یوه جنکۍ او یوه هلک چې پر یوه بل باندې مئینان وو او په خپل منځ کې سره غږیدل، جنکۍ له هلک څخه پوښتنه وکړه:
ولې در باندې ګرانه یمه؟ د څه لپاره راباندې مئین يي؟
هلک وویل: په دلیل یې نه پوهیږم.... خو د زړه له کومې درته وایم چې راباندې ګرانه يي
جنکۍ په ځواب کې ورته وویل: ته یې په دلیل نه پوهیږي، نو څنګه زه درباندې ګرانه یمه؟
څنګه ویلی شي، چې درباندې مئین یم؟
هلک وویل: له زړه درته وایم چې پر دلیل یې نه پوهیږم، خو کولای شم چې درته په ثبوت یې ورسوم.
جنکۍ وویل: زه په ثبات رسول څه کوم ماته یې دلیل ووایه. ګوره ګرانه! زما یو ملګری کولای سي چې ماته د هغه د مئیندا دلیل ووايي او ته وایي چي زه نه پوهیږم!!!
هلک وویل: ښه سمه ده وایم!!!
په دې چې ښکلي يي
ښکلی او په زړه کښینستونکی غږ لري
تل راته اهمیت راکوي
مینه ناکه یي
د پام وړ يي
ستا د ټولو خویونو په خاطر
ستا د مهربانۍ په خاطر
اوس پوه شوي؟؟؟
جنکۍ د هلک له ځوابونو ډېره خوشاله شوه او په کړس کړس یې ورته وخندل.
له بده مرغه څو ورځې وروسته جنکۍ د موټر د ټکر له کبله ټپي شوه او د کوما په حالت کې وه.
هلک چې خبر شو، نو پوښتنې ته ورغی او د هغې سر ته یې خپل لیک کېښود، چې په لیک کې داسې لیکل شوي وو:
که چیرې داسې وي چې مېنه په رښتیا هم تل باید یو دلیل ولري، لکه دا اوس، نو بیا ما ته ستا د مئیندو لپاره کوم دلیل نشته!
ایا مینه دلیل غواړي؟
یه!!! څرګنده ده چې دلیل نه غواړي!!! نو زه تر دې ګړۍ پورې هم لا پر تا مئین یم.
رښتینې مېنه هېڅکله نه مري، هغه چې له منځه ځي هغه هوس وي.
خامه او نیمګړې مېنه وايي: «را باندې ګرانه يي ځکه چې اړتیا درته لرم»
خو ریښتیني ا و پخه مېنه وايي: « اړتیا درته لرم، ځکه چې راباندې ګرانه يي.»
درنو ملګرو مېنه د خدای ستر نعمت ده، که چیرې مېنه نه وای، نو دا جهان به هم نه وای لکه چې ستر عارف، رحمان بابا وايي:
دا جهان دی خدای له عشقه پیدا کړی--- دهمه واړه مخلوقاتو پلار دی دا
خو دا ټول په قسمت او ټنډې پورې اړه لري، چې څوک زموږ ژوند ته راځي او په څه ډول سره زموږ د زړه واک په لاس کې اخلي.
ته روانه یې او زه یوازې درته هک پک ګورم. مه حیرانیږه ،دا چې زه ولې نه ژاړم! بې له
تا، زه د ژړا لپاره یو اوږد عمر په لاس کې لرم، خو ستا د لیدلو لپاره دا یوه شیبه لرم او
شاید دا یوه شیبه زه ستا په سترګو کې د اوسیدو لپاره اجازه ولر م.
زما او تا تر منځ توپیر څه شی دی: تا ویل در باندې مئین یم، ما ویل ته راباندې ګرانه
یې، تا ویل که دې یوه ورځ ونه وینم مړه به شم، ما ویل زه به خالې لږ څه ناراحته واوسم، تا
ویل زه پرته له تا د بل چا په اړه هېڅ فکر نه کړم، ما ویل زه کله کله په زښته ډېرو خلکو
باندې فکر کړم، تا ویل تل تر تله به مې ته په زړه کې یي، ما ویل ته مې اوس په زړه کې ځای
لري، تا ویل که دې له بل چا سره واده وکړ، زه به خپل ځان ووژنم، ما ویل که چیرې ته له بل
چا سره واده وکړي، زه به هغه سړی خپه کړم، تاویل... ما ویل اوس سوچ وکړه زما او ستا
توپیر په څه کې دی؟ زما او ستا توپیر په دې کې دی چې، ته درواغ وايي او زه رښتیا
ګهيځ و او باران هم خپل مرحم مرحم څاڅکي په ټول چاپيريال باندې اورول، چوپه چوپتيا وه هرې خواته هر څه مړه او وېده ښکاريدل تا به ويل چې دلته دويمه نړيواله جګړه تېره شوې او هر څه يې له ځانه سره وړي، خو يوازې زما زړه وه چې له ډېرې بې وارخطايي د پسرلي ښکلي او زړه راښکونکي موسم ته لکه ماشوم چې د خپل پلار راتګ ته خوشاله وي، هووسيدول او د پسرلي شنو او غوړيدلو لمنو او ماتې او نرمې هوا په سر اخستی و. زړه مې نور هم په ټوپيدو شو لکه څه شی چې را څخه ورک شوی و، خو کله چې مې له ځان سره لږ چورت وواهه، نو هلته په ځان پوه شوم چې زه خو يوازې پاته يم او هر هغه څه چې مې درلود هغه خو ټول لکه دخيال په نړۍ کې را څخه تللي.


