تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې

ځارشمه پکتيکا نه چې داخلک يي ميړني دي

هسکه شمله ګرځي د میرویس دننګ بچي دي

****

اې پښتون جانانه دپکتيکا په غرونوسروهه

ښکلې ليلاستاده دغليم مخ ته سنګروهه

پام چې ستړی نه شی دبابا توره دی وګټه

سولې ته زړه ښه کړه خودښمن هم په هنروهه

****

ځارشمه پکتيکا نه چې داخلک يي ميړني دي

هسکه شمله ګرځي د میرویس دننګ بچي دي

****

زړه کې د اسيا د ارين په نوم جهان جوړکړئ

بډوهئ لستوڼي ښکلی کوربيا دافغان جوړکړئ

بيادخوشحال خان دتوري شرنګ ته دنيا راولئ

بيا زرين تاريخ ته دننګونولوې داستان جوړکړئ

****

ځارشمه پکتيکا نه چې داخلک يي ميړني دي

هسکه شمله ګرځي د میرویس دننګ بچي دي

****

بيادهندوکش لمن ته پورته به شم غروباندې

بياد کونړسيندڅپوته را به شم ټپو باندې

بيادملنګ جان دمينې کورته خندا راولم

بيادحفيظ هيلوته دسولې په نغمو باندې

****

ځارشمه پکتيکا نه چې داخلک يي ميړني دي

هسکه شمله ګرځي  د میرویس دننګ بچي دي

*١غازي ادې دپکتيکا هغه ميړنې مور وه چې د افغان-انګریز په دویم جنګ کې یې له خپلو پښتنووروڼو سره دننګ ډګرته راووتله او دشهادت مرتبه يې په نصيب شوه

نېټه 2009/5/14 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ