تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې

 

زخمي کابل يم


چاپه ګولو وويشتم  چاپه توپو وويشتم
څوک مرور شو رانه په ډير خيرو وويشتم

چا کړمه خرڅ په پردو زما غرور يي مات کړ
چا دښکلا په  نامه  په  لوڅ  تنو  وويشتم

زما نازولې ميندې  نن دپنجاب کوڅو کې
لاس کې کچکول ګرځوي په پيغورو وويشتم

دا خوار او زار ولس مې ټول تری تم شو رانه
د هر شيطان  د  لاسه په سره  ګلو  وويشتم

څوک د غرور په شوق کې زماټټرنخه کړي
څوک د قدرت ليوني په ډير ناندرو وويشتم

زما يتيمان اهونه پاس ترفلک پوری لاړ
دا زمانه مې وژني په نا کردو وويشتم

لاخو تنکي ځوانان مې د مزدوری پسی ورک
لاس کې پولې ګر ځوي په نا اميدو وويشتم

ای در په درو خويندو لاسونه پورته کړۍ بيا
يو دخير سوال وکړۍ چې نن پردو ويشتم

د غيرتو نو ځاله طلاې تاج مې په سر
زه د شاهانو کور  وم نن غر بتو وويشتتم

خو شحالي نه پيژنم زه د ويرنو کور شو م
دغه بیی وخت مر ګونه په جنازو وويشتم

حفيظ د غم شيبو کې د سولې لعل غواړي
د کوم خامار د خولې نه د لعل ارزو وويشتم

زخمې کابل يم ګوره نو ردغم تاب نه لرم
خدايه يو سوله غواړم لايق د عذاب نه لرم

 

 

 

 

 

 

زه ازاد افغانستان يم

 

زه تاريخ لرم ژوندې يم دپښتون دزړه ارمان يم

خپل  بچو لره غيرت يم  زه ازاد افغانستان يم

****

خيرکه نن مې بيوسي دهرنګ سپيره دغريبي ده

يا بچي مې بی هنر دي د ا خو ټوله  نا پوهي  ده

يا خزان را باندې سم دی  بدل  پاڼه  د ځواني  ده

يا نفاق  په  ما کې ګډ  ده  ياراګډه  ځانځاني ده

****

د انګور په شان به ځوان شم پسرلو سره روان يم

خپل  بچو لره  غيرت  يم  زه  ازاد افغانستان  يم

****

اې بچيانو،يتيمانو،پښتنۍ ،پيغلو، ځوانانو

دتعليم لاره کړئ خپله د معارف د بڼ ګلانو

 

پرمختګ ته بدلون راوړئ علم پوهه رڼايي ده

ناپوهي لمنه ټول کړئ دعزت او ننګ بچيانو

****

پاڼه واړوئ  تاريخ  نه زه  همزولی د جاپان  يم

خپل  بچو لره غيرت يم  زه ازاد افغانستان يم

 

****

مټۍ ونغاړئ پر هار ته   زخمي شوې  په  ټټر يم

نظر وکړئ ننګرهار ته  زه ښايسته کابل کنډر يم

    ١٢  

 

نن پردي راغلي ننګ ته چاويشتلې په ځيګر يم

پيغورنوکې  راګيريم د پردو د جنګ  سنګر  يم

****

د احمددننګ کوډله زه خوتاج دخوشحال خان يم

خپل   بچو  لره  غيرت  يم  زه  ازاد  افغانستان   يم

****

پښتنېمې سياه پوشې هره لويشت مې هدیرېشوې

نور حساب يي راته نشته څومره کونډۍ ښاپیرۍشوې

د اختر ورځو کې ګوره  ماتم ځاې مې   مقبرۍ شوې

تور لحد ځوانانو وخوړ هره قدم کې يي جنډۍ شوې

****

نورمې مه پريږدې وارني ته دازمښت يو امتحان يم

خپل   بچو  لره  غيرت  يم  زه  ازاد  افغانستان  يم

****

که بدن مې سوری شوی که جومات مې شهید شوی

يا ودانې مې کنډر شوې يا ميدان د یزید شوی

که مې کونډې بورې شويکه يتيم مې فقير شوې

لا هم ځوان يم لا ژوندې يم که ملت مې ذليل شوې

****

زرین کرښود تاريخ کې  د غازي  ادې  داستان  يم

خپل   بچو  لره  غيرت  يم   زه  ازاد  افغانستان  يم

****

پسرلې دژوند به راشي سره غوټۍ به راښکاره شي

د غيرت ناوې سينګار کې د دښمن زړه به پاره شي

لوړو غرنوکې چنډړې اوسپين غرکې مې موماڼې

هره خوا په غرورغوکې د سيلونو ننداره شي

****

سوله را به شي بيا ماته دحفيظ د ننګ بيان يم

خپل  بچو لره  غيرت  يم  زه  ازاد افغانستان يم

 

 

لوړغردشمشاد 

 

دالوړغر دشمشادپه  لرو برپښتنو ګران  دی

سپين غره ته  نازيږه چې پامير دښکلا بام دی

****

اټک پلورې  درومه  پيښور په تا ودان  دی

کونړسينده ته نغمه شه اباسين درته خندان دی

هلمنده اوارغنداومو دوطن دمينې شور دی

هري ترانۍ  وايي چې هرات  په ټولوګران دی

 

 دالوړغر دشمشادپه  لرو برپښتنو ګران  دی

سپين غره ته  نازيږه چې پامير دښکلا بام دی

****

پنجشيرپه سردروکې  دوطن دمينې شوردی

مزارکې دسخي صاحب درباردسوالوکوردی

لغمانه پلورې لاړشه ننګيال ته ګلان يوسه 

ننګرهاردګلوهار کې سيلونه لورپه لور دي

 

 دالوړغردشمشادپه  لرو برپښتنو ګران  دی

سپين غره ته  نازيږه چې پامير دښکلا بام دی

****

ای ګران فغانستانه دزړورپښتنوکور يي

ته مينه دحفيظ يي تجاوز لره سور اور يي

دلوړو غرونو شانه ز ما دمينې شور  يي

غيرت نه دی ځاريږمه  دزوردپاسه زوريي

 

 دالوړغردشمشادپه  لرو برپښتنو ګران  دی

سپين غره ته  نازيږه چې پامير دښکلا بام دی

 

 

راشه ننګرهارته

 

باغ  دنارنج ګل نه ارغون درته ډالۍکړمه

دلته دژوندې طاقت ژوندي  اولسوکوردی

 

سوله يو ارمان د باچا خان درته ډالې کړمه

دلته ملنګ جان دوطن عشق ملنګي کړی

 

مينه دوطن ننګ دافغان درته ډالۍ کړمه

دلته د حمزه دمينې ښکلې کتاب ولوله

 

راشه دالفت دشعر ديوان درته ډالۍ کړمه

دلته دميرويس اوابدالي دننګ بچي اوسي

 

غيږه دغيرت نه خو ږ داستان درته ډالۍ کړمه

دلته په حجروکې فيصلې په اتنفاق کيږي

 

کوردلروبر د ټول افغان درته ډالۍ کړمه

خپل دکلي سره دانارګل ګلان به هيرکړی

 

زه که  مينې شورکې د نرګس ګلان ډالۍ کړمه

تانه دکابل دسيند ښکلا به درنه هيره کړي

 

زه که دکونړ د سيند رومان درته ډالۍ کړمه

لپه کړه لاسونه که دسولې يوارمان غواړی

 

مينه دحفيظ کې سره ګلان درته ډالۍ کړمه

 

لپه کړه لاسونه که دسولې يوارمان غواړی

مينه دحفيظ کې سره ګلان درته ډالۍ کړمه

 

بياافغان سربازشه

وتړه شمله ننګ دافغان پښتونه پورته شه

و ينه دغيرت يي با ايمان پښتونه پورته شه

 

پورته کړه لاسونه دونيا ولاو ته دا وښايه

هسکه ده شمله دميرويس خان پښتونه پورته شه

 

بيادنوې عصر تمدن سره اشنا شه ته

 اې دغيرتو د داستان پښتونه پورته شه

 

بيا خپل کابل  جان ته طلايي تاجونه وګټه

خان دزمانۍ شه خوشحال خان پښتونه پورته شه

 

بيا د پلار نيکونو د غيرت هغه دونيا راوړه

بيا چې په ملکنو حکومت کړي احمدشاه راوړه

 

ته ازاد پښتون يي ازادي ته په ګډا شه ته

بيا دسنګر ځوان شه زلزله په ټول دونيا راوړه

څو پوری  ځواکونه د نړۍ ستا حفاظت کوي؟

بيا افغان سرباز شه تجاوز په کور بلا راوړه

څو پورې د سولې انتظار کې  مسافره يم

مينه دغيرت شه دناموس ننګ ته دفاع راوړه

زما دوطن پيغلې دګودرتګ ته ارمان لري

سوله ورته وګټه حفيظ ته خوږ فضاراوړه

 

 

نازولي ماشومان

 

دنن ماشوم دصباپلارياديږي

ستادټولنۍ افتخار ياديږي

 

ته ورته مينه شفقت و ښايه

تعليم تربيه  اومحبت وښايه

 

دغه  واړه واړه ګلان د وطن

 

دي نازولي ماشومان دوطن

دپښتنې مور اواز

 

زما په عقل کې نقص نه شته ده  انســـــــــان يمه  زه

ما چه ورکړې  امتحان  ده قهرمـــــــانـــــــه يمـــــــــه زه

****

ما دوطن لپاره ښه رښتين بچيــــــــــــان روځــــــــــلې

د استعمار موقابلې ته جنګيا لـــــــــــيان روزلـــــــې

ما  دايمان  سبق  ښودلې   په  زانګو کې    ورتـــــــه

دتجاوز په مقابل مې ميرويس خــــــــــان روزلــــــې

 

٨

دميوند جنګ کې قربانې تــــــــه په ميدان ومه  زه

ما چه ور کړې امتحان ده  قــــــهرمــــــــان  يـــــــــمه زه

سرکې ماغزه  لرم  ماغزو کې  احساسات   لرمـــه

زه پښتنه د پښتنې مينې جزبـــــــــــات لــــــــرمــــــــه

****

داسې خو مه وايه چې کور کې ياپه ګور کې اوسه

ستا داحساس لپاره ډير عالي خيـــــــــالات لــــــرمه

د پښتون کور اباديدو ته په ارمـــــــــان يــــــــــــمه زه

ماچه ورکړې امتحان  ده قهرمـــــــــــان يــــــــــــمــه زه

****

دنړ يوال په مقابل انتظـــــــــام پــــــورتــــــــــه کـــــــړه

دجهالت الزام کړه لری نوم دقام پورتـــــــــــه کـــــــړه

****

عقل هوښيارکړه د وطن ميندې خپـــــــل زړه وګڼــه

که ترقي دوي مقصد ددوې مقام پــــــــورتــــــــه کړه

ټول  نړيوال  ته په طاقت کې  ښه  بيان  يــــــــــــــمه  زه

ما چه ورکړې امتحان ده قهــــــرمــــــــان يــــــــــمه زه

****

دوطن مور يمه تــــــــــــــــــه ګواښ دظلم زور مه کوه

 

دجګو غرو زمرو ته غوږکې شور ماشو ر مه کوه

دوي نه ختميږي سلسلې دغيرتـــــــــــــنو لــــــــــــــري

داحمد شاه او دمير ويس په شان سرونه لـــــــــــــري

****

(حفيظه ) وايـــــــــه چـه قدرت د ستر کاروان يمه زه

زما په عقل کې نقــــــــص نـه شته  ده  انسان يمه زه

 

د سولې سـندره

ای د وطن پيغلې غبرګ لاسونه په زيارت کېږده

سولې ته جنډې تړه نذرونه په زيارت کېږده

***

جوړشوکتارونه په هوا کې دسپين غرپه لور

پاس په اسمانوکې لړې لړې د تورغرپه لور

والوزي شاهين شي قطارونه د خيبر په لور

بياد سولې غږ شی دپښتون دلوې ټبر په لور

زرکې په شان درومه ارمانونه دغيرت کېږده

سولې ته جنډې تړه لاسونه په زيارت کيږده

 

***

بيا چې بورې نه شي دوطن داغيرتي ميندې

بيا چې کونډې نه شي دوطن دا ګلالې ناوې

بياچې ديتيم ژړا وانــــــــه ورم د تنکي بچي

بيابـــدله مه كړې په ويرونو دازمونږ ښادي

***

جوړتری بيرغونه سره شالوونه په زيارت کيږده

سولې ته جنډې تړه لاســــــــونه په زيارت کيږده

***

خداې خولوې بادشاه دی که قبول زمونږ سوالونه شي

ختمې شي د ويرشېبې خوشحال مو خفه زړونه شي

بيا شي حفيــــــظ ښــاده د ارمان غوټۍ ګلونه شي

هره خواخوښي وي د ډولـــــــــــونواوازونه شي

***

خداې ته هيله وکړه ارمانونه په زيارت کيږده

سولې ته جنډې تړه لاسونه په زيارت کيږده

 

 

دسولې انتظار

 

دا ويرونه ماتمونه  دغه تور تور ماښا مونه

له ژړانه ډکې سترګې اوله غمه ډک وختونه

دغه سوې  سوې  زړونه  دځوانانو  دا  لوو نه

د ا د  ميندو  فريادونه   د ناويانو ارمانونه

***

له جنګونونه په کرکه دا ناره زه په باربار کړم

وير ځپليو پښتنو ته زه دسولې انتظار کړم

 

 

***

د  تنکيو زلمو  لــــــو دی جنازی  دي   راروانې

درپه درپښتنۍ ګرځي وينې سرې دي را روانې

ناپوهي د  خو دغرضو نه  لمبۍ  دي  راروانې

د  قدرت  مسابقو کې توری  شپی  دي   راروانی

***

كونډې ژاړي هديروکې په زړګي يې نا قرارکړم

وير ځپليو پښتنو ته زه د ســــــــولې انتظار کړم

 

***

دا کمزوره ضميرنه دى چې زه وينه ليدى نه شم

زه شيرينه د فرهاد يم څنګه مينه ليدى نه شــــم؟

مور سبق د غيرتونو په زانــــــګو کې راښو دلې

بس په ويرکې دپښتون يم خفه زړونه ليدى نه شم

***

ناروا جگړه  روانه  دا فرياد زه په  بار  بار كړم

وير ځپليو پښــــتنو ته زه دسولې انتظار کړم

***

لروبرو پښتنو ته  دغيرت  جــــګو  شملو ته

د کونړ د سيند اواز يم دمامونې سر  دروته

تاتره  باندې زه ويــاړم  د وياړونو نښانه  ده

دشمشاددلوړې څوکې دسپين غرښکلی وږموته

***

دولي خان په مزار کې ديــــــــــــوالې خريدار يم

وير ځپليو پښـــــــــــــتنو ته زه دسولې انتظاريم

تاريخونه  مې  لوستلي  د ملالې کارنامه ده

اسارت  منلې  نه  شم  دغازي  ادې  کيسه  ده

 

دنازو ادې په خيال کې ما دخيرځولۍ نيولې

پښتانه دي راټول شوي دپښتو په نوم جرګه ده

***

تورطوفان کې راحصاره د حفيظ ز ړه نه اقرار کړم

ويرځپليو پښتـــــــــنو ته زه د ســــــــولې انتظار كړم

 

راشه راشه

 

د سهار شفـــــق کـــړه څيــــرې ترمـا راشه

د تيارو د زړه نـــــــه وزه سپــــيــــن سباشه

 

تورو شپو ته مې شـــــــونټۍ د مينې بـــل کړه

د اسمان د زرزري ستــــــورو رڼــــــــا شــــه

 

 

 

يود مينې ګلســــــتان به درتـــــــه جـــــوړ کـړم

ته غوټۍ او ګل مخــــــونــــــو تــــه بــورا شه

 

دغازيانو، شهيــــــــدانــــــــــو، مـزاروکــــــې

دجمعې شپې ته روښـــانه شـــمع بــــيا شــــــه

 

د غازي ادي نـــــکلونــــــه را پـــــــه ياد کړه

د ملالې ميوندي ټــــــــپوکــــــــې راشـــــه

 

 

د اريــــن د تخـــــــت و تـــاج په مينه مسته

خوار ولس ته مې ميرويس اواحمـد شاه شه

 

زه به ماتـــــــې زولنې كــــــړمه له پښونه

ته مې سوو اوسېلــو ته په خـــــــندا شـــــه

 

داټک د پل د لاندې کــــــــونــــړ سيــند ته

هم د لوړ شمشاد په سر تــــــــازه هـــــواشه

 

دپامير د لوړې څوکــــې شــــــنـو زمــروته

د غيرت چيغه په کوزه پـــښتونـــخــــواشــه

 

د ولې خان په مزار کې ســــــره جنـــــډه شه

د سرخ پوشو اټـــــــــنو ســـــــره اشنـــــاشـه

 

زه به خپله ځواني ټوله له تــــــاجــــــارکــړم

خو ته هــم دحفيـــــظ خوږ زړه ته دوا شـــــه
نېټه 2009/4/18 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ