تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې

تر ټولو اصلي کلیمه «ډاډ» ده... تل اعتماد پرې ولره.

تر ټولو دوستانه کلیمه «رفاقت» ده... ناوړه ګټه مه ترې اخله.

تر ټولو ښایسته کلیمه «رښتینولي» ده... تل یې ریښتیني وساته.

تر ټولو موقره کلیمه «درناوی» ده... ارزښت ورته قایل شه.

تر ټولو ارامه کلیمه«ارامش» ده... تر لاسه یې کړه.

تر ټولو عاقلانه کلیمه «احتیاط» ده... خپل حواس تل درټول ساته.

تر ټولو صابرانه کلیمه «انتظار»ده...ورته په تمه شه.

تر ټولو ارزښتناکه کلیمه «بښنه» ده... تل یې وکاروه.

تر ټولو ښایسته کلیمه «ښه ټنډه» ده... چې د ښایستوب راز ورسره نغښتی ده.

تر ټولو خوشاله کلیمه «کار» ده... تل کار کوه.

تر ټولو پاکه کلیمه «سپیڅلتوب» ده... ډېر اسان کار ده.

 تر ټولو زړه خوښوونکي کلیمه «وفاداري» ده... په خپله ژمنه باندې وفا وکړه.

تر ټولو خوځنده کلیمه «موخه» ده... پرته له دې ژوند معنی نه لري.

او تر ټولو هدفمنده کلیمه «بریالیتوب» ده... نو مخ پر وړاندې د بریالیتوب پر خوا.

 

نېټه 2008/11/13 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ