تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا
په یادونو کې مې ته یې

د وخت مدیریت

 هغه کسان چې پر خپل نفس باندې بشپړه اعتماد لري زیاتره یي د چټک تیریدونکي وخت او عمر کنټرول په لاس کې اخلي او هغه په خپل لاس لارښوونه او مدیریت کوي.  هغه کسان چې خپل وخت بې ځایه لګوي تل د شاته پاته والي احساس کوي او خپل نفس باندې اعتماد ته تاوان پیښوي.

منظم کسان خپل وخت او زمان په ښه توګه سره اداره کوي.

 تاسې خپل وخت او عمر څنګه اداره کوئ؟

ایا تاسې خپل وخت په سمه توګه سره اداره کوئ؟

ډاډمن یم چې تاسې به هېڅکله بېګاه مهال ویده نه شئ، تر څو مو د سهار ورځې پروګرامونو د انشاالله په ویلو سره نه وي ترتیب او تنظیم کړي.

ځیني کسان له خپله تیریدونکي ګران بیه وخت څخه چې کولای شي هره ګړۍ بریالیتوبونه پکې تر لاسه کړي، ترې غافله دي. خو ستاسې په شان هوښیار کسان بیا تل د خپل وخت او عمر مراقب وي او هغه په سمه توګه سره اداره کوي.

تاسې باید د هرو ۲۴ ساعتونو لپاره یو پروګرام یا مهال وېش ولری. د خپل ژوند اوونۍ، میاشتې او کلونه په ښه توګه سره زمان بندي کړی او تل د خپل وخت د غلو به مراقبت کې اوسئ. په ټلیفون کې بې معنې او بې هدفه اوږدې خبرې کول، بې ځایه له خلکو سره ناسته ولاړه، د ټلویزیوني پروګرامونو زیاته لیدنه او داسې نور کارونه ستاسې ګران بیه وخت در چې غلا کوي. هره ګړۍ چې تیریږي او هر کار چې کوئ، یو ځل له ځانه سره چورت او سوچ هم کوئ چې ایا تاسې په دې تیر کار یا وخت کې څه وکړه او د ځان، خدای او خلکو لپاره مو څه خدمت پکې وکړ. تل خپل کارونه د یوه پروګرام له مخې پر مخ وړئ، نو له دې کار څخه به خوند واخلئ او په خپل نفس کې به د اعتماد لویه نړۍ رامنځته کړئ.

 عمر دې دراز او وخت دې ډک له ګټو

زه خپل وخت او زمان اداره کوم

نېټه 2009/10/1 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل
د وېبلاګ چوکاټ