تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې
راتلونکې ليدل دي. هغوئ پرته له دې چې تږې يا وږې وي، په ډېرې مېنې سره کار کوي.

په دغو ورځو کې موږ کله کله د خپلو اوږدمهالو موخو ته د رسيدو لپاره اړ کېږو چې له خپلو ورځنيو ساده خوندونو څخه تير شو، نو هغه وخت ده چې د مظلومېدا احساس کوو ځکه چې زموږ ذهن سملاسي انګيزو ته ځواب ورکوي. خوب کول، کار نه کړل، کرار کېناستل او د ټلويزيون د پروګرامونو کتل موږ ته تر هغو کارونو ډېر خوندور دي چې د هغوئ پايلې څو مياشتې او يا هم څوکاله وروسته وينو.

 ټنبلي ځور نه ده، په اصل کې د بدن د انرژي د نه لګولو يو حس ده. خو په اوسنۍ زمانه کې زموږ کارونه بايد ډېر په لوړ معيار وي، ځکه چې ټنبلي د ځورمنتيا او ناړامتيا سبب ګرځي.

ولې د کارونو له تر سره کولو نه ځان ګوښې ته کوو؟

دا چې موږ له کارونو څخه خپل ځانونه ګوښه کوو او يا هم نه يې تر سره کوو دا هغه وختونه وي چې موږ خپل کارونه ستونزمن احساسوو. دا هغه وخت وي چې موږ له خپلو ځانو سره وايو چې راځه دا کار به سبا هم وکړو. يو شمېر روان پيژندونکي وايي چې دا ستونزه له صنعتي انقلاب نه وروسته چې پلان جوړونې ته زياته اړتيا پېښه شوه، منځته راغله.

د چلنيزو (رفتاري) علومو کارپوهان وايي موږ هغه کارونه کوم چې ډېر ژر ځواب ورکوي، خوښوو. د هغې ازموينې لپاره درس ويل چې ښايي څو مياشتې وروسته واخيستل شي، د سطرنج د لوبې په اندازه موږ ته خوندور نه ده. موږ نشو کولاى چې د راتلونکې په اړه سملاسي پایله ولرو، ځکه کېداى شي خپله ډاډمنتيا د کار د ترسره کېدو د وړتيا په پرتله له لاسه ورکړو، داسې احساس وکړو چې خپلو اوږدمهالو اهدافو ته د رسيدو لپbaleاره زموږ هڅې سختې او نه منوونکي دي او بيا فکر وکړو چې که چيرته خپل عادي ژوند ته دوام ورکړو دا به هم بده نه وي.

په اصل کې له سکون سره زموږ مېنه  د دې سبب ګرځي چې ووايو دا کار ډېر سخت او ستونزمن کار ده او نشم کولاى چې هغه تر سره کړم. خو په دغو ورځو کې بيا د کار تر سره کول بيا په دې معنى ده چې پر سملاسي خوندونو او مکافاتونو باندې غلبه وکړو او پوه شو چې هغه هدف ته د رسيدو لپاره چې موږ يې په تمه يو، د دې ارزښت لري. په ننئ دنيا کې که چيرته وغواړي چې د ذهني الګو له مخې د سملاسي مکافات لپاره منتظر واوسي او ټنبلي وکړي، نو زيات تاوان به ووينئ. اندېښنه مه کوئ، تل کېداى شي يو کار پيل کړئ.

څنګه له ټنبلي ځان خلاص کړو؟

زموږ ذهني الګو داسې جوړه شوې چې زموږ مغز سملاسي مکافاتونو او لنډ مهاله پايلو ته لومړيتوب ورکوي. خو کله چې موږ  ناخوښ کارونه سرته ورسوو ، نو له خپله ځانه ډېر زيات خوښ يو. له ټنبلۍ سره د مقابلې لپاره کېداي شي لاندې توصيې ګټورې تمامي شي.

- له وړو کارونو نه يې پيل کړئ: له خپله ځانه پوښتنه وکړئ چې په ١٥ دقيقو کې د دې کار تر سره کول په رښتيا هم ډېر ستونزمن ده؟ په لږه ځيرتيا سره به پوه شئ چې داسې نه ده. په دې شان سره به ووينئ چې د هغو کارونو له تر سره کېدو نه وروسته به خوند واخلئ.

- د منفي افکارو او فرضياتو پر وړاندې مقاومت وکړئ: د (نه يي شم کولاى) فکر له مغزو وباسئ. موږ زياتره وختونه له يو شي سره په مخامخ کېدو او خطاګانو کې يو شى زده کوو. که مو چيرته پراخ ليددرلود نو، کولاى شو  لوى لوى کارونه تر سره کړو.

- تل پروګرام ولرى: هره ورځ خپلې موخې وليکئ. په دې کار کولو سره د دې شونتيا چې تاسې له خپلې موخې څخه لرې نشى او د ورځې په اوږدو کې کار وکړئ تر څو خپلو موخو ته ورنږدې شئ، ډېر ده.

- له نورو څخه مرسته وغواړئ: په بشپړه توګه سره د يوه کار د سرته رسولو لپاره له نورو څخه مرسته وغواړئ. له هغوئ سره خپله خبره شريکه کړئ. بهرنۍ انګيزې ستاسې د دندې د تر سره کولو حس را پاروي او تاسې د کار سرته رسولو لپاره هڅوي.

- دا ومنئ چې بايد د پرمختګ لپاره صبر او زغم ولرو: دا فکر چې بايد د هر کار د تر سره کولو لپاره په چټکۍ سره د هغه مکافات يا پايله هم له ځانه سره ولرو، له خپله ځانه لري کړئ. دا شان فکر کول د دې سبب ګرځي چې تاسې په خپل ژوند کې اوږدمهاله موخو ته و نه رسيږى.

- خپل ځان ته مکافات ورکړئ: استراحت له ټنبلي سره توپير لري. وروسته له هغه چې يو کار مو په بشپړه توګه سره سرته ورساوه، نو خپل ځان ته د مکافات په توګه استراحت ورکړئ. څرګنده ده چې انسان له کار او کوښښ نه وروسته استراحت او ارامتيا ته اړتيا لري.

نېټه 2009/4/27 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ