لمونځ مې یي کافر به شمه څنګه دې قضا کړم
راشه چې د خپل زړه په خلوت کې د ادا کړم
ته د قدر شپه یي خو په شپو کې را نه ورکه
تا پسې به ډېرې اوږدې لنډې شپې رڼا کړم
غشي راکوه چې اژدها په تندي وولم
موسکه راته مه کېږه چې نښه به خطا کړم
زه هغه مجنون یم چې مې زړه خواره کېږدۍ کړ
ګورې به لیلا به له وچ ډاګه را پیدا کړم
دین د پښتو نغښتی د ملالې په ټپه کې
دا د ټپو ژبه به له خدای سره اشنا کړم
ډول به شم اتڼ به شم، شغا به شم د څڼو
بیا به طالبان د جوماتونو په ګډا کړم
خاورې یم خو لمر به تر لاس ونیسم که خیر وي
ستوری به شم پاس به له سپوږمۍ سره خندا کړم
بیا به د غاټولو دغه لوټ کاروان را ټول کړم
لاس به په سپرلي واړوم زر به یي پخلا کړم
نېټه 2009/11/8 لیکونکی: محمد بصیر سلیمانخېل

