تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې

د وخت مدیریت

 هغه کسان چې پر خپل نفس باندې بشپړه اعتماد لري زیاتره یي د چټک تیریدونکي وخت او عمر کنټرول په لاس کې اخلي او هغه په خپل لاس لارښوونه او مدیریت کوي.  هغه کسان چې خپل وخت بې ځایه لګوي تل د شاته پاته والي احساس کوي او خپل نفس باندې اعتماد ته تاوان پیښوي.

منظم کسان خپل وخت او زمان په ښه توګه سره اداره کوي.

 تاسې خپل وخت او عمر څنګه اداره کوئ؟

ایا تاسې خپل وخت په سمه توګه سره اداره کوئ؟

ډاډمن یم چې تاسې به هېڅکله بېګاه مهال ویده نه شئ، تر څو مو د سهار ورځې پروګرامونو د انشاالله په ویلو سره نه وي ترتیب او تنظیم کړي.

ځیني کسان له خپله تیریدونکي ګران بیه وخت څخه چې کولای شي هره ګړۍ بریالیتوبونه پکې تر لاسه کړي، ترې غافله دي. خو ستاسې په شان هوښیار کسان بیا تل د خپل وخت او عمر مراقب وي او هغه په سمه توګه سره اداره کوي.

تاسې باید د هرو ۲۴ ساعتونو لپاره یو پروګرام یا مهال وېش ولری. د خپل ژوند اوونۍ، میاشتې او کلونه په ښه توګه سره زمان بندي کړی او تل د خپل وخت د غلو به مراقبت کې اوسئ. په ټلیفون کې بې معنې او بې هدفه اوږدې خبرې کول، بې ځایه له خلکو سره ناسته ولاړه، د ټلویزیوني پروګرامونو زیاته لیدنه او داسې نور کارونه ستاسې ګران بیه وخت در چې غلا کوي. هره ګړۍ چې تیریږي او هر کار چې کوئ، یو ځل له ځانه سره چورت او سوچ هم کوئ چې ایا تاسې په دې تیر کار یا وخت کې څه وکړه او د ځان، خدای او خلکو لپاره مو څه خدمت پکې وکړ. تل خپل کارونه د یوه پروګرام له مخې پر مخ وړئ، نو له دې کار څخه به خوند واخلئ او په خپل نفس کې به د اعتماد لویه نړۍ رامنځته کړئ.

 عمر دې دراز او وخت دې ډک له ګټو

زه خپل وخت او زمان اداره کوم

نېټه 2009/10/1 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

د مهربان خدای (ج) په قدرت او ملتیا باندې اعتماد، یاد، او اتکال

 د انسان په وجود کې پر نفس د اعتماد د رامنځته کولو له اصولو څخه یو اصل هم همدا ده. ځکه چې انسان داسې پدیده ده، کله چې احساس وکړي چې یوازې ده او داسې څوک نشته چې له هغه سره د زړه خواله او یا هم تکیه پرې وکړي، نو اندیښمن شي او روحیه يي ماته او مضطربه شي او پر خپل نفس باندې اعتماد له لاسه ورکړي، خو که چیرته کوم داسې کس ولري چې هغه يي له روحي او رواني پلوه تکیه ګاه وي، نو بیا د ارامۍ او پر خپل نفس د بشپړ اعتماد احساس کوي. اوس نو که چیرته یوه انسان ته دا تکیه ګاه ستر رب العزت خدای پاک واوسي، نو بیا به هغه انسان څومره ارام، سوکاله، ډاډمن او پر خپل نفس باندې د پوره اعتماد څښتن واوسي. په تیره بیا کله چې یو انسان ریښتینی او ټینګ ایمان هم ولري او په دې پوه وي چې خدای پاک د هغه د غاړې تر رګ ورته نږدي دی او خدای پاک هېڅکله هم خپل بنده یوازې نه پریږدي او تل یي له هر راز ستونزو څخه بچ او ژغورلی وي.

(( ان الله یدافع عن الذین آمنو))

ژباړه: خدای پاک د هغوانسانانو دفاع کوي چې پر ده يي ایمان راوړی وي.

 هغه انسان چې وکولای شي تل په خپل ذهن کې داسې یو ښایسته احساس ولري، نو دا په خپله یو ښایسته فکر ده چې د یوه پیاوړي سیګنال په توګه په ناخوداګاه ضمیر کې ننوزي او حاصل یا پایله به یي ښایسته روحیه، ښایسته باور او ښایسته په خپل نفس اعتماد درلودل وي.

نېټه 2009/9/30 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

څومره غوره نظريې او فکرونه مو له ځانه سره درلودل چې د خپلې بې حوصله ګي له کبله مو هير شوي دي او په دې نه ياست توانيدلي چې هغوئ ته د عمل جامه ور واغوندئ؟

په دې اسراراميزه نړۍ کې چې هره ورځ او هره شيبه هر شى په بدلون او خوځښت کې ده، داسې معلوميږي چې موږ انسانان د ټنبلی د ټولګيو لومړني زده کوونکي يو. هر څومره که موږ ووايو چې زموږ کار ستونزمن او له پخوانيو نسلونو څخه غوره دی، خو واقعيت داده چې په دې زمانه کې ټنبلي او سکون ته زموږ مېنه تر پخوا لا ډېره شوې ده.

په دې ورځو کې ډېرو شيانو بدلون موندلى. موږ له ډېرو انرژيو او مخامخ انګيزو سره ډېر کم کار لرو. زموږ د نيکونو د هيلو او کړنو تر منځ ډېر کم واټن و، هغوئ چې به تږې کېدل، نو اوبه به يې لټولې، په اوږې کېدا سره به په مړى پسې تلل. هغوئ د خپلو چلندونو له کبله اړ نه ول تر څو مخکې له مخکې خپله اماده ګي ونيسي، هغه رفتارونه چې د هغوئ د پايښت  سبب ګرځيدل، لنډمهاله پايلې يې درلودي او  له درمل، بانک او هان له يخچال نه په پرته نړۍ کې هغوئ اړ نه ول تر څو خپلې راتلونکې ته فکر وکړي.

ټنبلي له کومه پيليږي؟

روان پيژندونکي په دې اند دي چې ټنبلي هغه وخت منځته راځي چې د راتلونکې لپاره د پلان جوړونې شونتيا موجوده وي. هغه څه چې هغوئ یې پرته له دې چې خبلې سملاسي اړتياووې یې پوره شي او خپلو کارونو ته دوام ورکړي، هغه د



د مطلب پاتې برخه...
نېټه 2009/4/27 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

ستا ژوند، ستا د فکرونو ټولګه ده، په هر هغه څه چې ستا ذهن باور وکړي، تر لاسه کولای شي     او هر هغه څه چې محکوم کړي، له لاسه ورکوي. او په دې هم پوه شه چې، نېکمرغي په دریو       ټکو کې نغښتې ده:

۱- د تیرو وختونو هیرول

۲- اوس مهال غنیمت ګڼل

۳- راتلونکې ته هیله من اوسیدل

نېټه 2009/4/25 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل


هغه کسان کوم چې د ګړۍ د عقربې په څیر لاسلیک کړي، هغوئ منطقي خلک وي.


هغه کسان کوم چې د ګړۍ د عقربې برعکس لاسلیک کړي، هغوئ له ښه ځنډ وروسته منطق مني او زیاتره غیرمنطقي خلک وي.



هغه کسان کوم چې په عمودي ډول باندې لاسلیک کړي، زیاتره یې په خپلو چارو کې سرسخت او پافشاره وي.


هغه کسان چې د افقي خطونو په څیر لاسلیک کوي، هغوئ منظم انسانان وي.


هغه کسان کوم چې په فشار سره لاسلیک کړي، هغوئ په وړکتوب کې ډېرې سختی کښلي وي.



هغه کسان چې خپل لاسلیک په پیچلي ډول سره کوي، هغوئ ډېر شکاک وي.



هغه کسان کوم چې په خپل لاسلیک کې د خپل ټبر نوم لیکي، هغوئ خپل ځانونه په خپل ټبر کې غوره بولي.



هغه کسان چې په خپل لاسلیک کې د خپلې کورنۍ نوم لیکي، هغوئ په خپله کورنۍ کې له ښه دریځه څخه برخمن وي.



هغه کسان چې په خپل لاسلیک کې خپل نوم لیکي او بیا پرې خطې باسي، هغوئ تر اوسه پورې خپل شخصیت نه دی پېژندلی.



هغه کسان چې په دایروي یا هګۍ ډوله سره لاسلیک کوي، هغوئ غواړي چې خپل ځانونه یوه ځای ته ورسوي.
نېټه 2008/11/12 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

ښاغلي ډاکټر طارق الشیودان په دې وروستیو کې د قران کریم په مبارکو ایاتونو کې په زړه پورې، زورې او د پام وړ سپړنې کړي دي چې لاندې به یې ولولئ:

 له یوه شي سره د بل شي برابروالی یا په بل عبارت د اضدادو برابروالی!

 د بېلګې په ډول: له ښځې سره د سړي برابروالی.

 که څه هم دغه خبره د زبې د ګرامر له مخې سمه نه ده، خو د قران کریم په ایاتو کې داسې راغلي:

 د سړي کلیمه په سپیڅلي قران کې ۲۴ ځلې راغلی، همدا شان د ښځې کلیمه هم ۲۴ ځلې راغلي.

 یانې ۲۴=۲۴

د بېلابېلو مبارکو ایاتونو له څېړنې وروسته په ګوته شوه چې، په تنقیضاتو کې دغه برابروالی په ټول پاک قران کې ریښتیني ده. قران کریم په ګوته کړي چې، یو شی له بل شي سره (متضاد شیان یا له یوې ریښې شیان) برابر دي.

 په دې لیکنه کې به د قران کریم د عربي کلیمو د محاسبو د حیرانتیا وړ حاصلې پایلې او د شمېرو رمزونه پیدا کړئ.

 هغه کلیمې دا دي:



د مطلب پاتې برخه...
نېټه 2008/10/19 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

ولې مېنه داسې دړدونکي ده؟

 

ليکونکی: اوشو

 

پښتو ژباړونکی: محمد بصير سليمانخېل

 

 

مېنه دړدونکې ده ځکه چې د سوکالۍ په لور ګام اخلي. مېنه دړدونکې

 ده، ځکه چې بدلون راولي؛ مېنه بدلونتوب ده. هر بدلون دړدناک وي،

ځکه چې د زاړه ځای نوی نيسي. زوړ پېژندل شوی وي، بې خطره او

اسانه؛نوی په بشپړه توګه نا پېژندل شوی وي.  ناپېژندل شوی څيز تاسو

 ته د يوه بې جهته سفر په څير وي. له نوي شي سره تاسې نه شئ

کولای خپل ذهن په کار واچوئ؛ خو له زاړه شي سره ذهن بېخې بلد

 وي. ذهن يوازې له زاړه شي سره کولای شي کار وکړي؛ خو له نوي

 شي سره ذهن يو مخ نوی وي.

 

نو له همدې کبله، ډار پيدا کېږي؛ او د زړې نړۍ په پرېښودلو سره،

سوکالي او ډاډ له منځه ځي او دړد رامنځته کېږي. دغه دړد هغه دړد ده

 چې ماشوم يې د خپلې زېږېدنې پر مهال احساسوي. دغه دړد هغه

دړد ده چې  يو الوتونکی مارغه يې له هګۍ څخه د وتلو پر مهال

 احساسوي. دغه دړدهغه دړد ده چې الوتونکی مارغه يې د لومړي ځل

 پرواز پر مهال احساسوي.

له نوي شي څخه ډار او د زاړه ډاډمن څيز پرېښودل  د نوي څيز له نا

ډاډمنتيا او نه اټکلتيا څخه ستر ډار رامنځته کوي.

له همدې کبله، کله چې بدلون له (نفس) څخه د (نه- نفس) وضعيت ته

روانيږي، نو دړد ډېر ژور وي. خو تاسې د دړد له منځ څخه له تيريدو پرته،

نه شئ کولای چې خوشال او سرمست واوسئ. که چيري تاسې

غواړي چې يوه ښه تيره توره ولرئ، نو بايد اول يې اوسپنه ښه ګرمه

کړئ او بيا توره ترې جوړه کړئ.

مېنه اور ده.

 



د مطلب پاتې برخه...
نېټه 2008/2/5 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

زموږ شااو خوا هم ښه شته او هم بد. خو د هغوئ ټاکنه زموږ

 

 په لاس کې ده، چې کوم یوه ته یې ډېره پاملرنه کوو.

 

کله چې له کومې ستونزې یاسرګردانۍ سره مخامخ یو، که

 

 چیرې ښه فکر وکړو دا به راته معلومه شي، چې ستونزمن

 

فکر او اندېښنه کول تر خپلې ستونزې موږ ډېر ځوروي.

 

ښایي یو نه خوشاله کوونکی چلند د کار په ځای یا کوم بل

 

 چیرې پر موږ ډېره بده اغیزه وکړي. دغه پیښه وروسته له

 

ثانیو او یا هم دقیقو څخه پای ته رسیږي، خو له دې پیښې

 

رامنځ ته شوې ځورېدنه، ممکن زموږ په ذهنونو کې د

 

 یوې-دوې یا زیاتو ورځو لپاره پاتې شي او موږ وځوروي.

 

که چیرې سمه محاسبه وکړو، نو وبه وینو چې د هغې

 

 پیښې فکر  او اندېښنه تر خپلې پیښې ډېر زموږ د

 

 ځورېدا او ناکرارتوب لامل شوی دی.

 

 

ستونزمن  فکر تل تر خپلې ستونزې نه ډېر ځورونکی وي.

 

یوه مثبته او جوړونکي لاره کولای شي په فکر او ذهن کې

 

 د افکارو په کنټرول او د ناکراریو په را ټېټولو کې مرسته

 

 وکړي.  که چیرې داځل کومه پیښه وشوه، نو کولای شو

 

 تصمیم ونیسو چې ډېر کم ناکراره شو اوډېر ژر هغه هېر

 

کړو.

 

هېڅکله باید منفي افکار او احساسات لکه خشم، نفرت

 

او ځورېدنې ته په خپل ذهن او زړه کې ځای ورنه کړو.

 

 فکر وکړئ، چې که چیرې د خپل کور د خځلو سطل څو

 

 ورځې همداسې ډک پرېږدو او هېڅ یې خالي نه کړو، نو

 

څه به پیښ شي؟ ټول کور به یې بوی په سر واخلي او هېڅ

 

څوک به ورنږدې کېدای نشي.

 

نو دا موضوع هم وچ کلک په خپل زړه کې دمنفي افکارو

 

 او احساساتو له ساتلوسره ورته ده. که چیرې هغوئ د یوه

 

اوږد مهال لپاره په خپل زړه کې وساتو، نو زموږ زړه او

 

ذهن به ککړ کړي، نو بیا داده چې زموږ ژوند به له بدو

 

 بویونو او خځلو څخه ډک وي او په سختي سره به  خپل

 

 ځان خوشالولای شو.

 

 

 

نېټه 2007/10/7 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

د زنا خیالونه او دجنسي ګناهونو پایلې

 

 

جنسي ګناهونه د سړي جسم ککړوي او د الهي مقاصدو د تر سره کولو په

 

وړاندې دهغه وړتیا له منځه وړي. جنسي ګناه له دې کبله مستثنی ده چې، موږ

 

 هغه د خپل جسم پر وړاندې تر سره کوو.  زموږ جسم د الهي روح معبد ده، نو

 

کله چې موږ د جنسي ګناهونو لپاره له خپلو جسمونو څخه کار اخلو، نو د هغوئ

 

په پاکوالي باندې تیری کوو او هغه پاک معبد ورانوو. همداشان هغه کسان

 

 چې له هغو سره دغه ګناه تر سره کوو، هغوی هم ککړو. خپلو جسمونواو

 

خدای پاک(ج) ته د درناوي کمښت، له پروردګار عالم(ج) سره زموږ اړیکه له

 

 منځه وړي.

 

جنسي اړیکې خدایي روح غمګینه کوي. هره هغه ګناه چې تر سره کوو یې، د

 

 خدايي روح د غمګینتیا سبب ګرځي او زموږ په ژوند کې د سپیڅلې روح

 

لمبه مړه کوي. هر څومره چې مو دا لمبه مړه کوله، هغومره له نیکو او غوره

 

کارونو څخه واټن نیسو.

 

د جنسي اړیکو تر سره کول د انسان په ژوند کې د شر او شیطان لپاره یوه

 

کلکه کلاه جوړوي . کله چې موږ پرله پسې ګناهونه کوو، نو په خپل ژوند

 

 کې د شیطان لپاره کلکه کلا جوړوو. هرڅومره چې شهوت او هوس ته ځان

 

 ورکوو، هغومره د هغوۍ کنټرول پرموږ باندې ډېریږي، تر هغه ځایه چې موږ

 

به یو مخ  دخپل ځان بنده وګرځوي. نو په هغه صورت کې به دا کلا ډېره کلکه

 

 کلا وي، چې زموږ جسم، روح او روان به یې په ځان کې ایسار کړيوي. له

 

 نیکه مرغه، د اسلام مبارک دین د دغې کلکې کلا د ورانولو لپاره ډېرې

 

لارې چارې زموږ مخ ته یښې دي.

 

د جنسي اړیکو په تر سره کولو سره به په تاسو پورې تل د خپل مېړه یا ښځې

 

 او یا زامنو له لوري یو ډول نفرین وي.جنسي ګناه شیطان ته ددې امکان

 

 ورکوي، تر څو موږ او له موږ نه وروسته نسلونه په خپل نفر ین سره ذلیل

 

کړي. جنسي بې بند وباري، زنا، طلاق، د اولاد نه زېږول او نورې ستونزې

 

کولای شو، د جنسي اړیکو دګناهونو پایله وبولو.

 

جنسي ګناهونه شیطاني ارواح ته یو داسې ډګر جوړوي، ترڅو پر تاسې اغیزه

 

 وکړي. اسماني کتابونه د جنسي اړیکو او د هغوی حتمي پایلو ډېرې بېلګې

 

زموږ په اختیار کې راکوي چې، ددغو ګناهونو تر ټولو مشهوره یې، د داود

 

ګناه له بنت شیبا(دحضرت سلیمان مور) سره ده. له بنت شیبا سره دهغه زنا

 

او د هغې د مېړه وژنه په کورنۍ جګړې او د زوی په مړینې سره پای ته ورسیده

 

او دښمنانو ته یې د کفر ویلو لپاره ښه زمینه برابره کړه.

 

جنسي اړیکې روحي پریښانې له ځان سره لري. له ګناهونو نه د ډکو خوندونو

 

په تر سره کولو او د ښه او بد د تشخیص په خاطر له خپل وجدان څخه کار نه

 

اخیستنه، روحي پریښاني او وارخطايي له ځان سره لري. هرڅومره چې موږ د

 

ګناه او فساد په لټه کې واوسو، هغومره به مو وجدان زیانمن کېږي. یو زیانمن

 

شوی وجدان ددې باعث ګرځي چې، نور هم د شیطاني درواغو په منځ کې

 

 واوسو او په دې صورت کې له پاک الله(ج) څخه زموږ لریوالی رامنځ ته

 

کېږي . بیا دا مسئله هغه ځای ته رسیږي چې، موږ خپل کارونه هېڅ ګناه نه

 

بولو او د د توبې ایستلو او د ځان داصلاح لپاره زموږ وړتیا کمېږي.

 

جنسي اړیکې احساسي پريښاني له ځان سره لري. جنسي اړیکه، له جنسي

 

شریک سره احساسي ژمنتیا او تړاو رامنځته کوي. ددغو ژمنو قدرت د

 

اړیکو د ډول له مخې بېلابېل وي. خو خدای پاک دغه تړاو او جنسي ژمنتیا

 

 دمېړه او ښځو لپاره رامنځته کړې ده. که چیرې دغه ژمنتیا او تړاو له خپل

 

مېړه/ښځې څخه پرته له بل چا سره تر سره شي، نو احساسي وارخطاوالی

 

او پریښاني به له ځانه سره ولري. دغه پریښاني یا وارخطاوالی په بېلابېلو

 

 ډولونو سره رامنځته کېږي، چې دلته یې یولړ ډولونو ته اشاره کوو:

 

د پخوانیو جنسي اړیکومکرر یادونه او افکار .

 

له خپل مېړه/ښځې سره د احساسي صمیمیت په ټینګولو کې بې وزلي.

 

دهغو کسانو پر وړاندې پیښماني او بده یادونه کوم چې په پخوانیو اړیکو

 

کې یې کس ته تاوان پیښ کړی وي.

 

په جنسي اړیکو کې له پخوانیو کسانو سره د خپل مېړه/ ښځې پرتله کول.

 

له ریښتینې مینې څخه د اشتباه درک کول.

 

د ریښتینې مینې او صمیمیت د پیدا کولو په هلو ځلو کې، جنسي بې

 

بندوباري او بې قیدي.

 

د احساسي وارخطاوالي خطر په هغه اندازه دی، چې کولای شي سړی له

 

 خپل مېړه/ښځې یا خدای پاک سره د صمیمیت له تجربې څخه بې برخې

 

کړي. همداشان جنسي اړیکې کولای شي چې د نفرین په څیر عمل وکړي او

 

 جنسي اخته والی او نور کشمکشونه له ځان سره ولري.

 

جنسي اړیکې تلپاتې یادونه پر ځای پرېږدي. د جنسي اړیکو یادونه دځانګړو

 

 هورمونونو په مرسته چې د جنسي تحریکاتو په مهال تولیدیږي، د سړي په

 

مغزو کې رامنځته کېږي.  شیطان له دغو یادونو څخه د سړي دمحکومولو

 

 او د شهوت په اسارت کې د ساتلو لپاره کار اخلي. دغه یادونه بیا ښایي له

 

 میړه/ښځې سره د کس په جنسي اړیکو کې ستونزې راولاړې کړي. دلته یې

 

 ځینې بېلګې شته:

 

له مېړه/ښځې سره د کس جنسي تجربې د پخوانیو جنسي اړیکو له یادونو

 

او افکارو او یا هغو مستهجنو انځورونو سره کوم چې دې کس لیدلي

 

 دي، خرابیږي.

 

له پخوانیو جنسي شریکانو څخه به بت جوړ کړي- په تیره بیا کله چې په

 

خپله کوروالي کې له کومې ستونزې سره مخامخ کېږي.

 

د خپل مېړه/ښځې له جنسي عمل څخه به خوښ نه وي.

 

د هغه مغز به د ریښتینې مینې د ښودلو پرځای دخپلو شهواتو د ارضا‌ء

 

په موخه، جنسي اړیکو ته مخه کړي.

 

که چیرې مېړه یا ښځه د هغو کارونو د تر سرکولو لپاره، کوم چې ده په

 

پخوانیو جنسي اړیکو او یا هم په مستهجنو فلمونو کې لیدلي وي، راضي

 

 ونه اوسي، نو به قهرجن او په غصه شي.

 

خو که چیرې موږ خپل مبارک او سپیڅلي دین ته راوګرځو، نو دداشان

 

ناخوښو او پستو تجربو د له یاده وتلو لپاره به، زیاتې وړتیاووې تر لاسه

 

کړو او و به کولای شو چې، خپل فکر او روان پریمینځو او یو ځل بیا دژوند

 

 د چارو کنټرول په لاس کې واخلو.

 

جنسي اړیکې د حرامیانو د زېږېدنې سبب ګرځي. هغه ماشومان چې له دې

 

 لارې نړۍ ته راځي، په هغو کورونو کې به ژوند کوي چې، هېڅ مهربانه

 

مور او پلار سیوری به پر هغو نه وي.

 

جنسي اړیکې خلک په خطر ناکو او وژونکو ناروغیو باندې اخته کوي

 

چې، کولای شو له ایډز څخه نوم واخلو او دا پرته له مرګ نه بله چاره نه لري.

 

جنسي اړیکې، ازدواج او کورنۍ له منځه وړي. زیاتره وخت، زنا کول د

 

ازدواج او کورنۍ د له منځه تلو سبب ګرځي. کله چې د وفاداري زنځیر

 

 وشکیزي، نو مېړه او ښځه له احساسي، روحي او ان کله کله له جسمي

 

 ځورونو سره مخامخ کېږي. د دې درز د ډکولو لپاره، بنسټیزې درملنې ته

 

 اړتیا شته. هغه یادونه کوم چې د ازدواج د له منځه تلو په صورت کې

 

رامنځته کېږي، د عمر تر پایه له هغه سره پاته کېږي او کېدای شي، نور

 

 نسلونه هم تر اغیزې  لاندې ولري.  د شهوتي او مستهجنو فلمونو او

 

انځورونو لیدنه هم د ریښتینې زنا په څیر له ګناه او تاوان نه ډک کار دی

 

چې،  دا موضوع هم باید له پامه ونه غورځوو.

 

جنسي ګناه داخلاقي بې بندوباري او جنسي انحراف سبب کېدای شي.

 

جنسي ګناه زیاتره وخت د سړي په ذهن کې تر شهوت تیز اور رامنځته کوي.

 

 که چیرې پرله پسې هغه اور ته لمن ووهي، نو سړی به لا ډېر د فساد او

 

 تباهي ژورو کندو ته وروغورځوي.

نېټه 2007/9/3 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 اووه هغه د ډاډ وړ تمرینونه کوم چې ستاسو

 

 

 په وجود کې پر نفس اعتماد زیاتولای شي:

 

 

 

۱- تل په مخ څپ کې کښینئ.

 

۲- د نورو خلکو سترګو او مخ ته کتل، تمرین کړئ.

 

۳- د خپلې لارې تګ مو ۲۵ په سلو کې زیات کړئ.

 

۴- په لوړ او جدي اواز سره خبرې کوئ.

 

۵- د خلکو په جمع کې خپل نظر وایاست.

 

۶- تل خندان اوسئ.

 

نېټه 2007/5/31 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

 

 څلور شمعې وي او ډېرې سوکه سوکه وېلې کېدلې، په هغه ارامه

 

 چاپيريال کې د هغوۍ د خبرو غږ تر غوږو کېدای شوای.

 

لومړۍ شمعې وويل: زه د سولې او ارامۍ نښه يمه، هېڅوک زما

 

 لمبه روښانه نه پرېږدي زه باور لرم چې ډېره زر به مړه شمه....يو

 

 ځنډ وروسته د سولې او ارامۍ شمعه په بشپړه توګه مړه شوه.

 

دوېمې شمعې وويل: زه ايمان او اعتقاد يمه، خو نور د زياترو

 

خلکو لپاره د هغوۍ په ژوند کې ارزښت نه لرم، نو له همدې کبله

 

 زما شتون اړين نه دی....وروسته له يوه نرم الوېښ (نسيم) سره

 

 د ايمان شمعه هم مړه شوه.

درېيمې شمعې په وارخطايي وويل: زه مينه يمه، خو ددې وس نه

 

 لرم چې نوره روښانه پاته شمه، خلکو زه په خپل ژوند کې له پامه

 

 غورځولې يمه او زما په ارزښت نه پوهېږي، هغوۍ ان دا هېر

 

کړي چې څنګه له خپلو نېږدي کسانو سره مينه وکړو.... لږ موده

 

وروسته د مينې شمعه هم مړه شوه.

 

بې له همه يو ماشوم دې خونې ته راننوت او دغو دريو مړو شمعو

 

 ته يې وويل: ولې مړې شوې ياستۍ؟ ټول په دې هيله دي چې

 

تاسې به تر اخيره پورې روښانې پاته شئ....وروسته يې په چيغو

 

پيل وکړ....

 

څلورمې شمعې وويل: هېڅ غم مه خوره، تر څو چې زه يمه، نو

 

 کولای شم نورې ټولې شمعې يو ځل بيا روښانه کړم. زه هيله

 

 يمه.

 

په داسې حال کې چې د ماشوم له سترګو څخه اوښکې بهېدلې، د

 

هيلې شمعه يې راواخيسته او نورې مړې شمعې يې پرې ولګولې.

 

پام کوئ چې د هيلې رڼا بايد هېڅکله ستاسې له ژوند څخه ورکه

نشي.

 

نو هلته موږ بياکولای شو چې،په خپل ځان کې هيله، ايمان،

 

 ارامي او مينه د تل لپاره زوندی وساتو.

نېټه 2007/4/23 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

ژباړن: محمد بصیر سلیمانخېل

 

 

 

د چارلي چاپلین لیک خپلې لور ته

 

  

بې له شکه، چارلی چاپلین د سینما دډګر یو وتلی نابغه دی. کله چې هغه د

 

 خپل هنر لوړو پوړیو ته ورسید، نو له اونا اونیل سره یې واده وکړ او ترې د

 

اتو بچو  څښتن شو، له ټولو بچیانو څخه یې یوازې یوې لور د ده په ګامونو

 

 پل واخیست، د هغې نوم جرالډینه وه  او څو کاله کېږي چې د سینما په ډګر

 

کې په چارو بوخته ده او لکه د خپل پلار په شان په همدې هنر کې یې ستر

 

پړاوونه وهلي دي او په هنري غونډو کې نوموړې د ګوتې غمۍ وي.

 

 

څو کاله مخکې کله چې جرالډینې غوښتل د لومړي ځل لپاره د هنر په نړۍ

 

ورننوځي، چارلي چاپلین هغې ته یو لیک ولیکه چې، د نړۍ د ښکلو او زړه

 

 راښکونکو لیکونو په ډله کې شمېرل کېږي او هر لوستونکی یا اوریدونکی

 

تفکر ته اړ باسي.

 

 

ګرانې لورکۍ جرالډینې:

 

دلته شپه ده، یوه ښه شپه ده.  زما په وړه کلا کې ټول ساتونکي بې وسلې وېده

 

 دي.  دلته نه ستا ورور،نه خور او نه هم مور شته، پرته له دې چې دا وېده

 

الوتونکي راوېښ کړم، په ډېر زحمت سره مې وکولای شول چې خپل ځان

 

دغې نیمی روښانې کوټي، مرګ ته د انتظار دغې کوټې ته روارسوم.  زه له

 

 ټولیسډروم څخه ډېر لري....... خو سترګې مې دې ړندې شي، چې یو شیبه

 

دې هم ستا انځور زما له سترګو څخه لري کړي.

 

ستا انځور هلته د میز په سر دی. ستا انځور دلته زما د زړه په سر دی. خو ته

 

چېر ې یې؟ هلته په جادوګر پاریس کې په هغه پرتمینه صحنه(شانزلیزه) کې

 

 نڅیږي.  په دې پوهیږم او داسې ده چې د شپې په دې چوپتیا کې دې د ګامونو

 

 غږ اورم او د ژمې په دې تیاریکیو کې دې د سترګو د کسو بریښنا وینم.

 

اوریدلي مې دي چې ستا ادا ګانې  د ټولو خلکو د خولو خبرې شوې دي. ګوره

 

 شهزادګۍ اوسه او نڅیږه.  ستوری شه او ځلیږه. خو که چېرې د لیدونکو او

 

 ناستو خلکو ښکلې او کټ کټ خندا او دګلونو د هغو مستو ګېډیو بویونه

 

کوم چې تا ته یې خلک سوغاتوي ، تاته د هوښیارتیا موکه درکړه، نو بیا په

 

یوه ګوښه ځای کې کښینه، زما لیک ولوله  او دخپل پلار غږ ته غوږ ونیسه.

 

  زه ستا پلار یم، جرالډینې ! زه چارلي چاپلین یم. کله چې ته کوچنۍ

 

وي، اوږدې شپې به ستا د بالښت تر سر ناست وم او کیسې به مې درته

 

 کولې. د ځنګله کېسه، په دښته کې د وېښ ښامار کېسه، کله چې به مې زړو

 

 سترګو ته خوب راغی، نو پیغور به مې ورکاوه او ورته ویل به مې چې ځه.

 

 

ما به د خپلې وېدې لور په خوبونو کې. د جرالډینې خوب لید، د جرالډینې.........

 

ستا د سبا خوب، ستا د نن خوب، ما د صحنې پر سر لور لیدله، په اسمان کې

 

 مې ملایکه لیدله، چې نڅا به یې کړله  او اوریدل به مې چې لیدونکو به

 

 ویل: ( دا جنکۍ وینئ؟ دا ده هغه زاړه سپینږيري لور ده. نوم دې په یاد

 

دی؟ چارلي) .  هو زه چارلي یم. زه یو زوړ سپینږیری  یم. نن ستا وار دی

 

ګډه شه .زه له  هغه څېرې او رپاړې  پرتوګ سره غورزیدلم،  او ته د شهزادګانو

 

 په وریښمینو  کالو کې نڅیږي. دغه نڅاګانې او د لیدونکو د لاسونو

 

 چکچکي به کله کله تا اسمانو ته ورسوي. ولاړه شه. هلته هم ولاړه شه، خو

 

کله زمکې ته هم راځه او د خلکو ژوند ګوره.

 

 

د تورو کوڅو د ستړو نڅاګرو ژ وند، کوم چې په وږې نس سره به نڅیدل او

 

 پښې به یې له بې وزلي لړزیدلي. جرالډینې زه یو له هغو وم، او په هغو

 

 شپو کې، ستا د ماشومتوب په افسانوي شپو کې، چې ته به زما د لالایي

 

له کېسو سره، په خوب تلې، او زه به بیا وېښ پاتې کېدم . ستا څېرې ته به

 

 مې کتل، ستا د زړه ټوپونه به مې ګڼل او له خپل ځان څخه به مې پوښتل: اې

 

 چارلي! ایا کله به هم دابچوڼی تا وپیژني؟

 

 

..............ته ما نه پيژني جرالډینې! ما په هغو لرو شپو کې له تاسره کېسې

 

کولې، خو هېڅکله مې هم خپله کېسه درته ونکړه. دا د اوریدلو وړ داستان دی.

 

دهغه وږي بوډا داستان چې د لندن په ناوړه  ځایونو کې به یې سندرې ویلې

 

او نڅیده به او صدقه به یې ټولوله. دا زما داستان دی. ما د لوږې  څکه

 

کړې ده. ما د بې میرمن توب درد څکلی.  او داسې نور،  ما د هغه اواره او

 

 سرګردان بوډا  رنځ چې په زړه کې یو سمندر غرور څپې وهي، خو د لاروي 

 

د صدقې یوه سیکه د هغه خودخواهي وچوي، احساس کړی دی.

 

سره له دې ټولو زه یبا هم ژوندی یم او تر هغه چې دا ژوندي ټول مړه نشي زه

 

 باید هېڅ څه ونه وایم.  زما داستان  تاته په کار نه درځي، له تا څخه وغږیږم.

 

په تا پسې زما نوم دی: چاپلین. په همدې نوم مې څلویښت کاله د نړۍ زیاتره

 

 خلک خندولي او څومره چې خلکو خندلي تر هغه مې زیات په خپله ژړلي دي.

 

 

جرالډینې په دې نړۍ کې چې ته ژوند کوي، یوازې نڅا او موسیقي نه ده. ته

 

چې کله نیمه شپه د تیاتر له پرتمین سالون څخه راوځي، هغه بډای ستایونکي

 

له یوه سره هېر کړه، او د هغه ټکسي چلونکي د حال پوښتنه وکړه کوم چې تاتر

 

 کوره پورې رسوي، د هغه د ښځې د حال پوښتنه هم وکړه.... او که

 

امیدواره(حمل داره) وه او دخپل زوی لپاره د کالو اخیستلو پیسې یې نه

 

درلودي، نو د پیسو چیک راوباسه او د هغې د مېړه په جوب کې یې پټ

 

کېږده. د پاریس په بانک کې مې خپل استازې ته امر کړی چې، یوازې ستا

 

 دا شان لګښتونه پرته له کومې پوښتنې ومني. خو د نورو لګښتونو لپاره

 

 باید حساب ورکړي.

 

 

کله کله، له موټر او میټرو سره په ښار کې وګرځه. خلکو ته وګوره. او کم تر

 

 کمه په ورځ کې یو ځل له خپل ځان سره ووایه چې: ( زه هم یو له هغو څخه یم.)

 

 لوري  ته یوه له هغو څخه یې، تر هغو زیاته نه یې، که څه هم هنر انسان ته 

 

کوڅرونه  ورکوي، خو کله کله یې دوه پښې هم ورځینې اخلي.

 

او کله چې دې د خپلې نڅا د لیدونکو نه خپل ځان ښه وباله، هغه شیبه صحنه

 

پرېږده او سمدلاسه په ټکسي کې خپل ځان پاریس ته راورسوه.  زه هغه ځای

 

ښه پیژنم، څو پیړۍ مخکې هغه ځای د کولیانو پسرلنۍ زانګو وه.  هلته به د

 

 خپل ځان په څېر نڅاګرې وویني. تر تا ښکلې، تر تا چالاکې او تر تا مغرورې. 

 

 هلته د شانزلیزه د تیاتر ړندونکې رڼاګانې نشته.

 

د کولي د نڅاګرو رڼا اچوونکي، یوازې د سپوږمۍ رڼا ده ، ورته ګوره، ښه

 

 ورته وګوره. ایا تر تا ښې نه نڅیږي؟

 

اعتراف وکړه لوري!  تل داسې کس شته چې تر تا ښه نڅیږي.

 

تل داسې کس شته چې تر تا ښه تاوېږي . په دې پوه شه چې د چارلي په کورنۍ

 

کې، هېڅکله څوک دومره شوخ او سپک  نه ووچې،  د سن د سیند د غاړې یوه

 

سوالګر ته سپکاوی وکړي.

 

 

غواړم چې مړ شم او ته به ژوند وکړي. زما هیله داده چې هېڅکله په تنګلاسي

 

کې ژوند ونکړي.  له همدې لیک سره یو سپین چیک درلیږم. هر څومره پیسې

 

چې غواړي ویې لیکه او وایې خله.  خو تل کله چې دوه فرانکه لګوي، له خپل

 

ځان سره ووایه: ( دویمه سیکه زما مال نه ده.  دا د یوه نوم وروکي کس مال دی

 

چې نن شپه یوه فرانک ته اړتیا لري.)

 

پلټنه اړینه نه ده. دغه وړ نوم وروکي کسان که چېرې وغواړي، نو هر چېرې به

 

یې پیدا کړي.

 

دا چې زه د پیسو او سیکو پر سر له تاسره خبرې کوم، دا ددې لپاره ده چې زه

 

د شیطان د دې زامنوله  چل او فریب څخه ښه خبر یم، ما ډېر عمر په سیرک کې

 

 تېر کړی دی او تل او ان هره شیبه  د هغو بندو بازانو په وړاندې اندېښمن وم

 

کوم چې په ډېر نري پړي به یې تګ کاوه، خو دا حقیقت لورې زه تاته وایم:  د

 

ځمکې پر سر  ټینګ کسان زیاتره  د هغو ړپیدلو کسانو په پرتله کوم چې په

 

نري پړي باندې تیریږي، لویدلي. ښايي یوه شپه د دې نړۍ د لوړې بیې  الماس

 

 ځلیدل تاته فریب درکړي.

 

هغه شپه به دا الماس، ستا پړیدلی پړی وي او بیا به ستا لویدل هم حتمي وي.

 

ښايي یوه ورځ، ته  ښکلې شهزادګۍ هم غلطه شي، هغه ورځ به ته د ناشي د

 

 لوبې بندي واوسي او د ناشي بند بازان تل لویدلي دي.

 

زړه دې سرو او سپینو ته مه ورکوه، ځکه د دې نړۍ تر ټولو غټ الماس لمر دی

 

 او له نیکه مرغه دغه الماس د ټولو خلکو په غاړه ځلیږي........

 

........خو که دې کومه ورځ  دکوم کس د مخ په لمر باندې زړه وبایلود، له هغه سره

 

 په یوه زړه کې ژوند وکړه، مور ته مې دې ویلي چې په دې اړه درته یو لیک

 

ولیکي. هغه مینه تر ما ښه پېژني او هغه د دوو زړونو د یو ځای والي د

 

تعریفولوپه برخه کې  تر ما ډېره مخکې ده.  ستا کار ډېر ستونزمن دی، په دې

 

هم پوهیږم. د سټیژ پر سر، پرته د وریښمو له نازکې تکې څخه، بل شی ستا

 

 بدن نه پټوي. دهنر په خاطر کولای  شي د سټیژ سرته لوڅه لغړه  ولاړه  شي او

 

 بېرته پټه اوپاکه راستنه شي.  خو په دې نړۍ کې هېڅوک او هېڅ شی ددې وړ

 

 نه دي چې یوه جنکی دې د خپلې پښې نوک هغه ته ورښکاره کړي.

 

لغړتوب، زموږ د عصر ناروغۍ ده. زه بوډا سړی یم او ښايي چې خندورې

 

خبرې به کوم.

 

 

خو زما په اند، ستا لوڅ بدن باید د هغه چا واوسي کوم چې د هغه لوڅه

 

ارواح درباندې ګرانه ده.

 

بده نه ده که چېرې ستافکر په دې اړه د لسو کالو مخکې مال وي. د پټوالي

 

 د دوران مال.  مه ډاریږه، دغه لس کاله به تا زړه نه کړي......

نېټه 2007/4/16 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

په دې پوه شوی یم چې، مهربانه اوسیدل تر ښه اوسیدو  پورې ډېر غوره دی

 

په دې پوه شوی یم چې، هېڅکله باید دیوه ماشوم سوغات ته نه ونه وایم

 

په دې پوه شوی یم چې، هېڅکله به د هغه چا لپاره کوم چې مرسته ورسره نشم

 

کړای، دعاورته وکړم

 

په دې پوه شوی یم چې، داغوره نه ده چې ژوند له تاسو څخه تر کومه حده پورې

 

جدي کېدل غواړي، موږ ټول یوه ملګري ته اړتیا لروچې یوه شیبه له هغه سره

 

یوځای پرته له جدي کېدو واوسو.

 

په دې پوه شوی یم چې، هر کله چې یو کس ټول څیزونه غواړي، یوازې لاس  دی

 

 د هغه د لاس نیولو لپاره او زړه دی د هغه د پوهولو لپاره

 

په دې پوه شوی یم چې، د وړکتوب  د دوبي په شپه کې د خپل پلار تر څنګ

 

 تګ، په سپینګیرتوب کې تر ټولو جالبه کار دی

 

په دې پوه شوی یم چې، ژوند یوه اوږده نل لیکه ده، هر څومره چې یې پای ته

 

ورنږدي کېږم  هغومره  ګړندی  په مخ ځم.

 

په دې پوه شوی یم چې، په پیسو باندې شخصیت نشي اخیسی کېدای

 

په دې پوه شوی یم چې، یوازې د  ژوند وړې پیښې دې چې د ژوند تماشا کوي

 

په دې پوه شوی یم چې، خدای پاک ټول څېزونه په یوه ورځ کې نه دې پیدا

 

کړي. نو څه شی ددې سبب شو چې  زه سوچ وکړم چې کولای شم ټول څېزونه په

 

 یوه ورځ کې تر لاسه کړم

 

په دې پوه شوی یم چې، له حقایقو څخه سترګې پټول، هغوۍ نشي بدلولای.

 

په دې پوه شوی یم چې، دا مینه ده چې ټپو ته شفا ورکوي، نه وخت

 

په دې پوه شوی یم چې، هر کله چې له چا سره مخامخ کېږو له موږ څخه د

 

کلکې موسکا هیله لري.

 

په دې پوه شوی یم چې، هېڅ څوک بشپړ نه دي، تر هغه چې مئین نه شم

 

په دې پوه شوی یم چې، ژوند ستونزمن دی، خو زه ترې کلک

 

په دې پوه شوی یم چې، فرصتونه هېڅ وخت له منځه نه ځي، بلکې بل کس

 

به زموږ له لاسه تللی فرصت تر لاسه کړي

 

په دې پوه شوی یم چې، هیله مې داده چې د مور تر مرګ مخکې یو ځل هغې

 

ته ښه ډېر ووایم چې، مورې راباندې ګرانه یې

 

په دې پوه شوی یم چې، موسکا تر ټولو وړیا لاره ده چې د هغې له لارې کولای

 

 شو خپل لید ته پراختیا ورکړو

 

په دې پوه شوی یم چې، نشم کولای خپل احساس وټاکم، خو کولای شم له هغه

 

 سره د چلند ډول وټاکم

 

په دې پوه شوی یم چې، ټول غواړي د غره په څوکه ژوند وکړي، خو ټولې

 

خوشالۍ او پرمختګونه هلته رامنځته کېږي چې دغره د ختو په حال کې یاست

 

په دې پوه شوی یم چې، د نصیحت لپاره غوره ځای  دوه مهاله  دي: کله چې له

 

 تاسې څخه څه شی غوښتل کېږي او کله چې د ژوند د درس ورکولو وخت

 

 رارسیږي

 

په دې پوه شوی یم چې، تر ټولو لنډ مهال کې چې زه دکار کولو ته اړ یم ، نو

 

 باید ډېر کارونه او دندې  تر سره کړم .

نېټه 2007/4/14 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

دپلوم انجينر  فاروق ايوبي 

 

د  ٢٠٠٧   زيږديزکال  دفبرورۍ مياشتي ١٦ مه نېټه 

 

 

له اوسني مهاله سل کاله وروسته  نړۍ به څنګه وي ؟

 

په ادبي او هنري نړۍ کي د ساينس فکشن تر سر ليک لاندي د انساني تخيول مزي او

 

 وړانګي تر نا څرګنده بريدونو اوږده شوي  اوپر له پسې غزول کيږي  . د دې خيالاتو يوه

 

 رښتنې ګټه د فکري ودي پر لوردانسانانود ځواکمنو ذهنونو هڅول دي . له بده مرغه

 

اوسنۍ نړۍ د جګړې په لمبو کي وريته ده او د هري ورځي په تېرېدو سره د اور دالمبې

 

زياتېږي . يوشمير افغانانو او د هيواد متفکرو شخصيتونو په دې نيت چي د جګړې له

 

 لوري د نړيوالو پام علمي او تخنېکي ودې او پر مختګونو ته واړول شي ، د راتلونکي

 

 نړۍ لپاره د علمي ودي او تخنيکي پراختيا پر بنسټ  د نړۍ  دراتلونکي څېرې اوپه

 

راتلونکې نړۍ کي دمناسبو اسانتياوو اوسهولتونود پنځولو او مهيا کولو يو لړ داسي

 

وړاندويني کړي چي په اوسني روانو حالاتو کي شوني نه برېښي ، خو په راتلونکي زمانه

 

 او په ځانګړي توګه سل کاله ورسته به دا وړاندويني د ورځني کار بيلګي وي .

 

پخوا تر دې چي د بيلګي په توګه  داوس مهال درې وړاندويني ستاسو درنولوستونکو په

 

 وړاندي  کښېږدو ، دو اړينو خبرو ته د علمي موسيسو او اړوندو کارپوهانو پام

 

 راګرځوو .

 

 لومړۍ :  د هغوعلمي او تخنيکي  موسيسو او اداروڅخه هيله کوو چي د وړاندوينوپه

 

تړاو د زياتو مالوماتو لپاره  په دې نيت چي د علمي پروژو په څير ددې وړاندوينو دپلي

 

کېدولاري و موندل شي  او خيال د عمل ډګر ته لاره پېدا کړي  ،  زموږ سره په  دې ورکړل

 

 شوې پته اړيکي ونېسې .

 

دوهم :  دلاندي  دريو وړاندوينو پرته ،  د راتلونکي نړۍ لپاره زموږ يو شمير نوري

 

 طرحي او ډيزاينونه  د نړئ د يو شمير پوهنيزو مرکزونو سره  همدا اوس د مباحثې او

 

 ډيالوګ په پړاو کي دي . که چېري د نورو کارپوهانو او متفکرينو په ذهن  او خيال کي د

 

 داډول وړاندوينو څرک وي ، د مهربانۍ له مخي دي  د دې ليکني  په ورستئ برخه کي د

 

ورکړل شوي  پتي يا ادرس سره اړيکي ونيسي

 

 

لومړۍ وړاندوينه : سل کاله وروسته به انسان او انساني ټولني په دې وتوانېږي چي  

 

 يوه لويه مادي کتله د بيلګي په توګه يوه لس پوړيزه ودانۍ د نړۍ له يوې سيمي څخه بلي

 

سيمي ته د بريښنا ليک په ضميمه ولېږي .

 

د دې فورمول وده  د دې وړاندويني دبري ضمانت کوي :

 

m . g.hA= ½ m . v2B+Q

 

E = m . c2

 

موږ تر اوسه د دې فورمول د ودي لپاره څه ناڅه لار پرانېستې ده . علمي موسېسې او

 

 مېنه وال کولای شي چي ، د زياتو مالوماتو لپاره زموږ سره اړيکي ونيسي .

 

 

دوهمه وړاندوينه : سل کاله وروسته به انسان او انساني ټولني   په دې وتوانېږي  چي

 

 د کال په ترځ کي د ځمکي پر مخ د څلورو موسمونو پر مهال  پر مځکه اورېدونکي

 

 بارانونه تر خپل کنترول لاندي راولي  . بارانونه به د سيمي او په سيمه کي د مېشتو

 

 وګړودهيلي سره سم اورېږي ، په هغو سيمو کي چي  ورته اړتيا نه وي ، باران به نه اوري

 

او په هغو سيمو کي چي ورته اړتيا وي ، باران به اوريږي .  او تر اړتيا زيات بارانونه به د

 

 زيرمي په توګه په هوا کي ساتل کيږي . که مينه وال وغواړي د دې وړاندويني  هغه

 

بنسټيز فورمول چي  وده اوپراختيا يې د دې  هڅي تضمين کوي   زموږ سره د اړيکو له

 

 لاري تر لاسه کولای شي.

 

 

دريمه وړاندوينه :   سل کاله وروسته به انسانان په دې وتوانيږي چي  ويونکئ  به  د

 

 مخاطب يا اورېدونکي کس په ذهن کي د روانو حالاتو يا جرياناتو څخه پوره پوهيږي  . يا

 

په بله وينا  ويونکئ به د اورېدونکي په نيت پوهيږي چي د هغه د خبرو سره موافق دئ او

 

که مخالف ، بيله دې چي  اورېدونکئ  اعتراف وکړي  او يا په خوله څه و وايې . او د دې

 

 تر څنګ به  د انسان د ذهن د پاڼي څخه د خبرو کولو پرته هغه مطالب چي په ذهن کي  يې

 

شته د کمپيتر دننه سافت وير جوړ کړي او د يوه ځانګړي فايل په شکل  به يې  د تايپ

 

کولو پرته د چاپ او خپرولو جوګه کړي .

 

هوا لله اعلم

 

لوستونکو ته په درنښت

 

د ايميل پته  :

 

watandar1@hotmail.com

qwerttrewq6@hotmail.com

 

نېټه 2007/3/18 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

د لمانځه ژباړه

 

تكبير (الله اكبر)

 

ژباړه : الله ډير لوی دى .

 

ثنا : (سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك ولا اله غيرك)

 

ژباړه :اى الله ! مونږ ستا دښاكس اقرار كوو, او ستا تعريفونه بيانوو ,او ستا

 

 نوم دډير بركت څښتن دى ,او ستا بزرګي ډيره لوړه ده ,او له تاپرته هيڅ د

 

عبادت وړ نشته ?

 

تعوذ: (اعوذ بالله من الشيطان الرجيم )


 ژباړه :زه په الله سره پناه غواړم له شيطان ترټلي څخه

 

تسميه : (بسم الله الرحمن الرحيم)

 

 ژباړه :پيل كوم په نامه دخدای جل جلاله چې ډېر مهربان او خورا رحم كوونكى

 

 دى

 

سورة فاتحه : (الحمد لله رب العلمين . الرحمن الرحيم .ملك يوم الدين .اياك

 

 نعبد واياك نستعين . اهدنا الصراط المستقيم . صراط الذين انعمت عليهم

 

.غير المغضوب عليهم. ولاالضالين . آمين .)

 

ژباړه :ټول تعريفونه الله لره دي ,كوم چې پالونكى دمخلوقاتو دى , ډير مهربان

 

 او خورا رحم كوونكى دى , دقيامت دورځې څښتن دى , (اى الله) مونږيواځې

 

ستا عبادت كوو,او يواځې ستا څخه مرسته غواړو , مونږته حقه لار

 

 راوښايه , دهغو كسانو لارپه كومو چې تاسې انعام كړى , نه دهغو كسانو

 

 لارپه كومو چې ستا غضب نازل شو,او نه دګمراهانو لار, قبوله كړې ته خدايه

 

 دعا زمونږ .

 

سورة اخلاص قل هوالله احد . الله الصمد . لم يلد ولم يولد. ولم يكن له كفوا احد)

 

ژباړه :(اى نبي!) ووايه : چې الله يو دى ,الله بې نيازه دى , نه له هغه څخه څوك

 

زيږيدلی , او نه هغه له چا څخه زيږيدلى , او نه يې څوك سيال شته .

 

دركوع (دټيټيدو دمهال )تسبيح سبحان ربي العظيم)

 

پاكي بيانوم دخپل لوی پالونكي .

 

دقومې (له ركوع نه دپورته كيدو دمهال ) تسميع : (سمع الله لمن حمده)

 

واوريده الله تعالى دهغه چا (خبرې) چاچي دهغه تعريف وكړ.

 

دقومې (ولاړې) تحميد: (ربنا لك الحمد)

 

 اى زمونږ پالونكيه : يواځې تالره دي ټول تعريفونه .

 

دسجدې تسبيح : (سبحان ربي الاعلى)

 

پاكي بيانوم دخپل لوی پالونكي .

 

تشهدبالتحيات التحيات لله, والصلوة ,والطيبات ,السلام عليك ايها النبي , و

 

رحمة الله وبركاته , السلام علينا, وعلى عبادالله الصالحين ,اشهد ان

 

 لااله الاالله , واشهد ان محمدا عبده ورسوله .

 

ژباړه :ټول قولي ,فعلي ,او مالي عبادتونه الله تعالى لره دي , سلام دې وي

 

 پر تا او رحمت دالله او دهغه بركتونه ,سلام دې وي په مونږ او دالله په

 

 نيكو بندګانو باندې , ګواهي وركوم چي پرته له الله څخه بل معبود نشته او

 

 ګواهي وركوم چې محمد (صلى الله عليه وسلم ) دالله تعالى بنده او دهغه

 

 رسول دى .

 

درود شريف : (اللهم صل على محمد, وعلى آل محمد, كما صليت على

 

ابراهيم , وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد, اللهم بارك على محمد وعلى

 

آل محمد كما باركت على ابراهيم وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد.)

 

ژباړه :اى الله ! رحمت نازل كړه په محمد(صلى الله عليه وسلم) او دهغه پر آل

 

(اولادونو)باندې ,لكه څنګه چي تا رحمت نازل كړى دى په ابراهيم عليه السلام

 

 او دهغه پر آل باندې , بيشكه ته دتعريف وړاودلويۍ څښتن يې . اى الله !بركت

 

نازل كړه په محمد(صلى الله عليه وسلم )او دهغه پر آل باندي ,لكه څنګه چي

 

تابركت نازل كړى پر ابراهيم عليه السلام او دهغه پر آل باندي ,بيشكه ته دتعريف

 

 وړ او دلويي څښتن يي .

 

له درود وروسته دعا : (اللهم ربنا آتنا في الدنيا حسنة وفي اآخرة حسنة وقنا عذاب

النار .)

 

ژباړه : اى الله ! ماته په دنيا او آخيرت كې نيكي راكړه , او مونږ وساته داورله

 

 عذابه څخه .

 

او په ځينو رواياتو كي دادعا هم رغلې دهاللهم اني ظلمت نفسي ظلما كثيرا

 

ولايغفر الذنوب الا انت , فاغفرلي مغفرة من عندك وارحمني انك انت الغفور

 

الرحيم .)


ژباړه : اى الله ! مونږ پخپل نفس ډير تيرى كړى ,او له تاپرته هيڅوك هم ګناهونه

 

 نشي بښلای ,اوس ته پخپله ځانګړې بښنې سره ما وبښه او رحم راباندې

 

وكړه , بيشكه ته بښونكى او مهربان يې .

 

سلام : (السلام عليكم ورحمة الله)

 

سلام دې وي پر تاسو او دالله رحمت .

 

دلمانځه وروسته دعا : (اللهم انت السلام ومنك السلام تباركت يا ذالجلال

 

والاكرام .)

 

ژباړه : اى الله !يواځې ته سلامتي وركوونكى يې , او هم ستا له لورې

 

سلامتي ده ته دډيربركت څښتن يې ,اى دلويۍ او پت خاونده .

نېټه 2007/2/11 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

په خپل نفس اعتماد درلودل

 

له خپل ځان سره مينه وکړئ

 

خپل ځان وهڅوئ او ويې ستايئ

 

له خپل ځان څخه په ښه توګه سره يادونه وکړئ

 

خپل ځان مه ترټئ

 

د خپل ځان په اړه د خوشالې يانې ښه احساس درلودل

 

له خپل وجود سره ښه چلند وکړئ

 

د ګناه احساس زموږ په ژوند کې تر ټولو ستر خنډ دی

 

مثبت نظر او ذهنيت ولرئ

 

له هر شي سره ښه احساس ولرئ

 

تل په خپل جيب کې پيسې ساتئ

 

له الهي مواهبو څخه خوند واخلئ

 

هغه څه چې په زړه کې لرئ د هغو يادونه وکړئ

 

خپل نظر اعلام کړئ

 

تل په شونډو باندې موسکا لرئ

 

ښه زوره ساه ايستل تمرين کړئ او ښه خوب وکړئ

 

په خپل ځان باندې مسلط واوسئ

 

له خدای پاک او دتوکل له ځواک سره اړيکه ساتئ

 

له نورو سره مرسته کوئ

 

خپل ځان په نورو پسې مه تړئ

 

د نورو د لاس اله مه کېږئ

 

د هغو کسانو حالت کوم چې بريالي دي، خپل ځان ته غوره کړئ

 

هېڅوک مه سپکوئ

 

خپل ځان ته ارزښت او درناوی ورکړئ

 

له خدای پاک څخه هدايت وغواړئ

 

په دې هڅه کې مه اوسئ چې بايد ټول له تاسو څخه خوشاله واوسي

 

ددې لپاره چې پياوړي شئ، نو د يو بل ستاينه وکړئ

 

له نورو سره مينه وکړئ

 

د نورو له ښه والي څخه مننه او درناوی وکړئ

 

په ټولو حالاتو کې شکر ايستونکي واوسئ

 

په نفس باندې د اعتماد په اړه فکر وکړئ

 

تکرار او تلقين جدي ونيسئ

 

د خپل ځان د ويوکو(لغاتونو) په قاموس کې ماتې، تجربه معنی کړئ

 

تل مسووليت منونکي واوسئ

 

په لاره د تلو چټکوالی ۲۳ په سلو کې زيات کړئ

 

په خپلو پريکړو کې خنډ مه کوئ

 

الهام بخښونکي کتابونه ولولئ

 

تل رهبر واوسئ

 

د نوور کسانو هديه ومنئ

 

د نورو درناوی وکړئ


خپلو ملګرو ته بدلون ورکړئ

 

دخپل ځان او دکور دنورو غړو کالو ته بدلون ورکړئ

 

په غوڅه توګه سره نه ووايئ

 

د برياليتوب په هڅه کې واوسئ، که څه هم کم وي

 

خپل احساسات څرګند کړئ

 

خپلې غوښتنې او هيلې په څرګنده توګه سره بيان کړئ

 

په مخو چوکيو کې کښينئ

 

د خپل مخامخ کس سترګو ته په نرمۍ سره ګورئ

 

نورو کسانو ته هديه ورکړئ

 

زيات غوږ نيسئ او کمې خبرې کوئ

 

تبريک او تسليت واياست

نېټه 2007/2/8 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ