د یتیم توب ورځې یې په خورا سختی سره تیرولي، هره ورځ به په بازار کې ګرځیده او خپل نقاشی شوي پوسټ کارډونه به یې خرڅول، تر څو یوه ګوله مړۍ پرې پیدا کړي. له همدې سره هغه په سیاست کې هم په ګوتو وهلو پیل وکړ او د پان جرمنیزم د ډلې تر کلک اغیز لاندې راغلی و.
هټلر مونيخ ته ولاړ
د دې لپاره چې د اسټریا په پوځ کې پوځي خدمت ونکړي، نو نوموړی په کال ۱۹۱۳ کې د جرمني مونیخ ښار ته ولاړ او کله چې بیا لومړۍ نړیواله جګړه رامنځته شوه، نو د جرمني په پوځ کې عسکر شو. هغه په دې جګړو کې ښه په میړانه جګړه وکړه او هان چې د جګړې په کولو سره یې ځانته غوښې ورنیوولې. د ۱۹۱۴ کال په ډیسمبر کې هغه ته د زړور سرتیري د اوسپني صلیب دویمه درجه نښان ورکړ شو، خو د ۱۹۱۶ کال د اکتوبر په میاشت کې هغه د ګرنیټ د چاودلو له کبله ټپي شو او بیا یې د کال ۱۹۱۸ د اکتوبر په ۱۳ مه د اوسپني صلیب لومړۍ درجه نښان تر لاسه کړ. د ۱۹۱۸ کال د اکتوبر په ۱۳مه هغه د ګازو په یوه برید کې د یو څه وخت لپاره ړوند شو او کله چې هغه په روغتون کې و نو په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې د جرمني د لښکرو د ماتې خبر واورید.

هټلر سياسي شو
له لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته، هټلر او نور ملت پاله جرمنیان د جرمني له حکومت څخه چې په جګړه کې تسلیم شوی و، سخت په قهر کړي وو او له بلې خوا په جرمني کې سخته قحطي او همدا شان سخته بیکاري راغلي وه.
په ۱۹۱۹ کال کې هټلر له یوې پوځي موسسې سره کار کاوه او په دې لړ کې یې د جرمني له سیاسي ګوندونو څخه کتنه او لیدنه کوله، چې د ۱۹۱۹ کال د سیپټمبر په میاشت کې یې یو ګوند وموند او د هغه تر اغیز لاندې راغی او سملاسي له هغوئ سره یو ځای شو چې د دې ګوند ۵۵ م غړی او مشر هم شو.
نازي ګوند او بوختياوې
له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته جرمني ډېر لوى قرض پر اوږو درلودو او په ميليونونو خلك يې بې كاره وو. په ۱۹۱۹ كې هټلر د جرمنيانو كارګر ګوند ته ننوت. په ۱۹۲۰ كې دا ګوند د جرمني د ملي سوسيالست كارګر يا (نازي) په نامه مشهور شو او خپل لومړى پروګرام يې خپور كړ چې (۲۵ نومرې) نومېده.
په پروګرام كې نازيانو په جرمني غږ كړى و چې د يوه ملت په توګه سره متحد شي، يو قوي مركزي حكومت رامنځ ته كړي او د وارسا تړون لغو كړي.
په ۱۹۲۱ كې هټلر د نازي ګوند مشر وټاكل شو او ډېر زيات خلك يې غړي شول، دا ټول د هټلر د خبرو اغېز و چې په وينا كې يې خاص مهارت درلود. هټلر يوه ډله پوځيان د نازي ګوند لپاره جوړ كړل چې د توفان جنګيالي نومېدل او خړې جامې يې درلودې، هغوى د دې لپاره رامنځ ته شول چې د هغو ډلو سره جګړه وكړي چې د نازي ګوند د لاريونونو او ويناوو مخه نيسي.
د ۱۹۲۳ د نوومبر په ۹مه هټلر له ۲۰۰۰ څخه زيات توفاني جنګيالي د وقت پر (بوواريان) حكومت ور مارش كړل او غوښتل يې د مونيخ حكومت را نسكور كړي، د نوموړي دا كودتا ناكامه شوه، هټلر ونيول شو او د پينځو كالو بند پرې وخوت. په زندان كې نوموړي يو كتاب وليكلو چې (زما مبارزه) نوم يې پرې كېښود.
په نوموړي كتاب كې ده د جرمني د راتلونكې لپاره خپل پلانونه بيان كړل، ده
يوازې ۹ مياشتې په زندان كې تېرې كړې او خوشى شو او د نازي ګوند په بياجوړولو يې پيل وكړ.
دى پوه شوى و چې د قدرت تر لاسه كولو لپاره له زور او جګړې څخه نه بلكې له قانوني لارې كار واخيستل شي، نوموړي يو شخصي ساتونكى درلود چې شوت ستافل (د ځينو مورخينو په نظر دا هماغه كس دى، چې له ځان وژنې وروسته يې د هټلر مړى سوځولى و) نومېدو.
په ۱۹۲۹ كې نازي يو وړوكى او بې خونده سياسي ګوند و. په همدې كال د وال سټريټ نښتې او پخوانيو عقدو هټلر او نازي ګوند ته د قدرت واګې په لاس كې وركړې.
هټلر د يهودانو او كمونستانو پر خلاف غږ پورته كړ او دواړه يې د جرمني لويې ستونزې وبللې، نوموړي ژمنه وكړه چې جرمني به له يهودانو او كمونستانو خلاصوي او د اروپا جرمن ژبه ويوونكي به سره يو كوي.
هټلر په جرمني کې ځواک ته ورسید
په کال ۱۹۳۲ د جولای په میاشت کې هټلر د جرمني د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره پوره ملاتړ له ځان سره درلود. که څه هم په دې ټولټاکنو کې پاول فون هینډینبورګ بری وموند، خو د ۱۹۳۳ کال د جنوري په ۳۰ مه نېټه هینډینبورګ، هټلر د جرمني د چانسلر په توګه وټاکه. له ې نه یو نیم کال وروسته هینډینبورګ مړ شو او هټلر د دواړو څوکیو واک په لاس کې واخیست او یوه څوکۍ یې ترې جوړه کړه، چې بیا یې خپل ځان فرهر یعنې ستر رهبر ونوماوه.
ملت ته محبوب رهبر
هغه مینه چې هټلر له خپل نژاد یعنې جرمنیانو سره لرله، خورا بې کچې او زیاته وه. نوموړی د جرمني په هر وګړي باندې دومره ګران و، چې هان زیاتره وخت به له باډي ګارډ پرته بېلابېلو سیمو ته تګ کاوه. ویل کېږي چې یوه ورځ د انګلستان سفیر له هټلر سره د جرمني شمالي برخو ته په چکر تللی و چې البته هېڅ باډي ګارډان یې له ځان سره نه لرل، نو د انګلستان سفیر ترې پوښتنه وکړه، چې ته د خپل هېواد رهبر یې تاسره باید تل باډي ګارډان واوسي، هټلر په ځواب کې ورته وویل چې، زه د جرمن نژادرهبر یم، زه هغوئ دې ځای ته رارسولی یم او په هغوئ باور او پوره اعتماد لرم او دوئ زما له امر پرته هېڅ کار هم نه کوي او نه یې کولای شي. بیا یې دوو ولاړو عسکرو ته امر وکړ چې خپل ځانونه ووژني، هغوئ هم په هماغه ځای خپل ځانونه د خپل رهبر له امر سره سم په هغه ځای ووژل.
هټلر دويمه نړيواله جګړه پیل کړه
کله چې هټلر په ۱۹۳۸ کې اسټریا ونیوله او بیا یې په ۱۹۳۹ کې خپل ځواکونه پر پولنډ ور واړول او ویې نیوه، نو دویمه نړیواله جګړه هم پیل شوه. هټلر له ۱۹۳۵ نه تر ۱۹۳۸ کلونو پورې له جرمني څخه ټول یهوادن وشړل او زیاتره یې په ودانیزو پروژو کې د غلامانو په تور نیولي وو. د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې، د جرمني پوځي ماشین سخت په ځوږ راغلی و. خو په ۱۹۴۳ کال کې د روسیې د سټالینګراد په ښار کې یې ماتې وخوړه. د هټلر تر سيوري لاندې هېڅ آزادي نه وه، حكومت د ژوند هر اړخ كنټرولاوه، هټلر ډېر پياوړى پروپاګند وكړ تر څو ملت يې دا نظريه ومني چې په جرمني كې بايد يو بشپړ آريايي نژاد وساتل شي. د هټلر دا پلان د دې سبب شو چې يهودو، روميانو او تورپوستانو ده ته د لېوني خطاب وكړ. د نوموړي دا پلان د (وروستى حل) په نامه يادېدو. ډېرو خلكو كوښښ وكړ چې هټلر ترور كړي، چې تر ټولو ډراماټيكه هڅه يې د (جولي پلاټ) وه. د ۱۹۴۴ د جولاۍ په ۲۰مه كله چې ډګروال كلاوس ون ستاوفنبورګ چې د هټلر يو نظامي كنفرانس كې برخه وال و، تر مېز لاندې يې په يوه بكس كې بم كېښود چې په چاودنه كې يې څلور كسه مړه او لس نور ژور ټپيان شول، خو هټلر يوازې څو واړه ټپونه واخيستل.
د ۱۹۴۵ په جنوري كې د شوروي پوځونه جرمني ته ننوتل، دا وړانديز شوى و، چې هټلر بايد وتښتي، خو هټلر د تسلیمۍ نظريه رد كړه، نوموړي داسې كيسې اورېدلې وې چې شوروي پوځونه به يې په قفس كې بند كړي او د جرمني په كوڅو به يې وګرځوي. له دې بې شرمۍ څخه د خلاصون لپاره هټلر ځان وژنه وكړه. له مرګ دوه ورځې مخكې يې له خپلې معشوقې، ايوا براون سره واده وكړ، هغې هم پرېكړه وكړه چې له ده سره به ځان وژني.
د ۱۹۴۵ د اپرېل پر ۳۰مه شوروي پوځونه د هټلر له شخصي زېرمتون څخه ۳۰۰ متره لرې وو، هټلر ماته حتمي ګڼله، نوموړي خپله ټوله شتمني د نازي ګوند په نامه پرېښې وه.
له خداى پامانۍ وروسته هټلر او ايوا براون يوې شخصي خونې ته لاړل او (سايانايډ) زهر يې وخوړل. هټلر ځان په ګولۍ هم وويشت، مړى يې وروسته وسوځول شو او ايرې يې د دولتي ماڼۍ لاندې خښې شوې او اووه ورځې وروسته جرمني تسليم شو.

