د مهربان خدای (ج) په قدرت او ملتیا باندې اعتماد، یاد، او اتکال
د انسان په وجود کې پر نفس د اعتماد د رامنځته کولو له اصولو څخه یو اصل هم همدا ده. ځکه چې انسان داسې پدیده ده، کله چې احساس وکړي چې یوازې ده او داسې څوک نشته چې له هغه سره د زړه خواله او یا هم تکیه پرې وکړي، نو اندیښمن شي او روحیه يي ماته او مضطربه شي او پر خپل نفس باندې اعتماد له لاسه ورکړي، خو که چیرته کوم داسې کس ولري چې هغه يي له روحي او رواني پلوه تکیه ګاه وي، نو بیا د ارامۍ او پر خپل نفس د بشپړ اعتماد احساس کوي. اوس نو که چیرته یوه انسان ته دا تکیه ګاه ستر رب العزت خدای پاک واوسي، نو بیا به هغه انسان څومره ارام، سوکاله، ډاډمن او پر خپل نفس باندې د پوره اعتماد څښتن واوسي. په تیره بیا کله چې یو انسان ریښتینی او ټینګ ایمان هم ولري او په دې پوه وي چې خدای پاک د هغه د غاړې تر رګ ورته نږدي دی او خدای پاک هېڅکله هم خپل بنده یوازې نه پریږدي او تل یي له هر راز ستونزو څخه بچ او ژغورلی وي.
(( ان الله یدافع عن الذین آمنو))
ژباړه: خدای پاک د هغوانسانانو دفاع کوي چې پر ده يي ایمان راوړی وي.
هغه انسان چې وکولای شي تل په خپل ذهن کې داسې یو ښایسته احساس ولري، نو دا په خپله یو ښایسته فکر ده چې د یوه پیاوړي سیګنال په توګه په ناخوداګاه ضمیر کې ننوزي او حاصل یا پایله به یي ښایسته روحیه، ښایسته باور او ښایسته په خپل نفس اعتماد درلودل وي.

