه خلقت انسان خالی

از پیچیده گی نیست ایجاب ژرف نگری  را می نماید همانگونه چگونگی عیار

 ساختن رفتار و زیستن در جامعه بشری کار بس ساده و آسان نیست و

جادارد برای تنظیم امور انسانی  درست طرح زنده گی اش را در طول عمر

به همان طوریکه ریخته است آنرا دنبال نماید زیرا بی همتی و بی بندباری

نسبت به تصمیم  و نقشه زنده گی  برای هر انسان صاحب خرد  و عقل

گران تمام خواهد شد و هیچ انسان با این عمر کوتاه غفلت های ایام

جوانی را در روزگار کهولت جبران کرده  نمی تواند مگر با تلاش زیاد اندکی

 آنرا، زیرا فرصت های خدا داد و طبیعی بسیار نادر است که در هر مقطع 

 زنده گی و هر روز باب بخت ما را دق الباب بزند. برای اینکه درست طرز

زنده گی را در یک محور واقعی آن دنبال نماییم بایست نکات چندی را

پیرامون روش های زنده گی بیاموزیم و بکار بگیریم که همانا انسان را به

 سر منزل مقصود اش هدایت کرده و کمال رسیدن به انسانیت  را برای

 آدمی مساعد می سازد. بعضی از نکات  مفید و عمده که بایست برای

 زنده گی انسانی در نظر گرفته شود و عملاً در زنده گی روزمره تطبیق

گردد، شامل نکات آتی می شود:



د مطلب پاتې برخه...
نېټه 2008/1/7 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

دا چې د ښاغلي آصف ننګ د نیونې په اړه د ملي امنیت چارواکي څه دلیل

وايي او عامه خلک څه ، داخبره ټولو ته ښه معلومه ده، خو اوس باید د

 افغانستان اسلامي جمهوریت په تېره بیا د امن جرګې کمېسیون، د

 پارلماني چارو وزارت، داطلاعاتو او کلتور وزارت او لویه څارنوالي 

 د ملي امنیت له چارواکو څخه د ننګ د تور د سپیناوي پلټنه او غوښتنه

 وکړي چې، ایا نوموړی رښتیا د لګول شوي تور له مخې تورن وګڼل شو او

 که نه. او دا چې ننګ یې وروسته له ۱۳ ورځو څخه راخوشي کړ، ولې یې

راخوشې کړ؟ او په څه دلیل؟ ایا هغه په خپل ځان د لګول شوي تور جزا

 ولیدله او که څنګه!؟!


اوس باید په خپله ننګ، د قلم او ژورنالستانو د دفاع ټولنې، د پارلماني

 چارو وزارت ، د امن جرګې کمېسیون، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ،

لویه څارنوالی او د نوموړي لارویان د هغه د حیثیت د اعادې لپاره مټې

راونغاړي.

 

یو ځل بیا د ښامار له خولې نه د ښاغلي آصف ننګ  آزادیدل، په خپله ده  

او د آزادۍ پتنګانو ته مبارکي وایم.

 

نېټه 2007/7/15 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

ولسمشر کرزی په خپلو پرېکړو کې ډېر قاطع شوی دی

 

 

له کومې ورځې چې ولسمشر کرزی  دامریکا له خوا د  ارګ په ماڼۍ ورننوت

 

اوتر دم  ګړۍ پورې تش په نامه د ولسمشرۍ چارې پر مخ بیايي، دا لومړی

 

ځل دی چې، ښاغلی کرزی د خپل یوه تصمیم او امر د عملي کولو لپاره داسې

 

جدي راوخوت.  که څه هم د هغه فرمانونه د ارګ له څلورو دیوالو نه  د باندې

 

چاته لا تر اوسه هم د منلو وړ نه ، بلکې د پوزخند وړ دي. خو له نیکه مرغه،  دا

 

 ځل نوموړی د ښاغلي آصف ننګ په نیونه کې داسې  جدي او بې پروا چلند

 

کوي، ته به وايي چې ښاغلي کرزی د پوځ کوم لوړ رتبه افسر دی.

 

 

په کرزي اوس هغه کانه شوي چې وايي: په زورور چې دې وس بر نه و، نو

 

کمزوری خومه پرېږده.

 

د ته اوس ډېر ښه چانس په لاس ورغلی، ترڅو د افغانستان خلکو ته خپل

 

کلک او ټینګ او غوڅنده پرېکړه ورښکاره کړي، هغه هم د آصف ننګ په شان

 

 کسانو باندې!!!

 

بس موږ خدای ته دا دعا کوو چې، دی دې له دې وروسته په خپلو ټولو چارو

 

 کې همداسې د قاطع عزم څښتن واوسي.

 

آمین یا رب العالمین

نېټه 2007/7/10 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

د آصف ننګ نیونه، د هېواد د پلورونکو له خوا یوه بله توطیه

 

که څه هم په افغانستان کې د امریکې د پخواني سفیر ښاغلي زلمي خلیل زاد

 

په وینا،  په افغانستان کې د نظار شورا او ټوپکسالارانو د ملا تېر مات

 

شوی، خو نښې څه، ان بشپړ قوت یې لا ځای پر ځای پا ته دی. د ملي امنیت د

 

 چارواکو له خوا پاکستان ته د جاسوسۍ په تور د آصف ننګ په  نیونې سره

 

شمالي ټلواله  هڅه کوي چې، د آصف ننګ په شان کسان چې، د همدا شان

 

 ډلو ټپلو د سترګو اغزی دی، په یوه بله بانه یې له مخې لري کړي.

 

د ملي آرمان ورځپاڼې دخپلې ۸۲ مې ګڼې په لومړي مخ کې لیکلي چې، د دوی

 

 ورځپاڼه لومړنۍ ورځپاڼه ده کوم چې، پاکستان ته د جاسوسۍ په تور د

 

آصف ننګ د نیولو خبر د ملي امنیت چارواکو دوی ته ورکړی. خو له بلې

 

خوا، بیا د ملي امنیت د لوی ریاست ویاندښاغلی سعید انصاري  پرون

 

 رسنیو ته په خپل یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې، مونږ هېڅ رسنۍ

 

 ته، پاکستان ته د جاسوسۍ په تور د اصف ننګ د نیولو خبر نه دی ورکړی.

 

خو پورته مو ولیدل چې د ملي آرمان ورځپاڼه په وازه خوله نارې وهي چې، د

 

 دوی ورځپاڼه لومړنۍ ورځپاڼه ده کوم چې د ملي امنیت چارواکو د ننګ د

 

نیولو خبر ورکړی دی.

 

له بلې خوا، د افغانستان د خبریالانو د آزادې ټولنې رییس ښاغلي

 

 رحیم الله سمندر او دافغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې مشر ښاغلي فاضل

 

 سنچارکي هم یوازې د یوه خبري کنفرانس په ورکولو سره د ښاغلي  ننګ د

 

آزادیدو غوښتنه وکړو. په دې چې، ښاغلي سمندر ته د ننګ د آزادیدو د

 

پریښودو په هلو ځلو کې، کوم ډالر نه پاته کېدل او ښاغلي سنچارکي ته خو

 

 پرته له دې چې کوم ډالر نه پاته کېدل، بلکې ښایې په بند کې د ننګ د

 

پاتې کېدو پر سر یې ټینګار هم کړی وي. ځکه چې، د ننګ تګلاره د شمالي

 

ټلوالي او د سنچارکي غوندي کسانو سره یوه نه ده.

 

په کار داده چې، د هېواد ولسمشر د ننګ د بې قید او شرط آزادیدو لپاره امر

 

 ورکړي. او خپلې سترګې چې یې یو ځل بیا کوم د ټلوالې کس له خوا ور پټي

 

شوي، خلاصي کړي او دا واقعیت او پېښه په خپلو خلاصو سترګو سره

 

 وڅېړي.

 

 

 

په ننګ دې ژوندون کړی

 

په ننګ درسره ولاړ یم

نېټه 2007/7/4 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

د سازشونو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده!!!

 

 

نه پوهېږم چې په دې هېواد کې به تر کومه دا سازشونو 

 

دوام لري؟ پرون د پښتون د شملې په سر سازش، نن د

 

پښتون د عزت په سر سازش او سبا به د پښتون د ورک

 

کېدو په سر سازش وي. دلته هغه د رحمان بابا شعر را

 

په ياد شو چې وايي:

 

خدايه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک

 

په ظاهر په باطن سپين سپيڅلي خلک

 

هېڅ خندا مې له دې خلکو سره نشي

 

ژړوي مې هغه تللي تللي خلک

 

د افغانستان د معاصر تاريخ په دې وروستيو شپږو

 

کلونو کې يوازې کوم کس چې خلکو به هغه ريښتينی،

 

وطن پلوه، ولس پلوه او پاک مجاهد باله، هغه نن هغسې

 

 نه راووت لکه څنګه چې افغان ولس ترې تمه درلوده.

 

 

له هغه مهال چې ښاغلی عبدالجبار ثابت د کورنيو چارو

 

 په وزارت کې د کورنيو چارو د پخواني وزير

 

ښاغلي علي احمد جلالي حقوقي سلاکار و، نو نو موړي

 

 په يو لړ کارونو لکه له کابل ښار څخه د فاحشه خانو د

 

تړو او دهغوۍ د ويستلو په کار پيل وکړ چې، له هماغه

 

مهال نه دده شهرت په خلکو کې په غوړېدا شو او بيا چې

 

 کله نوموړی د افغانستان د لوی څارنوال په توګه وټاکل

 

 شو او له اداري فساد سره يې دمبارزې  جهاد اعلان

 

کړ، او د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې زياتره لوړ پوړې او

 

ټېټ پوړې کسان په ادارې فساد باندې تورن او له دندې

 

 ګوښه کړل، نو نوموړي د خلکو په زړونو کې  د خپل

 

 ځان د مينې  او شهرت ټغر لا خور کړ. خو کله چې د

 

غبرګولي د مياشتې په ۱۸ نېټه د جمعې مبارکې په ورځ

 

 ښاغلی لوی څارنوال، کابل ښاروال او پروان ولايت د

 

والي مرستيال د پروان ولايت په لورې يوې شخصي

 

 ميلمستيا ته تلل، په لار کې د ميربچه کوټ په ولسوالی

 

 کې د سړک د بندښت له کبله د ثابت او د شمالي ټلوالي

 

او دکورنيو چارو وزارت يوه پخواني جنرال

 

دين محمد جرئت تر منځ لفظي شخړه رامنځته کېږي کوم

 

 چې دعيني شاهدانو له خولې ښاغلی لوی څارنوال په

 

ځينو کسانو باندې داوبو دبوتلونو واري کوي

 

چې، همدلته د جرئت وسله وال کسان او عام خلک

 

لوی څارنوال تر خپلې وسې پورې ښه ډبوي....

 

خو رابه شو اصلي خبرې ته چې څنګه د هېواد د يوې

 

باصلاحيتې او لوړ پوړې ادارې چارواکی، هغه هم

 

داسې چې له ادارې فساد سره يې د مبارزې په وړاندې

 

 د جهاد اعلان کړی وي، داسې زر د سياسي سازشونو

 

 له کبله له خپل دريځه څخه اوړي، ايا خلک به اوس

 

ښاغلی لوی څارنوال ته د هغه پروني لوی څارنوال په

 

سترګه ګوري او که د تېرې ورځې د سياسي سازشونو

 

ښکارشوي لو ی څارنوال په سترګه؟ نور اې کرزيه اې د

 

پښتنو پر سر تپل شويو مشرانو! د خدای لپاره د هغو بې

 

 وزلو او بې کسو پښتنو لپاره چې همدا اوس اوس په

 

سپېرو دښتو او وچو غرونو کې پرته له کومې

 

وسيلې؛ پرته له کومه ارامه ژونده؛ او بې له کومې ګناه

 

 د مستو او شرابي  امريکايي پيلوټانو د بريدونو نښې

 

ګرځي او  پرته له کومې اجازې د هغوۍ په کورونو او

 

کلاوو باندې ورننوزي او ښځه يې د مېړه او مېړه يې د

 

 ښځې تر مخ تلاشي کوي او يا يې هم وژني، بس کړه اې

 

فرعونه؟؟؟ لږ حيا ولره ستا په پاچاهي پښتو او پښتنو

 

ته څه ورپاته شول. لا به تر کومه وږل شوی او ډبوول شوی

 

پښتون  د هغه ګېدړ سره پخلا کوي؟

 

 

 

په کار داده چې ثابت د خپل حيثيت د اعادې لپاره په هر

 

راز قانوني کړنو باندې لاس پورې کړي. پښتون ولس له

 

 ده سره ولاړ دی. هېله کوم چې دی بې هېلې نشي او زړه

 

 ونه غورځوي.

 

 

ياددونه: دين محمد جرئت د شمالي غلې ټلوالي هغه جنرال دی، چې

 

 په غلاوو ا شوکماريو کې پوره پوهه لري او يو له هغو بدماشانو

 

څخه دی چې د کورنيو چارو وزارت د پخواني وزير تاج محمد

 

وردګ لاس يې د هغه په خپل کاري دفتر کې ور مات کړی و او په

 

کابل کې د خاور په نوم يوه امنيتي کمپنۍ لري او د کابل ښار او

 

 شاوخوا سيمو په غلاوو او شکوونو کې پراخه ونډه لري.

 

 

په درنښت

 

نېټه 2007/6/12 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

د خدای (ج) له خوا یو بریښنالیک:

 

 

نن چې کله له خوبه راوېښ شوي ډېر خوشاله شوم او تلوار

 

مې و چې اوس به له ما سره خبرې وکړي، خو ته په خپله

 

 بستره کې همداسې یوې خوا بلې خوا رغړیدلي. کله چې

 

له خوب را وپاڅېدي، درته کتل مې چې اوس به له

 

ما سره خبرې وکړي هغه هم ډېرې کمې خبرې او یا هم د

 

 هغه پیښې له کبله چې پرون دې په ژوند کې تر سره شوه

 

له ما څخه مننه وکړي.  خو چې فکر مې وکړ ډېر بوخت وي

 

 هغه هم د ډول ډول خوراکونو په خوړلو او د ډول ډول

 

 کالیو په خوښولو کې چې څه ډول کالي واغوندي.

 

ولاړې خپل دفتر ته او حاضري دې لاسلیک کړه وروسته

 

 ښه شین چای سره له چاکلیټو سره درته راغی او په څښلو

 

 دې پیل وکړ، دلته بیا ښه درته ځېر شوم چې اوس به لږ

 

وخت له ما سره د خبرو کولو لپاره بېل کړي، خو لیدل

 

مې چې د خپل دفتر ځينې کارکوونکي دې د هغوۍ د کار

 

د ښه نه کولو په خاطر سخت وترټل او سپکې سپورې دې

 

 ورته وویلې. تا په دفتر کې خپله باچاهي چلوله او ما ستا

 

 څارنه کوله. کله چې د مړۍ وخت را ورسید بیا لږ څه

 

خوشاله شوم چې ښه شو اوس به زما ددې نعمت شکر په

 

ځای کړي، خوکله چې اشپز مړۍ درته راوړه  د یو څو

 

ګولو په خوړلو سره دې پیشکاب په ګوتو ورټیله کړ او

 

 ورته دې وویل چې: (دا دې څه پاخه کړې!؟!)  له مړۍ

 

خوړلو وروسته ما ویل چې اوس به د ماسپښین د لمانځه

 

لپاره اودس وکړي د تشناب په لورې ولاړې د ډېرې ګرمۍ

 

 له کبله دې غسل وکړ، خو اودس دې ونه کړ او دلته دې زه

 

 بیا د ډېر انتظار ه سره سره  په انتظار پرېښودلم ښه دې

 

زړه هم کېدول خو ودې نه غوښتل. له دفتر نه د رخصتۍ

 

 وخت راغۍ او ته بېرته په خپل نوي ماډل موتر کې د خپل

 

کور په لورې ولاړې. کور ته په رسیدو سره دې د کور مخ

 

 ته یو پخوانی ملګری چې ډېر بې وزله شوی و، له تا نه د

 

څو افغانیو د پور غوښتنه وکړه، دلته په داسې حال کې چې

 

 تا پیسې هم درلودي خو وردې نه کړې اوپه زړه کې دا

 

 درګرځیدل چې دا په خپله غریب دی، نو زما پیسې به 

 

 څنګه بېرته راکوي او په ډېره کبرجنه لهجه دې هغه ته

 

وویل چې زه تا نه پېژنم او کور ته ننوتي. په کور کې دې

 

سپینګیری پلار اودس کاوه او د مازدیګر د لمانځه

 

لپاره جومات ته تلوئ او له تا نه یې هم جومات د تلو

 

 غوښتنه وکړه، خو تا هغه ته هو وویل او کوټې ته ولاړې

 

او په خپل کټ باندې اوږد وغزیدلي او بیا د دنیا په

 

چورتونو کې ډوب شوي. خو زه لاهماغه شان درته په

 

 انتظار وم. ان تر ماښامه پورې ته په خپلو چورتونوکې

 

لمبیدلي، زه درته اننظار وم، خو زه دې هېر وم  د شپې د

 

 مړۍخوړلو وخت را ورسید کوم چې ښه په زړه پورې مړۍ

 

هم وه ټوله کورنۍ دې په دسترخوان راټوله شوه  هر یوه په

 

 بسم الله سره په مړۍ خوړلو پیل وکړ او وروسته یې په

 

 شکر ایستلو سره بس کړه، خودلته تا نه یوازې دا چې زه

 

دې دریاد نه کړم، مړۍ دې هم  بې بسم الله او بې شکر

 

ایستلوپای ته ورسوله.  

 

وروسته دې د ماخوستن لمونځ هم نه وکړ او همدا شان

 

 ویده شوي، خو زه ټوله ورځ تاته په تمه وم چې اوس به له

 

 ما سره خبرې وکړي، اما ته په خپل سر او پرته له دې چې

 

 له ما سره مشوره وکړي او له ماڅخه مرسته او عنایت

 

وغواړي، ورځ دې تېره کړه. اې زما بنده!  زه له تا خپه یمه.

 

  ما تاته ښه ژونددرکړ او په ژوند کې مې هره سختي تاته

 

اسانه کړه، خو تا زه هیر کړی یم. ته بې وفا یې! خو پام کوه

 

 چې کله کله زه هم له داشان کسانو سره سخته بې وفایي

 

کوم.

 

نېټه 2007/5/31 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

څه چې خدای پاک کوي، هغه به کېږي 

 

 

ټولو افغانانو او په تېره بیا د خدای بخښلي شهید اجمل نقشبندي د مړینې د

 

 خبر ډاډګېرنه  دنوموړي درنې او شریفې کورنۍ ته وړاندې کوم.

 

 هو، اجمل نقشبندي خپل خوږ ژوند د خپل مسلک په لاره کې د انسان او

 

 انسانیت ضد کسانو له خوا، له لاسه ورکړ. په اصل کې د اجمل نقشبندي

 

 وژنه ددې باعث وګرځیده، ترڅو نور سړي خواره او له انسانیت، افغانیت

 

او اسلامیت نه بې خبره کسان د دولت له منګولو څخه ازاد نشي.  

 

اجمل نقشبندي خو د شهادت جام په غاړه واړاوه، خوموږ او تاسې باید د

 

هغه د لارې لارویان واوسو.

نېټه 2007/4/9 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

  د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت                 ددعوت له پرله پسې ۱۷۰ مي ګڼي څخه  

   پوهنمل ر.  ځواكمن(هالنډ)

د افغانستان په كلتوري او پوهنيزو برخو كې د رسمي ژبو

ونډې   

پښتو او دري ژبې د هېواد د نورو لسګونو وړو ژبو په څير زموږ د لرغونې او تاريخې هېواد افغانستان د ګډ تاريخ او كولتور  ارزښتمنه پانګه ده.
پښتو او دري ژبي چې د اريايي ژبو له ډلې دي، د يوي كورنۍ غړى او له پيړيو پيړيو راهسې د افغانانو په كولتوري ژوند، ښوونې او روزنې، هنر او ادب كې ارزښتمن رول لوبوي.  دواړو ژبو ته ګډو تركيبونو او لغتونو په موازي ډول لاره موندلى ده. او د عربې ژبې لغتونه په كې ښه ډېر كتل كېږي . د هېواد ټول وګړي له نوموړو دواړو ژبو په يوه او يا بله خبري كولائ شي او ورسره بشپړ بلديت لري  . له دې سره سره د افغانستان د ځينو سيمو لكه، لغمان، لوګر، ميدان، پروان، غزنې او فراه وګړي له دواړو ژبو سره پوره اشنادي.
څرنګه چې پښتو په افغانستان كې د اكثريت ژبه ده نو د افغانستان په تيرو رسمي قوانينو كې د رسميتوب تر څنګ د ملي توب له مشروعيت ځنې هم برخمنه وه.
په دې مانا چې د هېواد دننه او له هېواده  بهر بايد د افغاني هويت ممثله او د هيواد د مشرانو او رسمې چاروكو ملي تاريخي او سياسي ويناوي، د سولي او جګړي اعلامتي، تړونونه، ملي سرود او د دولتي موسسو او ملي او تاريخي ځايونو نومونه او دې ته ورته نورې ټولې ملي، كلتوري دستوري بايد په پښتو تر سره شي.
د افغانستان په ټولو دولتي او رسمي ادارو كې خط او كتابت، ليكل لوستل او خبري كول بايد پرته له تعصبه په دواړو ژبو وي.
په مطبوعاتو او د اطلاعاتو او كلتور، ښوونې او روزنې، پوهنې د هنر او ادب په ډګر او په ځانګړي توګه په تياتر او سنما راډيو او تلويزيون كې بايد دواړه ژبې په موازي ډول وده وكړي.
په دوديزه توګه په تيره موده كې د ښوونې او روزنې، اطلاعاتو او كولتور په برخو كې په هغو سيمو كې چې ډېر پښتو ويونكي اوسيدل پښتو ژبه او په هغو سيمو كې چې ډېر په دري ژبه ګړيدل دري ژبه كارول كېدله.
لكه د هيواد په ختيځ، جنوب او جنوب لويديځ كې زياتره زده كړي په پوهنتونونو او ښوونځيو كې په پښتو ژبه او د هېواد په شمال، شمال ختيځ او شمال لويديځ كې نوموړى زده كړي زياتره په دري ژبه دود وې.
خو د هېواد په پلازمينه كابل كې چې د هېواد لوړ روڼ اندي سياسي او علمي څپركى  بكي  ځاى په ځاى شوي او ګڼ شمېر كولتوري، ښوونيز، روزنيز او اداري مسلكي پرسونل  پكئ  كار كوي. او له ټول هېواده ورته افغانان د زده كړو، سوداګرۍ، استوګنې او رسمې چارو د تر سره كولو لپاره په تګ او راتګ كې دي خبره بل ډول ده او د پښتو ژبې په رسميتوب شك او بې باوري كتل كېږي. دلته د زده كړو په ټولو مركزونو، پوهنتونونو، انيستيتوتونو، ښوونځيو، رسمي دولتي ادارو، كولتوري فعاليتونو په ځانګړي توګه. دولتي راډيو، تلويزيون، د سينما، تياتر او موسيقي په هنري فعاليتونو كې دري ژبه د دولت د ځانګړې پاملرنې لاندې او د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ د لارې خنډ ده.
دري ژبي ته دغي ځانګړې پاملرني د روسانو د تيري په دوران د دولتي واكمنۍ او سياست په ډګر كې د افغانستان د خلك دموكراتيك شوروي پلوه ګوند څخه د خلق د جناح پر ګوښه كولو او د تنظيمي واكمنيو په مهال اسلامي پښتون ټبرو ګوندونو ته د واك نه سپارلو په ترڅ كې او بهرنيو لاس وهنو په ځانګړي توګه له دري فارسي ژبې سره د ايران او تاجكستان د دولتونو خوا خوږي، مالي او كولتوري مرستي د دې سبب شوي چې پښتو ژبه نوره هم څنډي ته په شاوتمبول شي.
د بې ثباتۍ او جګړي په تيرو 25 كلونو كې د كابل په ښار كې نه يوازې دا چې د پښتو ويونكو لپاره ځانګړي ښوونځى جوړ نه شول او يا ورته په ښوونځيو او پوهنتون كې په پښتو ژبه درسي مواد او لكچرنوټونه برابر نه شول بلكه د يو دوه سمبو ليكو ښوونځيو لكه د رحمان بابا او خوشحال خان د ليسو چې د ازادو قبايلو د پښتنو لپاره جوړ شوي وو پښتو درسي پروګرامونه هم ګډوډ شول.
په همدغو كلونو كې له دموكراتيك المانه د چاپ د هغو ماشينونو واردولو چې د پښتو ژبې توري يې نلرل او د كابل په ګوندي مطبعه او دولتي مطبعه كې ځاى په ځاى شوي وو، يوه نيمه پښتو چاپ شوي ليكنه هم نالوستې او بې خونده كړي وه.
البته دري ژبي ته همدغه دولتي پاملرنه او په تيرو 25 كلونو كې په ښي اړخو او چپې ګوندونو كې د شمال دځنو قومي ګروپونو قومي او ژبۍ مبارزه او په مقابل كې د پښتنو ايډيالو ژيكه(انترناسيوناليزم او پان اسلاميزم) مبارزه به د دې سبب شوي وي چې ملي اډانه له ملي ارزښتونه تشه او د ژبو د ودې لپاره كومه پر تعادل او انصاف ولاړه ملي كړنلاره وجود ونلري او غولونې او جعل كارۍ حقيقتونه تر سيوري لاندې راولي، چې ښه بيلګه يې په همدغو بې ثباتو كلونو كې په بهرنيو سرچينو كې د فارسي دري ژبو د شمير سرساموونكي جګول او د پښتو ژبې د ويونكو ټيټ ښودل دې . تازه بهرنۍ سرچيني پښتوويونكي په ناڅاپي توګه په سلو كې (25) او يا (35) ته را ټيټوي او درې ويونكي په سل كې پنځوس(50) ته جګوي..  د ژبې د استعمال پر بنسټ نوموړى شميرنې چې زياتره امريكائي سرچينو په دې وروستيو كې خپري كړي د كمپيوټر په ننۍ نړۍ كې د بشري مسايلو څيړونكو او د جيوپولوتيك ( ځمكنې سياست) سياستوالو ته د سترګو په رپ كې او په اسانۍ سره په لاس ورځي او استعمالوي    .
ما د جګړي د بې ثباته كلونو په دوران كې همدغه په بهر كې اټكلى خپرې شوي شميرنې لومړى نژدي لس كاله د مخه د اوكراين په يوه لوى نړيوال پوهنتون كې دخپلي ماسترۍ په پاى كې هغه وخت چې ما غوښتل پر دكتورا پيل وكړم د يوه استاد له خولې واوريدلي چې تازه ورته همدغه په امريكا كې د نړۍ د نفوسو په هكله چمتو شوي سي ډي ګاني په لاس ورغلى وې او د خپل څيړنيز اثر د نړۍ د بشري جغرافيايي په اثر كې يې ورځي كار اخيست. كه څه هم د همدغه استاد په شخصي كتابتون كې ما ورته په نيږدي لسو كتابونو كې د نوموړو شميرو غلطي ور په ګوته كړه چې په نوموړو ټولو روسي كتابونو كې د پښتنو شمير په سلو كې د 62 او 55 تر منيځ ښوول شوي وه)(البته د خټي او وينې پر بنسټ)  نوموړي پاسنې عددونه د افغانستان لپاره د واك فونډيشن له احصايي سره چې د افغانستان قومي جوړښت يې په ( 1996 _1991) كې څيړلي او د پښتنو شمير د افغانستان په ټولو نفوسو كې ( 62.73) ټاكي هم ډډه لګوي خو په اواكراين كې هغه استاذ د امريكي د يوې اداري له خوا پر همدغو تازه خپرو شويو ارقامو ډډه لګوله او د شوروي د تيروڅيړونكو اثارئې څنګ ته كړي وو.
د درغليو او جګړي په همدغه بې ثباتو كلونو كې، په افغانستان كې د سمو او بشپړو شميرنو همدغه نشتوالى او په بهركې همدغو اټكلى شميرنو د كمپيوټر په مټ نژدي ټولې نړۍ ته لاره موندلىپخوانۍ نوم ور كې افغانستان او د سړي جګړي د مهال د زبرځواكو د وروستى ټكر همدغه اوسنۍ داغ سيمه د وروستنيو سياسي پرمختګونو په نظر كې نيولو سره نوره هم مشهوره شوي او د افغانستان له نامه او پيښو سره يې د ليكوالو او څيړونكو ليوالتيا زياته شويده.
له همدې امله اوس پر همدغو تازه شميرنو ډډه لګول كېږي او همدغه اټكلى شميرنې د  افغانستان سياسي جوړښت اغيزمنوي.
په هر حالت كه چېرې د ژبې د استعمال له پلوه پورتنۍ رسمي اټكلي ناسمي شميرني چې هرو مرو به د افغانستان د ځينو سيمو لكه لغمان، لوګر، ميدان، پروان، غزنې او فراه پښتو ژبې دري ويونكي د دري ژبو په اټكلي شميرنوكې راغلي وي سمي وبولونو دا به په دې مانا وي چې په سلو كې نژدي (25) پښتنو او يا په بله مانا په هرو څلورو پښتنو كې يو پښتون خپله مورنۍ رسمي ژبه دري ته اړولي ده.
او كه دا حالت دوام ومومي او دري ژبه د دولتي چارواكو او سياستوالو له لورينو همداسي برخمنه وي او   په پښتو ژبه كوچنيانو او ځوانانو ته له خپل ميل سره سم پوهنيز او روزنيز پښتو اثار او په پښتو ژبه هنري او ادبي سرګرمۍ نه وي او په درې ژبو سربيره پخپله پښتو ژبې ليكوال، اديبان، پوهان، هنرمندان او سياستوال د دري ژبې په چوپړ كې بوخت وي  , پښتون قام ته پښتو ژبه په سياست، اداره، اقتصاد، پوهنې او كولتوري برخو كې په درد نه خوړونكي ژبه وبريښي او د پلازمينې د درې فارسي ژبې په كولتوري ژرنده كې دل شي نو د نوموړو رسمي ژبو د غيري متوازنې ودي او بې انډولۍ واټن به نور هم زيات او پسې لازيات شي.
چې بې له شكه به د پښتون ميشتو سيمو دوديز ميرزايان، ملكان او په كليو كې د پنج كتاب، ګلستان او بوستان تبليغيان دا واټن نور هم زيات او پښتو ژبه به له خط او كتابته نوره هم همداسي ليري وساتي.
دلته بايد يادونه وكړم چې د ايراني فارسي ژبو ليكوالو، شاعرانو او پوهانو د فارسې اثار ما هم په ډېره مينه لوستى او له كوچنيوالى يې زما په زده كړو كې اغيزمن رول لوبولي دي خو دا به د انصاف نه ليري وي چې په څنګ كې يې پښتو ويونكي كوچنيان او ځوانان د حميد ماشوخيل، خوشحال خان خټك او رحمان بابا له كلاسيكو ديوانونو ناخبر او د پښتنو ليكوالو پټي خزانې همداسې پټي پاتې وي.

د هېواد د رسمي ژبو سره د دولتې او حكومتي چارواكو چلند او مسووليت:
زموږ د هېواد ملي حكومتونه د دې دنده لري چې د هېواد له پلازمينې كابله تر ليري پرتو سيمو د خپل واك د غزولو لپاره د وګړو د حقوقو په وركړه كې انډول او توله وساتي. د هېواد شتمنې د يوه سر تا سري ملي پروګرام له مخې د افغانستان د ټولو وګړو په اقتصادي، ټولنيزه  او كلتوري وده كې ولګوي. نوموړي كار د افغانانو تر منځ ګډ تاريخي او كولتوري پيوندونه لا ټينګوي او ټول افغانان په يوه يو موټي ملت كې را نغاړي.
خو لكه څرنګه چې كتل كېږي د يوې ناڅرګندي او مرموزي سياسي كړنلارې له امله په تيرو وختونو په ځانګړي توګه په وروستيو بې ثباتو د اړو دوړ په كلونو كې له ژبو سره په كولتوري برخو كې چارواكو د مور او ميري سلوك كړي او د ټولو قومونو د كولتوري ارزښتونو ځانګړتياوي او لومړيتوبونه  ئىد هغو د حقوقو له مخې نه دي ارزيابې شوي.
دلته د افغانستان په پلازمينه سياسي او كولتوري مركز اود افغانستان به ځينو نورو برخو كې د زده كړو په اډانه كې يو څه را سپړم البته په نورو كولتوري، سياسي او اقتصادي برخو كې د پښتو او دري ژبو د رسمياتو ارزونه تاسې ته پريږدم.
په پوهنتونونو او نورو لوړو تحصيلي موسسو كې:
لوړې تحصيلي موسسې د يوه ملك متخصص او مسلكي پر سونل روزي. همدغه مسلكي كادرونو ته په ملي او رسمي ژبو زده كړي وركول او روزل يې د هغوۍ راتلونكي، علمي، ټولنيز، سياسي او كولتوري دريځونه، ملي او هېوادنې سلوك ټاكي.
د دود له مخې د افغانستان په سيمه ايزو پوهنتونونو كې پښتو يا دري ژبې كارول كېږي.
او د نوموړو سيمو د اكثريت ژبه په كې رول لري.
لكه په   بلخ، ننګرهار، هرات، كندهار، باميانو او نورو پوهنتونونو او لوړو تحصيلى مركزونو كې. خو د كابل په ښار كې چې د هېواد پلازمينه ده او د څومره والى او څرنګوالي له مخې يې تحصيلى مركزونه او د استاذانو او د محصلانو شمير ئې چې د ټول هېواد د بيلابيلو قومي جوړښتونو پورې تړلي دي د ولايتونو او سيمه ايزو پوهنتونونو سره د پرتله كولو وړ نه دي، يوازې په دري ژبه د تدريس چاري تر سره كېږي، چې هرومرو د پوهې او سياست په ډګر كې د پښتو ژبې په شاته ټيل وهنه كې بې اغيزي نه دي.
د ساري په توګه په (1370هـ ل) كې د يوې شميرنې له مخې په كابل پوهنتون كې (11370)، د پوليتخنيك په انستيتوت كې( 2722)، او د كابل دولتې انستيتوت كې (2538) تنه محصلان په زده كړو بوخت وو، چې ټول شمير يي (16630) تنو ته رسيده.
د دې تر څنګ (1154) تنو په بلخ پوهنتون،(449) تنو په هرات پوهنتون او (2388) تنو د ښوونكو د روزنو موسسو ( كابل سيدجمال الدين) پروان، تخار، سمنګانو، بدخشان، جوزجان او بغلان) كې زده كړي كولي چې ټول شميرئي (20621) تنو محصلينو ته رسيده او بې له شكه ټولو په دري فارسي ژبه زده كړې كولې.
خو په همدغه كال يوازې د ننګرهار پوهنتون كې(1789) او د ننګرهار په طب پوهنځي كې (552) تنو چې ټول شميرئي (2341) تنو ته رسيده په پښتو ژبه زده كړې كړي دي.
په دې توګه ويلائ شو چې په همدغه كال په ټوليزه توګه (20621) تنو په دري او (2341) تنو په پښتو رسمي ژبه لوړي زده كړي كړيدي.
په بله مانا په سلوكې نژدي (90) نوى تنو په دري رسمي ژبه او پاته لسو (10) په پښتو رسمي ژبه لوړي زده كړي پر مخ بيولي دي.
په نوموړو شميرنو كې په كابل او ولاياتو كې حربي او پوليسي ښوونيز او روزنيز مركزونه او د پيداګوژۍ انستيتوتونه او له هېواده بهر د مهاجرينو د لوړو زده كړو مركزونه نه دي شامل.
كه چارواكو په رښتيا هم په قانون كې د ژبو د رسمياتو مسووليت په پام كې نيولي او يا هم د قانون د پلي كېدو د ساتنې او څارنې اداري موجودي وي نو د دوو رسمي ژبه سره د دا ډول بې انډوله چلند مخه به نيول شوي وي.
په لومړنيو او منځنيو زده كړو كې:
كه په كابل د افغانستان په همدغه پلازمينه كې ښوونځيو ته ځير شو چې بيا هم د هېواد ګڼ شمير ښوونځي له نسبتاً ښوو دانيو او درسي وسايلو سره په كې فعاليت كوي او ډېر زيات زده كوونكي په كې په زده كړو بوخت دي او د پښتنو شاګردانو شمير به په كې هرو مرو نژدي نمايي او يا له نمايي يو څه كم وي يو داسې ښوونځي چې پښتو ژبو كوچنيانو ته د هغوي په مورنۍ رسمي ژبه زده كړي برابري كړي نشته.
په نړۍ كې به د داسې هېواد بيلګه څوك ونه مومي چې كوچنيان دې يې د هېواد په پلازمينه كې په خپله رسمي مورنۍ ژبه له زده كړو بې برخې وي.
په داسې حال كې چې نوموړي ستونزه چې د ګڼ شمير زده كوونكو ستونزه ده او په پښتو ژبه داسې مواد او پښتو ژبې پوره استادان وجود لري په ډېره اسانۍ حل كيدلائ شي.
كه له پلازمينې تير شو د هېواد په ولايتونو كې هم د تيرو جګړو په مهال په تيره بيا د روسانو د يرغل په موده كې د افغانستان ختيځي او جنوبي برخې چې د پاكستان سره نژدي پرتي وي د محاربوي عملياتو په سنګرونو او مورچلونو واوښتي او د نوموړو سيمو ځوانانو د قلم پر ځاى توري او ټوپك ته ارزښت وركړ او يا مجبور شول چې په جګړه كې قلمونه وغورځوي. كه څه هم د جګړي په همدغو كلونو كې د هېواد په ډېرو سيمو كې كلي او بانډي دجنګ په لمبو كى وسوى او په ډيرو سيمو كى ښوونځيو ته په لوى لاس او رواچول شو او يا هم د بمباريو له امله ونړيدل خو بيا هم په ځنو سيمو كې له زده كړو سره د چارواكو بې توپيره چلند او د دولت نه پاملرنې بيا هم يوې نامتوازنې تعليمي كړنلاري ته لار پرانيستي ده چې بيلګه يې دلته د افغانستان شمال ختيځ ولايت بدخشان او جنوبي ولايت كندهار كې مطالعه كوو او د (1370) ل  كال د احصايي پر بنسټ يې ارزوو:

     بدخشان                                                                            كندهار                   
مساحت يا غټوالى 47676 كيلومتره مربع                               مساحت يا غټوالى 47676
د وګړو شمير 604700                                                           د وګړو شمير 713800
د هلكانو ښوونځي 74                                                           د هلكانو ښوونځي 30
د نجونو ښوونځي 19                                                            د نجونو ښوونځي 9
نارينه زده كوونكي 19242                                                   نارينه زده كوونكي 7079
ښځينه زده كوونكي 7079                                                    ښځينه زده كوونكي 1316
ټول ښوونځي  93                                                                ټول ښوونځي 39
ټول زده كوونكي 26321                                                     ټول زده كوونكي 8395


كه پورتنيو شميرنو ته وګورو نو كتل كېږي چې په بدخشان كې د
وګړو شمير د كندهار په پرتله لږ خو د ښوونځيو شمير په كې له دوه برابرو هم زيات دي.
او له كندهاره درې ځلې زيات په كې زده كوونكي په زده كړو بوخت دي.
په حقيقت كې زموږ د هيواد د هرې برخې پرمختيا د افغانانو لپاره د خوښۍ خبره ده او د هېواد هر بچي ته د زده كړي وركول او روزل يې په پاى كې د ټول هېواد د نيكمرغۍ او سرلوړۍ سبب كېږي.
خو لكه چې په پيل كې مى يادونه وكړه دولتي، اقتصادي، كلتوري، تعليمي او ټولنيزي كړنلارې بايد په متوازن ډول د وګړو د شمير او د كلتوري عمومي ودي او رغاونې په معيار ولاړي وي.
كه څه هم كندهار د تيرو سلطنتى كورنيو اصلي ټاټوبي دي خو پورتنې ارقام څرګندوي چې د شاهي كورنۍ واكمنانو سيمه ايزه سياسي كړنلاره نه بلكه يوه سرتا سري ملي كړنلاره لرله او په ځينو حالاتو كې يې درې فارسي ژبه ښه پاللي ده او په دربار كې يې د فارسي ژبي سلاكارانو، ليكوالو، شاعرانو او هنرمندانو په نازولو سره خپله پښتو ژبه هم پريښي او هيره كړيده.
كه تيرو شاهي رژيمونو له ژبو سره بې توپيره چلند كاوه خو په مقابل كې يې بيا د شوروي پلوه واكمنۍ په موده او له هغه راوروسته د مجاهدينو په واكمنيو كې نوموړي مسالى د بهرنيانو په لمسون په لوى لاس د سخت افراط او تفريط، لوړو او ځوړو په لور واټنونه ووهل او د نوموړو دوو خويندو ژبو تر منځ بيلوونكي، پاروونكي، لمسوونكي او توپيروونكي چلند وشو.
لنډيز او وړانديز:
1-
پښتو او دري ژبې د هېواد د نورو لسګونو كوچنيو ژبو سره د افغانستان په جغرافيايي موقعيت كې د ميشتو افغانانو مورنۍ ژبې دي او ټولې په خپله كچه او سويه د قانون مطابق د ودې، پراختيا ساتنې او پالنې حق لري.
2-
كومې شميرې چې په دې وروستيو كې بهرنيو سرچينو په افغانستان كې د ژبې او توكم پر بنسټ وركړي، اټكلي، ناسمي او د سياسي موخو لرونكي دي او په هيڅ ډول بايد د هېواد د راتلونكي سياسي او پوځي جوړښت لپاره معيار ونه ګڼل شي.
3-
پښتو او دري ژبې بې له توپيره د هېواد په كچه رسمي ژبې دي او په ټول هېواد او ځانګړي توګه په پلازمينه كې بايد په ټولو چارو كې د پوهاوي او استعمال وړ وي.
4-
څرنګه چې په هېواد كې نوى سياسي حالات رامنځ ته شوي، په دې وروستيو كې په نوى اساسي قانون كې ځنې نورې وړې ژبې هم په سيمه ايزه كچه رسمي شوي او د ټولو ژبو ويونكي په افغانستان كې په دموكراتيكه توګه او د ورورۍ او حساب پر بنسټ ژوند كول غواړي نو دا د پښتنو طبيعي حق دي چې د پښتنو ژبې په رسمي سرتا سري كولو او پرمختګ كې د ټولو افغانانو او دولتي چارواكو ملاتړ له ځان سره ولري.
5-
دولت بايد د قانون پر بنسټ د پښتو ژبې د ودې لارې چاري وسنجوي.
6-
او په پاى كې بايد يادونه وكړم چې د افغانستان په پلازمينه كابل كې كه رښتيا هم پښتو ژبه له قانوني، رسمي مشروعيت څخه برخمنه وي نو ښوونې او روزنې او ټولو كلتوري او ټولنيزو موسسو او ادارو ته بايد عملي لار ومومي او وده وركړل شي .
اخذ ليكونه 
1-
اختصاري از جغرافيايي عمومي افغانستان -  پوهاند محب الله رحمتي, - 1999
2- Wak foundndatin forAfghanistan, Peshwar, Pakistan ,1999.
3- CIA World factbook 2004
4- Vogesang, Willem, Afghanistan : mensen, Politiek, economie, cultuur, Amsterdam.

 

نور بیا

 

نېټه 2007/3/17 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

دغې دعوې موږ ته له مصیبته پرته بل څه راکړي دي؟


لیکوال : ډاکټر نثار احمد ( صمد )
افغانستان د جیوپولیتک یعنی سیاسیي  ــ جغرافیایي ستر توب یو اوږد تاریخ لری او همدغه موقعیت افغانستان ته کلکی ضربې او سختی سزاوی هم ورکړی دی . برتانیې په ۱۸۴۰ کي پيښور او کويټه دورپورو سیمو په شمول ونیول . روسیې هم وروسته پنجده، مرو، پل خاتون، ایماق، د ذوالفقار ننوتوځی، آق تیپه، چمن بید او چشمه سلیم لاندی کړل . انګریزانو په ۱۸۷۹ کي په امیر یعقوب خان باندی د ګندمک د تړون په ترپلو سره کورمه، سیبحد او پښین ( د خپلو ټولو توابعو په شمول ) د افغانستان څخه بیلی او په برتانوي هند پوری ومښلولې. بیایي  په ۱۸۹۳ کي د امیر عبدالرحمن سره د ډیورنډ منحوس تړون وکړ چي د هغه له مخی یي چترال، سوات، بنیرو، خیبر دره، بنو، ټول وزیرستان، لورلایی، مسلم باغ ، چمن او چاغی د افغانستان څخه واخیستل او افغانستان یي پر منځ دوه ځایه کړ.

   د هر افغاني واکمن منجمله امیر عبدالرحمن خان، امیر حبیب الله خان ، اعلیحضرت امان الله خان، محمد نادر خان، ظاهر شاه او محمد داؤد خان لخوا لږ یا ډیر ددې ټولو مقبوضه سیمو د بیاخپلو  لوهڅی سوی چي ځینو تش په نوم او ځینو جداْ تعقیب کړی مګر هیڅ نتیجه یي نده ورکړې بیله دې چي افغانستان  نور هم بد مرغه او د ترقۍ له کاروانه شاته پاته سی. پدې لار کي ډیرو افغاني مشرانو خپل سرونه یا تختونه هم د لاسه ورکړی او هر ځل هیواد له مځکی وهل سوی دی  .

   انګریزاتو هیڅکه هم د افغانانو د ا غوښتنی په باک ندی راوړی څو چي بالاخره په ۱۹۴۷ کي د هند څخه ووتل  . پدې وتنه سره دسیمی جغرافیه هم بدلون مومی او د پاکسان په نوم یو نوئ هیواد منځته راځی او د افغانستان مځکنۍ  دعوه هم نور نو د پاکستان په غاړه کي ورلویږی  . هو   ، د پاکستان په زوکیدو سره د ډیورنډ د کرښی لانجه نوره هم پیچلې او ستونځمنه کیږی. دغی دعوې د پاکستان سره د افغانستان هر ډول اړیکی سختی زیانمنی کړې چي موږ ته د یوې ستری فاجعې په بیه تمامه سویده.

که موږ په تیرو شپیتو کالو کي د پښتونستان د شخړی پس منظر ملاحظه کړو، نو وبه ګورو چي دغی دعوې موږ ته د بدمرغیو او مصیبتونو څخه پرته هیڅ ډول ښیګنه، نیکمرغی اوپر مختګ ندی را په برخه کړی  .  افغانستان پدې موده کي نه د سیاسي پلوه ، او نه د پوځي پلوه او نه هم د روحیاتي پلوه کومه لاسته راوړنه نده لرلې  او که عمیقاْ ځیر سو نو پدې قمارکي یي هر څه ( سر او زر) بایللی دی. هغه د چا خبره موږ پدې اوږده موده کي تاریخ جوړاوه خو راڅخه جغرافیه سوه. که موږ د مطلق حکم، احساساتو، شعارونو او غټو خبرو له آسه راکښته سو او په ګریوان کي وګورو نو وبه مو مو چي په تیرو ۶۰ کالو کي د افغاني سیاسي مشرتابه جاه طلبیو افغانستان د ترقۍ څخه  محروم کړی، ملي منافع يي زیانمنی کړی، افغانان یي روحاْ ناروغه کړی او د خپلی بقا د سوال سره يې مخامخ کړی دی حال دا چي مقابل لورئ يې ډیر ګټمن کړی دی  .

دا باالکل صحیح خبره ده چي د لاهور، ګندمک او ډیورنډ تړونونه منحوس تړونونه دی او ۳/۴ برخه افغانستان یي له خپل مورني وجوده غیچي کړ مګر دا تریخ حقیقت هم باید مدنظر ونیسو چي له هغه دمه تر دې دمه یوه نیمه پیړۍ تیره سویده. له هغه وخته تر اوسه دوه نسلونه تیر سوی، زمانه بدله سوې ده ، حالات بدل سوی، اذهان بدل سوی، دسیمی جغرافیه بدله سوې او باالاخره دنیا بدله سویده لاکن موږ بیا هم خپل سرونه دیوال ته کلک نیولی او د ۱۵۰ کالو مخکنی حالات غواړو چي نه يې هیڅ ځای نیولی او نه یې هم نیولای سي.

   داتر لمر سپینه ده چي پاکستان د برتانوي استعمار په خوښه ایجاد سوی، په سیمه کي د ستونځو او شخړو عامل ګرځیدلی او موږ یې تل بدمرغه کړی یو، مګر دا هم باید ومنو چي برتانوی استعمار د هغه د زوکړی پر مهال دوې ستری سرحدی لانجې هم په غاړه کي وراچولی دی لکه د هند سره د کشمیر او دافغانستان سره د پښتونستان شخړه چي سیمه یې بې ثباته کړیده. که د  مسئلې عمق ته نور هم ورننوزو، نو وبه ګورو چي پاکستان د څلورو ایالتونو څخه جوړ سوی دی ( چي هغه پنجاب، سند، بلوچستان او صوبه سرحد دی) . آیا دا ممکنه ده چي د پاکستان ددې څلورو صوبو څخه درې بیرته افغانستان واخلی او صرف یوه صوبه یعنی پنجاب ورپاته سی    ؟   آیا سلیم عقل او د یوویشتمی پیړۍ شرایط داسی حکم  منلای سی  ؟ آیا د ۱۵۰ کالو مخکنۍ ادعا نن حق به جانبه ښکاری ؟ بل دا چي هلته پنځه لوی قامونه اوسیږی  ( چي پنجابیان، سندیان، کشمیریان، بلوڅان او پښتانه دی ) پدې کي لومړني دوه د هندوستان او متباقي درې د پخواني افغانستان  متعلق دي   . نو دا چي هندوستان پخپل ټول پوځي او اټومي طاقت سره هغه ندي ترې اخیستی ( آن نیمایی کشمیر یې هم ندی خپل کړی ) نو موږ به په کوم زور او کومه مایه سره د ۱۵۰ کالو مخکني وګړی او د هغوي سیمی ترې واخیستلای سو ؟ پدې سره نو پاکستان باید بیرته پر هند او افغانستان باندی وویشل سی او له منځه ولاړ سی ؟ آیا دا کار ممکن دی  ؟ کوم طاقت به زموږ لپاره دغسی وکړی او ولی  ؟

هیله ده چي ځینی دوستان ما ګرم نکړی او پدې اړه غلط تعبیر ونکړی . زه د ډیورنډ د کرښی دهاخوا ټولی غصب سوی سیمی د افغانستان د بدن ټوټې او د هغه اوسیدونکی  د زړه سر ګڼم، خپل وجود او خپله وینه یې بولم ( که زه دا ووایم یانه همدغسی هم ده ) مګر راځئ  چي نور نو عیني او ترخه حقایق هم ومنو او د مطلق حکم او تشو احساساتو له آسمانه د شفاف منطق او سلیم عقل مځکی ته راکښته سو. مطلب مي دا دی چي د ډیورنډ د لانجې لپاره باید نور نو د زمان د غوښتنو  او سلیم عقل مطابق حل ومومو، نه د احساساتو او مطلق حکم یا تشو شعارونو پر اساس  ! داسی ګومان ونه سی چي زه لدې دعوې څخه تیر او لاس په سر یم . نه داسی قطعاْ نده بلکی زه ددې خورا زړې دعوې حل په زړو شرایطو کي نه بلکی د یوویشتمی پیړۍ د مقتضیاتو، د بین الملل او بین الدول د حقوقو مطابق او تر ټولو مهمه دا چي دولسونو د ځانی ارادې د حق ( یعنی حق خود ارایت) پر اساس غواړم. له دغسی معقول او منلو وړ حل څخه پرته موږ دا کشاله نه حل کولای سو او نه هم د هغه حق لرو که نه په لوی لاس به  مو ځان د پیچلی دوړ دوړ کي (  Ternado) په خوله کي ورکړی وی او د تیرو شپیتو کالو غوندی به بیا هم په هوا  کي لامبو  .

    دا چي د ډیورنډ د کرښی د نه منلو کریږی وهو،  تند احساسات څرګندوو، ځانونه تر نورو په توره توریالی او په غیرت غیرتمن ګڼو، ځانونه « هرڅه » نور هیڅ هم نه ګڼو، او بالاخره « په خپل خورا لږ طاقت لاکن غټو خبرو او افراطي جذباتو سره » د نورو هیوادو سیمی د ځانو سره که ممکن وی  یا نه ضمیمه کول غواړو، آیا  دا پدې عصر او زمان کي د منلو وړ یا ممکنه ده  ؟

    نن افغانستان او پاکستان د یو بل په رسمیت پيژندلو سره د مګرو ملتونو غړی دی، او هلته غړی دولتونه د ټولو غړو هیوادو مځکنۍ بشپړتیا او ملي واکمني باید ومنی. ملګری ملتونه او نړیوال حقوق ټولو هیوادوته برابر حق ورکوی. که د کومو هیوادو تر منځ څه سرحدی لانجه یا دعوه موجوده وی هغه به د نړیوالو قوانینو او دوه اړخیزه موافقې او ملی مفاهمې په صورت کي حلیږی نه د زور زیاتی، یا تشو شعارونو، غټو خبرو، مجازی لوړتیا پالنو او افراطي احساساتو له مخی. مهمه لا دا چي آیا موږ د هغو سیمو  د وګړو څخه چي د اخیستو دعوه یې کوو پوښتلی دی چي تاسی زموږ سره یو ځای کیدل غواړئ که یا  ؟ که هغوی موږ  نه غواړی یعنی دافغانستان سره نه یو ځای کیږی مګر موږ یې په زوره غواړو ، آیادغسی غوښتنه پخپله یوه استعماری جاه طلبی نده  ؟

نړیوال اصول او د خود ارادیت حقوق وایی چي تر یو نسل تیریدو وروسته حق د مقبوضه سیمی د خلګو سره دی چي هغوی هره خوا غواړی هغسی باید وسی. خو موږ په زغرده ګورو چي د ډیورنډ د کرښی د آخوا خلک د افغانستان سره یو ځای کیدل نه غواړی ( یوه برخه د پاکستان سره یو ځای والی غواړی او بله برخه هم خپلواکی غواړی )   لا کن موږ دې ته اړم یو چي یا ، هغه باید حتما ْ په افغانستان کی مدغم سی . د خان عبدالغفار خان په مشرۍ ملي عوامي ګوند په ۱۹۷۳ کي پریکړه وکړه چي د پاکستان د ملي اسامبلی په انتخاباتو کي  برخه واخلی او دغه ګډون ترننه هم جریان  لری . دا ګوند یو پاکستانئ ګوند دی، په مرام کي یې داخلي خود مختاری غوښتل کیږی نه د پاکستان څخه بیلوالی یا د افغانستان سره يو ځای والی .


    
باید وویل سی چي دغه ۲۵ ملیونه ټول « پښتونستانیان » د څه باندی نیمی پیړۍ راهیسی پاکستانۍ تذکرې ( یا شناختی کارډونه ) لری، ټول یې ځانونه پاکستانیان بولی، ډیر یې په پوځ ، پولیسو، امنیتي څانګو، استخباراتو، سیاسي دریځونو او ملکی ادارو کي فعالیتونه کوی. هغوی  نه موږ او نه هم زموږ سره یو ځای کیدل غواړی. حتی دا چي هغوي په موږ کي دیر نفوذ لری، په موږ کي خپل ګومارلي  لری، په موږ کي اوه تنظیمونه لری او لنډه دا چي  په موږ کي اوږد لاس او هرڅه لری خو موږ په هغوي کي څه لرو  ؟ هیڅ هم نه !

   راځی چي له بلی زاویـې څخه هم ورته ځیر سو. نن موږ ته پسله درې   ـ څلور ځله قیچی کیدو څخه یو ډیر کوچنی او نښتیځلی افغانستان راپاته دی. موږ ټول ښه پوهیږو چي همدغه وړوکي افغانستان مو په تیرو دیرشو کالو کي ستر مصیبتونه ګاللی دی. حتی مځکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنی یې هم د ګواښ سره مخامخ سوې او د تجزیه کیدو کرغیړن پلانونه یې هم طرح سوي دي  .

موږ ولیده چي په ۱۹۸۳ کي د شورای نظار د ډلی مشر احمدشاه مسعود د شوروی یرغلګرو سره پټ تړون وکړ چي د هغه له مخی یې د پنجشیر کورنۍ آزادی غوښتله. موږ ولیده چي د وحدت حزب مشرانو د « هزارستان » په نوم د افغانستان تجزیه غوښتله ، موږ ولیده چي  لطیف پدرام ، رشید دوستم او نورو د افغانستاان د فډرالی کیدو تر ماسک لاندی د هیواد تجزیه غوښته او نن یې هم غواړی. دغه ټول عناصر همدا نن هم  د خپل دغه شوم پلان د تحقق لپاره د موقع  په انتظار دي  .

نن په افغانستان کي بیلتونپاله څیرې او د هغوي ډلی ټپلی په واکمن رژیم ورننوتلی او هلته د ولسمشر د سلاکارانو او مرستیالانو مقامونو ، کابینی یا پارلمان ته رسیدلی دی. هغوی په پوځ، پولیسوو امنیتي او استخباراتي څانګو اوهم سیاسي او ډیپلوماتیکی نمایندګیو کی تعبیه سوی او ټول د « خبیث فرصت» په تمه دی . دغو عناصرو حامد کرزی تر فشار لاندی راوستلی دی تر څو د پاکستان سره د ډیورنډ د کرښی په سر جنجالونه راپورته کړی یعنی هغه مسئله چي دوی د هغې د واقعی حل سره ازلی حساسیت لری ( دوی خو د پښتنو سره کلک مخالفت څرګندوی آن په شمال کي خو یې تر وحشیانه ظلمونو لاندی هم راوستل، نو څنګه به ددې لس ملیونو پښتنو سره د هغو ۲۵ ملیونو پښتنو یو ځای  والی قبول کړی  ؟  !  څنګه به خپل سیال نور هم پسی اکثریت کړی  ؟ ) دغه عناصر غواړی د ډیورنډ د کرښی د ستونزی په راپورته کولو سره خپله سیاسي بهره برداری وکړی اوبه خړی کړی او ماهیان ونیسی، هیواد  په یوه کورټ بایلونکې او وژونکې لوبه ورګډ کړی، فعلي بی ثباتی په یو خونړی مصیبت سره  واړوی او پدې توګه لومړی  خپله بقا تامین کړی او بیا د تجزیې کرغیړن پلانونه راپورته کړی. دغه بیلتونپاله عناصر د ګاونډو او نورو هیوادو استخباراتي مهرې دي چي هغوي له دوی  څخه دلته د منطقوي رقابتونو د پرمخ بیولو په لوبه کي کار اخلی. پدغسی ناورین کي به د برچې تیره څوکه یوازی او یوازی پښتنو او همدغه راپاته کوچني افغانستان ته متوجه وی او بس .

   فلهذا، د هیواد حساسه او ضاع او نازک حالات حکم کوی چي د ډیورنډ زنګ وهلې توره چي په تیګی کي کلکه بنده سوې ده او هیڅ نسی راوتلای، باید هغه د تاریخ په زنګ وهلی آرشیف کي وساتو ځکه د هغې دوران نور نو تیر سوی دی او په یوویشتمه پیړۍ کي په هغې سره قطعاْ جنګ نسی کیدای، ګتل خو په ورځ کي د خوب لیدو معنا ورکوی. بهتره دا ده چي افغانان خپل ملي یووالی ټینګ کړی، د بیلتونپالو عناصرو نقشو ته متوجه اوسی، د مسئلې حل ته د سلیم عقل او معقول منطق له زوایې څخه وګوری چي د زمان د مقتضیاتو سره برابر وی نه دا چي د احساساتو او تشو هیوادپالو شعارونو او غټو خبرو یا مطلقو حکمونو یا تش غرور او لوړتیا پالنی له بی حاصله زوره کار اخیستل سی .

    د ډیورنډ د کرښی معقول حل د آخوا د ولس په اراده او ددې خوا د ولس په موافقه کي نغښتی دی نه د دواړو دولتونو په معامله کي .   دا ځکه چي تجربو او سوابقو ثابته کړې ده چي اسلام آباد او کابل دواړه اصلاْ مسئلې ته صادق ندي. فعلاْ  دواړی خواوی لوبه مخته بیایی حتی کیدای سی ووایو چي لوبول کیږی . دواړه رژیمونه  خپلی سیاسی منافع لری او ددې مسئلې حل د هغوی د توان او کفایت څخه ډیر لوړدی. ځکه دواړه اول په زور کښیناستلی او وروسته په انتخاباتو رنګمالی سوی دی چي ملي صبغه نلری   . حل د   دواړو ولسونو کار دی نه د دواړو رژیمونو

  د ډیورنډ مسئلې افغانستان شپیته کاله شاته خو پاکستان شپیته کاله مخته بیولی دی، افغانستان یې برباد کړی خو پاکستا ن یې آباد کړی دی، افغانستان یې بې وسلې کړی خو پاکستان یې اټومی کړی دی، افغانستان یې کړولی خو پاکستان یې غوړولی دی لنډه دا چي زموږ څخه یې هر څه اخیستی خو پاکستان ته یې هر څه عطا کړی دی . افغانستان پدې  دعوه کي هرڅه بایللی دی.

  لازمه ده چی نور نو زړې اشتباه ګانی تکرار نکړو ځکه تند شعارونه، لویی خبری اوتشی لوړتیا پالنی هیڅ ځای نه نیسی . په تیرو شپتو کالو کي  افغانستان بیله غم او مصیبته بل هیڅ هم ندی حاصل کړی. ښه به دا وی چي د راپاته کوچني افغانستان غم وخورو. د هغه بقا تأمین کړو او د نوری تجزیې څخه یې وژغورو . ځکه د لستوڼی مارانو کمین راته نیولی دی. د شمال ائتلاف جنګ سالارانو لوی لوی جنایتونه کړی او هغه جنایتونه پدې کړکیچ کي پټوی او موږ غیر مستقیم لمسوی . موږ ولی د پنجده او مرو او نورو غوښتنه نه کوو ؟  آیا روسان او ازبکان به هغه موږ  ته راکړی ؟ نه هیڅکله نه  ! نو بهتره به د اوی چي د افغانستان ملي ګټی جداْ مدنظر  ولرو او نور د خپلو ملي منافعو پر خلاف له بې ځایه ټینګار او لمسون څخه  ځانونه وژغورو.

که امتیازات غواړو نو باید امتیازونو ته غاړه هم کښیږدو . دا صحیح ده چي د ډیورنډ د ستونځی حل د افغانستان د پرمختګ اساسي کلی ده مګر هغه نن ورکه سویده. ښه به دا وی چي دغه ورکه کلی پیدا کړو او زنګ وهلئ قفل پرې خلاص  کړو. ښه به داوی چی ددې اوږده مصیبت د سلیم او معقول حل نوښت وکړو. ښه به دا وی چي افغانستان د هند سمندر ته آزاده لار ومومی خو پاکستان بیا منځنۍ آسیا ته ژغورنده لار ومومی . ښه به داوی چي د سیمه ایزه او لویو قدرتونو د منطقوی سیالیو ټغر د افغانستان څخه ټول کړو. ښه به  دا وی چي د ګاونډو هیوادو خصوصاْ پاکستان د لاسوهنو عامل له منځه یوسو او د مداخلې پلمې پر ودروو. ښه به  دا وي چي په ځان کي داسی یو جوهر وښیو چي په هغه سره د پولی ها خوا ولس په مینه او رغبت سره پرې را جذب کړو. ښه به داوی  چي د ممانعتونو دغه چټل دیوال نور نو ونړوو او د ملي ، ګداړخیزه او بین المللی مفاهمې او موافقې کړکۍ پرمخ راخلاصه کړو ځانونه  او سیمه له اوږده مصیبته بیغمه کړو او تر نورو د ځانو لوړ ګڼل په عمل کي ثابت کړو  . 

خو د پورتنی ټول بیان معنی نو دا نه ده چي د ډیورنډ د کرښي شخړه دی د دواړو فعلی واکمنو رژیمونو لخوا حل سی  .  نه   ، دا ډواړه رژیمونه ددې حساسی ملي لانجې د حلولو هیڅ صلاحیت او کفایت نلری . ددې مسئلې حل باید تر یوه ملي حکومت پوری وځنډول سی .

اسلام آباد غواړی پر دغه کرښه په ماین ګذاری یا اغزن سیم سره د « تروریزم د یو مخ بندولو » او بالاخره د څو مطلبو القاعده والو او طالب مشرانو د نیولو په بدل کي د واشنګټن څخه تل پاته امتیازات واخلی . کابل که څه هم نن د احتمالی اغزن سیم یا ماین ایښودولو سره ظاهراْ مخالفت ښئ خو ممکن د تماسونو د دوام او هم د پاکستان او امریکا د فشار په نتیجه کي بالاخره یوې معاملې ته حاضر سی او خپلی دغسی سوداینی ته ښایی د یوې ساختیګی « لویی جرګې» په واسطه « مشروعیت صبغه ! » هم پسې ورکړی  . خو تر هغه ځایه چي په افغان ولس پوری اړه لری د ډیورنډ د قضیې د حل صلاحیت نه د اسلام آباد او نه هم د کابل د رژیم سره سته او نه هم ددې قضیې د حلولو وخت یا فر صت راغلی دی .  اوس اوس خو افغان ولس په خاص ډول او د پولی د هاخوا ولس هم په عامل ډول یرغمل سوي دي . د دواړو په سر لوبی او معاملی کیږی او ځکه نو ددې ملي قضیې حل باید د یو واقعی ملي حکومت تر ظهور او جوړښت پوری معطل سی که نه دا به یو بل ملي ذلت وی او  خدای مکړه تاریخ به جوړوو خو را څخه جغرافیه سوې به وی !
والسلام
نثار احمد ( صمد )
دافغان رسالې د ( ۹۳ ) ګڼی څخه

 

نېټه 2007/3/17 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

فاشېزم Fascism د عبدالله الهام جمالزي ژباړه

ليکوال : بهاالدين پازارګاد
 ژباړن : عبدالله الهام جمالزی
 
 دااصطلاح دفاشيسمو (
fassismo
) له کلمې څخه اخيستل شوې چې په پخواني روم کې به دقدرت او اتوريته په معنی کارېدله ، اودڅوميلواويوتبرد بستې نوم ووکوم چې به دلښکروپه مخ کې وړل کېدله ، موسوليني په خپل وخت کې هغه منځ ته راوړی وه اودده تورکميسوبه دانښه له ځانه سره وړله دفاشيزم اصطلاح هم په ايټالياکې دموسوليني په وخت کې منځ ته راغله اوخپره شوه .
 ځکه نوفاشيزم تاريخي اوپخواني ريښه نلري اودنوي وخت لاسته راوړنه ده . اودځينوعقيدو (چې په همدې کتاب کې به ترې لنډه يادونه وشي ) يوګډ جوړښت دي اودهغه هر عنصردپخوانيو سياسي مکتبونوڅخه اخيستل شويدي چې په حقيقت کې کې دبېلابېلو سياسي مسلکونودعقيدو يو مخلوط دی .
 بل داچې هغه دنوروسياسي مکتبونوخلاف چې لمړي به پرې مودو مودو اوشايد په پېړيو پيړيو ورباندې څېړنې اوبحث شوي وو اودهغه فلسفه به په تدريجي ډول پخه شوې وه وروسته چې به دافکارو زمينه برابره شوه شونې به وه چې په يوه ټولنه کې اغېزناکه تمامه شي خو فاشېزم وړاندې يوه فلسفه اويااستدلالي اوعقلي بنسټ رامنځ ته نکړ بلکه يوه ډله سره راټول شول اوديو په مشري يې واک لاسته راوړی دي اوبيايې فکرکړی چې ديوې فلسفې رامنځ ته کولوته ناچاره اړتيا لري ترڅو خپلې کړنې عمومي افکارو اودنړی خلکو ته وښايي اوځان په حق وګڼي . وروسته يې دتيرو مکتبونو په فلسفو کې پلټنه وکړه ترڅو وويني چې يوه کړنه په کومه فلسفه کې تاييد شوې ده . هماغه تاييد يې رااخيستی اوپه خپله فلسفه کې یې ننه ايستلی دی .
 اوددې راټولونو ټولګې دفاشيزم نوې فلسفه رامنځ ته کړه ، اودادنړۍ په انساني تاريخ کې لمړنی مسلک اوسياسي روش دی چې ددې خاصيت لرونکی دی دکمونیسم دموکراسۍ اونورو سیاسي مکتبونو په خلاف چې دفلسفې له رامنځ ته کولو به وختونه وروسته دوجود مرحلې ته رارسېدل رامنځ ته شو .
 په حقیقت کې دفاشیزم فلسفه له پیښو او څه چې رامنځ ته کیدل اوله هغوی سره دبرخورد لپاره رامنځ ته کیده اوله هغه سره تیاریده .
 په هرحال په کلي توګه فاشیزم داسی تعریف کولای شو : چې دحکومت هغه ډول چې دافراط تر بریده استبدادي ، ټوليز (توتاليتر) اوانقلابي بڼه ولري فاشيزم بلل کيږي .
 دحکومت دابڼه لمړی په ایټالیاکې خپره شوه اووروسته په هسپانیا کې دجنرال فرانکو ترمشرۍ لاندې دفالاشیزم اوفرانشیزم په نومونو اوپه المان کې دنهزیزم په نوم رامنځ ته شوه .
 په ځینونورواروپایي هيوادونوکې هم دفاشيزم ځينې اوياټول عناصردسياسي حزبونو لخوا ومنل شول . همدارنګه دجنوبي امريکاځينې مشرانويا دمشرانوځينو ډلګيو هم هغه ومنل چې له هغې ډلې څخه (پرون) دآراژانتين ولسمشر يادولای شي .
 فاشيزم چې هرچيرته خپورشويدی له لاندې لاملونو څخه یې ګټه اخیستې یعنې لاندې لاملونو دفاشیزم خپراوي اوودې ته بهترينه زمينه برابره کړه .
 - ټوليزتيتوالی اوویش ، دلمړی نړیوالې جګړې لاسته راوړنه ، داقتصادي بازارونوماتيدل ، دپانګوالواو کارګرانو دټولنو ترمنځ کشمکشونه ، دډلګيو ترمنځ دمذهب کمزورتيا اودمذهبي عقايدو ټيټوالي دکمونيزم اوسوسياليزم خپريدلواوقدرت ته له رسيدلودمنځني پوړاوپانګوالوويره اوډار .
 - په همدې سبب فاشيزم لمړی منځنی اوټيټ پوړته ننووت په دويم قدم کې سوداګرو ، پانګوالو اودکارخانوڅښتنانوته کوم چې له سوسياليزم اوکمونيزم نه په ويره کې وو ورننووت . روحانييونواومذهبيونوهم دکمونيسم له ډاره چې مذهب يې کاملا مردود او لغوه ګڼلو دفاشيزم له پرمختګ سره مرسته وکړه .
 - په زياتره مواردو کې فاشيزم وتوانيده چې بزګران اوکښت کوونکي هم کوم چې دکارګرانو له ټولنوڅخه خپه شوي ووپه پسې راکښل . اوويې کولاي شو دکارګرانو لويې ډلې چې دلاريونونوڅخه تنګ شوي وو اودکيڼ اړخوافراطيونو اودليبرال له ګوندونو ستړي شوي ووله ځانه سره يوځاي کړل .
 - پوځي مخکښانوافراطي نشنليزم فاشيزم ته راکښلو ځکه دوي يوه افسانه جوړه کړي وه چې وويل يې : (دالمان ملت له تقديراوبرخليک څخه داماموريت په غاړه لري چې په ټوله انساني ټولنه اولږترلږه په خپلوګاونډيانوحکومت وکړي ، اوهرڅوک بايد دتيري اوجنګ لپاره ددولت مطيع اوپيرووي )
 - دمخکښ ځاي دخدايۍ يانيمه خدايۍ ځاي ته ورسولواوهغه يې يواځينۍ کس ګاڼه چې کولای شي ملت له زوال څخه بچ کړي اود (تاريخي ماموريت ) موخې ته يې ورسوي .
 - فاشيزم دروڼ اندواوخوځنده کسانويوګوند رامنځ ته کړچې دنووتبليغاتوپه پوهه کې يې ډيرمهارت درلود . خلک يې ځانته مايل ، شوري اودهيجان په حالت کې ساتل . ځوانان يې له وړوکتوبه په يورنګ جاموکې دپوځي ټولګيو په څيروساتل اوفاشيستي افکاريې پکې وکرل اوتل به يې په واټونوکې مارش اوپوځي يون ته هڅول . اوڅرنګه چې چې ګوندته رسيده ټول ګوندونه به يې منحل کول ، دموکراتيکې موسسې ، دمطبوعاتي ټولنو ، اومجلسونوآزادي اودآزادوکارګرانوټولنې يې له منځه وړلې .
 - ټاکنوظاهري بڼه درلوده اويواځې دګوندنوماندکسان به په پوځي زورسره ټاکل کيدل اوچابه دمخالفت جرات نه درلود . فاشيزم يوله دوه لارو څخه قدرت ته رسېدلي ياله زوراوځواک څخه په ګټنه لکه په ايټاليا اوهسپانيا کې اويا ددولتي دموکراتيکوموسسوپه له منځه وړلو اوپه پاي کې هم دمقننه قوې په پياوړتيا اوډيري سره دهيواد مخکښ دخپل ګوند څخه ټاکل لکه ّ المان اوآرژانتين کې .
 اوڅرنګه چې فاشيزم قدرت ته رسيدلودامپرياليزم ، ميليتاريزم اواوتارکي ((داقتصادي آزادی اواقتصادي بې پروايۍ )) دځمکودپراخوالي اوتېرۍ کونکي بهرنۍ سياست يې په نوروهيوادونوکې راخپلاوه په خپګانونواوبې رحمۍ باندې دهرډول نيوکې مخنيوۍ به ديورنګ لښکروياپټوپوليسو لخواترسره کيده . دتوتاليتر((ټوليزاستبداد))کړنې دټولنې په هرډول دودونوکې لکه اقتصادي ، کلتوري ټولنيزې اومذهبي برخې ټولې دفاشيست ګونداوفاشيست حکومت لخواترسره کيدلې .
 افراطي نشنليزم په ځينومواردوکې دنژادي تفوق دفلسفې تربريده ورسېده چې په پايله کې د((انتي سمي تپيسم )) ياضديهوديت تربريدهورسيده . دايټاليافاشيزم په لمړيو کې ديهودوسره په دوستۍ چلند کاوه خوله ۱۹۳۸ کال وروسته چې دالمان ترفشارلاندې وو اوديهودو ضدوونو يې ديهودو ضد قوانين رامنځ ته کړل . په انګستان کې ((نسراوسوالډموسلي )) (
sir Oswald Mosley) په ۱۹۳۱ کال د((انګلستان دفاشيستانودټولنې په نوم )) ګوندرامنځ ته کړ. چې دانګستان په تور کميسانوباندې مشهور شو اوپه ۱۹۴۰ کال دانګلستان ددولت لخوانوموړي ونيول شو اوجګړې په جريان کې بندي وو پدې ترتيب نوموړي ګوند له منځه لاړ.
 دامريکا دمتحده آيالاتوپه هيوادونوکې فاشيستي ډلې په بېلابېلونومونولکه دنقره اي کميسانواودکلمبيا نوپه نومونومنځ ته راغلې چې په لمړۍ درجه کې دتورپوستو سخت ضدووپه دوهمه درجه کې ديهوديانوسرسخت مخالف .
 خو هغه عناصرچې دفاشيزم مکتب ترې تشکيل شويدي اودهغه فلسفي سرچينې په لاندې ډول دي
 نشنليزم اودالماني نژادلوړتابه دآلمان دهګل فلسفې څخه اخيستل شوي .
 دسوسياليزم ځينې دودونه يې له مارکس اوځينې يې له انګليس سوسياليستانوڅخه رااخيستي دي .
 دفاشيزم شعار((دريم تابه)) يې له آرتوموله اواندوبروک څخه راليږدولي دي .
 سختي اودکارونوتيزوالي اوددولت بي رحمي يې دماکياولي له فلسفې څخه اخيستې .
 دنشنليزم دورګډيدويوه برخه يې له ((بندتوکووسه )) ، ګيوواني جنتيله اوآلفردوروکو ايټاليايي څخه اخيستې .
 دفاشيسم غيرعقلي فلسفه (ايرسيوناليسم ) يې له شوپنهاورنيچه اوهانري برګسون څخه اخيستل شويده .
 خوځنده ځواک اوافسانه زيږوونکې قوه يې د ژورژسورل فرانسوي له سنديکاليسم ايډيولو ژي څخه اخيستي دي .
 هسپانوي فاشيزم ((فالانشيزم )) خپل ځينې عناصر هم له جورج سورل اوهم له ويلفردوپارتو څخه اخيستي دي .
 ددموکراسۍ نه منل اودليبراليزم ليرې کول يې له الفردوروکو څخه راليږدولي دي .
 نژادي افسانه اود نورديک نژاد لوړتوب يې له هوسټن اتورات چمبرلين انګليسي څخه اخيستي وو. چې هغه هم له فرانسوي ګوبينوڅخه اخيستي وو. اوهانس کونتراواسوالد شپنګلر هغه ته روزنه ورکړه دهغه فلسفې منځته راتګ بياد آلفردروزنبرګ لخواترسره شو.
 دلوڅ قدرت د اهميت عقيده اوداچې مذهب ، اخلاق اوکلتور ټول بايدددولت په اختيارکې وي اوددولت آلې دوي دماکياولي له عقايدوڅخه رااخيستل شوې دي .
 له دوستانوسره دقدرت ديووالي فرضيه يې له الماني ترشيکه څخه اخيستي چې هغه دخپل سياست په کتاب کې روزلي دي .
 دفاشيزم ميتيستيک اړخ ((دګوندي آرونواوعقايدوپټ ساتل اوددولت اوحکومت معمايي کول اوپټول )) الفرد روزنبرګ وپلاټه اود۱۴ مې پيړۍ دآلماني تيولوژيست ميترالهارت په ليکنوکې يې وموندل .
 داتل پرستۍ عقيده او(ازادي هوس اودځان پرستۍ پايله کڼل) چې دفاشيزم له مهمو آرونو څخه دي دسکاټلنډي توماس کارليل (۱۸مه پيړۍ) له عقايدو څخه دي اودهغه له وخته داعقيده دودشوه .
 اودادي دفاشيزم اونازيزم دسياسي عقايدوآرونه چې دهيټلراوموسوليني ددې مکتب دمخکښانو له کتابونواودنوروليکوالوله کتابونوراليږدول شوي اوياراټول شويدي دمراجعې لپاره په خلاصه توګه وړاندې کوم :
 1. دولت : دولت په فاشيزم کې دهګل دملي دولت دايډياليزاسيون پايله ده .
 2. حکومت اوګوندونه : حکومت دبربنډ زوراوځواک په مټ ولاړدي (ماکياوليسم) د (اليته) واکمنه ډله هم ګوند دي اوهم حکومت اوددې ددوه بېلول هم شونې نده .
 3. ددموکراسۍ اومارکسيزم ضديت : فاشيزم ددموکراسۍ اومارکسيزم دواړودښمن دي اودواړه مردود کڼي آزادي اودموکراسي بولهوسي اوځان پرستي (اګوييسم) اودخوښۍ غوښتنه ، اوله پستوګروهنويې ګڼي .
 4. توتاليتاريانيزم اوکولکتيويزم : دفردګټې دټولنې دسمونوځاربولي فردپه ګونداودولت کې راګيربولي اوکاملا دتوتاليتاريانيزم اوکولکتيويزم دمکتبونوطرفداردي .
 5. نشنل سوسياليزم : دانوم دهرلوستونکي اواوريدونکي لپاره تيرايستونکي دي ځکه دآلمان فاشيزم نه سوسياليست وونه نشنلست . له هغه ځايه چې ديونژادي افسانې لرونکي وواوموخه يې دټولې نړۍ لاندې کول اوديوحکومت جوړول وو . نونشنلست نه وو اوسوسياليست هم نه ووځکه کارخانې يې ملي نکړې دخاوندانوله تصرف څخه بهرنه کړې مګرپه هغه صورت کې چې دجګړې په وخت کې به لازم وواواړتيا به وه دکارخانوپه چاروکې يې لاسوهنه کوله اوله خاوندانوسره به يې جوړېدل اودکارګرانو له ټولنوسره مخالف وو.
 6. ميليتاريزم : سربازي اودمکلفيت دوره په فاشيزم کې لويه بوختياګڼل کېده اودځانګړې پاملرنې وړوه اوميليتاريزم يې يومهم وو اولوي رول به يې لوباوه .
 7. ايرسيوناليزم : فاشيزم دعقل دشتون اودعقلي فلسفې اودعقل داصالت مخالف وو اود انسان په پيدايښت کې ديوړوند ځواک اوارادې شتون ته ژمن وو. اوويل به يې چې همدااراده له موخې پرته ترغيرالنهايه پورې جوړول کړي اوهغه بيرته ورانوي .
 8. دخلکو دکلتور ، فکراوکړنوکنټرول : کلتور، فکر، کړنې اودژوند ټولې برخې بايد ددولت ترسخت کنټرول لاندې وي . دهغوي کلتوردستوري اوتپل شوي کلتوردي نه آزاد .
 9. نژادي افسانه : (لمړي په آلمان کې) هغه يې ژرمنيک ايډال هم باله ، لدې ګروهې سره سم آرين بورديک نژاد دنړۍ په ټولونژادونو ترسره کيده اوبايد په ټوله انساني نړۍ لاسبرۍ پيداکاندي اوخپل کلتور په يوډول په انسانانووروتپي . (لکه دپان ژرمن ياپاکس ژرمنيکا ياجرمني سوله ) دوهم په ايټالياکې دايټاليافاشيزم بيادپخواني روم ددورې خوبونه ليدل اودهغه موخه دپخواني روم دلويۍ راژوندي کول وو. (پاکس روميکا يارومي سوله)
 10. جګړه : دفاشيزم په مذهب کې جګړه سمه اوپه حق ده اوملت بايدتل جګړې ته تياروي
 11. سياست اومذهب : په فاشيزم کې دسياست ، مذهب ،کلتوراوصنعت ترمنځ کرښه نشته پورتني څيزونه ددولت په واک کې وو. هرڅه ددولت اړوند اوددولت په لاسرسۍ کې وو اوهيڅ له دولت څخه بهرنه ووږ (ماکياوليسم).
 12. ايدآليسم اوميستي کيزم : فاشيزم له بل هرسياسي مسلک څخه افسانې ، معمايي حالت اودضربي عقايدواوآرونوپيچلتياته ژمن دي .
 13. پوړيزجوړښتونه : فاشيزم دامارکسيزم خلاف پوړيزجوړښتونوته ژمن دي اودپوړونو ترمنځ ذاتي کشمکشونه ردوي .
 14. اخلاقيات : داخلاقوجوهرپه قدرت کې بولي ، يعني هرځواک چې بريالاسته راوړه اوپه نوروځواکونوبريالۍ شو خپله پخپله يواخلاقي اوبرحقه ځواک ګڼل کيږي . (الحق لمن اغلب) اوهماغه دبريالاسته راوړنه يې دحقيقت اوريښتين تابه دليل دي (دماکياولي ګروهې ته ورته ) .
 15. دمخکښاوملي نبوغ : فاشيزم دمخکښ نبوغ اودملت نبوغ ته ژمن دي .
 16. ديوګوندۍ سيستم : فاشيزم ديوګوند شتون ته ژمن دي نه دډيرونوګوندونه بايد عموما له منځه لاړشي .
 17. دښځې اونارينه اړيکې ، دازدواج کنټرول اودنژادسمون : هيټلردجنسي اړيکواو ازدواج ، دښځې اونرداړيکواونژاد د کنټرول لپاره په يوې تګ لارې کارکاوه اوپدې برخه کې يې دخپلوپلانونوپه اجرالاس هم پورې کړخودهغه په بشپړولوونه توانيده اونړيواله جګړه يې دبشپړاوي مانع وګرځيده . لدې نخچې دهغه موخه دژرمن نژاد سوچه کول وو او غوښتل يې پدې توګه دښځې اونارينه په اړيکو اوپه جفت نيونه کې دخالت وکړي اويوسالم اوقوي نژاد (دپخواني اسپارت په څير) منځ ته راوړي . اوکمزوري اوناروغ نژادونه دطبي لاروچارو په وسيله (يعنې دخنثي کولواوتلقيح) په وسيله له منځه يوسي .
 

نېټه 2007/2/3 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ