تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې

جینی چې غټه شي کلچه شي

هلک چې غټ شي پوکڼۍ دې پړسووینه

جینی کږه شوه ماته نشوه

د کونډې لور ده مور غوړي ورکړي دينه

جانانه دې ځولۍ ته ګوره

چې ما له جوړ نه کړي د خلکو او پیغورونه

د شپې له لمنونځو به خلاص نشي

راشه مالداره اوس دې ورکړه او ذکاتونه

تنګو پایڅو دې لیونی کړم

دا پیچکي پونډو دې ورک له ملکه کړمه

ټنبل په شړق وهه محبوبې

سبا به ګورم او ستا د ګوتو او پرهرونه

په ګودر ناست په ژړا ژاړم

جانانه راشه چې جوړه کور ته ورځوو نه

بېلتانه داسې چارې وکړي

ځان یې ملا کړه زه یې غل د کلي کړمه

بېلتون په هر چا میلمه کېږي

په ما چې راشي تیروي میاشتې کلوونه

باز مې د سر د پاسه ګرځي

د زړه کوتره مې هوا ته نه پریږدینه


نور بیا....


نېټه 2009/6/21 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ